آرشیف

2016-3-6

نظر محمد مطمئن

یو سیاست؛ جنګ یا سوله: د طالب دروند سیاسي ګوزار

د رسنیو د ځینو کارکوونکو او  سیاسي کارپوهانو خپل  تحلیل به و چې د لسو طالبانو د نومونو یادونه  یې کوله او یا به د حکومت لخوا  ځينې نومونه افشاء شوي وو، داخبره نوره ډیرو ته په یقین بدله شوې وه چې د مارچ میاشت په لومړیو دوو اونیو کې به د طالبانو استازي په اسلام اباد کې په  څلوراړخیزه د سولې اړوند ناسته کې ګډون کوي.
ډیری جګپوړي چارواکي او سیاستوال هغه وخت لا ډیر باوري شول چې رسنیو د طالبانو د ډلې دمشر ملااخترمحمد منصور د ګډون خبره او یاداچې اجازه یې کړي چې استازي به یې راتلونکې ۴ اړخیزه ناسته کې ګډون کوي.
فکر کیږي چې طالبانو نه غوښتل پدې اړوند  څه ووايې ځکه هغوی سره به د چین او پاکستان  پټې لیدنې شوې وي، چین او پاکستان پردې باوري وو چې طالبان په یادو ناستو کې ګډون نه کوي، ولي چې کله پاکستان لوبه دومره ګرمه کړه چې خیالي او تصوري د سولې غولیدونکې ناستې او د طالبانو ګډون يې پکې د خلکو په ذهن کې په یقین بدل کړل، طالبان به مجبوره شوي وي چې دغه ډول اعلامیه خپره کړي،  متل دی وايې چې سل د زرګر یو د اهنګر.
دروند سیاسي ګوزار
طالبانو  دروند سیاسي ګوزار هم دپاکستان پر حکومت او هم پر کابل وکړ، نن چې د افغان پارلمان د پرانستلو ورځ ده، ویل کیږي ولسمشر غني به ورته وینا کوي، د غني یواځني دروغجنه لاسته راوړنه د ۴ اړخیزو ناستو یادونه او دا چې طالبان به پکې ګډون کوي. مګر طالبانو په  ډیر حساس وخت کې اعلامیه خپره کړه او خپل ګډون يې رد کړ، بلکې خپلې غوښتنې یې بیا ځل تکرار کړي چې تر کومه بهرني پوځیان په هیواد  کې وي، ددوی نومونه تورلسټ کي او بندیان شکنجه کيږي ، د کابل چارواکو سره  خبرو ته  چمتو نه دي.
کابل او اسلام اباد پر دي ښه پوهیدل چې طالبان په دغسي ناستو کې ګډون نه کوي، داچې  ویل کې کابل  به د لسو مهمو طالبانو نومونه  اسلام اباد ته ورکړي او په ناسته کې یې د طالبانو د مشرانو د ګډون غوښتنه کړي وي، فکر کيږي چې دوی هغه ډول غوښتنه کړي چې ممکن به نه وي،  معنی او مفهوم به يې داوي چې په دي کار سره ممکن کار ناممکن شي، چې په انګریزي کي د Passable نه    Impassable  ورته وایې
اوس به کابل حکومت د سولې مذاکراتو کې پړه پر طالبانو اچوي، وایې به چې موږ مذاکراتو ته حاضرو خو طالبان سوله نه غواړي، حال داچې همدې کار ته زمینه خپله حکومت برابره کړه، طالب هر ځل ویلي چې د پاکستان او یا بل بهرني فشار لاندي خبرو ته نه حاضريږي، او د بهرني فشار په نتیجه کې د سولې مذاکرات افغاني پایلې نه لري.
مخکې له دي چې شکېل اړخونه مخامخ مذاکراتو ته ننوځي، باور جوړلو، لومړنیو خبرو او اجنډا باندی باید کار وشي،  ولي افغان حکومت پرته له زینو څخه بام ته ټوپ وهي.
