آرشیف

2024-5-5

دوکتور صلاح الدین سعیدی

د دښمن د خدمت بېلګې! 

 

داسې اظهارات او لیګنې چې اوسني پاکستان ګې مېشتو خلکو ته د پاکستاني  قوم اطلاق او دا کار ونه 

خطاء او د ای اس  ای له اوږدو  برنامو او افکارو ته و لو په غېر عمدي ډول خدمت او حد اقل اړخ لګول دي! 

د پاکستان خلک / خلق یعنې څه؟ 

  په دې تأکید هلته خلکو مبارزو ته توهین او خفه کوئ! 

په دغو افادو ېو ډول د پاکستاني استابلشمنت ادبیات چې  پاکستان ته قوم او ملت وايي، ورته کار کوئ او یا هم له، په حالت کې همغږي او کلګ نږدې یاست! 

پاکستان نه ملت دی او نه قوم! 

 

اوسني ناروا پاکستان کې پنجابیان او دا پنجابي تستابلشمنت د سیمې اصلی جابران او ښکیلاک ګر حاکمان دي. مونږ هغلته هم د ددې سیمې د مظلوم خلکو  سره مشکل نه لرو او زمونږ اختلاف د جبار استابلشمنت سره جګړه او مبارزه ده، نو تاسې خو ټولو  پنجابیانو ته په ټیټه کتلای نه شئ! 

اوسني ناروا پاکستان کې پښتانه  میشت دي چې ددوی د ۵۰۰ قیامو په پايله کې نیم افغانستان  د وقت د استعمار له سلطې خپله آزادی واخیسته او اعلان کړه (۱۹۱۹) او دغه خلکو، وینه مو ګډه ده، تر دا نننه را سره خپل کور او ډوډۍ نیمه کړې! 

اوسني ناروا پاکستان کې بلوچان   میشت دي چې د پاکستان له تأسیسه او د تأریخ په اوږد کې  په ېو ډول مستقل او د موجوده پاکستان نه جدا  او تر ډېره بریده د  موجوده نیم افغانستان سره  د تأریخ په اوږدو کې خپلوۍ او ګډې کار نامې لري. 

په موجوده  ناروا پاکستان کې سرایکیان، سندیان او نو واړه او غټ خلک پراته دي چې د دوی په غوښتنه او ددوی په خوښه د پاکستان په نامه ملک، دا د سرطانی دانه نه ده جوړه شوې او ددوی د مقاصدو لپاره کار نه کوي. د اوسني ناروا پاکستان کې شته خلکو او ملتونو  شته او ثروتونه له دوی غصب او اخیستل کېږي او اکثر پنجاب ته وړل کېږي او  ددوی فرهنګ،  ژبې، اقتصاد او ژوند ته له سره خدمت نه کېږي.

 

پاکستان کې  میشته خلکو ته د پاکستان د قام او پاکستان ملت  او د نیشن بلد  او یا افغانانو  پر خپله تأربخی  ځمکه ، له  آمو تر أباسینه، مارګلې او أټکه،  موقته بې ځایه شوو ته د بعضې قوانینو د نادرسته ترجمو په اصطلاح د مهاجر اطلاق او چلند ،  ټولې هغه تېروتنې او خطاء کارونې  دي چې مونږ اوس اوس له دقته، تعمق او شرمه پرته  ورته خطاب او کاروو! 

په داسې  تېروتنو ، دشمن خدمته  اصطلاحاتو  کارولو هلته  اسارت کې میشته  خلکو، پښتنو، بلوڅو، سراېکو او… ته توهین او د پنجاب او د  او دا د منلو وړ نه دي، بلکې د جبارانو او ستمګرانو  له برنامو سره ، عملاً موافق کار کول دي! 

دا غمیزه، سلسله او لست تفاصیل لري او اوږد بحث هم دی چې له ېوه ځایه باید پېل شي! 

داکتر صلاح سعیدي

۵-۵-۲۴

۰۰۴۴۷۸۸۶۷۴۶۳۸