X

آرشیف

د ېو وطنوال سره بحث! 

 

میدیایی او الکتروني پاڼې نن سبا د تماس او د افکارو د اشاعې ښه او مؤثره لار ده. 

ېو وطنوال شکاین رالېږلای چې ولې مې د وتس آپ له رومه چې تقریباً ۱۵۰۰ غړي لري اخراج کړ؟ 

ځواب: 

روم څخه د ېو اخراج شوي رور په ځواب کې. 

—————

و علیک السلام 

زه باور لرم چی أدمینی خدمت کول دي. أدمین د روم د قبول شوو اصولو په چوکات کې له خپلو اجراأتو  روم ته ګزارش ورکوي! ادمینی خو د غړو د اعتماد خبر ده، فضل فروشي او قومندانی نه ده!  تکبر او له امکاناتو سوء استفاده هم نه ده! 

زه له سره د هیچا په اخراج او منتفي کولو باور نه لرم. زه نظر لرم او بل خپل. زه به خپل نظر وایم او بل به خپل. هدایت د الله ج په لاس کې. 

ما تاسې حذف کړي نه یاست! 

 

راځئ په تفکر کې له تمامیت خواهۍ تېر شو! 

الله ج دې د اسلام او خېر لار کې کامیاب لره. 

افراطیت مضر دی. 

ستاسو د پروفایل دواړه تصویرونه مې په دقت  وکتل او ستاسې موقف راته معلومېږي دغه برخه له تاسو سره شخصاً مشکل نه لرم! 

مشکل هغه وخت راولاړېږي چې تاسې خپل برداشت ، خپله پوهه او فتوا له سیاسي مشروعیته پرته پرنورو او پر ټولنې تحمیلوۍ! 

هو په دې ډول بنیادی مشکل ستاسو نظر کې نه بلکې، بنیادي مشکل پر نورو د هغو خپلو نظریاتو تحمیل دی. تاسې په دې خبر یاست چې د ستاسو له روایته پرته بل دیني روایت هم دغه یا هغه برخه کې شته! 

تېرو عبادتونو کې مو زما د افتخار او عزت لحظات وینم او دا وطن مو عالم أسباب کې، د پردو له تسلطه، د جزایرو له قدرته او د ګردنې د غلو ، د قومي او ژبنیزو تعصباتو له زهرو او له لاسه، خو لکه مخکې مې چې ولیکل: ستاسې کړو کې داسې شیان شته چې تفاوت د نظر لرو او هغه د ستاسې د درک او فهم تحمیل پرنورو، له متداول مشروعیته پرته، دی! هو د مشروعیت بحث بنیادي بحث دی! 

ستاسې بنیادي نیمګړتیاوې، بطي حرکات او تېروتنې نه د تېرو واکدارانو او نه د زمان په بهانې مبرر لرلای شي  او نه لري!

داسې ښکاري چې تاسې دا باور لرئ چې حق د غالب سره دی ( الحق لمن غلب ) او عملاً مو دا د جنګ لارنیولې. راشئ تسلیم شئ، بیا به ممکن ېو څه درکړو… 

دا له بحرانه د وتو او دحل لار نه ده!

 ټول افغانان ددې وطن مالکان دي. طالبان د افغانانو جز دی، نه کل! 

زه وایم: د کتاب الله او سنت رسول الله په روښنایی او سیوري لاندې  ددغه مجاهد او اتل ملت د انتخاب لار ته مراجعی وکړئ. دا ملت سره خپل لید لوری شریک کړئ او هغه مواردو کې چې له دینه متفاوت تفاسیر او تعابیرشته، او یا هغه مواردو کې چې شرعه عام ده او د دنیا امور باید مسلمانان خپله د الله ج د عامو أحکامو سره په مطابقت، خپله ملت تصمیم ونیسي، باید عملا ً زمینه سازی وشي!  په دغو تصامیمو باید ددې ملت سره عملاً ( عملاً ) بحث او شریک کړای شي!

 دا ملت ستاسې ملکیت او غلام نه دی! دا ملت 

سره شریک کړئ چې ستاسې بعضې نظریات  او برداشتونه  له دینه، مني او که زما؟ 

د ملت دا انتخاب د علماوو او ملایانو د شتون او رهنمایی سره، له هغوی مه أخلئ او مه بندوئ! 

په دولتدارئ کې د مدونو، مشروعو قوانینو  او د قانون د دیکتاتورۍ اصل مه تر پښو لاندې کوئ. 

