آرشیف

2020-2-21

شاه ولی آرین

ولی مو تراوسه ژبه بډایه شوی نه ده؟

لومړۍ برخه
 
د فبروری۲۱ د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ده،د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د ٤٣ مادې د حکم سره سم، زده کړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى چې د لیسانس تر درجې پورې وړيا د دولت لخوا تامينيږي. دولت مکلفیت لری چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو اود منځنیو اجباري زده کړو د تامين لپاره اغيزمن پرو ګرامونه طرح ، عملی  اوتطبيق کړي. 
 
د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هر هغوسيمو کې چې پرې خبرې کيږي باید د مورنیو ژبو د ابتدایی زده کړو لپاره لاره هواره کړی. 
 
په مورنۍ ژبې زده کړی  نه باید يوازی د یو شعار په توګه مطرح وی، حقیقت خو دادی چې دا زده کړه يو فطري او طبيعي حق دى چې انسان يې د ترلاسه کولو حق لري او حکومتونه دنده لري چې د دې حق د تامین لپاره لازم سهولتونه او مناسب شرايط برابر کړي. 
 
ځنی ژبه یوازی د افهام او تفهیمیوه وسیلهګڼی حال داچې دا یوه ستره تیروتنه ده، ژبه د یویټولنی د فرهنګ، کلتور، ژوند او پایښت اساسي ستنه ده چې د ټولنې د ټولنیزپرمختګ له پاره خورا اهمیت لری. 
 
مورنۍ ژبه هغه ژبه ده، چې انسان په لومړنیو ورځو شپو کې پرې خبرې کوي او خپل افکار او خیالات پرې بیانوي. دا هغه ژبه ده، چې ماشوم پرې لومړنۍ (ای، آ، اي، او) او داسې نورې کلمې زده کوي او په مرور د وخت سره یې له خپلی کورني او محیطه زده کوي. 
 
که چيرې مورنۍ ژبه داسی تعریف کړو چې: 
 
مورنۍ ژبه له هغې ژبېڅخه عبارت ده چېیو انسان یې له پلار او مور نه زده کوي ترڅو له خپل شاه و خوا اوسیدونکوسره په هغې ژبې خبرې وکړي او خپلې غوښتنې پرې بیان کړي. مګرځینې کسان مورنۍ ژبه داسی هم تعریفوي چې: 
 
مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې د انسان مور پری خبرې کوي، حال دا چې دغه تعریف هم کاملآ غلط  دي ځکه د (مورنۍ ژبې ) اصطلاح په حقیقت کې د (مور) له کلمې را اخیستل شوي چې اصلی معنییې هم د انسان د زیږیدوځاییا هیواد دې. یانې هیڅکله په دې ما نا نده چې د چا مور دې په کومه ژبه خبرې وکړي هغه دی د هغه مورنۍ ژبه وی،ځکهښځې وروسته له واده کولو د خاوند کور ته ځي هلته دا امکان شته چې خاوند یې د دې په ژبه خبرې ونه کړي نو اولادونه یې د هغه ځای په محلي(یانی د پلار) په ژبه خبری کوی، چې همدغه یې مورنې ژبه ګڼل کیږي.
 
دغه فورمول زموږ په هیواد کې د نورو ژبو د ښځو له لوری عملی کیږیځو په خواشني سره که چیری د درییا نورو ژبو نه یوهښخه د پښتون سره واده کوی او پښتنی سیمی ته هم راشی اولادونه یې خپله محلییا مورنۍ ژبه پریږدی او د مور د ژبی تر اغیزی لاندی راځی چې دا د یوه پښتون د خپلی ژبی سره ستره جفاده. 
 
د مورنۍ ژبې ساتل په هر قوم او هر ملت لازم او واجب دي ترڅو د مورنۍ ژبې د له منځه تللو څخه مخنیوی وشي ځکه مورنۍ ژبه هغه وسیله ده چې په واسطه یې مونږ خپل کلتور ساتلې شو. 
 
مورنۍ ژبه ده چې کلتور له یو نسل څخه بل نسل ته انتقالوي اود کلتورونو د له منځه تللو څخه مخنیوی کوي.همدارنګه مورنۍ ژبه د انسان د طبیعي حقوقو جز یعنی د هویتیوه برخه ده چې هیڅ انسان هم له دغه حق څخه نشې محرومیدلې، اما بدبختانه په دې وروستیو کې په هیواد کېڅهمتعصب  اشخاص، ډلې او لوري په دې هڅه کې دي چې د هیواد اکثریت قوم (پښتون) او همدا ډول نورو قومونو ژبې په شعورې او مسلسلو شومو هڅو سره له دې حق څخه محروم کړی.غواړم د مورنۍ ژبی د اهمیت په هکله څو اړینوټکو ته اشاره وکړم. 
 
څنګه چې مو مخکې وویل مورنۍ ژبه دملي هویت اساسی برخه ده چې  په واسطه یې کلتور له یو نسل څخه بل نسل ته انتقالیږې، خو تازه څیړنوښودلې ده چې په مورنۍ ژبه خبرې کول د کورنۍ د اعضاوو ترمنځ د صمیمیت باعث ګرځي هغه پلرونه چې بچیانیې په مورنۍ ژبه روانې خبري نشي کولې او یا هغه والدین چې بچیانیې له مورنۍ ژبې فاصله پیدا کوي په دې نه توانیږي چې خپل عقاید، ارزښتونه، عنعنات، د کارډول، اخلاق، اداب او نور خپلو بچیانو ته سم انتقال کړي، همیشه له دغې ناحیې رنج وړي او ددې باعث ګرځې چې د کورنی د غړو (پلار او بچیانو) ترمنځ فاصله پیدا شې او صمیمیت له منځه لاړشي . 
 
همدارنګهڅرګنده ده چې: 
 
هغه تحقیق چې د ابتکار باعث ګرځېیوازې په مورنۍ ژبه ممکن دي یانی مورنې ژبه ده چې د ملتونو د ابتکار باعث ګرځي. په همدېډول هغه هیوادونه چې وګړو ته په خپله مورنۍ ژبه دزده کړو زمینه برابروي په هغو کې د تبعیض سطحه ښکته راځي. له مورنۍ ژبې محروم انسان څهډول انسان ده ؟ 
 
یو عالم په دې اړه وایې: 
 
«زما جهان لیدنه له مورنۍ ژبې ده کله چې جهان لیدنه له مورنۍ ژبېڅخه وی او څوک له دېڅخه محروم شي نو په واقیعت کې هغه لید ورڅخه اخیستل کیږي د کوم په واسطه چې هغه جهان وینيیعنې هغه د یوړانده په شان وي چې په دې نه توانیږي چېیوڅه له بل څخه تفکیک کړېیعنې دغه کس د یو سرګردانه شخص په ډول په نړۍ کې اوسیږي». 
 
نور بیا
 
شاه ولی ارین