X

آرشیف

وروستۍ خدای په اماني

د  پنامه ډنمارکي ژبي ورځپاڼي د روان ۲۰۱۸ کال د جنوري په لومړي نیڼه یو ډیر هیښونکی مطلب نشر کړیدي چي څنګه یو  مین انسان د خپلي محبوبي د رښتیني میني په اړه چي د سرطان سره یې د روغتون په بستر کي شپې تیرولي ، د وفا سمبول و ګرځید . دادي د نوموړي خبر پښتو ژباړه ولولي :
    « د سرطان په ناروغۍ اخته پیغلي د ژوند تر ټولو لویه ارزو د مرګ نه څو ساعته وړاندي تر سره سوه . د پیغلي Heather Mosher د تیو ( سینې ) د سرطان ناروغۍ تشخیص د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په میاشت کي و سو . پر دغي پیغلي عاشق ځوان ددې خبر په ارویدو سره سم دستي ددې د ژغورلو په لټه کي سو . ۳۵ کلن ځوان Dave Mosher چي پر دغي پیغلي باندي مین وو ، د امریکا ABC News تلویزیون ته وویل چي د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په ۲۳ نیڼه مو ولیده چي ددې په تي کي یوه غوټه ( غده )  پیدا سوې ده او په دغه ورځ مي ډاکتر ته بوتله . ناروغي پیغلي د ناروغۍ تر تشخیص وروسته دوې دوري د شیموتراپی ( د درملو معالجه ) درملنه د دوه ځلي جراحي عملیاتو سره تیره کړه ، مګر له بده مرغه لکه څنګه چي تمه کیده ، ګټه یې و نکړه . په پای کي دغو دواړو مینانو پریکړه وکړه چي د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په ۳۰ نیټه به واده سره کوي . معالج ډاکتر دا نيټه ډیره نا وخته وبلل او مشوره یې ورکړه چي څومره کولای سي ، د واده نیټه دي را مخته کړي . ددغي مشورې سره سم د واده نیټه د ډیسمبر ۲۲ نیټه و ټاکل سوه او پدغه نیټه یې د واده چاري د روغتون په هغه اطاق کي تر سره سوه چي Heather Mosher په بستر کي پرته وه . د Christina Karas پنامه د پیغلي یوې ملګري نوموړي تلویزیون ته وویل ، موږ ټول پوهیدلو چي د واده د مراسمو پر مهال دا زکندن ته نژدې په یوه حالت کي وه مګر په ټول قوت یې هڅه کول څو ځان ژوندۍ و ښئي او د هغه چا سره د واده څخه خوند واخلي چي ددې د خیال لویه او یوازنۍ ارزو وه . پدې توګه د پیغلي او ځوان واده وسو . د نکاح تر مراسمو او ددي د ارزو د تر سره کیدو یوازي ۱۸ ساعته وروسته ځواني ناوي سترګي پټي کړي او په ابدي خوب ویده سوه .
د ډیسمبر په ۳۰ نیټه یاني په هغه ورځ چي په لومړي ځل ددي د واده د پاره ټاکل سوې وه ، د جنازي مراسم یې تر سره او تورو خاورو ته وسپارل سوه .
Dave Mosher په هم هغه امریکایي تلویزیون کي وویل : دا هغه ورځ وه چي ما غوښته خپله محبوبه د واده په جامو کي په غیز کي و نیسم ، خو په همدغه ورځ مي په اوښلنو سترګو د تل د پاره خدای په اماني ور سره و کړه » .
دا وو د میني او وفا یو ستر سمبول چي یوازی یو رښتینی انسان یې تر سره کولای سي .  پای

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.