آرشیف

2020-3-7

شاه ولی آرین

د ښځو نړیواله ورځ

د ښځو نړیواله ورځ

د مارچ اتمه نیټه چې د نړۍ له ښځو سره د پیوستون د ورځې په نامه نومول شوې، د ښځو پر وړاندې د تبعیض خلاف د سیاسي او ټولنیزې مبارزې تاريخي ورځ ده. 
 
نږدې سل کاله تیرېـږی، چې په بېلابېلو برخو کې، لکه سیاسي،ټولنیزو، حقوقي، اقتصادي، کورنیو حقوقو او داسې نورو برخو کې، چې په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې تعصب روان دی پرله پسې مبارزه کيږي، مګر بیا هم د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د ښځو پر وړاندې په مختلفو برخو کې تبعیض او تعصب لیدل کېږی.
 
د شلمې پیړۍ په لومړیو کې په کم معاش سختو او غیر انساني شرایطو هغه ښځې او نارینه چېیوځای صنعتي فابریکو ته ننوتلي وو اړ شوول، چې د دغو بې عدالتیو پر وړاندې منظمه او پلان شوې مبارزه پیل کړي. په دې ورځ د نساجۍ د یوې فابریکې ښځینه کارګرانو، چې د جامو جوړولو په یوه لویه فابریکه کې یې کار کاوه د دغو سختو کاري شرایطو پر وړاندې یې په اعتصاب لاس پورې کړ.
 
 دا چې ولې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده غواړم په دی هکله لنډو معلوماتو ته اشاره کوم. 
 
د مارچ اتمه په نیویارک کې د کتان د فابریکې د کارکوونکو ښځو د مبارزو نه راپیل کېږی چې په ۱۸۵۷م  کال کې پیل شوې ده.
 
د۱۹۰۸ میلادي کال د مارچ  په اتمه نیویارک کې د کتان نساجۍ د فابریکې ښځینه کار کوونکو د پورتنی اعتصاب د نمانځنې په موخه په کار بنديز لاس پورې کړ او د فابریکې خاوند د دې لپاره، چې له اعتصاب سره د فابریکې نور کارکوونکي یوځای نه شي او یا هم دا اعتصاب د فابریکې نورو برخو ته و نه غځیـږي دوی یې د خپل کار په ځای کې بندې کړې. په همدې وخت کې د یوه نا معلوم دلیل له امله په دغه ځای کې اور ولګید، چې د ګوتو په شمیرښځې له هغه ځایه ژوندۍ ووتلې او پاتې۲۹ښځې پکې وسوځیدې. همدا وه، چې د مارچ اتمه په دوديز ډول د ښځو پر وړاندې له بې عدالتۍ او زور زیاتي سره د مبارزې د ورځې په نامه په ذهنونو کې پاتې شوه.
 
په را وروسته کلونو کې د امریکا او اروپا په مختلفو هیوادونو کې د کاري اعتصابونو او لاریونونو په شکل د تبعیض، زور زیاتي، کاري استعمار پر وړاندې مبارزه پیل  شوه او همدارنګه په ټولنه کې د یوډول حقوقو د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې پیل شوې. له دې ډلې یوه هم آلمانۍ میرمن کلارازتکین وه، چې د ۱۸۵۷- ۱۹۳۳ م کالونو په منځ کې یې په آلمان کې  په ورځ کې آته کاري ساعتونه، د زیږون په ورځو کې ځانګړې رخصتي او له قانون سره سم ټول حقوق و غوښتل.
 
په اروپا کې د ښځو دویم سیوسیالیستي کنفرانس، چې په هغه کې د نړۍ له ١٧ هیوادونو سلو ښځو برخه اخستې وه د ۱۹۱۰ کال د اګست د میاشتې په ۲۷ د میرمن کلارازتکین په غوښتنه د دنمارک په پايتخت کوپنهاګن کې جوړاو د مارچ اتمه د ښځې ورځې او د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي او د هغوی پر وړاندې د تبعیض په ضد د مبارزې د ورځې په نامه ونومول شوه.
 
