آرشیف

2015-1-19

پوهنوال رسول باوري

غور، لـــرغوني غوريان او دهغو وياړونه

 
 

په  پخوانيو تاريخي  او جغرافيا يې اثارو کي  د غور او غوريانو په اړه  زيات داسي زرين سرليکونه او وياړني  کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازي د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي بلکي ، د سيمي لپاره هم  ستر ارزښت  لري . د غور او غوريانو د تاريخ  دپيژندني پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ  په ډګرونو کي داسي لاس ته راوړني لري چي د بيلابيلو تاريخي  پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده .
غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلورديرش ولايتونو څخه يو دۍ ، چي د هيواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د  فارياب ، بادغيس   لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي  او ختيځ ته يې د باميان او سر پل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته    (   ٢٨٧٧٩  )  کيلو متر ه مربع ته رسيږي ،  او اداري پلازمينه يې چغچران دۍ .
                                  د غور ولايت نقشه
                       
د غور ولايت نقشه
د غورپه ګاونډيو  ولايتو نو کي  د لرغونپوهانو له خوا د  څيړنو په ترځ کي  د پخوانيو زمانو زيات شمير اثار او  لاسوندونه تر لاسه شويدي چي  د يوشمير هغو لرغونتيا په  زرګونو کاله پخوانيو زمانو ته رسيږي  ، د   بيلګي په توګه   په  فارياب  کي  د دشلې  لرغونې سيمه ده  چي لرغونتيا يې لږ تر لږه د څلورو زرو کالو څخه تر دريو زرو کالو پخوانيو زمانو ته رسيږي   ؛  د باميانو لرغوني سيمه چي د بودايې پير  زښت زيات لرغوني اثارلري   ، او په روزګان  ولايت کي د کوشاني او يفتلې  پيرونو اړوند زيات شمير  اثار يادولای شو . خوله بده مرغه   په  غورولايت  کي   د لرغونو زمانو په تړاو ځانګړي څيړني او سپړني  نه دي تر سره شوي ، چې له امله يې  تراوسه د لرغوني غور په لمن کي د پخوانيو ميشتو وګړو په اړه بشپړ ي څرګندو ني نشي  کيدلای  . خود هغو څيړنو څخه چي د ويدي او اوستاېې مدنيتونو په اړه تر سره شويدي ،د غور سيمي ، غرونه ، او د اوسيدونکو په تړاو يو شمير څرګندوني شته چي د افغانستان په اساطيری تاريخ کي ځانګړۍ دريځ لري .
هيرودوت  پر خپل مهال د نورو تاريخي  پيښو تر څنګ دا يادونه هم  کړېده  چي د هخامنشيانو په وړاندي  د هغوۍ ځتيځ ګاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړيدي ، خو چي د خشيار شاه ( ٤٠٤ _ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه  ) په   دربار  کي  د يوناني  طبيب    کتي سيس  ( Ktesies    ) يادښتونه لولو  په هغو کي د هخامنشيانو پر ضد په واروارد سوريانو پاڅونونه  ياديږي . ( بوخاردبرينتس : ٥٣ پاڼه )
په سيستان کي د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته  ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي اود هغوۍ ترمنځ پرتې وې  ، ورو  ورو خپل کړې چي  يونانيانو اندو ساتيا ( Indo_Seythia)  ياد ساکانو د سيند هيواد  نوم ور کړ   او چيني سرچينو هغه  د کيپين   ( Kipin      )   په نوم ياد کړېدۍ  . موګا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢  تر ميلاد وړاندي کال  کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په   ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال  او ورپسې ازيليس  په  ٤٠ _ ٤٥  تر ميلاد وړاندي  پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ ( پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه )   او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن  دريځ  درلود .
   د کوشاني ستر واکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان، چي د ساکانو له سټې څخه وه  نوموړي سيمي تر خپل واکمنۍ لاندي  کړې  ،  او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره ګاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال  د يفتليانو لپاره غوراو اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي  يوه ستره او ډاډمنه اډه ( پايګاه ) وه  د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال  د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خود ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته  يوشمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي  پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا ( غزی ) ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل  هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي  هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه .
دتاريخي متونو پر بنسټ  دسوريانو واکمني   د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولوپخوانۍ څرګنده  واکمني   منل شوېده ،   چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت  دۍ . منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او  د سوري کورنۍ څخه  زيات  شمير کسانو  د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري  ( ٣٨ هجري  ) او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي  او د امير پولاد تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شويدي .   ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢  پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه  ماهوی سوري ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) شنسب ابن خرنک  ( ٣٦ هجري ) امير پولاد  ( ١٣٠ هجري ) جهان پهلوان امير کروړ ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) امير ناصر ابن امير کروړ ( ١٦٠ هجري ) امير منجی  بن نهاران ( ١٧٠ هجري ) امير سوری   ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان  ؛ ١٦٥ پاڼه )
د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي  ، او د افغانستان  په تاريخ کي د برم او وياړ با ب ګڼل کيږي . د غوري پا چاهانو په دې  لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه  قطب الدين محمد  غر شاه ( ملک الجبال )( وفات ٥٤١ هجري= ١١٤٦ ميلادي ) بها الدين سام  ( د واکمنۍ نېټه  ٥٤١ هجري  = ١١٤٦ ميلادي ) سلطان غيا ث الدين غوري  ( ٥٥٨ _ ٥٩٩ ) سلطان بهالدين غوري ( ٦٠٧ هجري )سلطان علاوالدين غوري ( جهان سوز  ) ( ٦٠٧ _ ٦١١ هجري )  او نور  يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانګړي توګه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده  .

