X

آرشیف

زیری : د کشتمند د تهمتونو ضد کتاب له چاپه ووت

( دریمه برخه )

 

 زیری: د کشتمند د تهمتونو ضد کتاب له چاپه ووت

کارغه ځان لکه طاؤس ماښام کي و ښود
خو سهار یې راز څـــرګند شو له رفتاره
( د س. کلیوال لخوا د یوه دری شعر له پښتو ژباړي نه )
     
( په تیري ( دوهمي ) برخي کي د کشتمند د څیرې د لا ښه پیژندلو په موخه ، دا هم یاده سوه ، شورویانو چي کله یې د افغانستان په هکله د خپل شپاړسم جمهوریت خوبونه په اوبو کي لاهو ولیدل ، نو یې ددې هیواد د تجزیې پلان تر لاس لاندي و نیو او سلطانعلي کشتمند ته یې ددې کار د عملي کولو چاري و سپارلي . پدې اړه دا هم یاده سوه چي کشتمند څنګه دسیسه جوړه کړی وه څو د اساسي قانون د لاري د هیواد د تجزیی د پاره حقوقي بنسټونه جوړ کړي ) .
         ګرانو لوستونکو ! مخکي تر دې چي د ( ګنځ ) پنامه د اکاډمیسن استاد ګلداد خان کتاب در وپیژنم ، د کشتمند د اصلي څیرې د لا ښه بربنډولو په اړه لاندي کرښي هم په زړه پوري او د یادولو وړ یې بولم :
         د تیرو برخو تر نشر وروسته یوه وطنوال ما ( ددغو کرښو لیکوال ، نوزادي ) ته د هالینډ نه تلیفون وکړ . هغه د کشتمند د واکمني پر مهال د اوبو او بریښنا په وزارت کي یو جګپوړی غړی پاته سوی وو . ده د کشتمند د ناخوالو د رابرسیره کول په موخه زما دغه لړی و ستایل او دده په هکله یې یوه کیسه راته وکړه . دا کیسه ما پخوا هم ارویدلې وه . د شوروي اشغال پر وخت د هیواد په هر ولایت او اکثرو اولسوالیو کي شوروي وسله والو قوتونو چي هغه زمان یې « قطعات محدود قوای دوست » بلل ، کنډکونه ځای پر ځای سوی وه . یوه شپه په ننګرهار کي ددغو اشغالګرو ډلو یوولس ( ۱۱ ) تنه په وسلو سمبال کسان د خپلي ساحي څخه راوتلي وه او یوه افغان دهقاني کور ته ور ننوتلي وه . هلته یې د کورنی ( ۱۱ ) غړي په ډیره وحشانه توګه و وژل ، پر مړو او ټول کور باندی یې پطرول و ښندل او اور یې ور واچاوه . وروسته یې ( ۱۱ ) پسونه ورسره یووړل چي د شوروي د اردو د ورځي په ویاړ یې کباب کړي . په سهار یې په کلي بد حالت منځته راغي . د مرکزه څخه هم د څیړني په موخه د شوروي قطعاتو هیات ورغي . لنډه داچي هغه ( ۱۱ ) تنه یې ونیول ، هغوي پر خپل جرم اعتراف وکړ او محاکمه سول . ددغه لعنتی عدد په اړه باید ووایم ، تر هغه ځایه چي زما را یاد دي ، دغه بیساری تاریخي جنایت د کومي یوې میاشتي پر ( ۱۱ ) نیټه تر سره سوه وو . ددې پیښي وروسته د کشتمند په ابتکار خاد تصمیم ونیو څو پیښه پر افغاني مجاهدینو چي هغه وخت یې په رسمي رسنیو کي ( اشرار ) بلل ، تاوان کړي . ددې سره یې سم په ګوند او دولت کي په پراخو تبلیغاتو او پروپاګندو لاس پوري کړ چي ګویا دغو اشرارو ددې د پاره چي د دوستو شوروي قواوو نوم بد کړي ، د هغوي په یونیفورم کي دا جنایت تر سره کړیدی .
