آرشیف

2020-2-4

نظر محمد مطمئن

د طالبانو او امریکا مذاکراتو کې بې باوري

مخکې له دي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پېل شي، د بهرنیانو لخوا نیوکه کېدله چې د قطر سیاسي دفتر ډیر واک نه لري، طالب مشرانو په لومړنۍ لیدنه کې مخامخ خلیلزاد او جنرال میلر ته روښانه کړه، چې د سولې مذاکراتو خبرو واک د طالبانو د قطر سیاسي دفتر سره تړاو لري.
په دویم قدم کې طالبانو د بهرنیانو د انديښنو او بي باوريو له منځه وړلو لپاره د قطر دفتر لپاره د ملا برادر اخوند ګومارنه داسي مهال وکړه، چې لا هم بهرنیانو د قطر سیاسي دفتر په اړه د واک د محدودتیا انديښنې درلودلې.
له هغه وروسته امریکایي لوري او طالبانو توافق وکړ چې د سولې مذاکراتو لپاره به طالبان او افغان سیاستول + حکومت مذاکراتي ډلې جوړوي، طالبانو په ډیر لږ وخت کې د خپلې قوي مذاکراتي ډلې نومونه د رسنیو په واک کې ورکړل، خو امریکایان تر یو کال زیاته موده کې ونه توانېدل چې د افغان حکومت او افغان سیاستوالو ترمنځ فاصله ختمه او ګډ مذاکراتي ډله ونومول شي.
د نهه پړاوه خبرو په جریان کې د طالبانو او امریکا ترمنځ ډیرې بې باورۍ را منځته شوې، زه یې ځینې مهمې دلته را اخلم:
لومړی: د طالبانو او امریکا ترمنځ ژمنه شوې وه چې د سولې مذاکرات به په دوحه کې مخته وړي، یو ناڅاپه د امریکا، پاکستان، متحده عرب اماراتو او سعودي په غوښتنه د سولې مذاکراتو لپاره غونډه په ابوظبۍ کې ونیول شوه، د طالبانو او امریکا ترمنځ مخکنۍ توافق شوې اجنډا ته بدلون ورکړل شو، د یادو هیوادونو استازو له طالبانو په کلکه وغوښتل چې د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرې وکړي، او اوربند ومني، په داسي حال کې چې د افغان حکومت استازي هم ابوظبۍ ته رسیدلي وو، او تمه یې درلودله چې له طالبانو سره به مخامخ خبري وکړي.
دوېم: بیا هم د طالبانو او امریکا ترمنځ توافق شوی و، چې مذاکراتو ته به په دوحه کې دوام ورکوي، خو کله چې د مذاکراتو نیټه را ورسیده، زلمی خلیلزاد د دوحې پر ځای اسلام اباد ته ولاړ، ویل کیږي چې اسلام اباد هغه ته وعده ور کړي وه، چې د طالبانو د ډلې دوه مرستیالان (مولوي محمد یعقوب او خلیفه سراج الدین حقاني) به ورسره کینوي. په اسلام اباد کې له څلور ورځو انتظار وروسته خلیلزاد د اسلام اباد له کړي ژمنې مایوسه، او د ځینو اروپایې هیوادو په منځګړیتوب او د هغوی په خوله یې طالبان ته احوال واستاوه چې په دوحه کې له ده سره وویني.
درېیم: امریکایانو به طالبانو ته نږدې کسانو ته دا خبره رسوله چې له دوی سره اندیښنه ده چې ملا برادر اخوند او مولوي امیرخان متقي کیدای شي لیواله نه وي چې قطر کې له امریکایانو سره په خبرو کې برخه واخلي، او یو ډول یې داسي ښودله چې دا کسان به د پاکستان تر فشار لاندي وي، او پاکستان هم نه غواړي چې هغوی دوحې ته ولاړ شي.
د طالبانو دغه دوه مهم مشران او ورسره ډیر قوي او د طالبانو په لیکو کې د ښه نوم او باور لرونکې کسان، د پاکستان له ډیر فشار سره سره، دوحې ته ورسیدل، او هلته یې له امریکایانو سره په خبرو کې برخه واخیستله.
څلورم: د مسکو ناستي په دوام، پتېل شوې وه چې په قطر کې به بین الافغاني ناسته کیږي، امریکا، افغان حکومت، افغان سیاستوالو او طالبانو هم منلي وه. مګر د افغان حکومت لخوا د اوږد لسټ وړاندي کولو، او بیا کابل ته د قطر هوایي کرښې الوتکې ته نه اجازه، او د امریکا لخوا یې نه مخالفت، همدارنګه د غونډې د مخنیوي لپاره په کابل کې د امریکا په خوښه او یا نه مخالفت سره د سولې مشورتې لویه جرګه جوړېدل، او پر طالبانو نیوکې او له هغوی څخه د اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې، مخکې له دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون کې پرمختګ وشي.
همدارنګه بیا په قطر کې د ځینو افغان سیاستوالو، د رسنیو، مدني او میرمنو ټولنو له هغو استازو سره د طالبانو ناسته، چې د امریکا، برتانیا، جرمني سفارتونو او اروپایې ټولنې لخوا چمتو شوی وو. او دا ناسته د طالبانو د لیوالتیا وړ هم نه وه، خو بیا هم د مسکو په دوام، د مهمې غونډې ځای دغسي یوې کوچنۍ او بې پایلې غونډې ونیو، او دا هر څه امریکایانو په اګاهانه ډول کول.
پنځم: د امریکایانو په ډله کې تر لس زیات، خو داسي کسان چې د ناستو پر مهال یې خبرې نه کولې یوازي د طالبانو څیرو او د هغوی خبرو او لهجو ته متوجه، انسان پېژندونکي، او غوښتل یې چې یو ډول د طالبانو منځ کې درز پیدا شي.
شپږم: تر نهه پړاوه مخامخ مذاکراتو وروسته، تر ټولو لویه بې باوري د طالبانو او امریکا ترمنځ هغه وخت رامنځته شوه، چې د سولې تړون اړوند ټول مسایل او جزیات وروستي شول، توافق شوی و چې د تړون له لاسلیک څخه اته ورځې وروسته به د طالبانو خبرې له افغان حکومت او افغان سیاستوالو سره پېلیږي، یو ناڅاپه د ولسمشر ټرمپ لخوا ټویټ وشو چې د سولې مذاکرات یې په کابل کې د خپل یو پوځي د وژنې له امله درولي دي، په داسي حال کې چې په کومه ورځ چې په کابل کې طالبانو برید وکړ، امریکایې پوځي قتل شو، په همهغه ورځ جنرال میلر او خلیلزاد ماښام مهال له طالبانو سره د توافق د رسمی مراسمو په اړه د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې خبرې کولې.

