X

آرشیف

د قیامت احتمال او د ځمکي برخلیک

پانګواله ټولنه چي هر ارزښت یې د پانګي په ترازو کي تلل کیږي ، دشخصي ګټو پخاطر یې چي هر څه د لاسه پوره وي ، کوي یې . د بیلګي په توګه د غاښنونو د کریم د کیفیت د ریکلام ، تبلیِغ او د خلګو پام ورته اړولو دپاره په اعلانونو کي دا کریم د یوي بربنډي یا نیمه بربنډی ښځي پلاس ورکوي او د کیفیت تبلیغ یې کوي . ښکاره ده چي د ښځي بربنډوالی د کریم د کیفیت سره هیڅ تړاو نلري مګر د خلګو د پام ور اړولو پخاطر د ښځي انساني ارزښت د یوه عادي کریم تر کچي ټیټیږي . په سلګونو دا ډول بیلګي هره ورځ د تلویزونونو مخ رنګین کړي وي .
      ددي د پاره چي پانګوال خپل زیرمه سوي محصولات و پلوري ، کله ناکله ډنډورې خپرې کړي چي د فلاني میاشتي په فلاني نیټه قیامت دي او هر څه د منځه ځي . ځیني ساده ګان هم دغه مني او ددې دپاره چي دا څو پاتي ورځي د خپلو پیسو څخه استفاده وکړي ، هر شی حق او ناحق رانیسي . په ۲۰۱۲ کال داسي اوازي خپرې سوې او ما هغه وخت  تر دې سرلیک « د قیامت په هکله علمي یادووني اوغیرعلمي وړاندویني » لاندي یوه لیکنه نشر کړه چي ډیریو خلګو په مینه سره ولوستل (http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/nawzadi_hm_de_qeyamat_po_hakla.pdf ) . څه موده مخکي بیا دغسی اوازه پورته او د « میترو اکسپریس » پنامه یوې ډنمارکي ورځپاڼي یې په تړاو په ۲۲ / ۱۱ / ۲۰۱۶ نیټه یوه لیکنه درلوده او هلته یې ویلي وه چي هر څلورم ځوان ډنمارکی دا ډار لري چي هغه دی د ځمکي کره ورانیږي او قیامت راځي .
      زموږ د اسلامي عقیدې سره سم یوه د حساب او کتاب ورځ حتمي راتلونکي ده ، خو داچي ژر به وي که وروسته ، په دې باندي یوازي قادر خدای خبر دی . خو په دغه ورځپاڼه کي د نوموړي لیکني لیکوال هغه احتمالي حالتونه څرګند کړي چي له مخي یې د ځمکي کره تخریب کیدلای او ټول ژوندي اجسام له منځه تللای سي . ددغو حالاتو په هکله پوهاوی زه د ټولو د پاره که ځوانان وي یا زاړه ، په زړه بولم او دادی پښتو بڼه یې وطنوالو ته وړاندي کوم . په نوموړي لیکنه کي درې حالتونه چي له مخي به یې قیامت راسی ، په لاندي ډول یاد سوی دی :
      اول ـ د ځمکي سره د استروئیدونو ټکر :
      د ځمکي د تخریبیدو او قیامت د راتلو تر ټولو ممکن او احتمالي لامل په فضا کي د استروئیدونو او میټورایټونو شتون ګڼل سوی دي ( استروئیدونه د یوناني لغات څخه اخیستل سوي چي د « ستوری بچی » مانا ورکوي . دا زموږ په لمریز سیسټم کي هغه اسماني توکي یا اجسام دي چي مدار یې د لمر او یا هم پدغه لمریز نظام کي د نورو سیارو پر شاوخوا را ګرځي . دا اجسام ستوري نه بلکه وړې سیارې دي . میټورایټ بیا هغه وړي پارچي دي چي د اسماني توکو یا وړو سیارو له ټکره منځته راځي ، له خپله مداره وځي او کله ناکله تر ځمکي پوري هم را رسیږي . ژباړ. ) . کیدلای سي دغه وړې سیارې د بیلابیلو لاملونو له مخي د خپل مدار نه ووځي او د ځمکي تر اټموسفیر را تیر او ددغي کُرې سره ټکر وکړي . که څه هم دا ټکر تر لویه بریده یوه خیالي فرضیه ده مګر ددغي پیښي څخه د قیامت د راتلو ډار په وګړو کي خورا زیات تبلیغ سوی او خلګ یې په ویره کی اچولي دي . د بیلګي په توګه د څیړنو له مخي په ډنمارک کي د ځوانانو له قشر نه هر څلورم نفر دغه ډار لري .
     ددې احتمال نه ډار داسی دي چي یو لوی استروئید یا میتورایټ به د ځمکي د کرې سره ټکر وکړی او انسانان به داسی له منځه یوسی لکه میلیونونه کلونه وړاندي چي همدغسي یوې پیښي د ځمکي د مخ تر ټولو ستر ژوي یاني دینازاور د یوه مخه مړه او له منځه یووړل . د یوې نظریې له مخي دا کار  داسی تر سره  سوی چي ددغه ستر میتورایټ د ټکر په پایله کي په دومره لویه کچه خاوري ، دوړي او ګرزونه د ځمکي نه پورته سوي او په اټموسفیر کي خپاره سوي چي د ډیر وخت د پاره یې ځمکي ته د لمر د وړانګو لاره بنده کړي ده . دغه د لمر نه شتون بیا ددې لامل ګرځیدلی چي د ځمکي پر مخ د دینازاور په ګډون ټول ژوندي ژوي د مرګ کندي ته سپارل سویدی .
