آرشیف

2015-1-19

پوهنوال رسول باوري

په فرانسه کي د لرغوني افغانستان د ستر مدنيت او تهذيب وړانګي وځلېدې

 

 يو کال وړاندي د ٢٠٠٦ زيږديز کال د فبروري مياشت کي ترڅه ناڅه  لسکلن پټ پټاني وروسته له نيکه مرغه د افغانستان د لرغوني تاريخ او روښانه مدنيت  لاسوندونه او شواهد بيا د هېوادوالو او نړيوالو په وړاندي د نندارې لپاره کښيښودل شوه . او په دې ډول د هېواد د کلتور پالو او تاريخ مينه والو هغه اندېښنې له مينځه ولاړي  ، چي د دې اثارو د ورکېدو او پټېدو په اړه يې درلودې . تر دې لا زياته د خوشالۍ خبره داده چي  د نړۍ يو شمير نامتو موزيمونو د طلا تپې د اثارو نندارتون ته په نړيواله سطحه هوډ کړي دي ، او په دې لړ کي دا دۍ دا اثار اوس د فرانسې هېواد  په يوه نامتو موزيم  ګيمې کي نندارې ته ايښودل شويدي . 
په افغانستان کي د بيلا بيلو لرغونو سيمو د سپړلو او څيړلو په ترځ کي د جوزجان ولايت  يوه لرغونې سيمه  چي طلا تپه نوميږي په 1978 ميلادي کال  يې د سپړلو چاري پيل شوې .  دا سپړني د پخواني شوروي اتحاد او افغانستان تر منځ د دولتي پريکړي ( قرارداد ) پر بنسټ د دواړوهيوادونو د لرغونپوهانو په ګډو هڅو او پرله پسې زيار تر سره شوې . او په پايله کي  د دووزرو کالو وړاندي زمانو لرغوني اثار راڅرګند او تر لاسه شول چي نه يوازي د افغانستان د لرغوني تاريخ لپاره يې هر اړخيزه معلومات را برسيره کړل ،  بلکي د سيمي د نورو هيوادونو  د لرغوني تاريخ په اړه يې هم د پام وړ او ارزښتمني څرګندوني د څيړنکو په واک کي ورکړيدي .
 
                                       
په فرانسه کي د لرغوني افغانستان د ستر مدنيت او تهذيب وړانګي وځلېدې

د طلا تپې په سپړنو کي د پخواني شوروي لرغونپوهانو مشري د ښاغلي و.ي. سريانيدي ( V.Y.Saryanidi ) او د افغاني لوري مشري د ښاغلي حبيب اعظمي په غاړه وه ، چي پرله پسي دوه کاله ( 1978 – 1979 ) يې د همدي تپي پر بيلا بيلو برخو سپړني او څيړني تر سره کړې ، نوموړو لرغونپوهانو د تپي بيلا بيل پخواني قبرونه او هديرې وسپړلي چي په نتيجه کي يې د ( 7 ) او قبرونو څخه تر شلوزروزيات طلائي اثار کشف او تر لاسه کړل . او تر لاسه شوي  اثار د خاصو تشريفاتي مراسيمو په ترځ کي د افغانستان د وخت اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولينو ته ورکړل شوه ، چي تر1991 ميلادي کال پوري په ځانګړو وختونو کي د نندارې لپاره ايښوول کيده .
دطلا تپي په اثارو کي زينتي ګاڼې لکه لاکټونه ،بنګړي،غاړه ګۍاونور ، ننداريز توکي لکه د ونو تنې ، ښاخلې ، پاڼي او ګلپاڼي ،ډول  ډول مجسمي لکه د زمري ، غرڅني ،مار او نورو ژويو او داسي نور تر شل زره زيات اثار چي ټول د طلا څخه جوړشوي ، فهرست او راجستر شويدي . د هغه مالي او معنوي ارزښت له مخي چي نوموړو اثارو درلود ، پتيل شوي وه چي د دي اثارو د مصونيت په خاطر بايد د ارګ په کوټي باغچي نومي ځای کي وساتل شي ، خو د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ په ورستيو دو کالونو کي د لا ښه ساتني په نيت يې د افغانستان بانک د خزانې سره د يوځای کيدو پريکړه وشوه . په دي ترتيب نوموړي اثار د ملي موزيم د نندارو څخه ووتل ،او کله نا کله به د نړيوالو سمپوزيمونو او سيمنارونو پر مهال په ارګ کي دننه ( کوټۍ باغچه ) د نوموړو اثارود نندارو زمينه برابريدل . 
 