د ټرمپ دغه ډول کړنې تر ټولو لویه بې باوري د طالبانو او امریکایانو ترمنځ را منځته کړه.
اووم: د ټرمپ لخوا چې د سولې مذاکرات وځنډول شول، امریکایانو هڅې پېل کړي، چې طالبان نرمښت وښيې او داسي کړنه وکړي چې د مذاکراتو بیا ځل دوام ته لاره هواره شي. د امریکایانو لخوا بېلابېل وړاندیزونه طالبانو ته د یو او بل په خوله رسول کیدل، چې یا خو طالبان اوربند ومني، یا خو د افغان – امریکایې پوهنتون استادانو تبادله وکړي، یا خو په خپله مذاکراتي ډله کې میرمنې ور زیاتي او یا هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او یا هم په تاوتریخوالي کې کمښت راولي.
د مذاکراتو په لومړيو ناستو کې امریکایانو استدلال کاوه چې د بندیانو د تبادلې او خلاصون خبرې باید طالبان له افغان حکومت سره مخامخ وکړي، ځکه بندیان د افغان حکومت په واک کې دي، او دا کار په هغوی پوري تړاو لري، خو وروسته د بندیانو د تبادلې بهیر؛ د افغان حکومت په ناخبرې کې امریکایانو له طالبانو سره مخکې یوړ.
طالبانو د افغان – امریکایي پوهنتون د استادانو تبادله ومنله، امریکایانو ټینګار درلود چې د تبادلې سره سره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې هم ومني، کله چې د طالبانو جواب منفي و، بیا امریکایانو ټینګار درلود چې طالبان اوربند ومني، بالاخره مایوسه شول، او پرته له یادو دوو شرطونو یې د بندیانو د تبادلې تړون له طالبانو سره په دوحه کې لاسلیک کړ.
طالبانو انتظار ایست چې خپل بندیان یې د قطر هوایي کرښې الوتکې کې دوحې ته راوړل شي، بیا هم ناببره د امریکایانو لخوا د دوه ورځو اوربند غوښتنه وشوه، د بندیانو د تبادلې بهیر وځنډید، او بې باوري پکې لا زیاته شوه.
د بندیانو تر تبادلې وروسته، تمه کېدله چې امریکایان به له طالبانو سره د سولې نهایي شوی تړون لاسلیک کړي، او دا یو ښه فرصت هم و، ځکه ولسمشر ټرمپ، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او لوړ پوړو امریکایي سیاستوالو د افغان – امریکایې پوهنتون دوه استادانو خوشي کېدل د سولې لپاره يو ښه پرمختګ وباله.
اتم: طالبان او افغان ولس په تمه وو چې دا ځل به خلیلزاد له نوي او مخکنیو شرطونو پرته، له طالبانو سره د سولې تړن د لاسلیک په اړه خبرې کوي، مګر داسي ونه شول، بیا هم امریکایي لوري له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې، د سولې تړون تر لاسلیک مخکې پېل کړي. طالبانو بیا هم دغه مسئله کورنۍ یاده کړه، امریکایي لوري ته یې وویل چې کله تاسي سره تړون لاسلیک شي، بیا به موږ افغانان خپلمنځي ناستې او مذاکرات کوو.
