آرشیف

2015-1-19

پوهنوال رسول باوري

غزنۍ يــــا د اسلامي نړۍ کلتوري او مدني پلازمينه

 

 
 

د ډيري خوشالۍ ځای دۍ چي د اسلامي هېوادونو  د تعليمي  ، علمي او فرهنګي سازمان  ( اسيسکوISESCO ) يا (
Islamic Educational Scientific and Cultural Organization ) له لوري  دا پريکړه شوې چي  په ٢٠١٣ مېلادي کال به  د غزني نامتو ښار د اسلامي فرهنګي پلازميني  په توګه و پيژندل شي . هغه لا ميلونه چي د اسلامي هېوادونو د ( اسيسکو ) سازمان يې دې ته و هڅاوه او يا يې دې ته اړويست چي دا ښار دي د اسلامي نړۍ د فرهنګي پلازميني په توګه وپيژني ، ښايې زيات وي ، خو زه په دې لنډه ليکنه کي غواړم هغه درې لاميلونه را ياد کړم چي د غزني ښار ته دا وياړ او ارزښت ورکوي ، چي د اسلامي نړۍ  له لوري په دې  وياړلي نوم  او  لقب وستايل شي  . 
لومړۍ لاميل :  دغزني ښار د ستري اسلامي امپراتورۍ د پلازميني په توګه :
 
د غزني ښار په منځنيو پيړيو کي د اسلامي  امپراتورۍ ستره پلازمينه وه . دا ښار د پخوا هم پيژندل شوئ او نامتو شوئ  وو ، خو هغه مهال يې ارزښت او شهرت خورا زيات شو ، چي د سبکتګين د کورنۍ د واکمنۍ پرمهال يې د لويې اسلامي  ستر واکۍ دريځ  خپل کړ  . دا پير چي د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د سيمي په تاريخ کي د غزنوي  سترواکۍ په نوم ياديږي  ،  هم  يې د غزني لپاره ارزښت جوت دۍ  او هم  يې د اسلامي نړۍ لپاره  ځانګړني برملا دي  . 

                                

د غزنوي سترواکۍ پر مهال د سيمي ټولي  سياسي ، اقتصادي او ټولنيزي چاري د همدې پلازميني څخه تر سره کېدلې . د سياسي ستر واکۍ بنسټ د الپتګين د واکمنۍ  پرمهال کښيښودل شو چي  په ٩٦٥ ميلادي کال يې د غزني ښار سياسي واک تر لاسه کړ . د غزنوي سترواکانو په لړ کي د غزني ښار د سلطان محمودغزنوي د ستر واکۍ پرمهال ( زيږد ٩٧١ وفات  ١٠٣٠ ميلادي )  خورا ښه وځلېدۍ  ،او د ستر واکۍ د پلازميني په توګه يې خپل برم او دبدبه  د سلطان ابراهيم غزنوي تر ستر واکۍ  او بيا د ملک خسرو تر واکمنۍ پوري چي تر  ( ١١٩٣ ) مېلادي کاله پوري واکمن وو ، په خورا ښه توګه وساتل . تر هغه وروسته هم د غزني ښار د دې سره -سره چي يوځل  د غوري واکمنو دغضب په لمبو کي  وسوځېدئ .  ( ١١٥١ ميلادي کال )اوبيا  په ( ١٢٢٢ ) ميلادي کال ، ديوشمير کسبګرو پرته نور ټول غزني وال  د چنګيزي تاړاکګروله خوا په ډله ايزه توګه و وژل شول ،  ولي دې تاريخي ښار  بيا هم د يوه پيژندل شوي اسلامي پلازميني په توګه خپل  ځانګړۍدرنښت او ارزښت وساتۍ  . ( تاريخ مختصر افغانستان  ١٤٠ – ١٥٠ )
  