اصلي لوبغاړی پاکستان دی وخت به پریکړه کوي، پاکستان به د سولې په نوم امتیاز اخلي، کله چې امتیاز ترلاسه کړي ، اوس یې هم امتیاز اخیستی دي، بیا  به د خبرو د تعجیل او ځنډ  وړانديز کوي.
د سولې خبرې او د پاکستان امتیاز اخیستل
پاکستان هر کال د امریکا سره ستراتیژیک مذاکرات لري، د اځل د ایف – ۱۶ جیټ الوتکو غوښتنه د پاکستان لخوا، د پاکستان د  اټومي وسلو کنټرول د امریکا لخوا د مذاکراتو په   اجنډاکې وو.
دهمدې له پاره چې پاکستان د امریکا د کانګرس د غړو انديښنې لیري کړي، او له امریکا څخه جیټ الوتکې ترلاسه کړي، امتیاز واخلي،  د ۴ اړخیزو ناستو تر نامه د سولې غولونکي لوبه یې ګرمه ساتلي وه.
افغان  حکومت بیا په دي کار سره د خلکو توجه اړول غواړي، تر څو خپلې ناکامۍ له ولس او سیاستوالو څخه پټې کړي.
غني غواړي چې د کرزي لوبه تکرار وساتي، داچې پر طالب د شمال ټلوالې کسان وبیروي، همداسي هم ده، شمالي ټلواله فکر کوي چې غني له طالبانو سره پټې اړیکې لري او غواړي چې طالبان حکومت ته راولي.
د امریکا اړیکې له شمال ټلوالې سره خرابي ښکاري، ممکن افغان حکومت کې  ژور بدلون او تغیرات راشي، دا امکان شته چې ۴ اړخیزه ناستي د امریکا، افغان حکومت او پاکستان ګډه لوبه وي.
د سرتاج عزیز څرګندونې او پایلې
نږدې تیر ۱۵ کلونه پر پاکستان تور پوري وو چې د طالبانو مرسته کوي، او طالبانو ته يې پټنځایونه برابر کړي دي، هغه څه چې پاکستان نه منل، او طالبانو بیا هر وخت ښکاره کوله چې دوی مستقیل دي، د پاکستان تر فشار او کنټرول لاندي نه دي، ځکه خو يې په قطر کې د سولې مذاکراتو له پاره ځانګړي دفتر پرانیست، هغه دفتر چې پاکستان او افغانستان د سعودي په ګډون ورسره سخت مخالفت ښکاره کړ.
سرتاج عزیز په امریکا کې وویل چې طالبان په پاکستان کې دي، دهغوی کورنۍ او مشران هلته میشت دي، دوی ته پاکستان د درملو او روغتونو اسانتیاوي برابرې کړي دي، ددوی بچیانو ته يې د ښوونې او روزنې سهولت برابر کړی او ددوی د کورنیو حفاظت کوي.
فکر کيږي چې د نورو لاملونو ترڅنګ د سرتاج عزیز څرګندونو به طالبان اړ کړي وي چې په ۴ اړخیزو ناستو کې د ګډون نه کولو اړوند اعلامیه رسما خپره کړي، هسي هم طالبانو په تیرو څلورو ناستو کې ګډون ونه کړ، داځل هم تمه نه وه چې هغوی به ګډون وکړي، مګر داچې د طالب د قربانیو سودا عملا پاکستان دتیر جهاد په څیر روانه کړي وه او له امریکا څخه د امتیاز ترلاسه کولو له پاره تر پولو واوښت، طالبانو  سخت سیاسي ګوزار ورکړ، اوس نو پاکستان ته نور د پټې سودا چانس پاتي نه دی.
