آرشیف

2020-3-16

شاه ولی آرین

کرونا، بشري ناورین

د کورونا ویروس یو نوي خطرناک ویروس دي چې په خلکو کې تنفسي ناروغي رامنځته کوي او له یو انسان نه بل ته د ډېر ژرلېـږیدو توان لري. دغه ویروس چې د کوید ۱۹په نامه هم یادېږي، د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبر میاشت نه راپدې خوا د  لومړي ځل لپاره د چین په وهان ښارکې تثبیت او خپور شو. د کورونا ویروس په لږه موده کې د چین له هیواد نه ټولې نړۍ ته سرایت وکړ، چې همدا اوس نسبت له نورو هیوادو نه په ترتیب سره په چین، ایران، ایتالیا، هسپانیا او جنوبي کوریا کې د دې ویروس له امله سلګونو انسانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
داسې هم ویل کېږې چې دغه ویروس په لومړی ځل د څارویو له سرچینو  څخه انسان ته انتقال شوي دي، مګر اوس مهال داسې ښکاری چې له یو انسان څخه بل انسان ته چټک انتقالیـږی.
په کرونا اخته ناروغان د متوسط او شدید تنفسي ستونزو نه شکایت لری او ځنې نښې  لکه تبه، ټوخي،نفس تنګی  او د ستونی درد پکی لیدل کیږی.
د کرونا د ویروس د درملنی لپاره تر اوسه کومه ځانګړی د ویروس ضد دوا نه ده جوړه شوې، همدا علت دی چې تر اوسه د دغه ویروس د اخته کسانو نه ډېر شمېر د مرګ له ګواښ سره مخ دي، په خاص ډول د لوړ سن کسان، هغوی چې سن یې له اویا کلونو نه لوړ دی، په دغه ویروس باندې د اخته کېدو له امله، د مرګ له خطر سره مخ دي.
کله چې دغه ویروس د لوړ سن اشخاصو سږو ته ورسېـږی نو ډېر ژر یې د وژلو امکانات لیدل کېږی.
د بېلا بېلوهیوادو ډاکتران په دې نظر دي چې د دغه ویروس نه د خلاصون لار په خپله اشخاصو پورې اړه لری چې ځانونه ترې وساتي، د مثال په توګه:
د دې ویروس د ناروغانو سره د نږدیوالی نه ډډه کول، په چټلو لاسونو پوزی، خوله او سترګو ته لاس نه نږدی کول، تل خپل لاسونه په صابون او الکولو مینځل، له ماسک نه استفاده کول، د ټوخی او پرنجی په وخت کې د دستمال څخه استفاده کول، له نورو خلکو سره د تماس مخنیوی، نورو هیوادو ته د تلو راتلو نه ډډه کول، د چټلو او کثیفو ځایونو نه ځان ساتل.
 وروستی راپورونه ښيي چې په نړۍ کې تر اوسه ۹۸۰۰۰ کسان پر دی ناروغی اخته شوي چې له دې جملې نه تر اوسه پورې د ۳۵۰۰ په شاوخوا کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 د کرونا د ویروس بله له خطره ډکه وېره نسبت پر مختللو هیوادو ته، وروسته پاتی هیوادونه دي، چې د مادي امکاناتو پرته، ټولنیزی نیمګړتیاوې او د چاپریال ککړتیا د دې سبب کېدای شي چې دا ویروس ډېر ژر او په پراخه توګه خپور شي. د کورنیو د غړو ډېروالی، ګډ ژوند، د ماشومانو کثرت، دا هغه لاملونه دي چې د ویروس د خپریدو علت ګرزي او د دغه ویروس انتقال نسبت له غټانو نه د کوچنیانو او ځوانانو له لوری ډېر تر سره کېږی چې خورا د توجه وړ باید وګرزي.
 د نړۍ ځنې ډاکتران او متخصیصین د دې انګیرنه لري چې دغه ویروس په طبعی ډول نه دی رامنځته شوی، ممکن د سیاسي، اقتصادي او نورو غیر قانوني سیالیو او موخو د لاسته راوړلو په خاطر جوړ او کارول شوی وي، چې د له منځه وړلو امکانات یې هم له همغو سره شته، چې ولې نه غواړي مهار یې کړي. حال داچې دغه فورمول کله ناکله د کنترول نه وزي په خاص ډول که چیری القاعده، داعش، طالبان او داسی نور وڅیړوهغو یې چې تربیه کړل، ټول امکانات یې ور برابر کړل، په پای کې یې له کنترول نه ووتل او حتا بیرته د ایجادونکو په مقابل کې ودریدل. یا د مثال په توګه اولاد کله چې ستر شي، د مور او پلار له ادارې او کنترول نه وزي او هغه څه کوي، چې د والدینو خوښه یې نه وی.