د غزني ښار د منځنيو پيړيو داسلامي سترواکۍ د پلازميني په توګه خورالوړ اقتصادي دريځ درلودۍ .علامه حبيبي د ابن حو قل په حواله ليکي چي  :د غزني ښار د هغي سوداګريزي لاري پر سر پروت وو چي  بلخ يې د باميان  ، غزني ، پختيا ، ګومل ، بنون او د نيلاب وروسته د هند سره يوځای کوئ . د غزني پسونو او د سوداګريزو توکو د وړلو راوړلو لپاره اوښانو او بوده ګانو خورا زيات شهرت درلود .  د افغانستان بعد از اسلام مشرح تاريخ کي راغلي چي د ابن خرداذبه په قول د عباسي خلافت پر مهال د غزني اړوندو سيمو څخه يوازي د هرو سلو زرو پسونو څخه دوه زره پسونه د مالياتو په توګه ورکول کېدل .  تر ابن خرداذبه  سل کاله ورسته  البشاري مقدسی د نورو سيمو تر څنګ د غزني ماليات  په هر کال کي شپږ سوه زره پسونه ښودلي دي . د هيونتسنګ له ليکنونقل شوۍ  چي د غزني سيمي نامتو زراعتي حاصلات   ژمني غنم ، د بيلا بيلو ميو او ګلانو شتون  ،  زردچوبه  او  هنګ  دي  . اودا هم ياد شوي چي  په غزني کي د پسونو حلالو او پاکو غوښو زيات شهرت  درلود . په دې تر تيب د غزني ښار د منځنيو پيړيو يو مهم اقتصادي او تجارتي مرکز  په توګه پيژندل شوۍ دئ . ( افغانستان بعد از اسلام ،٤٣٨ ، ٤٤٠ ، ٤٥٠ مخونه )
 
دوهم لاميل : په غزني کي د اسلامي ودانيو او زيارتونو شتون  اود هغو ډيرښت  : 
 
ښايې په افغانستان او حتی سيمه کي به هم  د غزني ښار په څير بل داسي يو ښار نه وي چي د زياتو اسلامي سياسي واکمنانو ، نامتو درويشانو او متصوفينو هديرې او زيارتونه دي  په يوه نږدې او لنډ واټن کي ولري . په غزني د نورو زياتو مشهورو زيارتونو تر څنګ د غزنوي سترواکۍ د زياتو ستر واکانو او واکمنانو هديرې  شته . تر دې لا زياته د پام وړ خبره دا ده چي د يو شمير  سياسي واکمنو هديرې د هغوۍ د بڼونو او باغونود بيلګو سره لا تراوسه هم پاتي دي . په غزني  کي د سلطان محمود غزنوي زيارت ، د سلطان مسعود زيارت ، د سلطان عبدالرزاق زيارت اود يو شمير نورو نامتو واکمنانو هديرې  او  د هغوۍ اړوند شنې سيمي اوباغونه شته چي هم يې د غزني ښار ته برم ورکړۍ او هم يې  په  افغانستان او سيمي کي د منځنيو پيړيو د اسلامي  واکمنيو نښانې د ځان سره ساتلي دي .
                                                                    

په غزني د يوه نامتو منار دوه انځورونه

په غزني د يوه نامتو منار دوه انځورونه
په غزني د يوه نامتو منار دوه انځورونه

د نامتو زيارتونو او د سياسي سترواکانو او واکمنانو پر هديرو او د غزنوي سترواکۍ پرمهال د جوړو شويو ودانيو پر بيلا بيلو خوا د اسلامي ليکدود او بيلا بيلو ليکبڼو شتون د زيارتونو او مقبرو ارزښت لا زيات کړۍ دئ . د غزنويانو د سترواکۍ پرمهال لږ تر لږه د ليکدود شپږ ډولونه لکه مناشير ، محقق ، نسخ ، ريحان ، رقاع او ثلث  هم د کتابونو د ليکلو پرمهال او هم د زيارتونو د لوحو او ډبرليکونو لپاره کارول شويدي ، يو شمير داسي ليکنيز لاسوندونه هم شته  او دا ثابتوي  چي د غزنويانو د سترواکۍ پر  مهال  بيلابيل ښکلي  تصويرونه او  انځورونه   هم  د ځينو مينه والو له لوري کارول شويدي ، او له هغې ډلي يو هم د سلطان محمود زوي سلطان مسعود وو چي  په  هرات کي يې د خپل کور د ښکلا لپاره  انځورونه خوښ کړي او کارولي وه . دا کور  د عدناني باغ په نوم ياد شويدئ .  د بيهقي په حواله د همدې انځورونو له امله د سلطان محمود له خوا تنبه شو . (  تاريخ خط و ونوشته های کهن   : ١٠٥ ) 
                         