      تر اوسه پوري زموږ په لمریز نظام کي تر ۲۵۰ زرو زیات استروئیدونه پیژندل سوی او له دې ډلی نه ۳۰۰ یې د ځمکي مدار ته دومره نژدي دي چي په یوه وړه ټیله سره د خپله مداره وتلای او د ځمکي سره ټکر کیدلای سي .
     دویم ـ ستر لمریز توپانونه یا ستري جرقي :
     په لمر کي د انفجارونو پر بنسټ په اصطلاح ستر توپان منځته راځي او په خورا زیاته کچه پلازما د  لمر له اټموسفیر نه فضا ته خپروي ( دا هغه ګازي مواد دی چي ټوله او یا زیاته برخه پارچي یې ایونایز سوی دي . پدې توګه پلازما د منفي چارج والا الیکترونو او مثبت چارج والا ایونو څخه جوړه ده . ژباړ. ). کله چي دغه مواد د ځمکي اټموسفیر ته ور ننوځي ، ویرانوونکي پایلي درلودلای سي ، د بیلګي په توګه سټلایټونه له کاره اچوي او پر ځمکه باندي برقي سیسټم ګډوډوي . ددې قدرت کیدلای سي لس زره واره تر هغه زیات وي چي په ۱۸۵۹ کال کي ولیدل سو . هلته هغه مهال په یوه لویه کچه برقي جریانونه تر ځمکي پوری راغلل او ستري دسوزولو پیښي یې منځته راوستلې . ډنمارکي څیړونکي پدې اند دي چي زموږ لمر ددغسي جرقو خارجولو توان لري او په هرو  زرو  کالو کي یو ځل د دا ډول پیښو امکان سته .
       دریم ـ د ځمکي له تل څخه د سترو اور غورځیدنو یا سوپر ولکانو خپریدل :
      د امریکا په متحده ایالتونو  د « ژړي ډبري ملي پارک » ( Yellowstone Nationalpark ) لاندي یو ستر  سوپر ولکان پروت دی چي د ډار او هیلو څخه ډکو د ډیرو رازونو یوه معما په کي پټه ده . د بې بې سي د څیړنو پر بنست ددې ځای په ۱۵ کیلومتري ژوره کي د مګما ( ویلي سوی مذابه مواد . ژباړ. ) یو زیرمتون شتون لری چي ۳۰ په ۹۰ کیلومتر ( ۲۷۰۰ کیلومتر مربع ) ساحه یې نیولي ده . که څه هم ددې ډول ولکانو خپریدلو د دقیق زیان کچه مالومه نده ، خو ویلای سو چي پایلي به یې جهان شموله اغیز ولري .  د یوې سناریو له مخي ددغسی ولکانو اور ښندنه به په پای کي د « کنګلو یو نوی دوران » منځته راولي، دا ځکه چي د ځمکي مخ په بشپړ ډول په ایرو باندي پوښل کیږي ( د ځمکي په تاریخ کي څو ځله داسي دورانونه راغلي چي یوه ستره ساحه کنګل نیولې او زرګونه کاله یې دوام کړیدی . ژباړ. ) . تر هغه ځایه چي مالومه ده ، همدا اوس د ځمکی په کره کي شپږ فعال سوپر ولکانونه شتون لري .
        له دې درو احتمالي حالاتو پرته څیړونکي د امریکا د نوی اولسمشر دونالد ترمپ د کړو وړو ځانکړتیاوي چي د واک د تر لاسه کولو سره سم به د بې شمیره اټمي وسلو کودونه هم تر لاسه کړي ، یو ستر احتمالی خطر بولي . همدارنګه د « زیکا ویروس » خپریدل هم لوي پرابلمونه منځته راوستلای سي ( Zica-virus  دا ویروس د یو ډول غوماشي د لاري خپریږي چي د مخنیوۍ د پاره یې لا تر اوسه واکسین او د درملني د پاره یې دارو نه دي موندل سوي . دا ویروس کولای سی د مور په ګیډه کي جنین یا نطفه تخریب کړي. ژباړ.) . برسیره پر دې د درملو په وړاندي د مقاومت درلودونکو باکتریاوو خپریدل او د اقلیم بدلون هم باید د خطرونو د سرچینو په توګه له یاده و نه غورځول سي .
     دا وه په یاده سوې لیکنه کي د ځمکي د کري د برخلیک او د انسانانو د ژوند په وړاندي هغه احتمالي خطرونه چي کیدلای سي منځته راسي ، ژوند تباه کړي او قیامت راولي .
      پدي هیله چي انسانان و کولاسی د خپلو نیکو اعمالو ، بشرپالني او پوهنیزو هلوځلو پر بنسټ د ځمکي ددغي خاوریني کري څخه ځان ته د زرهاوو کلونو د پاره ددې دنیا جنت جوړ کړي ، د پاک خدای دغه لورولې ځمکه د شیطاني تخریب نه و ژغوري ، د عزت او ورورګلوۍ د آرونو سره سم ارام او سوکاله ژوند وکړي .

ډنمارک . ۳۰ / ۱۱ / ۲۰۱۶
پوهنمل حاجي محمد نوزادي

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.