آرشیف

2020-3-25

شاه ولی آرین

افغانان د څلورو کورناوو په لومه کې

څلویښت کلنې جګړې د افغان ولس ټول مادي او معنوي بنسټونه خورا زیانمن کړل، چې ددغې ناروا او نیابتي جګړې عاملین پردي استعماري قووتونه دي چې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره یې د یو شمېر بی ضمېره افغانانو په رانیولو سره، ګران هیواد او مظلوم ولس له ستر ناورین، وژنوو او ورانونو سره مخ کړی دی.
د تیر کال د سولې په نامه خبرو چې د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي، زلمی خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ګروپ سره وار ـ وار تر سره شوې، افغانانو تمه لرله چې د دغو خبرو اترو په نتیجه کې به جګړه بنده او د عملي سولې لپاره به شرائط برابر شې.
په خواشینۍ سره چې د سولې د بهېر کړنلاره دومره ناسمه، مرموزه او پیچلی پر مخ تلله، چې له پیله ډېرو هیوادوالو ته د پوښتنې او تشویشونو وړ بریښیده.
افغان دولت او ولس، د روانې جګړې او دخیل بیرونی اړخونو نه د سولې د خبرو له جزئیاتو نه بیرون ساتل، بله هغه عملي ستونزه وه، چې ټولو دغې پروسې ته د شک په سترګه کتل.
د سولې له خبرو سره په یوه وخت کې د جمهوری ریاست لپاره د شک او تردید سره ـ سره ټاکنې تر سره کول، نتائج یې په مختلفو وسیلو او بهانو ځنډول، د دولت په مقابل کې سیاسیون، احزاب او تنظیمونه راپارول، په مختلفو هیوادو کې د افغان دولت له موجودیته پرته دسیاسیونو او تنظیمي مشرانو لیدنه کتنه د طالب مشرانو سره، دا هغه څه وو، چې هر چا باید دغې  پروسې ته د شک په سترګو کتلی وای.
د امریکا او طالبانو تر منځ په توافقنامه کې سره له ځینو پټو موضوعګانو داسیڅه هم وو، چې امریکایانو لومړی باید له افغان دولت سره تفاهم ته رسیدلای وای، چې داکار یې ونه کړ.له دی جملې نه یوه هم همدا دپنځه زره زندانیانود خلاصون موضوع د یادونې وړ ده.
د پورتنیو ستونزو د رازیږولو یوازیني لامل د کرونا ویروس زلمی خلیل زاد و، چې د ماموریت له پیل نه یې د افغانانو هیلې نا هیلې کړې او دا دی د جمهوری ریاست لپاره د ټاکنو د پایلو اعلان په داسی حساسو شیبو کې چې له یوی خوا له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک شو، له بله پلوه د بین الافغانی خبرو اترو د پیل لپاره یو ښه فرصت برابر شوی و، مګر د ټاکنو د پایلو اعلان د غبرګو جمهور رئیسانو رامنځ ته کول، د دواړو په یوه ورځ لوړه تر سره کول هغه څه دي چې د دې لوبې او د دوو نورو کرونا ویروسونو زیږنده هم د زلمی خلیلزاد د شهکاریانو څخه یادولی شو.
زموږ غم ځپلی ولس او هیواد همدا اوس د اصلی وژونکې کرونا ویروس پرته د څلورو نورو هغو خطر ناکو ویروسونو په جال کې راګېر دی چې که متحد نه شي، خپل اصلی دشمنان ونه پیژنی او پرضد یې مبارزه پیل نه کړي، د ډېرستر خطر او ناورین سره به نور هم مخامخ شې.
سره له دی چې اوس د دې شل کلنې جګړې نه د وتلو شیبې  را نږدی شوې دي، خو له دې اوږدې جګړې نه وتل، نه یوازې دا چې د افغان ولس په ګټه دي، بلکې دا هم د امریکې، سیمی او په منطقه کې د پرتو هیوادونو، حتا د چین او روسیې په ګټه هم دي. د دې جګړی په اور کې یوازې افغانان دېر سوزي، نو ځکه له دی چانس نه باید لازمه استفاده وشي، یو موټی، یوه خوله او واحد عمل ته یې اړتیا لیدل کېږي.
دا خبره هم باید په یاد ولرو چې سوله هم په دولت، هم په طالبانو، هم په سیاسیونو او یو شمیر شته ګوندونو کې  پلویان لري اوهم مخالفین، د دغو برخو د سولې دغه مخالفین په هر قیمت چې وي، غواړي چې د سولې بهیر ناکام کړي، خو د دغو ناکامیو مخه یوازی هغه څوک نیولی شي چې سوله ورته ارزښت لري، چې هغه افغان ولس دی.
همدا اوس هم که چیرې په رښتیا افغان ولس د یو ځواکمن دریځ په توګه را څرګند شي، هیڅوک یې مخه نه شي نیولی.
د خواشینې ځای دادی چې دغه ولس د څلورو خواوو د کرونا ویروسونو په دام کې راګېر دی، چې هم وژل کېږي او هم یې مادي او معنوي ارزښتونه ورځ تر بلې د نابودۍ او تباهۍ په لور روان دي.
 