 

سلطان محمود غزنوي په دوو انځورونو کي
 
سلطان محمود غزنوي په دوو انځورونو کي
سلطان محمود غزنوي په دوو انځورونو کي

 
      دريم لاميل  : په غزني ښار کي  د اسلامي هنري ځانګړتياوبيلا بيلي بيلګي :
 
د دې لپاره چي د دې بيلګو په اړه مو اړين مطالب ياد کړي وي ، ښه به وي چي په غزني ښار کي د غزني موزيم لنډه يادونه وکړو چي هم به هنري ځانګړتياوي  را يادي  او هم به  د غزني موزيم په اړه لنډ مالومات  د مينه والو لپاره وړاندي شي  .   د غزنې موزيم په افغانستان کي د اسلامي اثاروتر ټولو ستري زيرمي  لري  . د دې سره –سره  چي د غزني موزيم د هيواد په ولاياتو کي دريم   پرانستل شوۍ موزيم دۍ ، ولي دا موزيم  د دولتي او يا حکومتي  پخواني پلان له مخي نه دۍ پرانستل شوې . بلکي  د دې ولايت په اړوندو سيمو کي د لرغونپوهانو پر له پسې څيړنو د دې موزيم د جوړېدلو چاري ګړندۍ کړلې . 
د غزني موزيم  او يا د اثارو زيرمتون ته هغه وخت  زيات پام واړول شوچي په غزني اوشا اوخواسيموکي دلرغونپوهانو  په وسيله دڅيړنوبهير ګړندۍ او ارزښتمن توکي تر لاسه شول . له هغه وروسته  چي  په ( ١٣٣٨ )  لمريز کال د سلطان ابراهيم د مقبری څنګ ته  تر ( ٤٢ ) زيات مرمرين  ډبر ليکونه  تر لاسه شول  د غزني موزيم ارزښت د اسلامي اثارو د شتون له اړخه لا  د پام وړشو .  د لومړي ځل لپاره په ( ١٣٤٠ ) لمريز کال د سلطان عبدا لرزاق ماڼۍ چي په غزني کي دهراتي تيموريانو د پير يوه ښکلې بيلګه وه ، د غزني موزيم په واک کي ورکړل شوه .
 
په غزني موزيم کي را ټول شوي اثار د دوو لارو تر لاسه شوي وه لومړي هغه اثار وه چي د  سپړنو پرته ترلاسه شوي وه لکه : يو شمير ډبريني ليکني ، په لاس ليکل شوي کتابونه ، ځني سکې يو شمير هغه ډبريني مجسمي چي د غزنوي پير په ماڼيوکي د ښکلا په نيت د اوبو پاشونو ( فوارو ) په توګه کارول شوي ، اوداسي نور يادولاي شو . دوهمه برخه هغه اثار دي چي د لرغونپوهانو په وسيله د سپړنو له لاري تر لاسه شويدي . په دي برخه کي  د اسلامي پير هغه اثار چي د غزنويانود واکمنۍ د مهال هنري مهارتونه راڅرګنده وي لکه  زينتي خاورين لوښي چي د ګچو څخه جوړشوي ، يا هغه مرمريني نقاشۍ چي د غزنوي پير د پياوړو او بر لاسو هنرمندانو  بيلګي  دي ،  او په دي ډول نور اثار چي د غزني په موزيم کي ساتل شوي وه ، يادولاي شو . 
  
