آرشیف

2015-1-19

پوهنوال رسول باوري

د تاريخي جغرافيا په يوه لنډ بحث کي

 

 سرمحقق بختانۍ خدمتګار اوپروفيسور سيمس ويلم

 

په دې ليکنه کي زما موخه د هغو دو څيړنيزو ليکنو پر لور پام اړول دي چي د افغان څيړونکي سر محقق بختاني خدمتګار په قلم د کوشانيانو د نړيوال سيمنار لپاره په ١٣٦١ لمريز کال چي د ١٩٨٢ ميلادي کال سره سمون خوري  د (( بودايې وخت د يادګارنو ځيني بيلګي د چيني زايرانو د ليکنو په رڼا کي  )) تر سر ليک لاندي ليکلې ، او خپره شوېده ، او له بلي خوا مي د انګريز فلالوجيست او پالو اپيګرافيست  نيکولاس   سيمس ويلم  هغه ژباړه په پام کي ده چي د رباطک د ډبرليک څخه يې کړېده .(( په يو شمير ليکنو کي  د هغي سيمي نوم چي دا ډبرليک پوري تړلۍ ، په رباتک ليکل شوۍ دۍ . زماپه اند د دې نوم ريښه به د رباط څخه  وي چي مُصغر شوۍ ډول يې ښايې رباطک وي . ))   

د استاد بختاني د يادي شوي ليکني بنسټ د چيني زيارت کونکو پر يونليکونو ولاړ دۍ  ، چي ښاغلي عبدالکريم مُحب  په زيار ژياړل شوي او په ١٣٥٧ لمريز کال چاپ او خپاره شول .  استاد بختاني  د همدغه اثر پر  بنسټ  د لرغوني افغانستان څخه را پاته ژبني ويوکي ، جغرافيايې نومونه او روايتي نکلونه په زياتي ژورتيا را څيړلي او وړاندي کړيدي  . او سيمس ويلم بيا د رباطک ډبرليک ژباړلۍ  او دهغې ژباړي پر بنسټ يې  د لرغوني افغانستان ژبني ، جغرافيايې او مذهبي سپناوي ته پام کړۍ دئ چي د افغانستان په لرغوني تاريخ کي خورا زيات ارزښتمن ګڼل کيږي  .
استاد بختاني په  ياده شوې  څيړنيزه  ليکنه کي هڅه کړې ، چي د هغو ويوکو ، جغرافيايې نومونو او روايتي نلکونو برخي د چيني يونليکونو څخه را يادي کړي چي همدا اوس هم په هېواد کي شته او کارول کيږي .  دا څيړنيزه ليکنه د علمي ارنو سره سم په وړو سرليکونو وېشل شوېده ، زه په دې برخه کي د دې ليکني  يوې برخي  ته پام کوم چي  د سيمي جغرافيايې نومونو سره تړاو لري  . او بيا به د هغه ډبرليک ژباړي ته هم پام وګرځو چي  د انګريز  پالواپيګرافيست  ښاغلي سيمس ويلم  په زيار بشپړه شوې  ، چي  هم  په  همدې کوشاني  مهال   پوري اړه لري  . 
استاد بختاني د چيني زيارت کونکو هغه ليکنو ته پام اړولۍ چي  د سيمي په لرغونې جغرافيا پوري اړه لري . د بيلګي په توګه د چيني زيارت کونکي فاهيان  په حواله ليکي چي : د فاهيان په يادداشتونو کي د کېشيا له هېواد څخه د يوې مياشتي په مزل دوۍ هغه هېواد ته رسيږي  چي خلکو ته تخارا يا د واورينو غرونو سړي وايې ، له دې ځای څخه جنوب لوېديځ  خواته پنځلس ورځي سخت مزل کوي . دوۍ د (  سينتهو )  غاړي ته رسيږي  او له هغه څخه پوري وتو نه وروسته او چينګ  ( اوديانا  )  ته رسيږي . او د اودياينا په باره کي ليکي :   (( دا دشمالي هند پيل دۍ . دلته ټول خلک د منځني هند په ژبه ږغيږي … )   له اوديانا څخه درې تنه ننګرهار ته ولاړل . فاهيان په باراني فصل کي اوديانا کي پاته شويدئ . بيا سوهوتو ( سوات ) ته ولاړ ( د کتاب  ٢٤ مخ )فاهيان د سوات څخه ختيځ لور ته د پنځو وروځو مزل څخه وروسته ګندهاراته چي دۍ وايې : له هغه ځايه ختيځ لور ته د اوو ورځو په مزل فولو شاه ( پيښور )  ته رسيږي . ( د کتاب  ٢٥ مخ ) 
له دې ياد داشتونو وروسته استاد بختانۍ ليکي  : د سفر په دې برخه کي موږ له دغو نومونو سره مخ کيږو :

تخارا  = کېدای شي چي اوسنۍ تخار يا بدخشان وي .
 
سينتهو =  کيدای شي چي اوسنۍ اباسيند وي .
 
او ديا نا  :  اوديانا د پيښور په شمال کي د سوات پر سيند واقع سيمه وه .
د هوونتسنګ د اندازي ښودلو له مخه د هندوکښ ټوله جنوبي غربي برخه د چترال نه نيولې تر اباسينده پوري  په اوديانا کي شامله ده . ) 
ننګرارا = اوسنۍ ننګرهار  .
سوهو تو  = اوسنۍ سوات  .
ګندهارا  = چي مرګز يې پيښور وو
تاکزيلا  =  اوسنۍ تکسيلا.
فولوشا = اوسنۍپيښور .   
 
انګريز پاليو اپي ګرافيست  نيکولاس سيمس ويلم د رباطک ډبرليک د هغه ويد يو يې فلم پر بنسټ وژباړۍ  چي د افغانستان په شمال کي په اتفاقي توګه په  ١٣٧٢ لمريز کال موندل  شوۍ وو .ددې  ډبرليک  د بشپړي ژباړي زيار او ربړ ښاغلي ويلم و ګالۍ .  ډبرليک د لرغوني افغانستان او په ځانګړي توګه د کوشاني ستر واکۍ په اړه زيات ارزښتمن مالومات لري  ، چي له هره اړخه د زيات پام او ګټي وړ دي . په دې ډبرليک کي د نورو مالوماتو تر څنګ  د کوشاني مهال  جغرافيايې سيمي هم پيژندل شويدي .  د رباطک ډبرليک د څلورمي کرښي څخه تر شپږمي کرښي پوري  دکوشاني ستر واکۍ جغرافيايې سرحدونه داسي بيانوي :   ( د يادولو ده چي دا کرښي  مي د هغه انګليسي متن څخه ژباړلۍ چي د سيمس ويلم څخه د بي بي سي راډيو پخوانۍ همکاري  ميرمن صفيه حليم تر لاسه کړۍ او بيا يې د مهربانۍ له مخي   زما په واک کي هم راکړ . )  
(( 
٤ تر ٦ — په لومړي کال  يې هغوۍ  (  هند  ) ته اعلان وکړ چي دا ټوله سيمه لکه کوناديانو (   Koonadeano   ياکوندينا    Kundina    )  ښار  ،  د اوجاين  يا اوزيني  (     Ozene, Ujjain   ) ښار  ، د  زاګېدا  يا ساکيتا  (   Zageda (Saketa)    )  ښار  او د کوزامبو  يا کوزامبي  (      Kozambo (Kausambi   ) ښاراو د پوتاليپوترا او يا پوتالي پوترو  (  Palabotro (Pataliputra)    ) ښار او هغه ليري  د زيري تامبو يا سرې چامپا  (    Ziri-tambo (Sri-Champa   )  ښار  زموږ دواکمنۍ سيمي دي  . ))
په کتيبه کي  د نومونو د لړليک څخه داسي بريښي چي  د کتيبې ليکوال غواړي د کوشاني سترواکۍ هغه ليري پرتې سيمي په ګوته کړي چي  د کوشاني پلازميني څخه ليري پرتې دي  ، او يا هم د سترواکۍ سرحدي کرښي دي . په دې لړ کي يو شمير نومونه د شک پرته څرګند دۍ ، د بيلګي په توګه  دکوسامبو سيمه چي په   پالي ژبه کي  کوسامبې او په سانسګريت کي ورته کاوسومبوويل شويدي . دا سيمه  په هند کي د الله اباد سهيل ته څه ناڅه  ٣٥ ميله ليري پرته ده ، چي تر اوسه هم  يو شمير سيمي په ورته ژبني تون  ( کوسام  سيمي ) ياديږي . د پوتالي پوترا سيمه خو له ورايه څرګنده ده چي په لرغونو زمانو کي  د مرکزي هند يوه نامتو سوداګريزه سيمه ګڼل شوېده ، د همدې پوتالي پوترا څخه د وريښمو نړيوالي لار سهيلي څانګه پيل شوې وه . 
د سيري چامپوس د سيمي په اړه يو شمير هندي لرغونپوهان زړه نازړه دي  چي ، دا سيمه د کوشاني ستر واکۍ په دننه کي شامله وه او که د ستر واکۍ بهرنۍ سرحدي کرښه  ده . دهغه شمير پوهانو  له جملې يو هم د هند پاليو اپيګرافيست  (    Mukherjee, B.N  )  دۍ  . د نوموړي په باور د سري چامپوس سيمه د کوشاني واکمنۍ په ولکه کي  شامله نه وه ، نوموړۍ دليل راوړي چي په رباطک ډبرليک کي د دې سيمي نوم ښايې په دې نيت ياد شوۍ وي چي د هغي ستر واکۍ دسرحدي  کرښي بلي غاړي ته واقع  نامتو سيمه وه .
 
