X

آرشیف

د تراژيدۍ بعضې بنسټيز لاملونه!

عنعنوي، تطمیع شوي‌‌‌‌‌‌، ‌‌‌‌‌‌ډارول شوي او پلورل شوي مشران او د هغوی ناکام سیاسیتونو د پښتنو او بلوڅو د غمیزې د اوږدیدو یو د ستر لاملونو د ای اس ای د ظالمانه کړنو تر څنګ پر افغان اولس  دی. 
لر او بر یو افغان ته په داخل د پاکستان کې خاینو مشرانو نوې تعریف او بڼه ورکوي او د افغانستان پر ضد د ای اس ای ټوپک د ایمل ولي په اوږه کیدل د غمیزې د اوږدیدو بل لامل دی. د نوي ملي خوځښت د پرګنو د ستر ملاتړ سره، سپین او ریښتني مبارز او د ملت د پښتنو او انسانیت د حقوقو مدافع، نر پښتون، منظور پښتین انساني، ریښتنۍ سیاسیت او د ملت آواز کیدنه د عنعنوي تیرو دوکو ممثلین د ملت تاجران تقریباً له ملته نور هم تجرید کړل او دا پروسه د تعميق خواته ادامه لري. 
مونږ د پ ټ م، د ښاغلي منظور پښتین د غورځنګ چې د افغان ملت غورځنګ او آواز دی په کلکه په سر او مال ملاتړ کوو. 
ددوی مطرح مطالبات د ملت مطالبات  دي. په یقین سره د پاکستان پوځ او امنیتي ارګانونه د پ ټ م د عدالت  غوښتنې مطالبات چې متهمینو ته عدالت ورکړل شي د پاکستان پوځ نه شي پوره کولای او ورته ځواب نه لري. علت دا چې ‌‌‌‌‌‌ډیر لادرک شوي ددوی په لاس وژل شوي او ظلم پرې شوای. دا حالت ددې موجب کیږي چې خبره د حق د اخیستلو خواته درومي. د حق اخیستو  پروسه د حصول او تشدد خبر ده او دې خواته د پاکستان پوځ په دې هم وړل غواړي چې جنایات یې کړي او خلک یې وژلي او عدالت ته نه شي تللای. د خبرې منطق دا  وایي چې د پاکستان د آیین په چوکات کې دا مساله نه حلیږي او حلیدای   هم نه شي، علت دا چې متخلفین او قاتلین د پاکستان پر چارو  مسلط دي او له قاتله عدالت غوښتنه عملي نه ده. نو داحالت به دغه د عدم تشدد لاره د تشدد د مشروعیت خواته کاږي او تشدد ته به  لاره خلاصه کړي. 

هو مونږ باور نه لرو چې د پاکستان دموجوده  نظام ، آيين په چوکات کې دا مشکل حل شي نو پاخه او د قوت ‌‌‌‌‌‌ډک ستر حرکتونه د الترناتیف او قایمقام تګ لارې باندې هم کار او په پوره احتیاطي پلان جوړولو کار هم جدی نیسي او جدي  نیول هم په کار دي. 

حق اخیستل کیږي او حق نه ورکول کیږي. له بلې خوا مونږ د پاکستان  په دننه کې د پ، ټ، م د مجبوریتونو نه هم خبر یو او ددوی د متناسبو تدابیرو په کلکه ملاتړ هم کوو. خو په دې هم په کلکه باورمند یو چې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې ټول مطرح مطالبات نه شي حاصلیدای. 

مونږ باور لرو چې. پ ټ م په پاکستان کې خپل مجبوریتونو  لري. په بهر کې د پاکستان غیر مشروع  بیرق د پاکستان غیر مشروع هیواد د افغانستان د بیرق سره  پرتله کول او یا د کوم ګوندي او حزبي بیرق په شان د افغان د هیواد بیرق ته له دې ‌‌‌‌‌‌ډارې چې پ ټ م، ته د افغانستان د اجنت اطلاق و نه شي، ښه سیاست نه بولو. دا اتهام به د پاکستان داخل کې مجبوریتونه لري پاکستان په داخل کې به توجیه  لري، اما له اصولو نباید تیر شو!  له پاکستانه بهر دا خبر پرتله کول ( بهر کې) او هغه هم د پ، ټ، م، په تاییدي میټنګو کې نه منل او افغان بيرغ نه پریښول د ای اس ای او پاکستاني سیاست بریا  او برنامه  ده او د منلو وړ نه ده! 

د. ص. سعیدي 

۱۶/۵/۲۰۱۸

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.