آرشیف

2015-1-19

پوهنوال رسول باوري

روزګان کـــــه

 
 
 

(اوروزګان يا ارزګان او يا بل ډول)

 
 د سيمود نومونو ايښودل  او د زمانې په لمن کي د هغو نومونو بدلېدل  د زياتي حېرانتيا خبره نه ده . دا سي چي  په   سيمه کي د ميشتو وګړو کړه وړه  د بدلون په حال کي دي ، همداسي د سيمو  نومونه هم بدليږي . د سيمو د نومونو اوښتل او بدليدل  په هغه هوډ پوري اړه لري چي ميشت اولسونه او اړوندي ادارې  يې د هغه نوم  د ساتلو او يا بدلولولپاره لري .   د وړو کليو ، ولسواليو ، ولايتونو او حتی هېوادونو  نومونه  د بيلا بيلو سببونو په وجه  اوړي را اوړي  . د سيمو او ځايونو  د نومونوبدلون  او اوښتون  يوه داسي پر له پسې  لړۍ ده چي سپړل او څيړل يې اسانه کار نه دئ   .  د دې همدې بدلونونو د څيړلو او پوهولو لپاره  د نورو علمي څانګو تر څنګ د تاريخي جغرافيا  په نوم يو خپلواک دسپلين  شته چي د خپلو ځانګړو اصولو په کارولو سره  مينه والو او اړوندو څيړونکو ته د هغو ئ  دستونزو او پوښتونو حل وړاندي کوي  . 
  تاريخي جغرافيا پوهان د نورو بنسټيزو دندو تر څنګ  د تاريخي سيمو د نومونو او د هغو ټاټوبو د په نښه کولو دنده هم لري ، چي د زمانې په بهير کي  په  بيلا بيلو نومونو پيژندل شويدي  .  د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون هغه  سببونه  هم  برملا  کوي چي  د نوم په بدلون کي اغيزمن  و پيژندل شي  . د تاريخي جغرافيا پوهانو په اند ، د سيمو نومونه د بيلا بيلو عواملو  پر بنسټ بدلون مومي . چي د هغو په لړ کي تر ټولو زيات  سياسي  ، طبيعي،کلتوري  او  ژبني سببونه اغيزمن  ښودل شويدي  .
١ : سياسي  سببونه ؛ د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون  په اړه د سياسي  عامل اغيزه تر ډيره  بريده روښانه بريښي  ،  چي   ښايې زيات لوستونکي يې دتوضيح پرته ومني  . په سيمه کي سياسي پيښي ، د اړوندي سيمي سره دنامتو شخصيتونو تړاو، د سيمي سياسي  – نظامي  ارزښت  او نور هغه اغيزمن  سببونه  دي چي د سيمو د نومونو په بدلون کي  غوښنه ونډه لري  .  د بيلګي  په توګه ، د بدخشان ولايت  يوه ښيرازه ولسوالي   د بهارک په نوم ياديږي .  چي تاريخي جغرافيا پوهانو  په بېلا بيلو نومونو ثبت او ليکلې ده ، بهارک د کوشاني پاچاهانو د څلورم ساتراپ ( ولايت ) يوه ستراتيژيکه سيمه وه او هغه وخت  د  لانشي   ( Laanshi    )  په نوم   ثبت  او ليکل شوېده .  کله چي  پر لانشي د عربي لښکرو واکمني پيل شوه نو د دې سيمي نوم يې بهارستان ( Bahaaristan    ) کښيښودئ ، او دا نوم تر هغه مهاله وساتل شو چي چنګيزيانو تر  زياتو جګړو وروسته  نوموړې سيمه  تر خپلي ولکې لاندي راوستل ، او د چنګيزي واکمنئ سره  يې يوځا نوم د بهارستان څخه په بهارک ( Bahaarak  )  واړول شو  ، چي تر اوسه هم په همدې نوم ياديږي . ( عبدا لرحمن سديد