په فرانسه کي د لرغوني افغانستان د ستر مدنيت او تهذيب وړانګي وځلېدې
 
د طلا تپي اثارو په لومړي سر زيات نړيوال پام ځانته را جلب کړ ، له يوي خوا دا اثار دوه زره کاله لرغوني وه او له بل لوري د اوو قبرونو څخه تر شل زره زيات اثارو تر لاسه کول ،  د زياتي حيرانتيا او پاملرني وړ وګرځيدل خو د دوهم ځل لپاره د نوموړو اثارو په اړه د نړيوالو او هيواد والو زيات پام هغه وخت واوښت چي د تنظيمي جګړو پر مهال د نوموړو اثارو د پلورلو اوازې  زياتي تودې شوي . د همدي اوازو پر بنسټ د 1995 ميلادي کال د اپريل په مياشت کي سپک موسسي ( Society for Preservation of Afghanistan,s Cultural Heritage ) د يوي خبرتيا په توګه ويره وښودل چي د طلاتپي لرغوني اثار د اسلحو د پيرودلو لپاره روسانو ته ورکول  کيږي  .
په فرانسه کي د لرغوني افغانستان د ستر مدنيت او تهذيب وړانګي وځلېدېپه فرانسه کي د لرغوني افغانستان د ستر مدنيت او تهذيب وړانګي وځلېدې
ميرمن نانسي دوپري په هغه علمي غونډه کي چي د افغانستان د لرغونو او تاريخي ميراثونو د ساتلو او بيرته راګرځولو ملي کميسون له خوا په ځانګړي توګه د طلا تپي د اثارو په اړه د رښتيا څرګندولو په نيت رابلل شوي وه ، وويل چي : داسي راپورونه تر لاسه شويدي چي يوشمير دولتي واکمنو کسانو د روسيې څخه د اسلحو د پيرودلو لپاره د طلا تپي د اثارو د پلورلو نيت کړۍ دۍ . د دي مسئلي د سپيناوي لپاره اړينه ده چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت روښانه څرګندوني خپري کړي ؛ په همدي غونډه کي د ملي کميسون له خوا هم د طلاتپي د اثارو په اړه د ټولو موضوعاتو د سپيناوي په کلکه ملاتړ وشو. په غونډه کي د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سر پرست ښاغلي والاجان وثيق لومړۍ خپله بي خبري وښودل او بيا يې وعده وکړل چي ډير ژربه دا مسله د راډيو او تلويزيون له لاري څرګنده کړي ، خو نوموړۍ هغه مهال په دې و نه توانيدئ  چي د دې اثارو په اړه روښانه څرګندوني وړاندي کړي  .