نو ځکه که چیری رښتیا هم دغه ویروس میخانیکی وي، جوړونکو یې ستر تاریخی او بشری جنایت تر سره کړی.
 که چیری د نړۍ تېر تاریخ ته کتنه وشي له ډېرو داسې ناروغیو سره بشر مخ شوی چې د اوبا شکل یې غوره کړی، خورا ډېر انسانان او حیوانات یې وژلي او له منځه وړي دي، مګر د کرونا ویروس برعکس چې نسبت و هغو ناروغیو ته یې تلفات هم لږ دي دومر وېره، بشری وهم او ډار یې رامنځته کړی چې د بشري ضایعاتو اوتلفاتو تر څنګ یې هر اړخیز ټولنیز، سياسي، اقتصادی، فرهنګې او نور د بشری روابطو او اړیکو چارې یې له سختو ستونزو او زیانونو سره مخامخ کړې دي.
 د جمعی وسایلو، مطبوعاتوو خبرونو نه څرګندېږی چې د نړۍ په ډېرو پر مخ تللو هیوادو کې هم د دې ویروس د مهار کولو له پاره یوازې د انسانانو د اړیکو مخنیوی او ځان ساتنی ته توجه شوې ده، ټول تحصيلي، کاري، او د انسانانو د راټولیدو مرکزونه تړل شوي، هوائی، ځمکني او بحري ترانسپورت په اکثرو هیوادو کې د ډنمارک په شمول چې زه هم په کې ژوند کوم تړل شوی دی، چې په میلیاردونو ډالر او ایورو اقتصادي زیانونه یې بشري ټولنو ته اړولي دي. 
 د نړۍ د هیواد د مشرانو اقداماتو تر څنګ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش وايي اوس ددې وخت رارسیدلی چې د بې سارو اقداماتو په کولو سره د کرونا ویروس پر وړاندې بین المللی ګډه مبارزه پیل شي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۲مې نېټې په شپه د م م د سرمنشي انتونيو ګوتريش په بلنه له نوموړي سره په تلېفوني خبرو کې وويل:«دويروس د ساري ناروغۍ پېښې په همدې موده کې په زياتو هېوادونو او سيمو کې رامنځته شوې چې وضعيت يې د اندېښنې وړ دی. نړيواله ټولنه بايد سمدلاسه ګامونه پورته کړي او د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول لپاره اغېزمنې نړيوالې همکارۍ وکړي او له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې بايد د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره ځواکمن قوتونه راغونډ کړي.»
 د چين يوه طبي ډله چې له ۹ کارپوهانو څخه جوړه شوې، پر ځايي وخت د مارچ د ۱۲مې نېټې په شپه ايټاليا ته ورسېده. د چين نورې زياتې طبي ډلې به د مرستو لپاره بهرنيو هېوادونو ته وليږل شي.
 همدا ډول د چيني کارپوهانو بله ډله د ايران پلازمينې تهران ته رسېدلې ده. د چين د طب او روغتيا بنسټ د مارچ په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ چې په چين کې د کورونا ويروس ساري ناروغۍ د خپرېدو لويه څپه تېره شوې ده. د دې تر څنګ دغه ناروغي له چين پرته په نورو ۱۲۲ هېوادونو او سيمو کې په پراخه کچه د خپرېدو په حال کې ده چې ټوله نړۍ یې د یو ستر ګواښ سره مخ کړی ده.
 په خواشنۍ سره چې د دغه ناوړه ویروس لمن زموږ هیواد افغانستان ته هم وغزیده چې امکان شته د چین سره د افغانانو د تجارتی تګ راتګ او له ایران نه د کډوالو افغانانو له لارې، د دې ویروس تاثیرات نور هم پراخ شې، چې تر اوسه د شپاړس مثبتو پیښو رپوټ ثبت شوی دی. همدا ډول افغان دولت د ویروس د مخنیوی لپاره د لازمی بودیجی تدارک او د تجمع د جوړیدو په هکله د لازمو تدابیرو د نیولو هدایت ورکړی. ویل شوي چې د نوي کال او د بزگر د ورځی د جشنونو مراسم یې هم ځنډوليدي.

پای