يوه بله بيلګه  د امو سند پر څنډو پرته   ينګي کلا ( ينګي قلعه )  ده  ، چي پخوا نئ نوم  نومي  ( Numi    ) وو ، وروسته د احنف کلا په نوم ياده  شوه او اوس يې اداري او منلئ نوم   ينګي ده  ، او په  روزګان  ولايت  کي هم دا ډول بيلګي زياتي دي  . د روزګان ولايت  مرکز  ترينکوټ  ښار  لويديځ ته نږدې د داکتر  مانده  په نوم يو مانده او اړوندکلۍ شته چي  د هغي سيمي د يوه نامتو شخصيت د نوم سره تړاو لري  (*  داکتر شهسوارخان په سيمه کي نامتو داکتر ؤ چي  په غالب ګمان د ١٣٤٠ مي لسيزي په  دوهمه  نيمايې کي وفات شو  ) د روزګان ولايت اړوند  د چهار چينو ولسوالي هم يوه بله څرګنده بيلګه ده ، د لومړي ځل لپاره دا ولسوالي د پرانستلو سره سم د شهيد حساس په نوم ونومول شوه  (    مرحوم عبدالحليم  حساس د دهراوت ولسوالۍ د ملا احمد لېسې فارغ او د هغې لېسې ښونکۍ ؤ چي په ١٣٥٧ لمريز کال  يې د ژوند ډيوه مړه شوه  ) ، د سياسي اوښتون وروسته بيا  د چهار چينو په نوم  ياده شوه ، او اوس مهال د خبري  اژانسونو له خوا  کله د شهيد حساس او کله د چهار چينو په نوم  ياديږي .
٢ : طبيعي  سببونه  :  طبيعي پيښي هم د سيمو د نومونو په بدلون کي پوره ونډه لري .  هغسي چي د نوم په ايښوولو کي  طبيعي سببونه اغيزمن دي  ، هم هغسي  يې  د سيمو د نومونو په بدلون کي  اغيزه څرګنده ده . د يوې بيلګي په توګه د هلمند ولايت را يادوو ، هغه سيند چي د اونئ غره څخه  را پيليږي  د دايکندي  او روزګان ولايتو نو  څخه تيريږي  او بيا د کندهار يو شمير سيمي خړوبوي  ، تر هغه ورسته د هلمند ولايت ته رسيږي  . هلمند  نه يوازي دا چي د هېواد ديوه نامتو سيند په توګه پيژندل شوئ بلکي  ديوه تاريخي سيند په توګه  په اوستايې متونو کي د هيتومنت او يا هومينت  په نوم هم ياد شوېدئ .   د هلمند  ولايت د نوم ايښوولو ستره انګيزه او هڅونکئ  عامل ، همدا د هلمند سيند  او د هغه سيند د اوبو څخه په  زياته پيمانه ګټه اخيستنه  وه .
د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي  د داسي نومونو څرک ليدلای شو چي د طبيعي عارضې او پيښي  سره تړاو لري ، د بيلګي په توګه د مار غونډۍ په نوم د هېواد په زياتو ولايتونو کي سيمي نومول شويدي .  په هغو سيمو کي چي د مار په څير د يوې ډبريني غونډۍ څيره تر سترګو شويده، اولسي وګړو همدا د مار غونډئ نوم ورته کارولئ دئ   . په لغمان ، پروان  ، بغلان او يوزيات شمير نورو ولا يتونو کي د  دا ډول نومونو   بيلګي ليدلای شو .  د تور غره او سپين غره نومونه  هم دهغوئ د طبيعي جوړښت څخه اغيزمن شويدي .   د  خاص روزګان  د ښار شمال لويديځ لورته د ګرماو ( ګرم اب )  د سيمي نوم  د هغه تودې چيني  د شتون  سره تړاو لري  ، چي  په هغه سيمه کي  د عام او خاص د ګټي وړ ده .  په ترين کوټ کي د ښارد شمال ختيځ لوري څخه را غزېدلې مانده هم د هغو تودو اوبو په وجه د ګرماو مانده په نوم ياديږي  ، چي  د ترين کوټ ښار څخه څه ناڅه ديرش کيلومتره بر سر د تودو اوبو دچينې تر څنګ راتيريږي .  د دهراوت په زرتاله نومي دښت کي د راشکي  غونډئ  هم د دې ډول نوم ايښودلو  بيلګه ده . ( راشکه غونډئ د زرتالې دښت په منځنۍ برخه کي پرته ده چي د غنمو او يا نورو غلودانو د راشې سره ورته څيره لري ،  په دهراوت کي د ميشت اولس تر منځ دا سي فکلوريکي کيسې شته چي وايې دا غونډئ  او هغې  غونډئ ته څيرمه د کورت  کاڼو  ( قوروت  ) سيمه  چي  قروتو ته ورته دزياتو وړو ډبرو اوکاڼوڅخه ډکه ده  ټوله د هغه کارون ( قارون ) مال او ثروت ؤ چي د الله ( ج ) د قهر سره مخ شو ، ټوله طلا او زيورات يې  د قروتو په څير ډبرين کاڼي  شول  او د غنمو راشه يې په شګلنه غونډۍ واوښتل ،چي  عام اولس يې د تصغير  کاف  سره يوځای ( راشکه )  بولي  )   او په دې ډول نوري بيلګي .