د غزني موزيم لپاره د ګرځندوۍ ادارې په ١٣٥٠  لمريز کال يوشمير اثار وپيرودل او هم د دواړو ادارو په ګډ زيار د سيلانيانو د پام را اړولو په نيت پرله پسې نندارې پيل  شوې  ، چي د عايد څخه يې دواړو ادارو ته ګټه ورسيدل . د ايتالوي لرغونپوهانو له خوا په  ١٣٥٣  لمريز کال د موزيم د ماڼۍ د بياجوړيدو هڅه وشوه ،  په ١٣٥٧  لمريز کال  نوموړې موزيم  دغزني خلقي موزيم په نوم ونومول شو . دانوم بيرته په ١٣٥٩   لمريز کال د غزني موزيم شو او له بده مرغه د موزيم نندارې د ١٣٦١   لمريز کال وروسته وځنډول شوي او په ١٣٦٩   لمريز کال د غزني موزيم يو شمير اثار د امنيتي انديښنو له کبله د افغانستان ملي موزيم ته را نقل شول ، اوپه ملي موزيم کي  پاته اثارد مصونيت او امنيت په نيت تر ١٣٧١   لمريز کال پوري دتړلو دروازو شا ته وساتل شوه ، چي له بده مرغه د ملي موزيم اثارو  د چور پر مهال د غزني څخه د راوړل شويو اثارهم چور او تالان شول .
 
 
 


 

 
د علامه البيروني په نوښت تر تيب شوۍ انځور چي د لمر او سپوږمۍ موقعيتونه څرګندوي

د علامه البيروني په نوښت تر تيب شوۍ انځور چي د لمر او سپوږمۍ موقعيتونه څرګندوي
د علامه البيروني په نوښت تر تيب شوۍ انځور چي د لمر او سپوږمۍ موقعيتونه څرګندوي

                 

د غزني ښار په ١٨٨٣ ميلادي کال ( د افغان انګريزد جګړې پرمهال )
د غزني ښار په ١٨٨٣ ميلادي کال ( د افغان انګريزد جګړې پرمهال )

اوس چي له نيکه مرغه د اسيسکو اسلامي سازمان د غزني ښار ته په ٢٠١٣ ميلادي کال کي د اسلامي کلتوري مرکز دلقب ورکولو پريکړه کړېده، ټولي هغه اړيني چاري چي د دې لقب د پرځای کولو او ساتلولپاره شته، بايد  په پوره ځيرکۍ او وړتيا تر سره شي .په دې ترځ کي غواړم د خپلي هغه ليکني څخه د وړانديزونو لړۍ  د لاسوهني پرته را واخلم چي دوه کاله وړاندي مي د (( م  لرغونۍ غزنۍ او د هغه ځانګړي تاريخي وياړونه ))تر سر ليک لاندي ليکلي وه .
پايله:
غزنۍ د افغانستان د يوه  تاريخي ولايت  په توګه د هيواد په ټوليز تاريخ کي ځانګړي بابونه او وياړلي سر ليکونه لري  ، چي  رښتينوالي يې په  هغو لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کي څرګند دۍ چي د غزني په مرکز او اړوندو سيمو کي په سترګو کيږي .  د غزني تاريخ زريني پاڼي  د سيمي لپاره هم   وياړني او د برمه ډکي لاس ته راوړني لري  ، چي زيات شمير مورخينو او لرغونپوهانو يې په اړه  په خپلو اثارو کي  يادوني کړيدي . 
د غزني ولايت د نورو تاريخي وياړونو سر بيره داسي  بيلګي  هم شته چي څيړونکي يې د غزني ولايت او اړوندو سيمو ځانګړني بولي . د  امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې  په باور ، د ناوردښت  په  افغانستان کي د پخواني انسانانو  تر ټولولرغونۍ ميشت ځای دۍ ؛ د سويسي لرغونپوه بوخارر  په وينا په غزني کي  د بودا تر ټولو لويه وېده  مجسمه شته  چي  د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله رابرسيره شويده  ؛ او په دې ډول نوري ځانګړني شته چي  د ټولو را يادول  د دې ليکني تر توان لوړ دي . 
 
