X

آرشیف

د « دیپریشن » ناروغۍ دری مرحلې او درملنه

په ازاد دایره المعارف او یو لړ نورو سرچینو کي د « دیپریشن »( Depression ) په اړه د بیلابیلو ماناګانو یادوونه شوې ده چي دا موضوع زموږ د بحث ټکی نه جوړوی . دا ګړی او دلته موږ د دیپریشن په هکله د یوې ناروغۍ په توګه څو خبري لرو چي هیله ده اړوندو ناروغانو ، د کورنۍ غړو او د هغوي سره تړلو کسانو ته ګټوري وګرځي . ددې ناروغۍ په باره کي تر اوسه پوري لکه څنګه چي ما لوستي ، خورا  زیاتي لیکني او یادوني شویدي چی دغه زما له قلمه ژباړل شوي څو کرښي پدې اړوند نه لومړنی دي او نه به هم وروستنی وي . تر هغه ځایه چي دا ناروغي ورځ تر بلي په پراخه کچه خپریږي ، پکار ده چی تر وسه وسه یې په هکله د عامو پوهاویو په موخه لا زیاتي لیکني وشي .
دیپریشن د خفګان ( افسرده ګي ) سره تړلې د رواني اختلال یوه ناروغي ګڼل شوې چي د بیلابیلو لاملونو له کبله د ټولني غړي پرې اخته کیدلای شي او که پر وخت ورته پاملرنه و نشي ، په وروستیو پړاوونو کي ښایي د زیاتو روغتیایي ستونزو لامل و ګرځي .
د Politiken پنامه یوی ډنمارکي ژبي ورځپاڼی د ۲۰۱۵ کال د مارچ د ۱۶ نیټې په ګڼه کي د Depression په اړه ګټور مالومات خپاره کړي چي غواړم د لا زیات پوهاوۍ پخاطر یې د پښتو ژباړي د لاري نه د لوستونکو سره شریک کړم . دا تاسي او دا هم د هغي لیکني مهم ټکي :
« دیپریشن د یوې پراخي ناروغۍ په توګه ټولني ته هم په بشري او هم په اقتصادی ډول په خورا ګرانه بیه تمامیږی . دا ګړی په ډنمارک کي د یو نیم لک څخه تر دوه لکو کسانو پوري پدې ناروغۍ اخته دی ( د ډنمارک ټول نفوس لږ باندي پنځه میلیون کسان دي . ژباړن ) . څېړنو ښودلی چي یوازي په تیر ۲۰۱۴ کال کي دغي ناروغۍ د ټولني نه ۱۰ لس میلیارډه کرونه لګولي دي ( دا ګړی یو ډالر شاوخوا په څه باندي ( ۷ )   ډنمارکي کرونه معامله کیږي. ژباړن ) . البته پدغو لګول شوو پیسو کي پر درملنی لګیدلي پیسې ، د ناروغۍ په موده د ناروغ حقوق او معاشونه ، ټولنیز تامینات ، مخکي له وخت نه تقاعد او نور تړلي لګښتونه شامل دي . تر ټولو یې بده لا داده چي ناروغ د مؤقت او یا دایم لپاره د کار د مارکټ نه باسي .
      برسیره پر دې د اړوندو څانګو څخه تر لاسه شوو مالوماتو دا هم ښودلی چي هر کال په منځني توګه ددې ناروغۍ نژدي ۶۱۰۰۰ یو شپیته زره نوي پېښی راجستر کیږی او ۱۸۶۰۰ یې د یوه کال په تیریدو سره ناروغ د کار له مارکټه لیری کوي .
په ډنمارک کي ددې ډول ناروغانو د پاره یوه بله د پام وړ ستونزه دا هم ده چي د درملني پخاطر د خپل کورني ډاکتر څخه تر رواني ډاکتر پوري لاره خورا اوږده ده . ددې خبري مانا داده چي د رواني ډاکترانو شمیر په بیساري توګه لږ دی او ناروغ اړ ایستل کیږی چی د اوږده نوبت په تیرولو سره نوموړي ډاکتر ته ځان ورسوي ( کله ناکله خو دا نوبت څو میاشتي وخت نیسي . ژباړن ) .
اوس به راشو پخپله د دیپریشن ناروغۍ ته . د دیپریشن په تشخیص کي د ناروغۍ درو مرحلو ته پام اړول مهم دي څو له مخي یې باید څرګنده شي چي ناروغ د نوموړي ناروغۍ په کومه مرحله دی . د دیپریشن نښي نښانې په دوو کتیګوریو ( A  او B ) وېشل شوي دي . ددې د پاره چي د ناروغۍ شتون تائید شی ، باید په ناروغ کی لږ تر لږه د هري کتیګورۍ څخه دوې نښاني تر سترګو شي . دغه نوموړي نښانې باید په ناروغ کي لږ تر لږه په پرله پسې ډول بیله دې نه چي قطع او وقفه ور پکښې راشي ، دوې هفتې مسلسل دوام وکړي او نه باید د فزیکي ناروغۍ په توګه و پیژندل شي .
        لومړی ــ د A کتیګورۍ نښانې :
    ـــ د خفګان احساس .
    ـــ په تمایل او دلچسپیو کي د پام وړ کمښت .
    ـــ د انرژۍ او توان کمښت او د سختي ستړیا احساس .
       دویم ــ د B کتیګورۍ نښانې :
    ـــ پر ځان باندي د اعتماد او باور کمښت .
    ـــ د ځان ملامتیا او د ګناه احساس .
    ـــ د مرګ او ځان وژني فکرونه .
    ـــ د افکارو د متمرکز کولو مشکلات .
    ـــ سخته باطني بې ثباتي او یا برعکس زیات تحمل .
    ـــ بې خوبي او د خوب اختلال .
    ـــ په وزن او اشتها کي د پام وړ بدلون چي اکثره وختونه د وزن د کمښت سره مل وي .
    په ناروغ کي د دیپریشن شدت او د حالت څرنګوالي ته درې مرحلې د پام وړ ګڼلي شوي دي ، لکه :