      پدې اړه مي نوموړي دوست په تلیفون کي داسي راته وویل : « یوه ورځ صدراعظم کشتمند د اوبو او برښنا د وزارت ټوله رهبري ( وزیر ، معینان او ټول رئیسان ) خپل دفتر ته ور وبللو . هلته یې ځیني داسی خبري مطرح کړي چي په دغو بللو نه ارزیدې . مګر د بلني اصلي موخه یې دا وه چي باید ټول مامورین او کارګران پدی پوه کړو چي دغه د ننګرهار پیښه اشرارو د قوای دوست د عسکري یونیفورم څخه په ګټه اخیستلو سره کړیده . باید برای همه فهمانده شود که دوستان ما ابداَ چنین عمل را انجام داده نمي تواند » . د یادولو وړ ده چي دا موضوع په افغانستان کي د شوروی قواوو ستر قوماندان جنرال مایوروف پخپل کتاب « په افغانستان کي رښتیا څه تیریدل » کي د ټولو جزئیاتو سره لیکلي ده . دی یادوي چی ننګرهار ته ددغي پیښي د څیړلو پخاطر ورغلم . کله چي بیرته کابل ته را وګرځیدم ، ولاړم د کشتمند دفتر ته او ده ته مي دا کیسه وکړه او ورته می وویل چي هغو یوولسو تنو شوروي عسکرو پر خپل جرم اعتراف کړي ، محاکمه سول او سخته جزا به ورکړه سي . دی وایي کشتمند راته وویل ، دا حقیقت نلری ځکه دا کار اشرارو په شوروی یونیفورم کي کړیدی ، دغو بیګناه عسکرو ته نباید جزا ورکړل سي . دی وایي چی ما هر څومره دلایل او اسناد ورته وړاندي کړه چي هغو زما په مخ کي اعتراف کړیدی ، کشتمند نه منل او ویل یې چي دا یو نا سم پوهاوی دی او نوموړي عسکر کاملا بیګناه دي . مایوروف زیاتوی چي له ده نه وروسته کارمل ته ورغلم . هغه ته مي هم دا کیسه وکړه او کارمل هم هغه د کشتمند خبره راته په ټینګار سره تکرار کړه .
       ددغو غمړلو کرښو په لوستلو سره سړي ته دا سوال پیدا کیږي ، نوموړی جنرال چي حتما د خپل وطن د پاره یو وطنپال اقسر وو ، افغان اوولس به ورته څومره بیچاره او دغه تپل سوي مشران به ورته څومره زیون ، منفور او بیګانه ښکاریدلي وي .
      د وطن او اولس سره د کشتمند د کرکي او نفرت ناخوالي لږي ندی . کله چي د اولس نوم اخلو ، ددې خبري مانا دا نده  چي کشتمند یوازي د غیر هزاره وطنوالو سره دښمني کول او هزاره یې ټول په غیږه کي نیولي وو . د دغه انترناسیونالست زړه ته یوازي او  یوازي هغه کسان نژدي ول چي د « کا  جې بې » لخوا په ورته سپارل سوي دنده کي دده همږغي وه او په صداقت سره یې کار ورته کاوه . د بیلګي په توګه په هزاره ګانو د ( قطره او ذره ) کورنۍ ، په تاجکو کي نجیب الله مسیر غوندي کسان او په پښتنو کي د میرصاحب کاروال ډله ټپله . انترناسیونالست کشتمند یوازي هغه وخت هزاره سو  چي شوروي اتحاد د دړي وړي کیدو په لور روان وو او « کا جې بې » له افغانستانه په ترپکو وتلې وه . دا وخت ده بله چاره نه درلوده او هزاره ټبر ته یې پناه یووړه او ځان یې د هزاره ګانو خواخوږی و باله . دا هغه مهال وو چي د خلګ دموکراتیک ګوند ( د وطن ګوند ) نور خپل نزولي پړاؤونه په چټکۍ سره پر مخ بیول ، د