آرشیف

2017-4-22

دوکتور ص. سعیدي

ترور او دهشت غندو!

په مزار شریف کې د تېرې ورځې جنایت د زغم او منلو وړ نه دی
دا جنایت او د افغان ولس وژنه دطالب په نامه د دین او وطن د خدمت د مدعیانو تور مخ او جنایتکاره څېره ده، د کابل او افغان حاکمیت بې کفایتي ده
دا جنایت، دهغه پلان، دعملي کولو تدریب او تمرین او اجراء پ ه ښ کاره د ای اس ای د لاس نښانه ده
دا کار د نړېوالې ټولنې د پاتې راتللو مستنده نښانه ده
داجنایت د افغان  ولس دتراژيدۍ ادامه ده.  

څومره ظالمه، نامرده، مکاره او جنایتکاره ای اس ای، 
څومره بې رحمه همسایګان، 
څومره خاین، پلورل شوي او ‌‌‌‌‌‌ډارول شوي مشران!؟، چې د خپلو شومو، ټيټو او ذلیلو موخو او اهدافو ته د رسیدو لپاره د هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول جنایت، خیانت د انسان او انسانیت او دین او عقیدې سره د خیانت او هیڅ شنیع او رذیل  عمل نه‌‌‌‌‌‌ ډ‌‌‌‌‌‌ډه ونکړه او نه کوي
دا ملت يعنې ستر افغان ملت قرباني ورکړې او ورکوي. دا خلک به خپل ناتوانه اړخونه به هم لري خو پاس لاملونه او بې کفایته، تحمیل شوي حلکمیتونه له یاده ایستل او ټوله پړه پرملت اچول چې دې وطن کې یې یوله او استقرار قایم نه شو کړای، بې انصافي ده
د قلم او د ټوپك  دواړو غیرمتناسب کارول د خبرې او غمیزې یو ستر اساس  او پېل دی. نو د عدم تشدد ببولالې د مشکل او د ناخوالو یوستر لامل  هم پیژندلای شو او دی
بل كړکیچ به د ټوپک او بیا ټوپک او بیا پر ټوپک تاکید او باور لرل چې د دین نه دی خبر خو وچ د متذین ادعاوې کوي، او وچ  بې منطق حتی غیر شرعي عمل ته غېرت وایي د مشکل او کړکیچبل اړخ دید بل پر حریم اوړي، په هسې ناروا تهمت کس وژني، دیتیم مال به خوري اوناروا به کوي خو بیا هم وایي: توکل په خدا
د رسمي عوایدو او ولایت ۱۰۰۰ کلن معاش به یې د شته دارایی سره ان‌‌‌‌‌‌ډول نه لري خو بیا به هم د عدالت او د انصاف ممثل او د العیاذ با الله د پاکۍ د عبادت مجسمه به قرآني مسخه خوهمدا ده. ځان.  
شرعي متن او مقدس نص به له مخې نه شي لوستلای خو په سپين سترګۍ به پر هغه اعتراض کوي
د حق سره دوکه کوي خو له سره به یا له حقه خبر نه وي، یوه به وایي خو هدف. که حق ورته مستند شي نو بیا یا ځان پوهول نه غواړي
داسې ناروا باور به لري چې حق له هغه سره دی چې غالب شي.   ( الحق لمن غلب).  نو خپل ټوپک او مسلمان وژنۍ ته به اسلامي او شرعي بڼه ورکول غواړي
نه حق له ټوپک او یا لمن غلب ( څوک چې غالب شي) سره حتمي نه وي او نه دی. حق له حق سره دی او مونږ باید د حق اساس او منطق بیا هم شرعي منطق او لساس باندېپه وه کړو. علم او پوه پيدا کړو، دا ځان پوهول او د هغه منطق عامول په ټوپک او وچ غیرت نه کیږي
هغه غېرت چې زمان د دین د ارزښتونو  او اصولو سره مطابقت و نلري هغه غیرت نه دی
د خبرو او ټوپک وخت او یا د دواړو متناسب استعمال باید و پېژنیو
وسیله نباید هدف او موخه قرباني کړي

