آرشیف

2021-2-21

شاه ولی آرین

افغان سوله په یوه معما واوښته «لومړۍ برخه»

ټولو ته معلومه ده چې د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو د مخه د ټرمپ د ادارې له لورې د افغان سولې د عملي کولو پروسه په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د یو توافقنامې د امضا کیدو پر بنسټ پیل شو، چې افغان دولت، نړیولو او سیمه ایزو هیوادو ته یې تر ډېره حده تشویشونه رامنځ ته کړل. دغه تړون او هلوځلو د طالبانو سیاسي او دپلوماتیک موقف خورا لوړ کړ او د طالبانو د هیآت سفرونه، روسیې، ایران، چین، پاکستان ته او د دوي خبرې اترې د افغانستان په نوم سیاسینو سره د امریکا، طالبانو او د هیواد د حریصو ګاونډیو له لورې د افغان دولت د ملي او ڼړیوال موقف د راټیټولو او پاشلو اګاهانه هلې ځلې او فعالیت وو.
د امریکا ټاکنو اود جوبایډن بري دغه پاڼه بدله کړه، چې هم یې د امریکا په دننه اوهم د سولې په پروسه کې داسې بدلونونه رامنځ ته کړل چې کیدای شې دا د یوی معما پیل وي.

په امریکا کې د ټرامپ او د هغه د پلویانو بربنډ دریدل د ټاکنو د پایلو نه منل او حتا پر کانګرس حمله، هغه معما ده چې د امریکا په تاریخ کې ساری نه لري.
لیدل کېږی چې جوبایډن د ټرمپ د ادارې یو شمېر ډېر فرمانونه چې په عجولانه ډول یې تصویب کړي وو، لغوه اعلان کړل او همدا ډول یې له طالبانو سره د دوحې د تړون په هکله د بیا له سره کتنې پریکړه وکړه، چې دغې پریکړې طالبان خورا اندیښمن کړل، د دوحې خبرې اترې یې پر ځای پریښودي او پر دیپلوماتیکو هلو ځلو یې پیل وکړ، هغو هیوادو ته یې مخه کړه چې د افغانستان او د سولې په پروسه کې  د امریکا سره په مخالفت کې قرار لری.
سره له دې چې دجوبایډن اداری تراوسه د افغان سولې په هکله خپله دریز سم نه دی روښانه کړی، خو زما په اند د بهرنیو چارو د وزیر له وینا داسې ښکاری چې دجوبایډن اداره هم غواړی چې افغان جګړه د سیاسي هلوځلو اوخبرو له لارې حل شې. همدا ډول په امریکا کې یو شمیر پخواني جنرالان، او دپلوماتان هم پر دې نظر دي، چې له افغانستان نه غیر مسؤلانه وتل به بیا دغه هیواد د ترهګرو پر ځاله بدل کړي، چې نړۍ ته به ستر ګواښ رامنځ ته کړي.

نړیوال، د امریکا سره د افغانستان په یرغل کې ملګری هیوادونه په سر کې ناټو هم د غیر مسؤلانه وتلو اندیښنه لری چې د ناټو سر منشی ینس استولتنبرگ وار، وار دغې موضوع ته اشاره کړی ده.
تیرو دوه ورځو کې د ناټو غړو هیوادو د د فاع د وزیرانو غونډه وه، چې په دغه غونډه کې له افغانستان نه د امریکا او ناتو غړو هیواد د قوواو وتل یې هم د اجندا یوه برخه وه.

د تاند د ویب سایټ د خبري برخې له مخې جوبایډن ویلی «افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سیاسي حل ته ژمن یو».

 
د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي:
«د امریکا حکومت د خپلو متحدانو سره په ګډه د افغانستان د روانې جګړې سیاسي حل ته ژمن دی او دې برخه کې به په ګډه سره کار کوي».
هغه د مونیخ امنیتي غونډې ته د وینا پر مهال وویل:
«افغانستان به بیا د ترهګرو پر خوندي ځای بدل نه شي او اجازه به ور نه کړي چې له افغانستان نه امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښ متوجه شي».
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغې دیپلوماتیکې پروسې کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوې ده.
بایډن ټینګار وکړ چې حکومت به یې د افغانستان قضیې په اړه له اروپایي هېوادونو سره سلا مشورو ته دوام ورکوي.
ولسمشر بایډن وویل، امریکا د ناټو تړون پنځمې مادې ته ژمنه ده، او دا ماده وایي چې د ناټو پر یو غړي هېواد برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید بلل کېږي.
هغه زیاته کړه: «تر اوسه یوازې یو ځل، یعنې پر امریکا د سپتمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته پنځمه ماده عملي شوې، هغه مهال تاسې موږ سره د القاعدې پر ضد جګړه کې ودرېدلی. امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې د مخکې تلو په اړه به له اروپایي هېوادونو سره له نږدې سلا مشوره کوي.»
همدا ډول د ښاغلي بایډن له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټېن هم د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په دویمه او وروستۍ ورځ ویلي وو، هېواد به یې له افغانستان په بیړه او بې نظمه توګه ونه وځي.
متقاعد جنرال او د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن وایې:
«د ځواکونو وتل له سولې سره تړلي دي»
 
د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ اسټن د پینتاګون د مشر په توګه د جمعې په ورځ په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د سولې لور ته پرمختګ او په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو د ښکېلتیا پای ته رسېدا د طالبانو له لوري د حملو له کمېدا سره تړلې ده.
ده خبریالانو ته وویل«تاوتریخوالی باید اوس کم شي.»
اسټن وویل، په افغانستان کې تاوتریخوالی بایډ فوراً پای ته ورسول شي.
ده دا هم وویل، تراوسه پورې په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو د راتلونکې (وتلو یا نه وتلو) په اړه پرېکړه نه ده شوې.
اسټن، چې د اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې د درو کلونو لپاره په افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو د څارنې مسوولیت درلود؛ وویل، د بایډن حکومت د میتود او اصولو له مخې په افغانستان کې د خپلو راتلونکو ګامونو جاج اخلي.
امریکا حاضردمه په افغانستان کې ۲۵۰۰ پوځیان لري خو د دې هیواد او طالبانو د قطر د موافقې پر اساس دا ځواکونه باید د مې تر لومړۍ پورې ووځي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د جرمني د مونشن امنیتي کنفرانس ته په انلاین وینا کې دې ته اشاره ونه کړه چې له افغانستانه به پاتې ځواکونه وباسي او که نه.
نوربیا