وړانديزونه  :
 
د غزني ولايت د تاريخي برم او لرغونو وياړونو د ساتني او پالني لپاره ، په هيواد کي دکلتوري  ادارو  او سيمه ايزو چارواکو پام لاندي وړانديزونو ته راګرځوم  :
لومړۍ : په غزني  ولايت پوري اړوند و ټولو لرغونو او تاريخي سيمو ليک لړ دي دلرغونپوهني د ارونو په پام کي نيولو سره بشپړ شي .
دويم : هغه شمير تاريخي ودانۍ  دي په ګوته شي چي دنړيدو او ورانيدو ويره يې شته ؛ د دا ډول ودانيو د بيا جوړولولپاره دې د بيا جوړولو او پايښت ورکولو بيړنۍ پروژې د سيمه ايزو ادارو او د هيواد د کلتوري چارو  داړوندو ادارو  په ملتيا پيل او پلي  شي؛
دريم : په غزني کي د ګرځندوۍ  ادارې ته پوره پاملرنه وشي ، او د زايرينو ، ګرځندويانو د اسانۍ لپاره ، ځانګړي  ودانۍ ، پارکونه او هوټلونه په نظر کي ونيول شي ؛
څلورم : د غزني تاريخي موزيم  د پياوړتيا او ودي لپاره دي د سيمه ايزو ادارو او د اطلا عاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو پر له پسې مرستي وغوښتل شي ؛
پنځم :  د غزني پوهنتون   دي ،  د لرغونپوهني  په برخه  کي  د ځوانو محصيلينو د روزني لپاره د  (( د اسلامي پير لرغونپوهنه )) تر نوم لاندي  ځانګړۍ ديپارتمنت پرانيزي ؛
شپږم  : د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو چارواکو په مرسته دي په غزني ولايت کي ټولي هغه ودانۍ او يا ښکلي طبيعي سيمي په ګوته شي ،  چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي د شاميليدو وړتيا لري ، د هغو نومونه  او لنډه پيژندګلوي دې ، د يونسکو ادارې ته د رسمي منلو لپاره  ورکړل شي ؛ 
ورستۍ خبره داچي ، د غزني  چارواکي او د هېواد د کلتوري چارو واکمنان په ډير ښه دريځ کي دي ، که وغواړي چي خپل نوم د غزني او هيواد په تاريخ کي هميشنۍ کړي نو د غزني  د تاريخي برم  درا يادولو او پايښت لپاره دي کار وکړي ، او که نه نومورکي به شي  .
اخځونه د الفبا په ترتيب  :
١ : باوري ، رسول . موزيم پوهنه او په افغانستان کي د موزيمونو دودي بهير . ( سپک ټولنه :  پيښور ) ١٣٧٤.
٢ : بورخارد برينتس . پښتانه او ورونه مليتونه . ژباړن :  پوهاند داکتر زيار . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٦.  
 
٣ : تدې ، موريزو . د سردار تپې لومړنۍ راپور . ژباړن : واسيع فيروزي . د افغانستان لرغونپوهنه . ( کابل : ودلتي مطبعه ) ١٩٨٣ . 
 
٤پالوال ، عبدالرزاق . د پښتنو نوۍ پخوانۍ تاريخ  .  ١٩٩٤ .
٥ : پولاديان ، عبدالجليل . په افغانستان کي د فرانسوي لرغونپوهانو څيړني . د افغانستان لرغونپوهنه. ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٢ .
٦ : حبيبي ، عبدالحۍ . افغانستان بعد از اسلام ( کابل : دولتي مطبعه )١٣٥٧ .
٧ : حبيبي ، عبدالحۍ . تاريخ مختصر افغانستان . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٤٩ . 
 
٨ :Nancy Hatch Dupree . An Historical Guide To Afghanistan .(Kabul:A.T.Organization ) .1977
باوري