د سولې په خبرو کې د امریکا استازی زلمی خلیلزاد هغه خطرناکه ویروس دی چې  د امریکا د گټو او موخو لپاره یې پر افغان دولت، طالبانو او د سیاسیونو په نامه  شمال لنډغرو، او ورسره د زور، غصب مافیایې کړیو تر منځ ویرسونه خپاره کړي دي.
 
د افغان ولس د کمزورتیا او تباهۍ لپاره یې د افغان دولت، طالبانو او مافیایې لنډغرو مثلثی د افغان ولس وژونکې او هیواد ورانونکې کروناوی (وبا) جوړی کړی، چې کلونه به بیا هیواد او هیوادوال د دغی نوی پلانیزه شوی غمیزی  بیه( قربانی) ورکوی.
 
له روان بهېره داسې څرګندېږی چې د پورتني مثلث هره ضلع د خپل قدرت د تمرکز لپاره کار کوي د هیواد او هیوادوالو هیڅ سوچ ورسره نه شته او امریکا هم د خپلو موخو د عملي کولو لپاره همدا وضعیت مناسب ګڼی او نور یې هم د وراني خواته د تلوهلې ځلې کوي.
 
بیا یې له تکرار سره وایم چې د مثلث په هره برخه کې ممکن ډېر کسان وي چې په هیواد کې سوله او ثبات غواړی، خو دغه کسان هغه وخت عملي ګامونه اخیستلای شي چې افغان اکثریت چپ (خاموش) ولس له خوبه راویښ شې او د خپلو اړتیاوو او سوله ایز ژوند، مدنی حقونو او د سولې د ضرورت چیغه را پورته کړی،ځکه چې سوله د همدی ولس میراث دی او دا د ولس دنده هم ده چې که پورتنی مثلثی د هیواد تباه کونکی ویروسونه، نه سره نږدی یا یو ځای کېږی، نو باید د ټول ولس د همغږی غږ اوچت شې او په مستقلانه ډول د بی پرې افغانانو لویه جرګه را وبلل شي، په هغه صورت کې په یقین سره ویلی شم چې هم به د حکومت له دننه، هم د طالبانو او هم د ټلوالې د پلویانو نه اکثریت ددغی بی پری او مستقل عمل نه خپل ملاتړ اعلان کړی.
 
درنو هیوادوالو او خاموش اکثریت ولسه!
 
څلویښت کلنې روانی نیابتي جګرې او ازموینو په ډاګه کړه چې که موږ همداسې بیده پاتی شو، هیڅوک مو پروا نه کوي، د خپل تیر تاریخ نه یې باید زده کړو، چې پردي د خپلو ګټو او موخو لپاره کار کوي، نه زموږ لپاره. تر څو چې په ګډه اتحاد، اتفاق اوهمغږی رامنځ نه کړو او په یو اواز د بهرنیو د وتلو او بین الافغانی خبرو اترو باب پرانستل نه شي، دا ورور وژنه او هیواد ورانونه به همداسی دوام لري، نو ځکه دا یو مناسب فرصت دی، راځئ چې له دی فرصت نه د هیواد د ژغورنې او ورور وژنې د خلاصون مناسبه لار غوره او پرې عمل وکړو.
 
په پای کې مې له هیوادوالو نه هیله داده چې د انساني ویروسونو نه د خلاصون تر څنګ باید د نړۍ او خپل هیواد د مسلکي ډاکترانو او پوهانو مشورو ته غوږ او د اصلی کرونا د ویروس په مقابل کې له احتیاط او ځان ساتنی نه کار واخلئ.
 
د خاموش او نا پوه ولس د ویښتیا په لور!
 
شاه ولی ارین