آرشیف

2021-5-25

شاه ولی آرین

ایا جنګي مجرمین د سولې د پروسې خنډ دي؟

جګړه هغه توره، شومه پدېده ده چې ډېر لږ کسان ترې ګټه تر لاسه کوي، اما ډېره سلنه خلک د جګړې قربانیان وي.

لیدل کېږي چې زموږ د هیواد په څلویښت کلنه نیابتي جګړه کې ټوله ګټه استعماري نیواکګرو او د هغو څو تنو محدودو کورنیو لاسپوڅو تر لاسه کړې، چې تل یې د هیواد او ولس ملي شتمنۍ، مادي او معنوي ارزښتونه له ګواښ سره مخ کړي او دوي ترې خپلې شخصي ګټې تر لاسه کړي دي.

د شوروي د بې شرمانه یرغل را وروسته زموږ په ګران هیواد افغانستان کې لیدل کېـږي چې د یرغل په مقابل کې چا مقاومت وکړ، کومو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، د هغو قهرمانانو، چې د نیواک په مقابل کې یې کارنامې وکړې، خپل خوږ ژوند یې له لاسه ورکړ، کونډو او اولادونو یې څه ډول شرایط وزغمل، دا هغه پوښتنې دي، چې د جهاد او مقاومت په نوم ټیکه داران، زورواکي قومي ټیکه داران لکه رشید دوستم او داسې نور جنګي مجرمین چې د افغانانو د څلویښت کلنې جګړې اصلي لاملان دي، پورتنیو پوښتنو ته باید ځواب ورکړي.

جنګي مجرمین او حرفوي جنایت کاران معلوم دي، دا هغه کسان دي، چې تر پرونه یې هیڅ نه درلودل، مګر نن په بهر کې د بانکونو، هوټلونو، قصرونو او د هیواد د قیمتي ډبرو مغازې او نمایشګاوې لري، د هیواد دننه، شرکتونه، بانکونه، شهرکونه او د زرګونو دولتي او شخصي ځمګو خاصبین دي.

جنګي مجرمین هغه کسان دي، چې د هیواد د محروم ولس له مجبوریتونو نه غیر انساني استفاده کوي، د هیواد د قومونو استازي ځانونه ګڼي او د ولس له امکاناتو او ځواک نه د خپلو شخصي ګټو د ساتلو له پاره نامشروع استفاده کوي، د ولس له احساساتو نه د ځان غوښتنو او پردیو ته د خدمت په لار کې د سپر په توګه کار اخلي.

جنګي مجرمین هغه کسان دي، چې د خپلو شخصي موقفونو او ګټو په خاطر یې له شپیتو زرو زیات مظلوم کابلیان یوازې د کابل په ښار کې ووژل، په سرونو یې ورته میخونه تکوهل، د کابل ښکلي تاریخي ښار یې په کنډوالو بدل کړ.

جنګي مجرمین هغه کسان دي چې د هیواد مادي او معنوي ارزښتونه یې، لیلام، کباړ او خپلو بهرنیو بادارانو ته ډالۍ او سوغات کړل، د هیواد له ملي ارزښتونو سره یې دومره په بې تفاوتۍ برخورد وکړ چې حرفوي غله او هیواد پلورونکي یې جنرالان، قهرمانان او مارشالان کړل، سیمې، څلور لارې او علمي مؤسسات او بنسټونه یې د دغو غلو په نامه کړل.

لاندینۍ یو شمېر ډېرې څېرې او یو شمېر نور چې په دې قطار کې نشته لکه تورن اسماعیل، د احمدشاه مسعود ورونه او ځني نور له همدوي پورې تړلی جنایت کاران او ورسره طالب مشران هغه کسان دي، چې هیڅوک یې په اوسنیو حساسو شیبو کې د هیواد په جوړونه او یا ورانونه کې پر رول سترګې نه شې پټولي.

شاید ډېر کسان زما له دې نظر سره مخالف وي، خو زما له انده همدا یو واقعیت دي. دغه شمېر کسان هم جنګي مجرمان دي او هم جنګي جنایت کاران.

د تېرې ورځی راهیسې چې د دولت د عالي شورا د جوړولو په نامه دغه څېرې په میډیا کې کته، پورته کېږي، سوالونه یې راپورته کړي دي، چې دا خو جنایت کاران دي، دوي د جګړې اصلي عاملین دي او داسې نورې پوښتنې.

سره له دې چې زه هم په دغه نظر یم، چې ایا نور څوک نه شته په دې هیواد کې، ولې له ملي او هیوادپالو شخصیتونو نه دغسی مهمه شورا نه جوړېږي؟

 

ځواب به یې دا وي چې:

هغه ملي شخصیتونه چې نه زور لري او نه زر، نه یې تر شاه کوم بهرنی هیواد ولاړ وي، چې په داسې حالت کې به څه ګټه هیواد او په هېواد کې سولې  ته ورسوي، حال دا چې د دغو پورتنیو څېرو ترشاه د نړۍ زبرځواک او ګاونډي هیوادونه ولاړ دي، د یو شمېـرو تر څنګ روسیه، تاجکستان، فرانسه د یو شمېرو تر څنګ ترکیه، ازبکستان او د یو شمېرو تر څنګ ایران او پاکستان ولاړ دي.

زما په اند په هیواد کې د روانې غمېزې د مهار کولو له پاره دوې لارې موجودې دي، یوه دا چې، همدا پورتنۍ یو شمېر څېرې او د طالبانو مشران د جنګي جنایتکارانو په توګه نړیوالې محکمې ته راکش شي، چې په دې رابطه د نړیوالې ټولنې، ملګروملتونو او اروپائې اتحادیې عملي مرسته اړینه ده او بس.

بله لار همدا جنایت کاران دي، چې لیدل کېږي طالبان هم د دوي په رابطه پټه خوله دي، له اشرف غني سره او له افغان دولت سره خبرې نه کوي، اما له دغو جنایت کارانو سره هم خبرې کوي او هم لیکونه ورته استوي.

 

نو ځکه دغه څېرې د خپلو امکاناتو په لرلو سره که سوله نه شې راوړلي، نو هره لحظه یې ورنولي شې.

زما له انده د افغان حکومت دغه تګلاره چې دغه څېرې یې په پروسه کې د یوه مجبوریت له مخې شاملې کړي، د اوس وخت له پاره به مناسب کار وي. اوس نو دوي او طالبانو پورې تړلي خبره ده چې له هیواد او ولس سره څه کوي.

 

پای