 
       د سلطان غياث الدين غوري انځور
د سلطان غياث الدين غوري انځور

 
په دې ليکنه کي  د همدې  کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو  چي  د هيواد په تاريخي او هنري  سرليکونو کي يې  ارزښت ځانګړۍ دۍ .
د افغانستان د منځنيو پيړيو سياسي تاريخ د يوشمير نامتو  خپلواکو اسلامي دولتونو د نوم سره تړلۍ دۍ  ، چي له هغه شميره يوه هم د غوريانو کورنۍ ده ، چي  د دې ليکني په لومړۍ برخه کي مو په لنډه توګه د يوشمير نامتو پاچاهانو نومونه را ياد کړ ل . د دې ليکني په دويمه برخه کي د نوموړي پېر  څخه را پاته ودانۍ  په لنډه توګه را پيژنو چي  دغوريانود واکمنۍ پر مهال جوړي شويدي  . دا ودانۍ  ( جوماتونه ، قصرونه ،چوڼۍ ، برجونه او نور ) تر دوو سر ليکونو لاندي پيژندلای شو ؛ لومړۍ : هغه ودانۍ چي اوس يې پاتي شوني او اثار نه تر ستر ګو کيږي ، ولي په يو شمير تاريخي متونو کي  يې پيژندنه او يادونه شوېده ؛ دوهم : هغه شمير ودانۍ چي  په بشپړه توګه او يا په مړ ژوانده حالت کي لا تر اوسه هم پائېدلي دي .
لومړۍ هغه شمير ودانۍ چي يوازي په تاريخي متونو کي يې يادونه شويده ، خو اثار او پاتي شوني يې يانه تر ستر ګو کيږي او يا هم يوازي د يوې مصنوعي غونډۍ په څير ښکاري . د دې شمير ابداتو څخه تر ټولو زيات د غوري پاچاهانو پلازمينه فيروزکوه ښار دۍ چي په زياتو تاريخي متونو کي يې يادونه شوېده ، فيروز کوه د خپل مهال  د ښارونو لکه اهنګران ، تولک ، زرني  ، ګيزو  او يو شمير نورو په انډول لوۍ ښار ګڼل شوېدۍ  ، په دې ښار کي د پاچاهانو قصرونه  ،  پا خه او کلک مورچلونه  ، او د دفاع لوړ ديوالونه جوړ شوي وه  ، خو له بده مرغه لاتر اوسه  د دې تاريخي ښار څرک نه دۍ څرګند شوۍ .په داسي حال کي چي د تاريخ فرشته ليکوال د دې ښار د جوړيدو په اړه زياتي ليکلني  کړيدي  او د دې ښار بنسټ ايښوونکۍ يې  د غوريانو نامتو پاچا قطب الدين  غرشاه  ښودلۍ چي په عربي متونو کي د  ملک الجبال په نوم يادشوېدۍ .
 ارام باغ يو بل هغه ښار ګوټۍ يا تفريح ځای دۍ چي تاريخي متونو په واوروار ثبت کړيدۍ . ( ښايې دا ښار ګوټۍ د اوسني باغران  سيمه وي چي د نوم تسهيل  تصغير او کثرت  له امله  باغ ارام په باغران اوښتۍ وۍ . ) او د اهنګرانو کلا په نوم يوبل ښارګوټۍ هم په تاريخي متونو کي يادشويدۍ چي د استاد کهزاد په وينا د بيلا بيلو لويو برجونو