X

آرشیف

سلام دوستانو مشرانو او کشرانو

 

دانسانانو له نور حیواناتو نه یو فرق هم دادی چې انسانان خپل تجارب راتلونکو نسلونو ته انتقالولای شي او هوښیار انسانان او ټولنې دا سخت، اوږده، قیمتي تجربه شوي انساني لاس ته راوړنې له سره نه تجربه کوي او له نورو نه، او تاریخ نه، د ورته ټولنو او ورته ودې او مشابه انکشاف، تجاربو  له نورو بشري ټولنو او له نورو انسانانو نه ګټه اخلي او پر مخ ځي. 
د انګلستان په جزیره کې د شن فین د حرکت پېلیدلو منطق او علت به نور هم وي خو یو علت یې داوه چې د ایرلند د خلکو د آزادۍ د سیاسي مبارزو او د هغو په مقابل کې د سخت، قوي او جابر حاکمیت شتون په مقابل کې وپتیله شوه چې دا حرکت دې سیاسي برخه او نظامي مستقلې برخه ولري. 
سیاسي برخه کې ټول مطالبات دقانون او آئين په چوکاټ کې او د قوانینو سره سم روان او مبارزه روانه وه. هماغه د عدم تشدد مبارزه او سیاسي مطالبات روان او متمدنه مبارزه  کیده. په نظامي او پوځي برخه کې د حالاتو په نظر کې نیولو سره د فشار او داچې حق اخیستل کیږي او نه ورکول کیږي د متناسب تشدد او دفاع لپاره د انساني، مشروع  او تجربه شوو وسایلو د حق د اخیستو لپاره کار کېده. 
د سیاسي برخې مشرتابه د نظامې. او پوځي برخې مشرتابه له تشکیلاتو، کړو او کارنامو سره. رشماُ تړاو نه درلوده او د هغو د کړو ملاتړ یې هم نه کاوه! 
ددې پوځي برخې شتون ، فشار او کارنامو بهره سیاسي برخې ته عمل کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ښې پایلې لرلې. 
د منظور پښتون، باتور پښتین د خبرو انداز او عُمق په کُل کې او بیا دا روستی د اسلام آباد ته د لاریون او ټول ملت د سوله ایزي لاریون په هکله او هلته د خبرو عُمق او د مبارزې او مظلومیت آواز د اچتولو عمیقې جنبې او لارې یوځل بیا په ما کې دده د مشرتابه ستر والی ثابت کړ. ددې بیانې او خبرو اوریدل او لیدل ټولو ته په دقت سپارښت کوم. 

نر پښتون باتور پښتون
مونږ په حقه یو او د حق بریا باندې ایمان لرو! 
د. صلاح الدین سعیدی
۲۸/۰۸/۲۰۱۸
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.