X

آرشیف

په پښتو ژبي کي د لیکدود او ګړدود ستونزي

( دوهمه برخه )
       د روان ۲۰۱۸ کال د فیبروري په ۱۷ نیټه د افغانستان ملي تحریک ګوند په نوښت د یو شمیر فرهنګپالو افغانانو لخوا د ډنمارک هیواد په Sønderborg ښار کي د مورنۍ ژبی د نړیوالي ورځي د درنښت او لمانځلو په موخه یو سیمینار په پام کي نیول سوی وو . سیمینار که څه هم د معمول سره سم تر ټاکلي وخت ډیر وروسته پیل سو ، باید ووایم چي ښه پر مخ ولاړ او د ځینو وینالو په خبرو کي و ډیرو مهمو او اړینو ته ټکیو ته پام اړول سوی وو . په سیمینار کي زما د وینا متن دادی پدې توګه تر مینه والو  پوري رسوم :
   
      زما په آند د ژبي معیاري کولو ته په دوو برخو کي د پام اړولو اړتیا لیدل کیږي چي یو یې د لیکدود معیاری کول او بل یې د ګړدود . خو ددې دواړو برخو تر منځ د معیار د چارو په عملي ډګر کي لوی توپیر شتون لري . که د لیکدود معیاري کول د ژبپوهانو په همږغۍ او ګډ کار سره په نسبتا اسانه توګه تر سره کیدلای شي ، خو د ټول هیواد په کچه په واحده بڼه د ګړدود عملي کول که ناشونی خبره نه وی ، نو د اوږدو لسیزو او آن پیړیو یوه تاریخي پړاو ته اړتیا لري . د یادونی وړ ده چي د بیلابیلو سیمو د پرګنو تر منځ ګډی اقتصادي اړیکي ، د رسنیو او په ځانګړي توګه د ږغیزو رسنیو د شبکو پراختیا ددغي پروسې په چټکولو کي رغنده او ګټور رول لوبولای شي .
     محمد معصوم هوتک د نومړي کتاب په ۳۵ مخ کي دا خبره چي معیاری ژبه کومي ژبي ته ویلای شو ، داسي انځوروي : « معیاري ژبه هغه منلې شوې ژبه ده چي د یوه ژبني قلمرو په هره جغرافیایي سیمه کي د پوهیدلووړ وي . . . . . او د همدې ژبي ټول لیکلي متنونه هماغه د معیار پنامه منل شوي املا او ګرامري نورمونه پالي » . زما په فکر په لوړ تعریف کي د ژبني « ګړدود » اړخ له پامه لویدلی دی چي پکار وه د منلي شوي املا او ګرامري نورمونو ( لیکدود ) سره « ګړدود » هم مل شوی وای . دا منم چي د معیار په کار کي واحد لیکدود تر ګړدود ډیر مهم دي ، خو ددې زیاتوني څخه مي موخه داده چي که په ګړدود کي د اوس لپاره د الفبایي تورو د ږغږنو او لهجو بشپړ توحیدول د ټولنیز ــ اقتصادي پړاو و لا نور پرمختګ ته پریږدو ، خو بیخي به لاس تر زني هم نه ورته کښینو . مګر په بشپړه توګه د یوه واحد لیکدود درلودل د همدې ګړي بیړنۍ اړتیا ده .
      هوتک صاحب دې خبري ته ډیر پر ځای اشاره کړی ده ، لکه څنګه چي ژبه د ویونکو څخه جلا او په مجرد ډول څیړل کیدلای نه شي ، همدارنګه یې د نورو ژبو څخه جلا څيړنه پر ځای کار ندی . دا له همدې کبله ده چي سوچه او مجرده ژبه ښایي دا مهال و نه موندل شي .
      فکر کوم پر یوې ژبی باندي د نورو ژبو اغیزي تر لویه بریده د دوو لارو څخه تر سره کیږي : یو د ګاونډو سیمو د ژبو سره د اړیکو د لاری او بل په علم او تخنیک کي و برلاسه ژبو ته د اړتیاوو د لاري . پښتو ژبه هم ددغه عام پرنسیپ نه استثنا کیدلای نه شی او ددغو دواړو لارو څخه اغیزمنه ده . دا هم یو واقعیت دي چي د لومړي لاری اغیز ور باندي تر دویمي زیات دی . که د دویمي لاری اغیز د یوې عیني مثبتي اړتیا له مخي تر سره کیږي خو دلومړی لاری اغیز بیا تر ډیره حده د یوې منفي بیوسۍ له مخي تر سره کیدونکي دی . د یوې ژبي همدغه منفي بیوسي ده چي د بلي ژبي و ژبنی یرغل ته لاره پرانیزي . په پښتو ژبه کي د فارسي او عربي ژبو څخه د ننوتو یا « دخیلو » لغاتونولاملونه دادي چي د یوې خوا پښتو تر ډیره وخته یوازي شفایي ژبه پاته وه او د خپلی وییپانګي د کمبود په پوره کولو کي یې فارسي ژبی ته اسان لاسرسی درلود . واکدارانو هم پښتانه یوازي په جنګي او دفاعي چارو ګمارل او د لیک لوست نه یې لیري ساتلي ول . د بلي خوا نه د اسلام دین د را رسیدو او د وګړو د اعتقاد په پخیدو سره د عربي لغاتو او جملو څخه ډیر کار اخیستل یو ډول معنوي اعتبار او آن ثواب ګڼل کیدی .