پاکستان  لوی زیان هم وکړ، طالب سره به يې هم ستونزه په همدې حالت کې پاتې نه شي، اړیکې به يې ترینګلی شي، مګر نړیوال به اوس له پاکستان څخه د تیرو ۱۵ کلونو حساب غواړي، افغان حکومت به تر فشار لاندي وي چې د نړیوالو په مرسته له پاکستان سره په تیرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د لاسوهني او مداخلي حساب وکړي،  هغه چې خپله سرتاج عزیز يې وایې، دابېله خبره ده چې پر طالبانو پاکستان کنټرول لري یانه؟ که يې لرلای نو طالبانو به د اعلاميې د خپرولو جرائت نه وای کړی، مګر پاکستان به په نړیواله او سیمیزه کچه تر سختو نیوکو لاندي راشي، هند ته ښه ثبوت خپله سرتاج عزیز په لاس ورکړ.
پاکستان به طالبانو ته په غوسه وي، خو طالبان به وایې چې نه باید پاکستان د خپل ژوندي پاتې کیدو له پاره د افغانانو قرباني خرڅې او  پر طالبانو معامله وکړي.
کیدای شي چې د سرتاج عزیز څرګندونې د پاکستان د ملکي او پوځي حکومت ترمنځ ستونزې لازیاتي کړي، هغه چې وار له مخه د افغانستان مسئلې اړوند اوسمهال کې شتون لري.  
سوله په عمل کې
د سولې اړوند په کار ده چې خبرې او عمل پرتله شي، ۱۴ کاله موږ د سولې خبرې اورو، ولي په عمل کې هیڅ نه دي شوي.  نږدې ۱۸ میاشتي کیږي چې د سولې تکراري او  مهمې خبرې د ولسمشر غني څخه اورو،  دومره زیاتې چې باور او یقین کیږي چې سولې ته ژمن او سوله راځي، مګر که عمل ته متوجه شو، نه داچې پرمختګ شته، بلکې له صفر سلنې څخه هم کښته پرمختګ دی، شاتګ دی، شپني عملیات، امریکا سره تړون، پاکستان سره ځنډیدلی  امنيتې تړون، بهرني پوځیان بیرته راتلل او ولایتونو ته د جګړې له پاره تلل، تهدید او د طالب ځپلو خبري، له امریکا او روسیې څخه وسلې اخیستل، دا ټول د سولې ضد کارونه دي چې غني وکړل.
غني ارګ ته له ننوتلو مخکې طالبانو سره ناستې کړي وي ، نیمه تفاهمات شوی وو، طالب غوښتنې پوره کړي، همدي قطر کې ناستو خلکو همدا کار وکړ،  چې اوسمهال غني وایې صلاحیت به څوک لري؟
کابل څخه غوښتنه داو ه چې له امریکا سره امنیتې تړون لاسلیک نه شي ، خپلواکه افغان شموله اداره  باندي به خبرې کیږي، لنډمهاله اداره به جوړيږي،  همدا  لنډمهاله اداره به د راتلونکي منتخب او مشروع حکومت لپاره کار کوي، غني سر خوځولی وو، مګر له خپلو  ژمنو په شا شو، اوس هم وخت شته که د بهرنیانو د وتلو پر سر او دلنډ مهاله حکومت اړوند سولې ته د رسیدو مذاکرات  وشي.
غني چې ارګ ته ننوتی بیا هم له طالبانو سره مختلفي ناستي وشوي، کومې ژمنې او خبرې چې شوي کابل بدلون ورکړي.
ستونزه داده چې کابل اداره کې د موقف توحید نشته، ولسمشر غني د سولې خپل تعریف لري، عبدالله ، دوستم او محقق د خپلو ګټو خوندي ساتلو سره  سوله غواړي، احمد ضياء مسعود، د بهرنیو چارو وزیر او د بلخ سرپرست والي هم د ملیشو جوړولو ګواښونه کوي.