امریکایانو ډیر ټینګار درلود چې طالبان له امریکا سره تر تړون وړاندي اوربند ومني، په دي اړه په لومړيو وختونو کې امریکایانو ډیر نرمښت وښود، تر دي چې په نا اعلان شوې دوه ورځې اوربند باندي یې هم اکتفا درلودله.
طالبانو د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي کمولو ژمنه وکړه، همدا کار یې وکړ، په جګړه کې د پام وړ کمښت راغی، خو بل خوا بیا په لیري پرتو سېمو کې امریکایانو او کورنیو پوځیانو بمبارد، شپنۍ چاپې، د ملکی خلکو وژنې او بریدونه تر پخوا لا زیات کړل، چې طالبان یې د امریکا پر نیت لا ډیر شکمن کړل.
نهم: امریکایانو له طالبانو سره ومنله چې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه وکړي، تر څو ولسمشر ټرمپ ته د سولې مذاکراتو کې د خلیلزاد لخوا دا لاسته راوړنه وړاندي شي. د طالبانو د قطر سیاسی دفتر وکولای شول چې د دفتر دغړو، د خپل مشر شیخ هبة الله، د رهبري شورا، نظامي شورا، علماوو شورا او اړوند کمیسونو اجماع او رضایت د تاوتریخوالي کمولو لپاره تر لاسه کړي، دا یو لوی او ښه پرمختګ و، د همدې پرمختګ لیکلی متن یې امریکایي لوري ته په واک کې ورکړ. طالبانو تمه درلودله چې د امریکایې لوري به مثبت ځواب تر لاسه کړي، خو په دوبۍ کې د یوناما په مشرۍ د خلیلزاد، ناټو ملکي استازي، اروپایي ټولنې، امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني او ناروي سفیرانو د ناستي پر مهال خلیلزاد څرګنده کړه چې پر طالبانو لا زیات فشار ته اړتیا لیدل کیږي. او له دي وړاندي خلیلزاد پر طالبانو د فشار له پاره پاکستان ته ولاړ، هلته یې د پاکستان له چارواکو هم غوښتي وه چې پر طالبانو د اوربند لپاره فشار زیات کړي.
د دوبۍ له غونډې وروسته، خلیلزاد له طالبانو وغوښتل چې یا خو اوربند ومني او یا هم اوربند ته ورته نږدې څه ومني.
د امریکایانو په غوښتنو کې وخت په وخت بدلون، او د غوښتنو زیاتوالي طالبان د امریکایې لوري په نیت نور هم شکمن کړل، او د امریکایانو لخوا چې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه شوې وه، طالبانو ومنله، خو بیا یې د اوربند غوښتنه وکړه، همدې کړنې د طالبانو او امریکا ترمنځ بې باوري لا زیاته کړه، او طالبانو په خپلو رسمي پاڼو کې د دوی او امریکا ترمنځ د بي باوري راپورونه خپاره کړل.
لسم: امریکایانو سره انديښنې دي چې کیدای شي طالبان به په لویو ښارونو او د ولسوالیو په مرکزونو بریدونه کم او یا خو بیخې ونه کړي، خو ددې پر ځای به ټوله توجه کلیوالو سېمو ته کړي، په داسي حال کې چې د امریکا/ناټو لخوا بمبارد هم نه وي، نو طالبان به خپلو حملو ته په کلیوالو سېمو کې زور ور کړي، او د افغان حکومت امنیتي ځواکونو ته به ډیره مرګ ژوبله واوړي، او طالبان به په لیري پرتو سېمو کې ځینې امنیتي پوستي تر خپل واک لاندي راولي.