په فرانسه کي د لرغوني افغانستان د ستر مدنيت او تهذيب وړانګي وځلېدې

داسي بريښيدل چي د نوموړو اثارو د پلورلو هڅه پيل شوې وه ، د دي ناوړي هڅي لومړي بڼه هغه وخت را څرګنده شوه چي د هم هاغه کال د مارچ په مياشت کي د انيس ورځپاڼي د نجيب پوپل ( د هغه وخت د موزيمونو رئيس ) په يوه مرکه کي په جعل دا مطلب خپور کړ چي د طلا تپي ټوله لرغوني اثار د پخواني کمونيست رژيم واکمنانو روسانو ته ورکړيدي . د دي مطلب د خپريدو وروسته سمدستي نجيب پوپل د دي وينا د ترديد لپاره هڅه وکړل ، داچي دا وينا يوه ساده تيروتنه نه وه بلکي د کوټلي او پخې اجندا يوه برخه وه ، نو ځکه د نجيب پوپل ليکونو او مقالو د خپريدو چانس نه درلود . 
په کابل کي ټولو پيلو او ناپيلو خپرونو د نجيب پوپل د مقالي او مرکي خپرول نه غوښتل ، يو ځل د هينداري په نوم خپلواکي خپروني  چي مشري يې ښاغلي پويان کوله  د نجيب پوپل د مرکي خپرولوته زړه ښه کړ خو لا هينداره د مطبعي نه وه راوتلي او نه وه خپره شوي چي د هينداري جريدي پر مسوول مدير مرګوني حمله وشوه . دا هغه څرګند دليل وو چي زياتو کارپوهانو د دي تبليغاتي کمپاين تر شا پر بهرنيانو او په ځانګړي توګه پر روسانو د طلاتپي اثارو د پلورلو منظم پلان ليدۍ ، نوځکه د نانسي دوپري او په پاکستان کي د هغه وخت ميشت د ايتاليا ،فرانسې ،يونان او قبرس سفيرانو هم دا ويره د سپک موسسي په اعلاميه کي څرګنده کړي وه . د همدي تبليغاتي هياهو په نتيجه کي د طلاتپي اثار وژغورل شوه . او دادۍ له نيکه مرغه د ا دوه زره کلن لرغوني اثار په هيواد کي تر اوسنۍ واکمني ادارې رارسيدلي دي . هغه مهال چي  نوموړي اثار د ارګ په ماڼۍ کي د نندارې لپاره ايښودل کېده د افغانستان اولسمشر يې د پرانستلو چارو ته راغلئ ؤ   . په دې اړه د بي . بي . سي . را ډيو داسي خبر خپور کړ :
د باختري پير د سرو زرو ځينې گاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې نندارې ته نن ( د سلواغې ١٥ اود ٢٠٠٦  زيږديز کال  د فبروري ٤ ) وړاندې شوي دي .
د ٢٠٠٠ بيلا بيلو گاڼو له ډلې څخه ايله ٢٥ په دغې نندارې کې اېښودل شوي دي .
دا له ١٩٨٩ کال څخه راهيسته لومړنى ځل دى چې د دغۀ پير اثار په افغانستان کې نندارې ته وړاندې کيږي .
گڼ شمير کسانو د دغو اثارو ننداره وکړه چې د ولسمشر کرزي په گډون پکې لوړ پوړي چارواکي هم شامل وو .
په فرانسه کي د لرغوني افغانستان د ستر مدنيت او تهذيب وړانګي وځلېدې
 له نيکه مرغه دا اثار اوس د نړۍ په يوه  نامتو موزيم (  ګيمي موزيم  ) کي د نندارې لپاره د ٢٠٠٦ زيږديز کال د دنوامبر په مياشت کي د يوه علمي  – ادارې هئيت په ملګرتيا راورسېدل ، د دې هئيت په تر کيب کي د کوشاني څيړنونړيوال مرکز مشر ښاغلئ محقيق نظر محمد عزيزي ، د کابل پوهنتون د لرغونپوهني څانګي علمي غړۍ پوهنوال عصمت ا لله عُثماني او د افغانستان ملي موزيم  لوړ رتبه اداري  کارکونکو ونډه درلوده . د نيکه مرغه دا د افغانستان د لرغوني تهذيب او مدنيت داسي بيلګه ده چي د هغه مهال اروپايې مدنيتونه يې د سيالۍ جوګه نه  ؤ . 
مينه وال کولای شي چي د ګيمې موزيم  پته و ويني :
 
http://www.guimet.fr/