د حکومت بېلابېلو ډلو ټپلو او چارواکو ته یو سیاست په کار دی جنګ یا سوله
د کابل دریځ ډیر ژر ژر بدلون کوي، کله پاکستان سره ډیر ژور مخکې ولاړشي، کله هند سره او کله هم چین سره، داسي مختلف الاضلاع مثلت جوړول غواړي چې دا ضلعي یوبل نه قطع کوي، د هند او پاکستان اړیکې یوبل سره ډیري ترینګلي دي، افغان حکومت باید په منځني حد کې اړیکې له دواړو هیوادو سره وساتی، دا ډول د چین او هند اړیکې ورته ډول دي.
تر ډیره ښکاري چې د سولې اړوند د طالب موقف واحد دی ، هغوی په دوحه کې د پګواش په لومړۍ او دویمه ناسته کې د سولې اړوند صراحت او خپله تګلاره  لږ تر لږه روښانه کړي
پاکستان به له طالب سره ټکر  ته زړه ښه کړي
پاکستان  طالب سره ټکر ته نه ځي مجبوریتونه لري، طالب تر حکومت قوي او  د هیواد زیاته سېمه یې تر کنټرول لاندي ده، د هند او چین سره اړیکې يې داسي نه دي چې پاکستان ورڅخه ویره ولري، دا ډول ایران سره هم طالب په اړیکو کې تعادل ساتلی دی، مهمه داده چې افغان طالب د پاکستان په ولس کې نفوذ لري، د پاکستان په مذهبي ګوندونو او مذهبي څیرو کې نفوذ لري، او د ډیورنډ دواړو غاړو ته پراخ قومي نفوذ لري.
یو تن چې د افغان حکومت امنیت شورا کې اوسمهال کار کوي، په ټلویزون کې له ګردي میز خلاصیدو وروسته وویل چې کله پاکستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر افغانستان اوړه بند کړل، په تورخم او چمن يې اجازه نه ورکوله، طالبانو پاکستان ته احوال ورکړ چې لاره خلاصوي، اوړه راپریږدي او که له هند سره د اوړو اخیستلو تړون وکړي، پاکستاني چارواکو سخت تکان وخوړ.
پاکستان چې د طالب په نوم  له نړیوالو څخه ګټې ترلاسه کوي، او له طالب سره د فاصلي نیولو انديښنې او زیانونه هم ورته معلوم دي، په دي هم پوه دی چې ایران او روسیه کمین کي ناست دي، طالب له دواړو هیوادونو سره اړیکې لري، نو پاکستان به اوس مهال پر طالب دداسي فشار راوستلو جوګه نه وي کوم چې افغان حکومت او یا نور يې فکر کوي.
د افغان جنګ له امله پاکستاني جنرالان میلونران شول
د اسلامي حزب (ارغندیوال) مشر او د حراثت او ثبات شورا غړی عبدالهادي   ارغندیوال وايې چې  پاکستاني جنرالان د افغانستان د جنګ له برکته میلونران شول، ګټې یې د افغانستان په جنګ کې دي، زموږ جګړه ددوی له پاره تجارت دی او د افغانستان جنګ له امله پاکستان ستراتیژیک موقعیت ترلاسه کړی دی.
ارغنديوال وایې چې سوله هرڅوک غواړي مګر مهمه داده چې  د جنګ عوامل و پېژندل شي،  د سولې په اوسنۍ تګلاره باندي باور نه لرم، د جنګ دوام موږ غلامان، کمزوري او احتیاج کوي.په څلوراړخیزو ناستو باوري نه یم، بیخې مایوس هم نه یم، د داسي افغاني مذاکراتو اړتیا ده  چې نړلوال ناظرین پکې شتون ولري ، که حکومت ناکامه  کیږي نو داسي موقت حکومت چې ښکېلو اړخونو ته قابل قبول وي او سمې برنامې ولري مناسب حل دی.
د افغان حکومت مخالف اپوزیسون مشر ډاکټر انوارالحق احددي وايې چې حکومت عوام فریبي کوي، خبري ډیري کوي چې سوله راځي مګر اصل کي هیڅ هم نشته، که طالبان په څلوړاړخیزو ناستو کې حاضرشي نتیجه ورکوي او که حاضر نه شي نتیجه نه ورکوي، داچې امریکا به په پاکستان فشار راوړي، چې طالبان خبرو ته کینوي، باوري نه یم چې پاکستان به داکار وکړي.