یوولسم: امریکایان فکر کوي چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ډیر واکونه لري، چې د سولې مذاکراتو کې پرمختګ، او د تاوتریخوالی اړوند ډیر څه ومني، خو دوی خپل بشپړ واک نه کاروي، او د خپلې ډلې د مشر لخوا د پوره واک ورکولو سره سره دوی دیر لږ د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې مني.

دولسم: طالبانو حس کړي چې د امریکایي لوري ترمنځ هم د سولې مذاکراتو کې اجماع نه شته، ځکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لیواله دی چې د سولې مذاکرات ګړندي مخکې یوسي، پنټاګون او سي آی اې بیا غواړي چې پر طالبانو خپلې غوښتنې ومني، تر څو د سولې تړون د دوی پر ماتې تمام نه شي، او سپینه ماڼې بیا مجبوراً د بهرنیو چارو د وزیر په پرتله د پنټاګون او سي آی اې څرګندونو ته پر اهمیت قایله ده، همدا لامل دی چې د سولې مذاکرات پڅ روان دي.

دیارلسم: امریکا او پاکستان پلوي افغان رسنۍ هڅې کوي چې د طالبانو مذاکراتي ډلې پر غړو، نظامي طالبان بې باوره کړي، او طالبان به ممکن فکر کوي چې دا هم د امریکا او افغان حکومت ګډه سوژه ده چې غواړي د طالبانو په منځ کې درز را منځته کړي.

 

انديښنې

ښکاري چې د سولې بهیر ټکنی شوی، امریکایان ویره لري چې کیدای شي ایران به له طالبانو سره د وسلو مرسته زیاته کړي، او انديښنه لري چې کیدای شي طالبانو د چورلکو ضد توغندي ترلاسه کړي او یا هم په راتلونکي کې تر لاسه کړي. پر دې سربېره، د سیمې د هېوادونو او د امریکا ترمنځ د پخوا په پرتله اختلافات زیات دي. پر افغانستان د امریکا د جګړې په لومړۍ لسیزه کې د سیمې هېوادونه له امریکا سره همږغي وو؛ خو له تېرو درې یا څلورو کلونو راهیسې دغه اجماع نوره نه شته. اوس که امریکایان د سولې مذاکراتو کې ناغېړي کوي او یو ځل بیا ښکېل لوري جګړې ته لومړیتوب ورکړي، لرې نه ده چې د طالبانو او د سیمې د مقتدرو هېوادونو ترمنځ پېيلتیا لا پياوړې شي چې دا چاره به بې له شکه د جګړې معادله بدله کړي.

بل خوا د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې هم له نامعلوم برخیلک سره مخ دي، ولس نه پوهیږي چې بیا به کومه معامله کیږي، او که د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي، هغه ولسمشر به څومره قانوني واکونه ولري، چې غټ اکثریت سیاسي ډلې او افغان سیاستوال یې ننګه ونه کړي.

د طالبانو اړوند لویه اندیښنه بیا دا ده، که د ژمي موسم پای ته رسیږی، پسرلی راشي، د پسرلي عملیات اعلان شي، او په پسرلي کې به یو ځل بیا جګړې ډیر زور اخلي، طالبان به هڅې وکړي چې په راتلونکي پسرلي کې د اوسنۍ کمې جګړې جبران هم وکړي، او خپلو بریدونو ته کیدای شي لا زیات زور ورکړي.

له دي ها خوا بله اندیښنه دا ده چې له یو کال زیات وخت مذاکراتو وروسته، چې د طالبانو ډیر مهم او منلي مشران په قطر کې پاتې شوي، د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره یې شپه او ورځ کار کړی، که د هغوی بي باوري پر امریکا نوره هم دوام وکړي، کیدای شي د طالبانو مهم مشران (ملا برادر اخوند، ملا امیر خان متقي، مولوی عبداللطیف منصور او ځینې نور) بیرته له قطر څخه ووځي، او د رهبري شورا په ناستو کې د ګډون لپاره د ډیورنډ کرښې غاړو ته ځانونه ورسوي.

که د طالبانو مشران له قطر څخه ولاړ شي، بیا به اسانه نه وي چې د سولې مذاکرات ګړندي او منتج په قطر کې جریان پيدا کړي.

همدارنګه امریکایان انديښنې لري، که له طالبانو سره د تاوتریخوالي کموالی په اوسنیو شرایطو ومنی، طالبان به په کلیوالو سېم کې جګړو ته زور ور کړي، او که چیرته له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړي، بیا به هم طالبان له ډیر قوي موقف څخه له افغان سیاستوالو + حکومت سره خبرو ته کیني.