په وسيله احاطه شوۍ و ، چي اوس يوازي د هغه برجونو څخه د خاورو وړې وړې غونډۍ  پاته دي  . او د فرانسوي لرغونپوه فيشر په ليکنو کي هم د دې مطلب يادونه شويده ، نوموړۍ ليکي چي : د اهنګرانو د کلا اړوند برجونه په يوه برابره ليکه جوړ شوي چي د چهل ګذری ، او ګذر پام  ،د تاريخي غونډيو سره نښلي . د همدې برجونو له امله سلطان محمود غزنوي ونه شوه کړای چي د خپلو جنګياليو په زور داسيمه خپل کړي .
د غور ولايت په اړوندو سيمو کي د پخوانيو تاريخي کلا ګانو او د ودانيو کنډوالې  په زياته پيمانه ليدل کيږي  چي يو شمير يې د پخوانيو کليو او يوشمير يې د وړو وړو ښارونو پاتي شوني ګڼل کيدای شي  . د ودانيو د کنډوالوتر څنګ   د برجونو او څلو په ډول  خاوريني پاته شوني هم ليدل کيږي چي يو شمير يې په څلور کنجه او يو شمير يې په دايروي ډول جوړ شويدي . د ودانيو په کارشويو موادو کي  په زياته پيمانه د اومو خښتو  او ځينو بر خو کي  د ډبرو څخه هم کار اخستل شوېدۍ . د فيشر په باور که د دې وړو او يو او بل سره  مښتي غونډيو او د هغو تر څنګ د کنډوالو څيړنه او پلټنه وشي  ، په پوره باور ويلای شو  چي د دا ډول  پلټنو په صورت کي به  هغه پټ رازونه  را برسيره شي چي لا تراوسه موږ نه يو خبر .
دويم هغه شمير ودانۍ چي  لا تر اوسه د پيژندلو وړ دۍ  ؛ په دې لړۍ کي د غور ولايت په اوسني چاپيريال کي دننه او يوشمير يې د غور ولايت بهر په نورو ولاياتونو او حتې د افغانستان له اوسنۍ سياسي کرښو وتلي  ودانۍ شته چي د غوري  پاچاهانو دمهال وياړونه بلل شويدي . په دې برخه کي به د غوري مهال  هغه يوشمير ودانۍ  د بيلګو په توګه را وپيژنو چي سيمه ايز او نړيوال شهرت يې ګټلۍ دۍ .        
١ _  د جام څلۍ ( مينار ):  
د جام څلۍ چي د جام منار په نوم زيات پيژندل شوېدۍ ، په غور ولايت  کي يې لږ تر لږه  د اته سوه کاله را په ديخواد خپلي زمانې برم او دبدبه د ځان سره ساتلې ده . تاريخي متونو د جام څلي جوړونکۍ د غوري پاچاهانو کورنۍ اړوند سلطان غياث الدين غوري ښودلۍ دۍ . نوموړي پاچا دا مينار د ١١٦٣ ميلادي کال څخه تر ١٢٠٢ ميلادي کال پوري ودان کړۍ دۍ .