نو په مزار شریف کې پرونی انتحاری حمله(۲۰/۴/۲۰۱۷) چې مسلمانان د مسجد او لمانځه نه د راوتلو وخت کې شهیدان او زخمیان کړل شول او د طالبان په نامه چا د هغه د اجراء افتخار!? واخېست دشرعی د ظاهر الا مر ، د اسلامي منطق پر بنیاد نه اسلامی او نه انساني عمل دی. حرام کار، مجری او مفتي یې د مسلمان فتوی او عمل نه دی کړای
شرع ظاهر ته ګوري. د فتنو او شر د اشاعې حالت کې شخص په خپله خوښه مسجد او د الله تعالی کور ته عبادت ته ځي دا ملعون ورته انتحاري کوي، مسلمان وژني او زخمي کوي. ددغه کار د جواز مفتی او مجري چې  د مسلمانانو د قتل د مجاز ګڼلو حکم کوي په یقین د اسلام له دایرې نه خلاف فتوی ورکړې. دا ثابتوی چې دا کفري عمل دی که څوک دغه حرام ته حلال وایي او د حرامو پرکولو امرکوي. د ‌‌‌‌‌
دې انتحاري عمل په  یقین استشهادي نه دی او صرف غیر مسلمان او تروریستی ای اس ای اداره دا کولای شي
دا عمل د کافر، مشرک او نامسلمان عمل او انشاء الله مفتي او مرتکب او مرسته کوونکی یې  دوزخ کې ځای لري
 
لعنت د الله ( ج) دې پر دوی وي

نو د دشمن او غیر مسلمانو افرادو پړه پر افغان ملت اچول او ملت پړ ګڼل بې انصافي ده
دغه ملت ، افغان ملت له آمو نه تر اباسینه قرباني ورکړې او ورکوي
مونږ ته په کار ده چې علم او پوه زده کړو، متحد او متفق شو او په دوامداره  توګه په پوره مېړانه او شجاعت د حق منطق عام ولو لپاره همدا نن او همدا اوس په تمام توان کار وکړو
متحدین او خدمتګاران او خاینین وپېژنو، ځان پوه کړو او د نورو په پوهلو کې مرسته اورسالت اداء کړو، حق واورو او نورو ته یې ورسوو
دښمن وپېژنو او په مېړانه او شجاعت دښمن او د هغو د داخلي نوکران، قومي او سمتي فتنه ګر او خاینین ملت ته مستند معرفي او ورته د نفرت او مقابلې ته د تیارولې په ښکاره کول د ټولو ښکاره او پټو دسایسو په قبلولواو تحمل کار وکړو. خپل ټکل او مصمم والی  د خیر په خدمت کې په پوره شجاعت نورو ته ورسوو او خپله مثال شو
خبر، موضع او عمل وکړو
پدرامیان ، حرامیان، مجیب الرحمان 
رحیميان او نور خاینین افشاء کړو

دوست او دښمن څنګه پېژندای شو او د اتهام او خیانت د اثبات اسناد مو څه دي؟ 
د ھرچا موضع، عمل او دریځ  په ملي اووطني مسایلو کې د هر شخص د هویت پاڼهده. په ژوندو کې دایمي قهرمان او اتلان نه شته. هرچا سیده او خادم ه موضع ولره او سیده قدم کېښود منم او نه غلط قدم کېښود ردوم
نو د رسالت اداء او د طبعي متحدینو سره یولاس او یو موټي کېدو ته سخته اړتیا شته
نن او همدا اوس باید پېل وکړو. ښه خبر، ښه موضع او د منطق خبرې او مواضع وپېژنو، تکمیل  او عام کړو
ترور، تروریست او دهشتګر. ته قاطع او د رد جواب ورکول او مخالفت کول، انساني،اسلامي، او افغاني وظيفه او رسالت دی

و من الله التوفیق
دوکتور صلاح الدين سعیدی

٢١/٠٤/٢٠١٧
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨

 

وها 

بې کفایت حاکمیت کابل و اداره درین است که مراجع استخباراتی و کشفی آن را خواب برده . این عمل جنایت کارانه تصادفی و همروزه اجراء  نه شدهتدابیر مقدماتی زیاد به یقین با خود داشت.  
اصل مجازات و مکافات و تقویت سه چندان نیرو های استخبارات در کل سیستم امنیتی با افراد متعهد به قانون و منافع کشوفراد با فهم و مدبر ضرورت امرو درین بخش است
ایجاد وزارت جدید  نظارت بر عزل و نصب افراد در ارګانهای  امنیت بدون ازدیاد سالم نیرو های استخباراتی نظامي  و همکاري های نزدیک شان و هماهنګي این کار توسط افراد متعهد به وطن، مردم و قانون کاری را به جای نه خواهد رسانید
استفاده از تخنیک مدرن درین عرصه باید و باید از وسایل مهم ګردد
و من الله التوفیق