د دې سره  – سره چي لا تر اوسه د رباطک ډبرليک په اړه  هر اړ خيزي څيړني نه دي تر سره شوي ، خو ځني حقيقتونه دا څرګندوي چي  د چامپوس سيمه د کوشاني ستر واکۍ  يو نامتو ايالت وو . لنډ په لڼډه خو دا درې د منلو وړ دليلونه او حقيقتونه  شته چي د ښاغلي مکرجي  په وړاندي و ويل شي .  لومړۍ دا چي  چامپوس  نه يوازي دا چي  د کوشاني ستر واکۍ ورستۍ سرحدي کرښه  نه ده  ، بلکي د هغې سيمي لږ وړاندي  لويديځ لورته د کوشاني ستر واکۍ يو بل نامتو ايالت پوتالي پوترا واقع شويدۍ  ، چي د کوشاني ستر واکۍ يو خورا ارزښتمن سوداګري مرکز وو   .  دوهمه د باور وينا دا ده چي  د رباطک په ډبرليک کي د يادو شويو سرحدي ښارونو نومونه دا څرګندوي چي د هغه مهال د کوشاني ستر واکۍ اړوند ښارونه وه ، لکه چي په دې را پاته افغانستان کي د سرحدي کرښو په اړه معموله وينا  د واخانه تر بولدکه د اسلام کلا تر تورخمه ، دا څلور خواوي د اوسني افغانستان سرحدي ښارونه دي چي  د ګاونډيو هېوادونو له لوري د افغانستان  خاروه او زموږ د هېوادملکيت منل شوئ دۍ . او دريم دا چي د کوشاني ستر واکۍ  پر مهال د واکمنۍ په منځ کي د   اقطاع  او جزيې  متود او معامله رايج  نه وه  ، په دې ډول دا د منلو نه ده چي د سترواکۍ په منځ کي يوه داسي سيمه چي  هم ستراتيژيک ارزښت لري اوهم  د سوداګرۍ  له اړخه نامتو  او پيژندل شوې  وي  ، خو هغه دي  د سترواکۍ ملکيت نه وي . 

 د رباطک په ډبرليک کي د کوندينا نوم هم ياد شوۍ دئ . په ډبرليک کي دنومونو پر له پسې والۍ دا څرګندوي چي دا سيمه به د کوشاني ستر واکۍ پلازميني ته نږدې ايالت يا اداري واحد وي ، د ډبرليک د ليکلو مهال په يوه مانا څرګند دۍ چي د لوۍ کنشکا د واکمنۍ په لومړۍ کال ليکل شوۍ دۍ . د دې مانا دا کېداۍ شي چي د کوشاني ستر واکۍ مرکز د هېواد د شمالي سيمو څخه د هندوکش سهيلي برخو او په ځانګړي توګه  د بګرام لرغونۍ ښار ته  ليږديدلۍ دۍ . دا بيخي څرګنده ده   چي د لوۍ کنشکا د واکمنۍپر مهال د ستر واکۍ اوړنۍ  پلازمينه بګرام او ژمنۍ پلازمينه  پورا شاپورا يا پيښور وو .  دې يادوني ته په پام  ښايې  د سر محقق  بختاني خدمتګار دا ګمان يقيني شي چي اوديانا د سوات  سند پر سر ښيرازه سيمه وه چي هونتسنګ هم د هغې يادونه کړېده .
د رباطک په ډبرليک کي  د کوندينا لومړۍ يادول دا څرګندوي چي دا سيمه د پلازميني  څنګ ته پرته ده ، دوهم دا چي همدا اوس  په نوموړې سيمه کي د کوشاني پير  زياتي نښانې شته چي  د دې سيمي پخوانۍ ارزښت  ، شونتيا  او وړتيا څرګندوي  ، ځکه په يوه داسي  ارزښتمن ډبرليک کي د هغې نوم ياد شوۍ دئ  .  په دې ډول ښايې د ډبرليک کندينا ښار نوم به  هغه ايالت  وي چي چيني زيارت کونکو په خپلو يونليکونو کي  د  او ديا نا  په نوم  ليکلې او ثبت کړې او استاد سر محقق  بختاني خدمتګار د همدغه چيني يونليکونو پر بنسټ د سوات پر سند واقع شوې  سيمه ګڼلې ده . زما باور دا دۍ چي  د تاريخي جغرافيا پوهانو راتلونکي څيړني به د رباطک ډبرليک په رڼاکي د زياتو هغو ناڅرګندو ټکو سپيناوۍ وکړي چي لا تر اوسه يقيني نه ګڼل کيږي . 
په پای کي  د هېواد نامتو ليکوال  ، د افغانستان د علومو اکادمۍ  سر محقق  او زړه سواند مشر عبدالله بختاني خدمتګار صاحيب ته د نورو لارښونکو اثارو د پنځولو هيله من يم  او د لوی څښتن ( ج)  په دربار کي  ورته  داوږد او خوشاله ژوند دعا کوم .  
په درنښت 
باوري 
هلند   —-   اسن 
٢٣         ١٠          ٢٠٠٧