اوسنی متناسب بهتره امنیت چې د تېرو بې أمنیتیو لاملینو مقام په ټولنه او نظام کې بدل شو او یا ستاسې د شخصي تقوا، ښه سړیتوب او د ستاسې شخصي او انفرادي صداقت  پایله او نتیجه ده، او دا عدالت محوره دولتداری کې کفایت نه کوي! دا ښه حالت او مثبت کار دی، خو دا د نن عصر دولتداري سره د بنیاد په توګه مطابقت نه لري. 

د مثال په توګه: د جناب هبة الله آخوندزاده له روستیو فرامینو  څخه، د اعدام او حدودي جزاګانو د تطبیق په هکله د ثلاثه محکمو نهایی کول او بیا د هغوی د اجازې شروط او ….  د هغو زرهاو اجراأتي  اصولو او قواعدو ېو روستي  فرمان بېلګه ده چې اوس نه، بلکې ۳ کاله مخکې باید نافذ وای. هغوی ته چې ددې فرمان نه د مخه ضرر ورسید، مسؤولیت یې د ستاسو په غاړه دی! 

درې کاله کېږي لیکم او هره ورځ مطبوعاتو کې وایم: زه د یو حقوقدان په توګه د انقلابونو او نظام ړنګولو مخالف یېم. کله چې ېو هېواد کې انقلاب وشي نو مدبر مشران،  لنډه موده ( حداکثر دوه اونېو ) کې فرمان ورکړي:…. تېر قوانین او مقررات، په استثناء له هغو قوانینو چې دلته مو ذکر کړل، مرعی الاجرا دي. د پاتې قوانینو هغه مواردو کې  چې اسلامي امارت د … اصولو سره په صریح ټکر کې دي، ملغی پېژندل کېږي. 

د ۳۰-۴۵ کسیزې 

 کمیټه ( شوراء ) باید جوړه شوه، چې په دغه قوانینو د تنازع په صورت کې د هرې پوښتنې برخه کې د پورښتنې د رسیدو سره سم، تر ۷ ورځو پوری د اسلامی امارت دریځ په ځانګړو پوښتل شوو مواردو کې بیان، مشخص او رسمي جریده کې هم نشر کړای شي! 

 

د مثال په توګه د تېر نظام د قانون اجراأت جزایی اصول او قانون، کاملاً مراعات هېڅ شرعی مانع او مشکل نباید ولري او نه لري. آیا تاسې کوبل قایمقام،  داسې کوم اصول ( قانون اجراات جزایی) لرئ او پېژنئ؟ ګمان نه کوم. که وي، که وي لطفاً لینک راولېږئ! 

خبرې نورې هم زیاتې دي، چې تاسې د عدم دقت او یا بې خبرۍ له کبله خپله خپلې پښې په خپله وهئ. 

 زه خپل سپين  لرم او خپل اصول. د چا سره بحث له اصولو په شاء کېدل او اصولو کې تنازل او خیانت اسلامي نه دی. نه تاسې ته دا سفارش لرم. زه له هغو ګویا دیموکراتانو نه یېم چه زه په حقه او بیا چې دیموکرات راته خطاب وشي نو په حق کې مې تنازل او شاته تګ وکړم. دامې تاسې ته هم سفارش نه دی. اما دا مې سفارش دی: زما سپین دغه دي خو هغه بل یې نه ومني. ددنیا وجودي فلسفه همدا ده چې د انتخاب نه معاقبه او یا ښه پاداش انتخاب خپله وکړم. که مې د خپل اعتقاد تحمیل په هر قیمت پیل کړل، نو دا د جنګ او جګړې خبر شوه. که داسې کېدای شول نو نړۍ کې به ۷۲ مذاهبو  او سلهاو اسلامي فرقو وجود منتفی وای او د خوارجو فلسفه هم نه منم چې مشکل دا مشرانو کې دی او دوی باید محوه کړای شي. 

الله ج دې مونږ ته د نیکۍ هدایت وکړي.

 

نور تفاصیل هم لرم خود په همدې یې پرېږدم. 

 

د معزز رور أدمین سره تماس کې  کېږم او ورته مطرح کوم چې د صفحې د غړي ممکنو تخلفاتو په صورت کې که له تاسو او د روم تر مېنځ شوي وي، ېو بل تدبیر مراعات کړي چې مثلاً د ۷ ورځو لپاره له رومه د متخلف ایستل او روم ته د خپل تصمیم په هکله وضاحت ورکول او بیا د ایستل شوي غړي د علاقمندۍ په صورت کې ، ایستل شوای غړی، بیرته روم ته اډول به بهتره او ښه تدبیر وي او په دې توګه به تاسې بیرته روم ته تشریف راوړئ. 

ستاسې د خېر له هڅو مننه او الله متعال دې درته اجرونه نصیب کړي. 

مننه 

داکتر ص سعیدی

 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.