غړو بیګناه لیکي یې نه پوهیدلې څه وکړي ، خو د کستمند غوندي د سیاسي بیرو غړو یې د ځان د خلاصون او سپینوولو د پاره پلانونه پاخه کړي وه . د کشتمند د پلانو د پیل د پړاو یوه برخه دا وه چي دی به د ګوند نه استعفي کوي او هزاره کیږي به . ددې پلان د عملي کولو په  لړۍ کی یوه ورځ د کابل په دښت برچي کي چي اکثره اوسیدونکي یې زموږ هزاره وطنوال دي ، د یوه مرحوم هزاره و فاتحې ته تللي وو ، هم هلته د یوه تن لخوا برید ورباندي وسو او مرمۍ  یې د ککرۍ پر ځای پر غوږ ولګیده . بخت یې پر ځای وو چي د مرګ نه بج سو مګر د څه وخت د پاره معیوب وو ، څو په پای کی یې ځان د هغو بې شمیره پیسو په برکت چي د صدارت پر مهال یې ټولي کړي وي ، د روسيې د لاري لندن ته ورساوه او درملنه یې وسوه . هغه مهال داسی ګنګوسې وي چی د هم هغه مړي د کورني یوه غړي چي دی یې فاتحې ته ورغلی وو ، دا برید ور باندي تر سره کړی دی . دا ځکه دده د صدارت پر مهال دده ورور اسد کشتمند چي په عیاشۍ او بداخلاقۍ کي غرق وو ، هلته د یوې هزاره کورني د یوې معصومي نجلۍ سره چي ویل کیده ډیره ښکلې وه ، په زوره بدلمني کړی وه .
       د انترناسیونالست کشتنمد یوې لور چي مسکو ته یې د لوړو زده کړو د پاره لیږلې وه ، هلته یې پر خپل یوه هم صنفي روسي ځوان باندي زړه بایللی وو او د افغاني نورمونو او اسلامي شریعت په خلاف  یې د هغه  ځوان سره د کشتمند څخه تر اجازې اخیستلو وروسته په ډیر لوړ لګښت سره د شانداره مراسمو په ترڅ کي  واده وکړ او کشتمند به د « کا جې بې » د غړو سره په خصوصي بانډارونو کی تل دا خبره کول چي « ….. بعد ازین همراه با خون ما تار و پود وجود ما با سویتیزم در امیخته شد » . کله چي په افغانستان کي تر ماتي وروسته په ۱۹۹۲ کال شوروي اتحاد دړي وړي ، سوسیالیزم او سویتیزم دواړه د کپیتالیزم د ښامار خولي ته ولویدل ، په ازاد سوو جمهوریتونو کي پرویټیزیشن ( د عامه شتمنیو خصوصي کیدل ) پیل سوه . پدغه وخت کي دا اوازه خپره سوه چي ښاغلي کشتمند خپلي هغي لور ته چي دده وینه یې د سویتیزم سره ګډه کړې وه ، یوه د مکروني فابریکه رانیول . داچي د هغه وخت د قوانینو له مخي خارجي اتباعو حق نه درلود پدغو جمهوریتونو کي غیر منقوله شتمني ولري ، د لور په غوښتنه یې کشتمند دا فابریکه د خپل زوم پنامه و پیرودل . په ۱۹۹۸  کال په مسکو کي یوه روسي متخصص چي په افغانستان کي کار کړی وو ، کیسه راته وکړه چي د کشتمند زوم د فابریکې د تر لاسه کولو دوه کاله وروسته دده لور ته طلاق ورکړ ، فابریکه او ټوله شتمني یې چي دده پر نامه وه ، و ده ته پاته سول او هغه بیچاره نجلي چي د پلار د ځان غوښتونکو او مقام پرستو هیلو د تر سره کولو پخاطر یې سویتیزم ته مخ اړولی وو ، خالي لاسونه پاته سوه .
 
د دریمي برخي پای . نور بیا

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.