آرشیف

2022-10-1

نورګل اندړوال

د پښتو ادبیاتو وده کې د رسنیو رول
ادب په لغت کې تهذیب ته وایي او په اصطلاح کې ادب هغه پوهه ده، چې انسان په چارو، وینا او بیان کې له خطا او تېروتنو څخه ژغوري؛ ترڅو چارې یې په منطم او ښه بڼه پرمخ روان شي او رسنۍ یا مډیا د اړیکو په معنی ده یا هر هغه وسیله چې د اړیکو نیولو دپاره ټینګیږي رسنۍ بلل کیږي.
رسنۍ د پیغام وړونې خورا ښه وسیله ده چې د عمومي کلتور او فرهنګ ، ډاډمنتیاوو او افکارو جوړونې کې خورا ګټور رول لوبوي.
دوې پرته د عقیدتي او فرهنګي جغرافیایی سیمو په نظر نیول سره خپل شتون په هره سیمه کې پیدا کولې شي او لري یې.
ټولنیزې رسنۍ د هغو انټرنیټي پاڼو مجموعه ده چې پدې وروستیو کې په انټرنیټي فضا کې رامنځته شوي او خورا رشد یې کړی که څه هم دغه رسنۍ د پخوانیو سنتي رسنیو سره ډېر توپیر لري لکه ټلویزیون، راډیو، کتاب او چاپي مطبوعات چې ځیني وخت دغو ته په مجازي نړۍ د ټولنیزو رسنیو خطاب هم کیږي.
ادب په بیلابیلو وختونو اوزمانو کې وده کړې خو ډېره وده یې هغه وخت کړې کله چې رسنۍ رامنځ ته شوي دي او ادبیات دغو رسنیو ته ننوتي دي .
کچیرې د ادب شالید ته وګورو نو زموږ ليکلی ادب هم ډېر کلونه په شفاهي توګه تر يو حده را انتقال شوی دی، ښه بېلګه يې د اميرکروړ سوري شعر دی، چې تر ۱۳۰۰ کلونو پورې تاريخ لري.
څېړونکي وايي د امير کروړ سوري وياړنه تر ډېره وخته خوله په خوله له يوې پېړۍ بلې ته لېږدول شوې ده، چې بيا وروسته وروسته دا شعر تاريخونو په خپلو پاڼو کې ثبت کړی دی.
که د ټولنې مو څو لسيزې مخکې اوسنی حال وای، چې رسنيو وده کړې تر دې پورې چې نزدې هر څوک خپله شخصي رسنۍ لري لکه فيسبوک نو زموږ د تاريخ ډېری کرښې به اوس ثبت وای او لکه د «سالو وږمه»، د «خدای ج مينه» او ګڼ نور اثار چې يوازې يې موږ ته نومونه راپاتې دي اوس به يې له منځپانګې هم برخمن وای.
رسنۍ چې په ټولنه کې د ټولنې په سياسي، اقتصادي، امنيتي، ټولنيزو اړيکو، ادب، فرهنګ، کلتور او ژبې په غوړېدا، پرمختګ او وده کې مرسته کوي د پښتو ژبې ادب هم ترې بې اغېزه نه دی.
ښه بېلګه يې د سراج الاخبار زمانه ده، چې د ژبې او ادب په غوړېدا کې يې مرسته وکړه، د ژبې پر ارزښت يې خلکو ته خبرې وکړې، محمود طرزي پکې داسې مقالې خپرې کړې چې د ژبې اهميت يې خلکو ته وښوده او دغه راز يې د هغه مهال د شاعرانو ځينې شعرونه او د زړه دردونه خوندي او تر موږ راورسول.
د مولوي صالح محمد کندهاري مثنوي چې خلک يې په فکري لحاظ د خپلواکۍ اخيستلو ته وهڅول او د دوی ذهنيت يې جوړ کړ، تر موږ رسنيو رارسولی دی.
د ادب ډېری کتابونه د رسنيو له برکته خوندي دي او د پخوانيو شاعرانو پېژندنه د دوی تاليفات، فکرونه، اندونه مطبوعاتو تر موږ را رسولي دي او اوس هم چې لیکوالان، شاعران، ادبپوهان او…. نور لیکنې کوي په رسنۍ کې یې یا نور اوري او یایې هم په خواله رسنۍ کې ګوري او لولي چې د ادب په غوړېدو کې دا یو ښه او مثبت رول دی .