ښځه د ټولنې نیمه برخه جوړوې، نو ځکه د پرمختللو ټولنو د ژر او سیستماتیک رشد او انکشاف اساسي لامل په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د ګډون او برخه اخستو محصول دی.
 
ټولو ته جوته ده چې په نړی کې ښځو هغه سترې چاری تر سره کړی چې په خپل وخت کې ګوته ورته د په غاښ کیدو ده.
والنتینا ترشکوا لومړنۍ هغه قهرمانه ښځه وه چې په پخواني شوروی اتحاد کې یې نړۍ ته بل رنګ ورکړ.
 
نوموړې په ۲۲ د جون د۱۹۶۳ز کال شپـږمه وستوک فضا ته ورجګه کړه او د ۳ ورځو په لړ کې یې د فضائی څیړنو وروسته په شجاعت له فضا راکوزه شوه او د شوروی اتحاد د ښځو د اتلې نوم یې خپل کړ.
 
ښځه هم مور ده هم خور او هم د ژوند ملګری، خو په وروسته پاتي تولنو او په خاصه توګه زموږ په هیواد افغانستان کې له ډېرو ناوړو پدیدو، ناخوالو او دودونو سره لاس او ګریوان ده چې حتا له خپلو انساني، مدني او اسلامي حقونو نه محرومې پاتې شوې دې.
 
همدا اوس هم د هیواد په مختلفو برخو کې د ښځو نه د یوې وسیلې په توګه استفاده تر سره کېږې او د ټولنې د ناوړه دودونو، بدل، د پورونو په مقابل کې ورکول، له کوچنیوالې نه د چا په نوم کول په بدو کې مقابل لوري ته سپارل، د خانانو او زورواکو له لوري د جنسي تاوتریخوالې په لومو کې راګېریدل او په لسګونو نور همداسی تبعیضونو او ناخوالو سره مخ دي.
 
زموږ په هیواد افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع يو شمېرټولنې په دې باور دي چې په بېلابېلو سيمو کې د ښځو حقونو ته هغه شان پاملرنه نه ده شوې چې په ځانگړوښارونو او ولايتونو کې شوې ده، دغه ټولنې وايي که څه هم د نوي حکومت له جوړېدو کلونه تېرېږي، خو لاتراوسه پورې په افغانستان کې د ښځوټولنيز او اقتصادي وضعيت د پخوا په څېرد اندېښنې وړ دى او له هغوى سره د زورزياتي کچه هم لوړه شوې ده.
 
د امریکا او متحدینو د ځواکونو له راتګ سره د ښځو د حقونو او آزاديو موضوعگانې د افغانستان د بيارغاونې يو له اړينو موخو نه شمېرل کېدې، خو بیا هم له اړتیا سره سم کار ورته ونه شو، د هیواد مرکز کابل ته باید ونه کتل شې حتا ولیدل شول چې په کابل کې فرخنده په څومره ظالمانه ډول و سوځول شوه او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. همدا دول ډېری ښځې دي چې له خپلو حقونو خبرې نه دي، له زده کړو بې برخې پاتې دي او روغتيايي او خدمتونو ته لاسرسى نه لري . د ښځوځان سوځونې، پر هغوى جنسي تېرى او داسې نور تر ټولو بد تاوتريخوالی دى چې همدا اوس هم په هیواد کې ښځې ورسره مخ دې.
د هیواد په ۴۰ کلنې روانې غمېزې کې تر بل هرچا ښځې ډېرې زیانمنې شوې دي، چې له کار، تحصیل حتا عادی ژوند نه هم محرومې شوې او دېرې یې دهیواد پریښودو ته اړ شوی دې.
 
له وروسته پاتې هیوادونو سربیره په پرمختللوهیوادونو کې هم د ښځو او نارینه ترمنځ توپير تر سترګو کیـږي، په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې د ښځو عاید د نارینه په پرتله کم دی او د ښځو لپاره د زده کړې او روغتیا امکانات محدود دي، د نړۍ دوه پردری برخه نالوستي ښځې تشکیلوي او همدا رنګه د جنګ قربانیان او کډوال هم ډیری ښځې دي.
 
د ښځو درناوی باید وشي!
 
د مارچ اتمه دې بختوره وي!