آرشیف

2020-5-14

شاه ولی آرین

د شنه اسمان یو بل ځلاند فرهنګې ستوری راولوی

د شنه اسمان یو بل ځلاند فرهنګې ستوری راولوی

 
د زړنوشاعرعلی ګل پیوند
 
  
دا دی د هیواد د فرهنګي بهیر یو لوړ شخصیت، خوږ ژبی شاعر پر ما ګران او قدرمن ملګری علی ګل
پیوند په فزیکی توګه له خپلو فرهنګی دوستانو او د کورنۍ له غړو سره خپل پیوند وشلوه.
 
په یقین سره یې د شعرونو ترنم، نوښت، خوږوالی، هیلی او نا اومیدی، اه او فریاد، مینه او ښایست کړیکی او خوشالی، د هر لوستونکی او مینه وال زړونه پیوند کړی وو.
 
کلکه به مو ورسره د زړه خواله کوله او د ټوکو ټکالو نه به مو خوند اخیست، نور به څوک له موږ سره هغسی د زړه له تله ټوکې وکړی. دده په ټوکو کې هم نړۍ ارمانونه او مفاهیم نغښتی وو.
 
د زړونو پیوند زما نږدې ملګری و او له ډېر پخوا نه مې پیژانده، له شعر او شاعرۍ سره یې مینه لرم او دد ه هره شعري ټولګه مې په وار، وار لوستله، سره له دې چې د ده شعري کلمات او اصطلاحات دومره لوړ، پیچلي او ژور وو، چې د لوستونکي لپاره په لومړي وار ستونزمنه وه چې مطلب ورنه تر لاسه کړي، خو بیا هم دده د شعرونو اغیزه وه، چې زما مینه او خوزښت د لیکوالۍ او شعر ویلو لور ته و هځېد.
 
د خدای بښلي پیوندصاحب نوم له ډېرې مودې راهیسې په فرهنګی بهېر او معاصرو شعري حلقو او ټولنو کې خور شوی و، د ده له شعرونو سره ټول د شعر مینوال او په خاص ډول پښتانه بلد دي او خورا مینه ورسره لری.
 
دروند لیکوال ښاغلی عبدالهادی هادی د پیوندصایب په هکله داسی وایې:
 
«له کوم وخت نه چې ما د پیوند شعرونه لوستلی پوهېږم چې پیوند د کلیمی په ریښتینی مانا شاعر دی او شعر لیکی.پیوند په شعر کې تر ډېره حده ځانته لاره لری او هر څه چې لیکی هغه یې خپل دي.د پیوند د شعر یوه ځانګړتیا داده چې لوستونکی دې ته اړ باسی چې د هغه شعرونه څو ـ څو ځله ولولي، فکر پری وکړی او د ده د شعر ژورو ته ځان ورسوی».
 
ریښتیا چې همداسی ده. د پیوند صایب دې کلام ته ځېر شئ:
 
زمــا مـــړي تـه کفن ورسره ورکړی
ټـپسان راتـه پــری نــږدئ پـــه ټــټــر
 
د وطن د مور لمنه کې مې خښ کړی
د کـابــل خــاوره مې وشـیـندئ پر سر
 
بل ځای د هیواد پیاوړی لیکوال شاعرافضل ټکور داسی وایې:
 
«د پیوند د شعرکړیکی زموږ په زړونو کې اوسیږی او د پښتو د معاصر شعر تلپاتی بیلگی یې بللی شو.پیوند په «سیلۍ» کې د ابتکار او نوښت په لور قدم پورته کړی او د یو ریښتینی شاعر په توګه د پیښو او حادثو په وړاندی بی تفاوته ندی پاتی شوی په سیلی کې د هغه شعری ایډیال ډیر لوړ دی او لکه څنګه چې د سیلی له نامه څخه ښکاری دغه سیلی زموږ د هیواد د پیښو او حادثو سیلۍ ده.
 
دغه سیلۍ زموږ د هیواد د پیښو ترجمانه چې په حقیقت کې په خپله لمن کې ډېری هیلی، نا امیدی ،ارمانونه او پیغامونه لری چې د سیلۍ پر ځای د ګلونو د وږمی ځای نیولی شې.دغه سیلۍ د پسرلی د ګلونو وږمه ده.د تالا شوی پسرلی سندره ده.د ورانو کنډوالو یو ژوندی تصویر دی.د خیال او تصور یوه رنګینه تابلو ده.د پیښو او حادثو یوه تراژیدی ده.د ناخوالو او نا برابریو یوه هنداره ده.د پیښو یوه افسانه چې هم پکی ښایست په ټوپونو دی هم په کې مینه شته او هم په کې د خیالونو یو والی.دغه مینه او ښایست ، دغه د سوو زړونو اه او فریاد د پیوند په غزلیزه او ازاده شاعری کې ښه پیاوړی او ځلیدونکی دی.»
 
کټ مټ همداسی دی. دا کلام واوری.
 
که پری مرم که پاتې کېږم دا می ننګ دی
جـنـتـونـه، سره ګـلـونـه مې ستا څـنګ دی
 
د دی بـڼ لـه سرو غـوټــو پـوښـتـنه وکړی
چې د ګـلـو رنـګ د چــا د ویـنـو رنګ دی
 
روښانه ده که د پیوند صاحب د ژوندانه د ځوانو ځوانیو پر سپرلي، د هیلو او ارمانونو پر بهېر، د عشق او محبت پر کاروان، شعری بهېر، د پردي غوښتونکو او شوروی ښکیلاک ګرو (اته) کلن زندان نه وي تپل شوی، نو څومره به یې د پښتو د فرهنګی او شعری بهیر په پیاوړتیا کې ونډه درنه وای.
 
نه نه،زندان د ده د سپرلی پر هیلو وریځی خپرې کړې، فزیکي توان یې ورکم کړ؛ خو هیوادنۍ مینه او هوډ یې نور هم ورپیاوړی، ټینګ او د شعر او شاعری کیفیت او ماهیت یې نور هم ژور او پیاوړی کړی و.
 
دلته پیوند د شعرونو څو بیلګی:
 
مال مې وړی بچې می وژنی کور می سیزی
راپـیـښ شوی مې پـه مـيـنه کـوم پــرنګ دی
 
د ریــدی پــه څـېـرمـې سره سـیـنه کې ګـوره
 
نـور مې څـه پـوښـتی چې څـنـګه یې لا څنګه
 
*****
کـعـبـه زمــا د ذهــن کـې شـیـطـان لـوبی کــوی
ماشـومـه تـلـوسه مـې پــه ایــمــان لـوبـی کــوی
 
سرو اوښکو له دی وایه چې په دغه لاره نه ځی
د نــیــل خـدایان لـګـیا دی پـه انسان لوبی کــوی
 
*****
مــاتــه ونـه لیکی خوږی خــبـــرې
د شـا و خــوا وړی وړی خـــبـــرې
 
زړه مې تودوخه ستا د مینی غواړي
راسره پــ‎‎ریـږده د جـګـړی خــبـری
 
*****
ما په خوږو شعرو کې زړونه ایښی
ګــلــونـه یــار تــه مې ګـلـونه ایښی
 
*****
ډالـی د مـیـنـی د زړه ویــنـی شولی
د بــوډی ټـال کې مې رازونـه ایښی
 
 پیوند ومـړ نـور له موږ سره نه شته، خویادونه او لار یې تلپاتې او تل به زموږ په زړونو کې وی.
 
 
 شاه ولی ارین