دلته بايد واضحه کړو چې هر هغه خبره چې د هر څه په وسيله له يوه څخه بل ته رسيږي د رسنۍ په نوم يې يادولی شو، کتابت خپله د رسنيو برخه ده، ليکوالۍ ته رسنۍ او ليکوال ته رسنوال هم ويلی شو ځکه د ليکنې په مرسته خپله فکر تر نورو رسوي، چې خبره د [رسولو] شوه نو ځکه ورته [رسنۍ]  ويلی شو.
په تېره دوه لسيزو کې پر ادب د رسنيو اغېز خورا جوت او په ډاګه ده، راډيو، ټلوېزيون، اخبار، مجلې او جريدې د ادب د غوړېدا لپاره هغه څه وکړل چې ادب پوهان يې پښتو ادب کې انقلاب بولي.
پښتو ادب ته په ورستیو شلو کلونو کې ازادۍ راډېو د ازادۍ راډيويي مجلې له لارچې لوی استاد اسدالله غضنفر مخته وړله، بيا ومان نيازي او اوس اوس يې نور همکاران جوړوي کار کړی..
د بي بي سي راډيو (پېلوزی) ادبي پروګرام چې ښاغلي مصطفی سالک مخته ووړ هم د ادب په غوړېدا کې لویه ونډه واخيسته او ډېر شمېر نوي لیکوالان یې وروزل.
ځينې ټلوېزيونونو خو له یوې مخې ادب ته کار پيل کړي او خپل ډېر وخت یې  ادبي، هنري او کلتوري خپرونو ته ځانګړي کړ چې په دې برخه کې تر ډېره شمشاد ټلوېزيون، ژوندون او پښتو ټلوېزيون ښه کارونه کړي دي .
ټلوېزيونو کې ګڼې ادبي خپرونې ثبت شوې، ځينې خپرونې د ادب په اړه چمتو شوې، دغه راز لوی لوی ليکوال دا اوس هم ټلوېزيونونو کې مېلمانه کېږي او د ليکوالۍ، ادب او د ژبې د غوړېدا لپاره طرحې، مشورې او وړانديزونه چمتو کوي.
دغه راز مجلو کې ادب ته ګڼې ليکنې خپرې شوې، تحقيقات وشول، د منځنۍ دورې ځينو شاعرانو لکه خوشال خټک او يو شمېر نورو باندې څېړنې وشوې چې مجلو او اخبارونو کې بيا بيا خپرې شوې.
ويبپاڼې هغه ادرسونه دي چې د ادب په اړه پکې نن سبا ګڼ مطالب موندلی شو، اوس چې هر ليکوال ليکنه وکړي حتمي يې يو ويب سايټ کې خپروي، په دې برخه کې تر ټولو لويه ونډه (تاند، لومړيتوب، میلمه، انعکاس، روهي، ټاټوبی) او يو شمېر نورو ويب پاڼو اخيستې، چې د لويو لويو ليکوالو ليکنې خپروي چې ډېری يې د ژبې او ادب په اړه وي.
نو دا په ډاګه خبره ده چې رسنيو د پښتو ادب په غوړېدا کې ستره ونډه اخيستې ده خو دا هم بايد هېر نه کړو چې څومره چې پکار وه هغومره يې مسؤليت هم نه دی ادا کړی.
زموږ ډېری رسنۍ ښه امکانات لري، تر ډېره مو سيمه ييزې رسنۍ پر ځای د دې چې د ژبې، ادب، کلتور او فرهنګ په اړه يو پروګرام جوړ کړي ټوله ورځ سندرې خپروي، سندرې خپله هم د ادب يوه برخه ده خو رادېو دې د سندرو پر ځای  ادبي، ټولنيزې، کلتوري او فرهنګي خپرونې چمتو کړي او بيا بيا دې يې خپرې کړي، ځکه سندرې خو مونږ خپل شخصي ټليفونونو او یا کمپیوټرونو کې هم اورېدی شو.
زموږ سيمه ييزې رسنۍ د ادب په غوړېدا کې لويه ونډه لرلې ده، ځکه دوی په سيمه کې دي، د خپلې سيمې د شاعرانو، ليکوالو او پخوانيو څېړونکو په اړه مالومات، څېړنه او تحقيق ترسره کړی اوپه دې اړه یې ډیرې خپرونې جوړې کړي، د ادب په اړه یې خلکو ته مالومات ورکړي او د کتاب پر ارزښت یې خلک پوه کړي او ډېر څه یې د خپلو رسنیو به افلاین او انلاین ارشیفونو کې ثبت کړی دی چې که وغواړو ګټه ترې اخیستلی شو.

 

پای
لیکنه: نورګل اندړوال د بغلان پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي د وروستي کال محصل