X

آرشیف

زیری : د کشتمند د تهمتونو ضد کتاب له چاپه ووت

( لومړۍ برخه )

کارغه ځان لکه طاؤس ماښام کي و ښود
خـــو سهار یې راز څرګند شو له رفتاره

( س. کلیوال )

د یوه سیاست پوه له خولې مي لوستي وه : یو څوک کولای سي څو تنه د تل د پاره او یو شمیر کسان د څه مودي د پاره وغولوي ، مګر هیڅوک هم ټول خلګ د تل د پاره غولولای نه شي .
      دغه کتاب چي د چاپ زیری یې ورکوم ، هغه دروند کتاب دی چي د هیواد  د اشغال پر وخت روسي اشغالګرانو ته تر ټولو محبوب او د لوړ صلاحیت لرونکی صدراعظم ، سلطانعلي کشتمند د تهمتونو پر ضد تازه له چاپه را وتلی او لوستونکو ته وړاندي سویدی .
     زه وړاندي له دې نه چي ددغه نوي چاپ سوي کتاب منځپانګي ته راسم ، غواړم د سلطانعلي کشتمند د کړو وړو او دده د اصلي څیرې د پیژندلو په اړه لاندي څو کرښي چي د یادولو وړ یې بولم ، د ځوانو لوستونکو د ذهنیت د روښانولو په موخه وړاندي کړم .

زیری : د کشتمند د تهمتونو ضد کتاب له چاپه ووت

      د خپلو اصلي خبرو د پیل په درشل کي ، یوه ډیره په زړه پوري خاطره یاد ته راغله او غواړم د لوستونکو سره یې شریکه کړم :
       د ډنمارک په هیواد کي د Aarhus ښار د بحیرې پر غاړه پروت دي . د سږ کال د جولای میاشت وه . یو ماپښین ددغي بحیرې اوبو کي لمبیدم . لږ ها پلو ته یوه کښتۍ تیریدل او په اوبو کي یې د څپو باډاسکي راوستي . زه له اوبو نه د ساحل خواته په راوتو وم ، یو نژدي پنځه کلن ماشوم هلک مي ولید چي د خپلي یوي وړوکي خورکۍ سره یې په اوبو کي بازۍ کولي . ما دوی د اوبو نه وچي ته را وایستل تر څو د څپو نه ازار و نه مومي . دوي دواړه د څیرې نه کوریایي یا ویټنامي ډوله ښکاریدل . ما په ډنمارکي ژبه پوښتنه ترې نه وکړه چي تاسي د کوریا یاست ؟ وړوکي ماشوم په ډیر غرور سره په ډنمارکي ژبه ځواب راکړ : نه ، زه افغان یم ، افغان . بیا مي په دري ژبه ترې نه و پوښتل : جان کاکا ! تو پسر کي استي ؟ هغه چي په دري ژبه هم ښه پوهیدی ، یوي خوا ته ګوته و نیول او و یې ویل چي هغه مي مور او پلار دي . ما چي هغي خواته و کتل ، یوه ځوانه جوړه مي ولیدل . دا جوړه مي پخوا هم لیدلی وه او خبر وم چي زموږ هزاره ګان وطنوال دي ، خو نژدې پیژندګلوی مي نه ور سره درلوده . دغه هزاره ټبر ماشوم چي په پوره باور سره همدلته په ډنمارک کي زیږیدلي ، یوازي یې له مور او پلاره د افغان او افغانستان نوم ارویدلي او دا ورته ویل سوي چي افغانان دي او باید په خپل افغانیت او افغاني هویت باندي و نازیږي . ددغو هزاره ماشومانو افغاني غرور ډیر خوند راکړ او ور سره سم مي سلطانعلي کشتمند را یاد سو چی په افغانستان کي زیږیدلی ، د هغه وطن اب و دانه یې خوړلې او هوا یې تنفس کړي ، مګر خپله ټوله انرژي یې همدغه وطن ته د خیانت په لاره کي کارولې ، د وطن د دښمنانو سره یې لاس یو کړي او د هغه تجزیې ته یې ملا تړلې وه .
اوس به راسم اصلي خبرو ته :
       کله چي د ۱۹۷۸ د ډیسمبر پر ۲۷ نیټه ( ۱۳۵۸ کال د مرغومي شپږمه ) د کا جی بې د دوږخي سازمان په مشرتابه د الفا د خاصو کماندویي  قطعاتو په مټو د وخت جمهور رئیس حفیظ الله امین شهید او د هیواد د واک واګي د کرملین لاس ته ورغلې ، نو هغوی ببرک کارمل د خپلي ډلي سره د مسکو څخه د کابل ارګ ته را دیسانت کړ . کارمل یې د جمهور رئیس او انقلابي شورا د مشر او سلطانعلي کشتمند یې د صدراعظم په توګه په کار و ګومارل .
     د افغانستان د حکومتولۍ په تاریخ کي د شوروي اشغال نه وروسته د هیواد ځمکني بشپړتیا ته د خیانت په چارو کي تر ټولو بدنامه څیره همدغه سلطانعلي کشتمند وو . ښایې لوستونکي پدې اړه پر ما نیوکي وکړي چي ولي مي تر ببرک کارمل پښه واړول او دهغه مادون ته مي ګوته ونیول . هو ، ببرک کارمل ته د تبرئې ټکي نلرم ، خو دلته خبره د هیواد د تجزیې په اړه د کرملین پر پلانو او په دې کار کي د کشتمند پر هلوځلو راګرځي . پدې خاطر که مي ددغه ټکي په اړه د ببرک کارمل نه پښه اړولې او کشتمند ته چي ظاهراً او په رسمي توګه دده مآدون وو ، ګوته نیولې وي ، لوستونکي مي دي نه ملامتوي او که لوستونکي پدې هکله بل ډول نظر لري ، زه یې قضاوت ته درناوی کوم او د کارمل په کړو وړو کي د ستایلو ځای نه وینم .
      سلطانعلي کشتمند که څه هم په رسمیاتو کي د ببرک کارمل مآدون وو ، خو شوروي مشرانو یې صلاحیت عملاً  تر ببرک کارمل زیات ټاکلی وو او دده خبرو ته یې زیات ارزښت ورکاوه . ښایي دا به پدې خاطر وو چي ببرک یو دایم الخمر او بې ارادې سړی وو او کشتمند د یوه منظم پلان له مخي شورویانو ته کار کاوه . دا ځکه چي دده ارزو او پلان په شعوري ډول د هیواد تجزیه او دا هغه څه وه چي شورویانو د اشغال په وروستیو کلونو کي ، کله چي یې د شپاړسم جمهوریت جوړولو او د سمندر ګرمو اوبو ته د رسیدلو پلانونه د افغان اولس د سترو او بې شمیره قربانیو له برکته شنډ سوه ، نو یې د هیواد د تجزیې پر پروژه باندي عملي کار پیل او کشتمند ته یې د اجراآتو د نده وسپارل . د یادولو وړ ده چي شورویانو د اشغال په پیل کي د ټول افغانستان نیول او شپاړسم شوروي جمهوریت ورڅخه جوړول هدف وو ، نه د هغه تجزیه او ټوټه ټوټه کول . ددغي موخي ( شپاړسم شوروي جمهوریت ) د پاره بیا ببرک کارمل له بل هر چا نه ډیر مناسب سړی وو . مګر د اشغال په وروستیو کلونو کي د شپاړسم جمهوریت په اړه او د لاري یې ګرمو اوبو ته د کرملن د رسیدو پلانونه خاورو ته وسپارل سول ، نو یې دا بله پروژه تر لاس لاندي و نیول . کشتمند چي دا کار یې یوازنۍ هیله او پخوانۍ ارزو وه ، ددې پروژې تجربوي کار مزار شریف ته د صدارت د یوۍ څانګي له انتقال نه پیل کړ او نجیب الله مسیر یې چي دده پشان ارزو یې درلوده او کا جې بې ته وفاداره یوه پیژندل سوې څیره وه ، د شمال په چارو کي د خپل مرستیال په توګه و ټاکه او د چارو د وروستي سمبالښت پلان یې ور وسپاره .  
      دا هغه وخت وو چي ببرک کارمل نور د سیاسي ډګر نه په رسمي توګه وتلی او ډاکتر نجیب الله ته د چارو واګي سپارل سوي وې ، یاني دا کار د نجیب په واکمنۍ کي کشتمند تر سر کړ . تر هغه وخته چي د شوروي مستقیم اشغال دوام درلود ، نجیب هم د کشتمند د هر اړخیز صلاحیت سره مخالفت نه سو کولای ، خو د اشغال په وروستیو شپو ورځو کي د صلاحیت پر سر د نجیب او کشتمند تر منځ ناندرۍ منځته راغلي او کشتمند ظاهرا د ائتلافي کابیني د جوړولو پخاطر د څه مودي د پاره پر کور کښیناست او د صدارت چاري ډاکتر حسن شرق ته ور د غاړي سوې . حسن شرق پدې وخت کي غوښته چي ځان د شوروي اغیز نه بهر او مستقل و ښئي ، نو یې په یو لړ ریفورمونو باندي لاس پوري کړ چي تر یوې کچي مثبت هم وه . ده پدې لړۍ کي یې په مزار شریف کي د صدارت څانګه هم لغو کړه چي د اشغال ضد وطنپالو روڼ آندو لخوا و ستایل سوه او هرکلی یې وسو .

د لومړۍ برخي پای . نور بیا
  پوهنمل حاجي محمد نوزادي

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.