٣ : کلتوري  او ژبني  سببونه  ؛ په يوه ټاکلې سيمه کي د ميشتو وګړو اندونه او خيالات   د سيمو د نومونو په ايښو ولو  او بدلولو کي هغه اغيزمن ټکي دي چي د سياسي او نظامي زور پرته  ، پخپله د اولس  په خوښه منل کيږي  . په جوزجان  ولايت کي يوه لرغونې غونډئ شته چي د طلا تپې په نوم  پيژندل شوېده . د دې سيمي نوم د پخوا راهيسي  دهغو فکلوريکو کيسو پر بنسټ ولاړ ؤ ،  چي د اولس په منځ کي اورېدل کېدې ، د سيمو وګړو به ويل چي پخوانيو خلکوپه دې تپه کي طلا پټه کړېده چي  اوس د لويو ښامارانو په وسيله ساتل کيږي . دا فکلوريکي کيسې هغه مهال رښتيني شوې چي  د لرغونپوهانو په وسيله  په  ١٣٥٦ _ ١٣٥٧ لمريز کال هغه غونډئ وسپړل شوه او په نتيجه کي يې د اوو ( ٧ ) قبرونو څخه تر يويشتو زرو زيات طلايې اثار را بر سيره کړل . له نيکه مرغه دا اثار اوس دافغانستان ملي موزيم لپاره  ستره لرغونې شتمني  ګڼل کيږي . امو سيند ته څيرمه په تاجکستان کي د اجينه تپې په نوم يوه لرغونې تپه  شته چي د سيمي وګړي يې   د پيرانيانو  ښار ګڼي ،  او د روزګان ولايت  په مرګز تيرنکوټ کي هم دا ډول سيمي شته چي د کلتوري او عقيدتي  اغيزو لاندي يې نومونه ايښودل شويدي ، چي کافر کلا د هغو ډيرو بيلګو څخه يوه ده . کافرکلادلرغونو زمانو هغه يادګار دئ چي د ترينکوټ  ښار ختيځ لورته  څلويښت کيلومتره ليري د مرابات ( مهر اباد ) ښيرازي سيمي څنګ ته  واقع ده . د دې لرغوني ودانۍپاتي شونې او نښانې لا  اوس هم  تر سترګو کيږي . کافر کلا يوه پخوانۍ ډبرينه ودانۍ ده چي پلنو او ډبلو ديوالونو يې د سيمي ميشت وګړي په دې باوري کړيدي چي دا لويه ډبرينه کلا د پخوانيو کافرانو په لاس جوړه شوېده ، ځکه يې د کافر کلا نوم ورکړېدئ .  
د ژبني  سببونواغيزه  د نورو اړونکو او بدلوونکو  فکتورونو څخه زياته بريښي   . ژبه د ټولني سره يوځای وده کوي او بدلون مومي ، اود ژبي  د بدلون  او اوښتون  سره يوځای  د سيمو د نومونو  بدلون  هم  را منځ ته کيږي  .  په دې برخه د څو تاريخي بيلګو يادونه کوو :    په اوستايې متونو کي  د پخواني کابل وادي سهيل لوري ته پرته ښيرازه سيمه د ګندهارا  او پلازمينه يې  د هيلو په نوم ياده شوېده . ، يوناني جغرافيا پوهانو داسيمه د ګنداراتي او چينايې زيارت کوونکو نوموړې سيمه  د کين تولو په نوم ياده کړېده ،او پلازمينه يې هيلو را پيژني . د جلا الدين اکبر  دواکمنئ پر مهال په يوه لږ بدلون سره د هيلو نوم په هډه  اوهډې ته څيرمه ،  د نوي جوړ شوي ښار نوم   جلا ل  اباد کښيښودل شو . اود ټولي  سيمي نوم  لا پخوا  د ګندهارا څخه په ننګرهار بدل شوۍ ؤ  .  همدا ډول د کوبها څخه کابل او د درنګيانا څخه زرنج  جوړ شوېدئ . په روزګان ولايت کي يې تر ټوله څرګنده بيلګه د اوستايې مهال هيراويتي ده چي په لږبدلون سره يې د همدې ولايت په دهراوت ولسوالئ کي  نوم خوندي دئ .