      لومړۍ مرحله ـــ  ساده یا سپک دیپریشن :
      ددې د پاره چي ددې مرحلې شتون تائید شي ، اړینه ده د لوړو ( A ) او ( B ) دواړو کتیګوریو د نښو نښانو څخه کم تر کمه دوې دوې نښانې په ناروغ کي و لیدلي شي . پدې مرحله کي د ناروغ حالت داسی وی چي درملني ته اړتیا نه لیدل کیږي . د کورنۍ د غړو او ملګرو لخوا دده معنوي ملاتړ کولای شي د درملني ځای و نیسي . همدارنګه د خپل ډاکتر او ارواح پوه ( روانشناس ) لخوا د سترس( داخلي روحي تشنج ) په کمولو کي ګټوري مشورې، ورزش او سالم خوب ډیره ښه او په زړه پوري مرسته کولای شی .
     د ګټورو مشورو په لړ دا هم راځي چي باید مصاب ( ناروغ ) پدې پوه کړل شي ، چي تر څو کولای شي ، ځان د تجرید حالت ( Isolation) د محاصرې نه و باسي ، د توان تر حده د کار د ساحې سره خپلي اړیکي و ساتي ، د ارامتیا ، نظم او نظافت فضا را منځته کړي ، د جدي موضوعګانو په هکله د تصمیم نیولو څخه ډډه وکړي او د سترس کنترولو لارو چارو سره ځان بلد کړي .
 
       دویمه مرحله ــ  متعادل او نرم دیپریشن :
      ددې مرحلي د تشخیص د پاره پکار ده چي د ( A ) کتیګورۍ د نښو نښانو څخه باید کم تر کمه دوي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه باید کم تر کمه څلور نښانې په ناروغ کي ولیدلي شی . پدې مرحله د ناروغ د ژغورلو په موخه پکار ده چي د درملني د یوه یا بل ډول نه کار واخیستل شی . دا کار کیدلای شی چي د سایکوتراپي ( د رواني چارو په مټ تداوي ) او یا هم د درمل کارولو د لاري تر سره شي .
 
      دریمه مرحله ــ شدید دیپریشن :
      دا مرحله هغه وخت د تائید وړ ده چي د ( A ) ګتیګورۍ ټولي درې واړي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه لږ تر لږه پنځه او یا لدې نه زیاتي نښانې په ناروغ کي ولیدلي شي . پدې مرحله کي ناروغ بد او بحراني حالت لري . که چیري پدې وخت کي د ناروغ حالت د ځان وژني تر خطر پوري جدي ، سخت متشنج او یا یې د ځان د کنترول او مراقبت وړتیا له لاسه ور کړې وي ، نو د درملني پخاطر به ښه دا وي چي ناروغ هر څه ژر د رواني ناروغیو په روغتون کي بستري او تر جدي درملني لاندي ونیول شي » .
 
     دا وه په نوموړي ورځپاڼه کي د دیپریشن په اړه د نشر شوي لیکني د غټو ټکیو پښتو ژباړه . هیله ده چي وطنوال مي و دې ډول درملنو ته اړتیا پیدا نکړي ، خو که خدای مکړه اړتیا ورته ولری ، هیله ده په درد یې وخوري او د کورنۍ غړي یې پوه شي څو مرسته ور سره وکړاي شي .
 
په بشپړه پیرزوینه . 
ډنمارک ــ  ۲۱ / مارچ / ۲۰۱۵
 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.