د جام څلۍ په داسي برخه کي ودان شوۍ چي د هغه ځای لوړوالۍ د سمندر د اوبيز مخه څخه ( داوبو سطح ) څه ناڅه ١٩٠٠ متره لوړوالۍ لري . پر دې څلي د لوړو غرونو داسي لړۍ را ګرځيدلې ده چي د يو شمير غرونو د لوړو څوکو لوړوالۍد سمندر د اوبيز مخه څخه ٢٣٠٠ متره ته رسيږي . د دې څلی يوه بله ځانګړتيا داده چي د هريرود سيند پرغاړه داسي جوړ شوۍ چي دووخواو ته يې د سنيد رواني اوبه بهيږي . دريمه ځانګړتيا يې داده چي دا څلۍ په خپله پوره ٦٧ متره لوړوالۍ لري .
د جام څلي بنسټ دايروی ايښودل شوۍ چي د هر يوه مدار تر پوره کيدو وروسته د دوهم مدار د بهرنۍ خوا پلنتيا لږ شوې او په دې ډول د څلي تر پورتنۍ کړۍ پوري په همدې ترتيب جوړشوېدۍ . د لاندنۍ برخي ( قاعده ) قطر يې نه (٩ ) متره او په لوړ سر کي يې د قطر اندازه د يونيم څخه تر دوه متره پوري رسيږي .د دې څلي  په دننه کي د څلي لوړو پوړيو ته د رسيدو لپاره زيني جوړي شوېدي . پخې خښتي ، ګچ او اهک ( چونه ) په داسي ترکيب سره يوځای شوي چي د پياوړتيا حد يې د سمنتو درجې ته رسولۍ دۍ . د جام څلي پر بهرنۍ خوا په کوفي ليک ليکني د دي څلي دبدبه او برم لا نور زيات کړيدۍ .
لومړنۍ اروپايې څيړونکۍ چي د جام څلي په اړه يې د افغانستان د حکومت او ايزمو ايتالوي موسيسې د سپارښتني سره سم څيړني تر سره کړې هغه ايتالوي لرغونپوه اندره برونو نوميدۍ چي په ١٩٦١ ميلادي کال يې د دی منار څخه ليدنه وکړه او د هغه د بيا جوړيدو لپاره يې وړانديزونه ترتيب او يونسکو ته يې وړاندي کړل ، څرنګه چي هغه مهال  د جام څلي ته رسيدل ستونزمن کار وو ، ځکه په هغه وخت کي د دې پروژې پلي کيدل وځنډيدل . په ١٩٦٣ ميلادي کال د جام څلي لپاره د رالويدلو او نړيدلو خطر زيات شو د همدی کال د جون په مياشت کي د جام دڅلي دبيا جوړوني په نيت يو شمير څيړني پيل شوې . په ١٩٧٤ميلادي کال د جام څلي ته د جوړوني موادو د رسيدو لاره څه ناڅه برابره او د څلي د بيا ودانولو يا د څلي لپاره د پايښت د توان پيداکيدو پروژه پلې شوه . د هم هغه پروژې له برکته تر اوسه هم له نيکه مرغه د جام څلۍ يا د جام منار پايښت وموند  . په داسي حال کي چي په دي ورستيو کالونو کي د جام څلي ته زيات زيان اوښتۍ او ان دا چي يو شمير بهرنيو موسيسو د دي تاريخي وياړ د ژرلويدلو  خبر دارۍ ورکړۍو  . له نيکه مرغه د جام څلۍ د افغانستان د دولسمي ميلادي پيړۍ ښکلې  مينار  چي د اسلامي پير د ودانيو ځانګړې بيلګه ده ، د يونسکو له خوا په رسمي ډول د ٢٠٠٣ ميلادي کال د جولاي په مياشت کي د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت او ومنل شو.

 
     د جام څلي دوه انځورونه د جام څلي دوه انځورونه
د جام څلي دوه انځورونه

 
د غوري پاچاهانوڅخه پاته ودانۍ د اوسني غور ولايت له اداري کرښو څخه بهر د هيواد په بيلا بيلو سيمو کي شته  اود دی مهال اړوند يو شمير ودانۍ بيا د هيواد له اوسنيو کرښو بهر په نورو ګاونډيو هيوادونو کي د لرغوني او تاريخي وياړ په توګه تر اوسه ساتل شويدي  . د داسي ودانيويوه بيلګه د هند نامتو څلۍ   قطب منار  دۍ  چي نړيوال شهرت لري . که د ليکني  رالنډولو په نيت  د غوري پير د نړيوالو ودانيو د پيژندني راتير شو، بيا هم نه شو کولای چي په هيواد کي دننه د غوري پاچاهانو په واکمنۍ کي جوړي شوي ودانۍ ، يو په يوه را وپيژنو .اړينه ده چي د بيلګو په توګه د هغو ودانيو لنډ جاج واخلو چي د هيواد په دننه کي د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلی دي . خو د اوسني غور ولايت په اوسنيواداري کرښو پوري تړلي نه دي . په دې برخه کي  د هرات نامتو جومات او د بست کلاه ( ششک )  يادوو ، دا د غوري پاچاهانو د مهال هغه دوې بيلګي دي چي  داوسني  افغانستان  لپاره د پيژندګلوي سمبولونو هم دي .
لومړۍ د هرات ستر جومات : د هرات نامتو تاريخي جومات د سلطان عيا ث الدين غوري د واکمنئ پر مهال ودان شويدۍ . دا جومات د هيواد د يوه نامتو ديني عالم امام فخرالدين رازي د ځانګړو هڅو د تنظيم او اغيزمنتيا لپاره جوړ شويدۍ . دا وينا د هغه څو جملو څخه بيله شکه څرګنديږي چي د همدې جومات په يوه برخه کي په عربي ژبه ليکل شوي دي چي : دا جومات د سلطان ارض الله حافظ بلاد الله معين خليفۀ الله غياث الدين معز اسلام وا لمسلمين له لوري ودان شويدئ . خو يوشمير مورخين په دې باور دي چي د دې جومات ودانۍ د غياث الدين په ژوند کي بشپړه نه شوه ، د هغه تر وفات وروسته د هغه زوۍ سلطان محمد بشپړه کړه .
دا جومات چي د هرات ښار پخوانۍ برخه کي د شپاړس جريبه مځکي پر مخ ودان شويدئ ٣٦٠ ګنبدې ، يوسل ديرش رواقه او ٤٤٤ پيل پايې لري . دا جومات د خپل څه زيات اته سوه کلن ژوند په اوږدو کي وران شوۍ هم دئ او د پراختيا او ودانولو چاري يې هم په بيلا بيلو زمانو کي تر سره شويدي . د تموچين د يلغار پر مهال وران شو، خو د سلطان حسين بايقرا د واکمنۍ پرمهال يې د پراختيا هڅي وشوې او د پخوانۍ ودانۍ ترڅنګ يې نوي ممبرونه او رواقونه ورته ودان کړل . د هرات په ستر جومات کي د تيموري پير وداني شوي برخي د دې جومات ښکلا او ارزښت لا زيات کړيدۍ ، د امير علی شير نوايی تر لارښوني لاندي د نامتو انجنير ( بنا ) خواجه ميرک په وسيله چي د ستر استاد کماالدين بهزاد استاد هم ګڼل کيږي ،  د ودانۍ هڅي شويدي . دا جومات د شاه اسماعيل صفوي د واکمنۍ پر مهال ( ١٠٤٥ هجری قمری ) يو ځل بيا وران شو، خو په ١٢٥٣ هجري قمري کال د وزير يارمحمد خان دراني په سپارښت بيا ودان شو .او په دې تر تيب په يبلا بيلو وختونو کي وران شوۍ او بيا ودان شويدۍ ، د اعليحضرت عبدالرحمن خان دواکمنۍ پر مهال او بيايې  د حبيب ا لله خان په وينا  د بيا جوړوني او ترميم يوشمير کارونه تر سره شول . او په ١٣٤٠ څخه تر ١٣٤٣ هجري قمري کال د اسماعيل بنا په وسيله يې يو ځل بيا د ودانۍ چاري تر سره شوې . او تر هغه ورسته هم په بيلا بيلو مهالونو کي د اړينو ترميمونو او سمونو لپاره پر له پسې هڅي شويدي .