د روزګان نوم  هم د همدې ورستي لا ميل  تر اغيزي لاندي  اړول شويدئ  . په زياتو تاريخي متونو او ليکنو کي د ا نوم  ( روزګان  ) ليکل شوېدئ  ، د بيلګي په توګه عربي  نامتو جغرافيا پوه او مورخ  بلاذري د اسلامي ځواکونو د فتوحاتو په لړ کي د بغنين ، زمين داور او (  روزګان  ) نومونه ياد کړيدي ، په حدودالعالم من المشرق اللمغرب کي هم  ( روزګان ) ليکل شوې دئ  . د طبقات ناصري ليکوال قاضي منهاج سراج جوزجاني هم د پيښو په تړاو د يو شمير سيمو د نومونو تر څنګ د ( روزګان ) نوم ليکلئ دئ ، نوموړئ  د سيمو د ويش او اقطاعو د څرګندولو په برخه کي ليکي (( د سلطان غياث الدين د ژوند پر مهال وجير ، ګرمسير ، درمشان  ،  روزګان  او غزنئ د علا والدين محمد بن علی په اقطاع کي ؤ ))  .  دا د هغو تاريخي متونو يو څو بيلګي دي چي د روزګان د نوم ليکلو په اړه يادشول  . دياد شوو تاريخي متونو په ډاډ، دا په ډاګه کيږي چي د دې  جغرافيايې موقعيت  د ښودلولپاره  همدا يو رسم الخط ( روزګان ) کارول شوېدئ .
د دې ټکي يادول هم اړين ګڼم چي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د ( روزګان ) د ليکلو پر ځای  (( اؤرزګان  ))  يا (( ارزګان ))ليکلئ دئ ،  د بيلګي په توګه  د  تاج التواريخ  ليکوال اعليحضرت عبدالرحمن خان   (( اؤرزګان ))ليکلۍ  (تاج التواريخ  : ٢٣٢ مخ )، او د سراج التواريخ  مولف فيض محمد کاتب  دا نوم د  ( ارزګان  ) په څير ليکلئ دئ .  د بيلګي په توګه  هغه مهال  چي  فيض محمد کاتب د هزاره جاتو د بغاوت  پاې ته رسولو په تړاو د سيمي نومونه يادوي داسي ليکي  : (  د کندهار حکمران د ګيزاب ګدامدار غلام حسېن خان ته د دولتي خزانې څخه شپږ زره  کابلئ روپئ د غوړو ، غنمو ، وربيشو  او پسونو د پيرودلو لپاره ولېږل . … وروسته بيا  ځپونکي ځواکونه د فولادي لاري  څخه زاولي  او له هغه ځايه  ( ارزګان ) ته ورسيدل .. . ) ( سراج التواريخ  : ٧١٦  مخ ) . داعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پر مهال  دجوړي شوي  لويې جرګې  د بشپړ راپور په چاپ شوې خپرونه کي د لويې جرګې  د ټولو ګډونوالو نومونه ليکل شويدي ، او په دې  لړ کي د روزګان د استازو نومونه  هم شته  ، چي  د روزګان او شا او خوا سيمو څخه نوموړي لويې جرګې ته داستازو ، مخورينو او قومي مشرانو په نوم  راغلي وه .  د دې استازو د نومونو تر څنګ د د سيمي نوم هم ليکل شوېدئ ، په دې  خپاره شوي اثر کي هم  د روزګان نوم په ( ارزګان ) ليکل شوی دئ . د بيلګي په توګه  وکيل عبدالغفور خان کاکړ  ، دلاور خان ،  محمد شريف خان  مهاجر ، حاجي محمد عمر خان  ، بلاد خان ، حاجي خدايداد خان  ، عبدالرحيم خان ، غلام محمد خان  ، داد محمد خان خروټئ ، شهزاده خان  ، عبدالغني خان اڅکزئ  د  ( ارزګا ن ) څخه . د ياديدو ده چي  يادشوي ښاغلي  يوازي د روزګان  د اداري واحد استازي وه .    ( دا نومونه د راپور په بيلا بيلو پاڼو کي   د ٤٣٥ پاڼي څخه تر ٤٤٣ پاڼي  پوري ثبت دي  : رويدادهای لويه جرګه ١٣٠٣ در پغمان ) د روزګان د نوم ليکلو تيروتني ته په پام سره  علامه  عبدالحئ حبيبي هم  په خپل (  جغرافيايې تاريخي افغانستان )   نومي اثر کي  په مکرره توګه ليکلي چي دانوم په تاريخي متونو کي  روزګان  راغلي خو ميرزائېان يې دارزګان يا  اورزګان په ډول ليکي  ( جغرافيايې تاريخي افغانستان :  ١٣٦ مخ ) .
د روزګان  د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو له لوري  په اوښتي ډول ليکل کيږي چي  د دري ژبي  ليکدود سره  تړاو لري . د دري ژبووګړو تر منځ په وياندي ( شفاهي ) ادب کي عادي او معمول ده چي   يو شمير   نومونو  او يا کلموته  د الف توري   زياتوي  اود خپلي مفاهمې لړۍ جاري ساتي  او د انديښنې پرته د خپل پام وړ  کلمه يا نوم  د ويلو وړ ګرځوي ، د بيلګي په توګه يوشمير هغه نومونه او کلمې چي  د  ( س ) په توري پيليږي ، د هغوسره د الف په زياتولو نوم ته بله څيره او نوئ املايې او ليکنيز ډول ورکوي  ، چي  په  پښتوژبه  کي  د ( ستر ) کلمه  په ( استر ) او  د ( سپين ) کلمه  په ( اسپين ) يې څرګندي بيلګي دي . د روزګان د نوم  بدلون په ( اروزګان )  هم  همداسي يو اوښتون  دئ ، چي دري ژبو ليکوالو هغه شان چي  اوريدلي يې دي او يا يې ويلي دي  ، د نوم اصل  او منشا ته يې د پام کولو پرته ، په ((  ارزګا ن ))  يا ((  اوروزګان ))   ليکلئ  او معمول کړيدئ .
 د يادېدو وړده چي  د روزګان ولايت نوم د  اعلی حکمرانئ  له مهاله  پاته دي  . د اعلی حکمرانئ  لومړنئ مرکز  اوسنئ خاص روزګان ؤ . په افغانستان  کي د ١٣٤٢ لمريز کال  اداري ويش له مخي  د روزګان اعلی حکمرانئ  ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانئ يې ديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر څنګ يې تيرين کوټ هم  د روزګان ولايت د مرکز په توګه  ياد کړ . تر هغي پريکړي يو کال وروسته  د ولايت چاري  په ترينکوټ کي پيل شوې ، او په دې ډول اداري چارواکو د ولايت نوم روزګان او د پخواني اعلی حکمرانئ  مرکز يې  د خاص روزګان په نوم ومنۍ  ، چي تر اوسه هم په ادارې چارو کي  مراعات او کارول کيږي  ، په داسي حال کي چي د روزګان د نوم سره د خاص کلمه مښلول  او يوخای کول  بله موخه نه لري .  د خاص کلمه  يوازي د ولايت د نوم او د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول  وګرځول شوه .   
 د دې لپاره چي د روزګان تاريخي نوم  وساتل شي ، د ولايت او هېواد په کچه  اړوندي ادارې او  ليکوالان ، بايد په پر له پسې توګه  د تاريخي متونو په څير د روزګان  نوم  په خپل رښتيني بڼه  ( روزګان )  وليکي ، ويې لولي او وه يې وايې .  او هم د دې نوم  تاريخي بڼي ساتلو ته هوډمن پاته شي