دوکتور ص. سعیدي

دانسانانو له نور حیواناتو نه یو فرق هم دادی چې انسانان خپل تجارب راتلونکو نسلونو ته انتقالولای شي او هوښیار انسانان او ټولنې دا سخت، اوږده، قیمتي تجربه شوي انساني لاس ته راوړنې له سره نه تجربه کوي او له نورو نه، او تاریخ نه، د ورته ټولنو او ورته ودې او مشابه انکشاف، تجاربو له نورو بشري ټولنو او له نورو انسانانو نه ګټه اخلي او پر مخ ځي.
د انګلستان په جزیره کې د شن فین د حرکت پېلیدلو منطق او علت به نور هم وي خو یو علت یې داوه چې د ایرلند د خلکو د آزادۍ د سیاسي مبارزو او د هغو په مقابل کې د سخت، قوي او جابر حاکمیت شتون په مقابل کې وپتیله شوه چې دا حرکت دې سیاسي برخه او نظامي مستقلې برخه ولري.
سیاسي برخه کې ټول مطالبات دقانون او آئين په چوکاټ کې او د قوانینو سره سم روان او مبارزه روانه وه. هماغه د عدم تشدد مبارزه او سیاسي مطالبات روان او متمدنه مبارزه کیده. په نظامي او پوځي برخه کې د حالاتو په نظر کې نیولو سره د فشار او داچې حق اخیستل کیږي او نه ورکول کیږي د متناسب تشدد او دفاع لپاره د انساني، مشروع او تجربه شوو وسایلو د حق د اخیستو لپاره کار کېده.
د سیاسي برخې مشرتابه د نظامې. او پوځي برخې مشرتابه له تشکیلاتو، کړو او کارنامو سره. رشماُ تړاو نه درلوده او د هغو د کړو ملاتړ یې هم نه کاوه!
ددې پوځي برخې شتون ، فشار او کارنامو بهره سیاسي برخې ته عمل کې ډېرې ښې پایلې لرلې.
د منظور پښتون، باتور پښتین د خبرو انداز او عُمق په کُل کې او بیا دا روستی د اسلام آباد ته د لاریون او ټول ملت د سوله ایزي لاریون په هکله او هلته د خبرو عُمق او د مبارزې او مظلومیت آواز د اچتولو عمیقې جنبې او لارې یوځل بیا په ما کې دده د مشرتابه ستر والی ثابت کړ. ددې بیانې او خبرو اوریدل او لیدل ټولو ته په دقت سپارښت کوم.
نر پښتون باتور پښتون
مونږ په حقه یو او د حق بریا باندې ایمان لرو!
د. صلاح الدین سعیدی
۲۸/۰۸/۲۰۱۸
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
پر بیننده ترین مقالات
-
سلطان رضیه غوری
-
آب و هوای ولایت غور
-
زندگی نامه مختصر مرحوم سید محمد رفیق نادم رئیس بنیاد فرهنگی جهانداران غوری حوزه غرب
-
بیوگرافی شهید محمد رفیق علم
-
اصطـــلاحــــات و واژه های شیرین لهجـهً غوری
-
شهر فیروز کوه مشهور ترین پایتخت سلاطین بزرگ غوری
-
Muhammad of Ghor
-
نثار احمد حبیبی غـوری کیست؟
-
سرگذشت سیاه موی و جلالی
-
Minaret Of Jam
مجلات و کتب
جام غور در شبکه های اجتماعی
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور
سلام دوستانو مشرانو او کشرانو