 
د هرات ستر جومات يو انځور
د هرات ستر جومات يو انځور

 
دوهم د بست کلا : د بست کلا چي د بست شيشک په نوم يې زيات شهرت موندلۍ دئ ، د غوري مهال د ودانيو يوه بله بيلګه ده . فرانسوي لرغونپوه فيشر په دې باور دۍ چي د بست کلا د غوري مهال ځانګړتيا وي لري ، خو د بست کلا تر بيا ترميم وړاندي عکسونه دا سي بريښي چي ګويا د هندي سبک تر اغيزي به لاندي به جوړ شوۍ وي . دا شيشک د ځانګړو مراسيمو لپاره کارول شويدۍ او د ښار هغه دروازه وه چي  ښارته د تللو او راوتلولار وه يا په بله مانادا شيشک د ښار په مدخل کي واقع شويدئ .
روسۍ لرغونپوه پوګا چينکوا هم د بست ښار او داتاريخي شيشک د غوري مهال ودانۍ ګڼي او د هغې په باور دا د خپل مهال د ودانيو يوه ځانګړې بيلګه ده ، هغه نقشونه او ډيزاين چي د خښتو په وډلو او سمون کي کارول شويدۍ ، لا تر اوسه دهر ليدونکي د حيرانتيا سبب ګرځي . په منظمه توګه هندسي اشکال کارول شويدي ، او داسي بريښي چي ښايې د يوه لوۍ جومات خواته به دا شيشک ودان شوۍ وي . د شيشک ها خواد خاورينو غونډو په څير دنړيدلو ديوالونو يوه لړۍ شته چي د ښار په لوري به د هغه ديوالو نو ترمنځ د پخوانيو اوسيدونکو لاره وه  . په دې ودانۍ کي د خښتو او تراشل شويو ډبرو څخه کار اخستل شويدئ . د اريک شرو ، په باور د بست د کلا د يوشمير څيړونکو له نظره د غزنوي پير ودانۍ ده خو دهغو نښانو او بيلګو پر بنسټ چي په پوره څرګند تيا ليدل کيږي دا ودانۍ د غوري پاچاهانو د مهال ودانۍ ګڼلای شو . د بست د کلااو د هرات د لوۍ جومات تر منځ ورته والۍ شته چي دا په خپل وار د غوري مهال د ودانيو د سپيناوي لاسوند ګڼل کيږي . د هغو انځورونو او نقاشيو څخه چي د هرات په جومات او د بست په شيشک کي ليدل کيږي په پوره يقين سره د دې دو ودانيو تر منځ د سبک او ډول ورته والۍ ليدل کيږي .
د هاروارد کرن  او  ويليم تروزدل  د څيړنوپر بنسټ چي د بست څخه د نويو تر لاسه شويو ليکلنو او يو شمير نور توکو په اړه يې  تر سره کړېدي داسي بريښي چي دا ليکني په کوفي ليک دي خو د مسعود او بهرامشاه د هغو کوفي ليکنو تر اغيزي لاند نه دي چي په غزني کي شته . د هغوۍ په نظر په زيات شمير کتيبو کي د ( ف ) حرف داسي ليکل شويدي چي د غوري مهال ليکنو استازيتوب کوي او داسي ليکني هم شته چي د ليکني تاريخ  يې د سبکتګين د ليکنو د مهال سره ورته والۍ لري ، او يو شمير نورې بيا تر هغه مهال وړاندي زمانې په بر کي نيسي . چي ښايې تاريخ يې د نهمي پيړۍ څه تر دولسمي ميلادي پيړۍ پوري ومنل شي .

        د بست کلايو انځور 
 

د بست کلايو انځور 

ګران لوستونکي د دې ليکني په اړه د لاندي اخځونو څخه لا زيات مالومات تر لاسه کولای شي :
١ : علامه حبيبي . تاريخ افغانستان بعد از اسلام .١٣٥٧.
٢ : هار وارد … د بست څخه ځني تراشل شوي خښتي . د افغانستان لرغونپوهنه١٣٦٠ .
٣ : سالک ، شکيب . معماري دوران غوری . د افغانستانو لرغونپوهنه . ١٣٦٨ .
٤ : محمود،  شاه محمود قطب منار . د افغانستان لرغونپوهنه . ١٣٦٤ .
٥ : باوري ، رسول . افغانستان در عهد باستان . ١٣٦٧ .