داچې د هیواد په شمال کې خلک جګړې ته بلل کیږي، حکومت د سولې روښانه طرحه نه لري، دخلکو دفاع د حکومت دنده ده، پوځ شته، پیسې شته مګر دطالب مقابل کې مقاومت نه شي کولای.
احدي وایې چې طالب په نظامي بن بست باوري نه دی، که راتلونکی پسرلی کې حکومت دفاع وکړي، ممکن بیا طالب له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته حاضر شي.
ښاغلي احدي  وویل چې طالبانو سره يې لیدلي دي، هغوی په لنډمهاله حکومت باندي راضي کیږي مګر په حکومت کې ګډون نه کوي،  که داسي سوله او حکومت راځي چې طالب هم پکې وي دا ښه ده، او که نه وي نو بیا موږ درې نور کلونه دغه ناکام حکومت ته انتظار نه شو کولای،  انتخابات غواړو.
حل لاره
په ډیر لنډ ډول سره وایو چې خپله افغانان د سولې پروسه کې وړ او مناسب کار کولای شي، بهرنیان او ګاونډیان يې هغه ډول نه شي کولای کوم چې  ګردو  افغانانو  او یا ښکیلو اړخو ته د منلو وړ وي،  د افغانانو  ګاونډي او بهرني خواخوږي به وي خو  متل دي وايې پیشو د خدای له پاره موږک نه نیسي.
دکابل ادارې د موقف یووالي اړین دی ، د سولې مذاکراتو  او مخامخ خبرو له پاره بيطرفه کسان او دریمګړی ګروپ جوړول او هغوی ته واک ورکول،   مقابل لوري نه هم د واک غوښتنه، پر  لنډمهاله اداره باندي خبرې او هوکړه،  داسي اداره چې د بل راتلونکې مشروع حکومت لپاره کار ورکړي.
په سوله کولو کې باید ملي ارزښتونه خوندي او وساتل شي، داسي سوله چې ملي ارزښتونه پکې متضرر کيږي د بلې جګړې پېلامه به وي.
 د بهرنیانو شتون د سولې اړوند لوی خنډ دی، د طالبانو  لخوا د بهرنیانود وتلو مهالویش اعلان او منل،  تنازل او ښه فرصت دی، نړیوال باید امریکا قانع کړي چې د افغانستان جګړې څخه په بامسؤلیته ډول سره ووځي، نه داچې د نویمو کلونو ناکامه تجربه تکرار شي، چې روس او امریکا د افغانانو جګړه بې مهاره پريښوده،  امریکا او روسانو دواړو له مسؤلیت څخه پښې سپکې کړي، چې دادی لا هم جګړه روانه ده، که داځل هم امریکا مسؤلیت نه مني، نو ستونزمنه به وي چې ژر دي په افغانستان کې  جګړه ودریږي او سوله راشي.
د غني له پاره تر ټولو مهمه لاسته راوړنه سوله ده، که چانس له لاسه ورکړي، تاریخ به دده ناکامه دوره او ګډ حکومت په ډیرو بدو تورو کرښتو وليکي، او طالب ته په کار ده چې د سولې هر ډول هڅې وکړي، که جګړه دوام کوي، سوله نه راځي، اوطالب د سولې ابتکار په خپل لاس کې د ولس سره په مشوره نه اخلي بیا به ګرانه وي چې د راتلونکي جګړې پړه له غاړي واړوي، او ځان ته برائت ورکړي. په افغان سوله کې د افغان ولس، امریکايې ولس، اروپايې ولس، طالب، افغان حکومت او ګاونډیو ګټه او خیر دی، په کار ده چې افغان ولس او په کور ناست سیاستوال په طالب، حکومت او نړیوالو مدني فشار راوړي چې سولې ته په عمل کې حاضر شي.

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند