دوکتور ص. سعیدي
د پښتنو، بلوڅو او افغان اولس تراژيدۍ او د پنجاب ظلم او تعدي لړۍ اوږده ده!
ددې تراژیدۍ مقابل کې غلی پاتې کیدل، اعتراض نه کول، دهغو سره چې ددې ظلم، تعدي، او تجاوز مقابل کې ولاړ دي د هغوی درد، او رنځ سره نه شریکیدل، او هغه خل نه ګڼل، ملاتړ یې نه کول او په دغه مبارزه کې سهم نه اخیستل هیڅ سلیم ضمیر او با عزته انسان نه شي ردولای او نشي منلای. د اوږدې مودې روان پنجابي ظلم پر وړاندې او مقابل کې همغږي او مقابله د هر سلیم انسان ، هر پښتون، بلوچ او هر بادرده انسان وجیبه ده.
مونږ په کلکه د پ ټ م چې ددې سترې داعې او ستر ې مبارزې اوسنی علمبردار دی او د منظور پښتین د هوښیار زعامت ملاتړ کوو او په ټول توان یې پيروان او لارویانو یو!
مونږ د پ ټ م ملاتړي یو او دا كار زمونږ وجیبه ده!
مونږ د تاریخي افغان هیواد، افغان اولس، پښتنو او بلوڅو د حقوقو مدافعین یو!
مونږ په دغه برخه کې د پ ټ م مجبوریتونه او د پنجاب ناروا او تعدي باندې خبر یو، خو مونږ د پاکستان تحفظ موومنټ سره هیڅ تړاو نه لرو او د هغو خلاف یو چې هغوی د پ ټ م ، د ملاتړ په بهانه د پاکستان د بیرق پورته کوي او په دې ډول د پنجاب ملاتړي دي. د داسې هڅو او ناروا سره په هیڅ ډول شریکه لار نه لرو او دا لاره د پښتون تحفظ موومنټ لار نه ده. دا د پنجابي دښمن پایې او اساس ټينګوي او دا ملي خیانت دی او مونږ
یې پر ضد یو!
د پ. ټ. م. مشر تابه ته په کار ده چې د افغان اولس یووالی، له آمو نه تر آباسینه ددغه ستر ملت په ستونځو متمرکز پاتې شي او دغې لار ته چې په پينځو مادو کې د اوس لپاره آماده کړي ادامه ورکړي. مونږ نباید د ای اس ای او د پنجاب د تهمتونو تر تأثیر او ناروا اغیزې لاندې ددې خط او دې لارې نه یو څپک او یو قدم هم په شاشو.
د افغان اولس بیرق ددغه ملت ملي سمبول دی او دغه ملت د پښتنو او بلوڅو د مبارزو جز او د شریکې او ګډې مبارزې او ستر کُل جز دی. دا وحدت او یو والې مو نباید د پنحاب او ای اس ای په دسیسو او فتنو څوک مات او خراب کړي!
زمونږه قوت او د بریا تضمین زمونوږ په یو والی کې دی. دغې یووالی ته باید په پوره دقت په شعار او عمل کې کار وکړو او دا يو والی باید په پورت جرئت او هوښيار تیا وساتل شي!
و ما علينا الا البلاغ المبين
٢٦/٠٥/٢٠١۸
پر بیننده ترین مقالات
-
سلطان رضیه غوری
-
آب و هوای ولایت غور
-
سرگذشت سیاه موی و جلالی
-
اصطـــلاحــــات و واژه های شیرین لهجـهً غوری
-
شهر فیروز کوه مشهور ترین پایتخت سلاطین بزرگ غوری
-
بیوگرافی شهید محمد رفیق علم
-
ولسوالی های ولایت غور
-
زندگی نامه مختصر مرحوم سید محمد رفیق نادم رئیس بنیاد فرهنگی جهانداران غوری حوزه غرب
-
نثار احمد حبیبی غـوری کیست؟
-
Muhammad of Ghor
مجلات و کتب
جام غور در شبکه های اجتماعی
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور
ښکاره دریځ!