      ددې ټولو تاریخي بیوسیو سره سره ، زه پدې آند یم چي په « پښتو ټولني » کي د یو شمیر پوهانو د زیار له برکته چي د « ستورو » نوم یې ګټلی دی ، پښتو ژبه اوس د نژدې یوې پيړۍ د مخه هغه بیوسه او یوازی شفایي ژبه نده ، د لیکدود په ګډون په هره برخه کي ښایسته ډیر کار ورته شوی او په نسبي توګه بډایه شویده . مګر ددې د پاره چي د نا اړینو پور کړو لغاتونو څخه خلاصه شی ، تر اوسه لا ډیر او نه ستړي کیدونکي کار ته اړتیا لري . په همدې خاطر اړینه بولم چی و « نیولوجیزم » ( نوی لغات جوړونی ) ته په علمي بڼه پام واړول شي او په مټ یې د پښتو پر اوږو د پردیو پورونو پیټی سپک او منت یې کم شی .
      نیولوجیزم ته کیدلای شی د دوو اړخونو څخه و کتل شي . یو داچي د علم او تخنیک د پرمختګ سره سم باید د نوو رامنځته شوو لغاتو یا اصطلاح ګانو د پاره په پښتو ژبه کي اړوند انډول لغاتونه و لټول شی لکه د ایمیل د پاره « بریښنالیک » . زه پخپله د ټولو هغو نومونو او اصطلاح ګانو د پاره د پښتو لغاتونو د لټولو سره همږغی نه یم چي د علم او تخنیک په برکت باید ژبي ور ننوځي . داسی په نړیواله کچه منل شوی اصطلاح ګاني نه یوازي داچی ژبه نه کمزورې کوي ، بلکه بډایه کوي یې . ددې خبري ترڅنګ دا هم اړینه ګڼم چي د هغو موجودو غیر پښتو ( دخیلو لغاتونو ) او یا ( پور شوو لغاتونو ) د پاره یو موزون پښتو لغات و لټول شی چي د علم او تخنیک د پرمختګ جبر یې لامل ندی . دا ځکه چي پښتو ژبي یو وخت د خپلي ټیټي وییپانګي د لوړولو په موخه دا ډول لغاتونه د خپلو بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو پخاطر د مجبورۍ او بیوسۍ له مخي د نورو ژبو څخه چي لاسرسۍ یې ورته درلود ، پور کړي وه . دا مهال چي هغه بیوسي تر زیاتي کچي له منځه تللی ده ، پکار ده پدې پوه شوو چي پردی کټ تر نیمو شپو وي ، ځکه نو باید د هغوی انډول داسی پښتو لغاتونه د نیولوجیزم په مټ را پیدا او و کارول شي چي د نوموړي غیرپښتو لغات د پاره یو صلاحیت لرونکی ځایناستي وشي او قبوله شوی مانا یې هم په یوه په زړه پوری ږغ سره څرګنده کړای شي . د بیلګي په توګه د « عکس العمل » د پآره « غبرګون » ، د « قیام » د پاره « پآڅون »، د « برنامې یا خط مشي » د پاره « تګلاره » . ددغسی ښکلیو ځایناستو لغاتونو د پیدا کولو په کار کي نیولوجیزم ډیر په درد خوري . نوی ځایناستی لغات باید موزون ږِغ ولري او په ګرامر کي هم په اسانه توګه و کارول شي . داسی غیرموزون لغاتونه له د ( جلبیو ) د پاره « کږې وږې خوږې » ، د « راډیو » د پاره « ږغدبلی » ، او یا د « رباب » د پاره « شرنګ سوټی » کارول ، زه په نیولوجیزم باندي ملنډي وهل ګڼم . زه پدې آند یم چي د هر غیرپښتو لغات د پاره اړینه نده د پښتو لغات که موزون وی یا غیرموزون ، مناسب انډول وی یا نامناسب ، خو داچي پښتو ندی باید د ځایناستی په توګه حتماً ورته و لټول شي ، او ټینګار کوم چي په دغه ډول ( کږو وږو خوږو ) باندی د پښتو خوله نه خوږه کیږي . اوسمهال د پښتو په نیولوجیزم کي تر ټولو ډیر پوهاند صاحب زیار چي یو ډګري لرونکي ژبپوه دي ، کار کوي . زه باور لرم چي دی به هم زما ددغه نظر سره همږغی وي . د نوي لغات موندل یوازي د یو شمیر نااړینو دخیلو او په پور اخیست شوو لغاتونو د پاره یوه بیړنۍ او ځنډ نه منونکې دنده ده . دا ځکه ، که موږ د پښتو د معیارولو په لور ځو ، نو ښه به دا وي چي دا ستونزه تر اړینه بریده ور سره حل شي . 

د دوهمۍ برخي پای
نور بیا
پوهنمل حاجي محمد نوزادي

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.