آرشیف

2020-4-10

شاه ولی آرین

دوه وژونکي خطرونه

(کورونا او ولږه)
 
هیواد وال ښه پر دې پوهېـږي چې هیواد مو په کوم زورونکي او حېرانونکي وضعیت کې دی، بی ثباتې او له راز ـ راز فسادونو ډک موجود نظام، نا پوه او په اګاهانه یا غیر اګاهانه توګه د هیواد د لوړوګټو، ملی هویت بربادونکي طالب مشران، تر ستوني غرق په فساد او چورو تالان کې سیاسیون او تنظیمي ټوپکوال، نړیوال استعمار اوحریص ظالم ګاونډي هیوادونه او د دې ټولو تر څنګ تباه کونکې کورونائې وبا، ټول هغه څه دي چې زموږ د بې وزلې او مظلوم ولس په ستونی یې پښې ایښی، هیواد مو ورانوي او هیواد وال موa د وژنو او تباهۍ لور ته ور کاږي.
 
هغه هیواد چې روانې څلویښت کلنې نیابتی جګړې ترې ټول مادي او معنوي ارزښتونه اخیستي،له خاورو سره برابر کړی او دومره یې د نفاق او بی باوریو اور ته لمن وهلي چې حتا د یو پلار زامن یې هم سره په خپل منځ کې د وژلو تر کچې مخامخ کړی دي.
 
دا هیواد که چېرې له سولې، ملي یووالې، زده کړو نه محروم نه وای پاتې، کرنه، مالداري، د وچو او تازه میوو لېـږد، صنعت او شتمنو ځمکنیو منابعوو کانونو او اوبو له لارې به کاملا بسیا او د استعماري طاقتونو له تهدید او ګواښونو نه به په امان کې وای. 
 
تر هغه ځایه چې لیدل کېـږي زموږ د هیواد ټولې شتمنۍ او ارزښتونه یوازې او یوازې زموږ د هیوادوالو د بې باوریو، بې اعتمادیو، نفاق، ورور وژنو او هیواد ورانولو له امله د تباهۍ لور ته لېږدول شوي دي او تر څو چې هیواد وال همدا تشې ډکې نه کړي، روانه غمېزه به دوام لري. 
 
هوښیار او پوه ملتونه کله چې خپل هیواد او ولس د بربادۍ او تباهۍ په حالت کې ګوري، نورهم سره یو  کېـږی او د خپل هیواد او ولس د غمیزېمخه نیسی، مګر په خواشنۍ سره چې زمور مشرانو سره د ولس او هیواد هیڅ سوچ نه شته، د قدرت د لیونیانو په توګه ړانده دي، یوازې ځان او خپلې ګټې او قدرت ویني او بس. 
 
په باور سره چې د هرې ډلې  داسی مشران به د هیواد په تاریخ کې د تورمخو او هیواد دښمنو شخصیتونو په توګه ثبت شې او راتلونکي نسلونه به پرې قضاوت وکړي.
 
همدا اوس تر ټولو ستره بلا او هغه غمیزې چې زموږ هیواد او ولس ورسره لاس او ګریوان دي، هغه د کورونا وبا ده چې ورځ تر بلې د هیواد په ښارونو، کلو او بانډو کې د خپریدو په حال کې ده. 
 
دا خو سمه خبره ده چې په هیواد کې دولت او د روغتیا وزارت، امنیتي ارګانونو د دې ویروس د مخنیوي له پاره وقایوي شرطونه او پاملرنې، غوره کړي، په ښارونو کې یې د ټولېدو پر ځایونو د تګ راتګ بندیزونه لګولي دي، خو دولت او دغو ارګانونو دا سوچ هم کړی دی، چې د هیواد په ټولوښارونو کې د څو میلونو ورځنیو ښاري لومړنیو د احتیاج وړ رانیونکي او پلورونکي چې د همدی کراچیو، له لاری د سرک او لارو د سر د امکاناتو د خرڅلاو، خوراکي توکو د پلور او پېر له لاری د خپلو کورنیو روزمره اړتیاوي او لګښتونه پوره کوي، که چېرې دغه هم پرې بند شي، ژوند به یې په لوی لاس د بل تر کورونا  بد تر مرګ سره مخامخ نه وي؟
 
هیواد وال  تل د میډیا له لارې خبریږي چې په سلګونو، تنکي ځوانان، ماشومان د هلکانو او نجونو په ګډون د سرک له غاړې د موټر وینځلو، بوټ رنګولو او لسګونو نورو خدماتو له لارې د خپلو کورنیو له پاره د یوې وچې مړۍ ډوډۍ لپاره ورځنۍ هلې ځلې کوي چې اوسنیو ښاري تګ راتګ او بندیزونو یې دغه کوچني لاسي اقتصاد او د اړتیاوو پوره کول ترې اخلي او د ولږې د مرګ له ستونزو سره یې مخ کوي.  
 
هو! 
 
که د نړۍ پر مخ تللی هیوادونه داسې بندیزونه وضع کوي، هغوي نور لومړني خدمات وړاندې کوي، د کارکونکو او موسساتو معاشونه نه قطع کوي، د سترو مارکیټونو او مغازو له لارې اکمالات او اړتیاوي د ثابتو نرخونه د کنترول په نظر کې نیولو سره جاري ساتي، چې په خواشینۍ سره زموږ په هیواد کې د خوراکي توکو کموالی د نرخ لوړ والی، د مزد او معاشاتو نه شتون هغه څه دي چې زموږ هیواد وال ورسره ستونزمن ژوند تېروياو د کورونا شانته د بل مرګ له ګواښ سره یې مخ کوي. 
 
هیله ده چې، حکومت، ملي تجاران، د کورنیو او بهرنیو بانکونو لرونکي افغانان، د ډېرمال دولت او شرکتونو خاوندان د اسلامي، افغاني او ورورولي د احساس په نظر کې نیولو سره په ګډه یو داسې د لومړنیو اړتیاوو د خدمتونو د ټولنې د جوړولو له لارې مرستې وکړي چې د کابل ښار په څو زونونو او همدا ډول د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې هغو کسانو ته مرستې ورسوي چې د مالي امکاناتو د نه موجودیت له امله یې بی له دې چې د کورونا خطر تهدید کړي، د ولږې د مرګ له خطره هم وژغورل شې. 
 
همداډول کیدای شي د هغو هیواد والو د مرستو د راجلبولو لپاره چې په بهر کې ژوند کوي یو مرستندوی بانکي حساب پرانستل شي چې د پورتنیواړو کسانو له پاره ترې استفاده تر سره شي. 
 
په دې ترتیب کیدای شي چې هم د کورونا وبا د وقایوې شرائطو د عملي کیدو له لارې د هیوادولو ژوند وساتل شي او هم د مجبوریتونو او اقتصادي ستونزو د کورونا له مرګه د بې وزلو هیوادوالو د ژوند د ژغورلو په لار کې عملي ګامونه اوچت کړای شي. 
 
د هیواد والو د ژوند ژغورلو پر لور!
  
 
  شاه ولی ارین