له افغان ولس سره انديښنه ده چې په سېمه کې هند له پخوا، ایران اوس، د سولې بهیر بریالیتوب نه غواړي، بلکې دواړه هیوادونه؛ هند د افغان حکومت په پلوي، ایران د طالبانو په پلوي، په افغانستان کې خپلې موخې لري.

 

د حل لاره

ښه دا ده چې په جګړه کې ښکېل لوري (افغان حکومت، امریکا، افغان سیاستوال او طالبان) اوسنی د سولې لپاره چمتو فرصت له لاسه ورنه کړي، ټول لوري هڅې وکړي چې د سولې مذاکرات بریالي شي.

له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون، امریکایانو ته مسؤلیت ورکوي چې د افغانستان جګړه په سم ډول پای ته ورسیږي او په راتلونکي کې له کورنۍ جګړې مخنیوی وشي.

که چیرته له امریکا سره د طالبانو د سولې مذاکرات بریالي نه شي، د سولې تړون لاسلیک نه شي، امریکا کله هم د افغانستان د ارامي او سوکالي مسؤلیت نه مني، او نه هم په افغانستان کې د جګړې شدت کمیږي، نه په جګړه کې کموالی راځي، او که پرته له مسؤلیت څخه، پرته د سولې تړون له لاسلیک څخه امریکایي/ ناټو پوځیان له افغانستان څخه وځي، د کورنۍ جګړې د مخنیوي مسؤلیت هم بیا هیڅوک په غاړه نه اخلي.

ښه به وي چې افغانان په یو ږغ، په امریکایان ږغ وکړي چې د افغانستان جګړه په مسؤول ډول سره پای ته ورسوي، له طالبانو سره خپلې ستونزې حل؛ تر څود بین الافغاني تفاهم او اوربند لپاره لاره هواره شي.

که څومره هم د سولې مذاکراتو کې نوي غوښتنې او نوي بحثونه را منځته کیږي، د سولې بهیر ځنډنی کوي، ښه ده چې له تازه غوښتنو او نویو بحثونو څخه دواړه لوري ډډه وکړي.

داچې دواړه لوري پر یو بل د چل شک کوي، او یو پر بل بې باوره دي، د همدې بې باوري له منځه وړلو لپاره تر دي مهال اړین کار هم نه دي شوی، په کار ده چې ځینې بانفوذه اشخاص او یا هم ځینې هیوادونه د امریکا او طالبانو ترمنځ د بې باوري له منځه وړلو لپاره جدي کار وکړي.

داچې تیر ځل هم خلیلزاد په قطر کې زیات وخت تیر، او طالبانو له هغه سره په لیدو کې لیوالتیا نه درلودله، دا ځل هم ممکن له پاکستان وروسته به خلیلزاد قطر ته سفر کړی وي، کیدای شي طالبانو بیا هم له هغه سره د لیدو لیوالتیا نه درلودله، او یا هم په ټیټه کچه کوم چا ور سره لیدلې وي، په کار ده چې د لیدنو د نه لیوالتیا لاملونه له منځه یوړل شي، او هغه داسي، چې امریکایان په خپلو پخوانیو ژمنو ودریږي.

امریکایان به غواړي چې د خبرو بهیر وغځوي، خو د بهیر په ځنډ کې د چا ګټه او د چا تاوان دی، پرته له شکه، چې طالبان ځان تاواني ګڼي، ځکه د سولې بهیر د ځند له امله د طالبانو د وسلوالو حوصلي متاثره کیږي، امریکا ته په کار ده چې دغه باریکي درک او د سولې بهیر ګړندی کړي.

داچې امریکایان فکر کوي چې دوی طالبانو سره هغه څه مني چې طالبان یې غواړي (د بهرنیو پوځیانو وتل)، خو مقابل کې طالبان هم باید ډیر څه ومني، زما په آند چې د امریکایې پوځیانو وتل حتمې ده، ښه داده چې د وتلو لپاره مناسبه لاره ځانته پیدا کړي، نه داچې هغه غوښتنې، چې منل یې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کوي، د امریکا لخوا وړاندي شي.

زه بیا هم پر دي خبره ټینګار کوم، چې افغان ولس، افغان سیاستوال او طالبان، ټول په یوه ږغ د سولې بهیر ګړندي کیدو، د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره په ګډه کار وکړي، د سولې بهیر تړون لاسلیک، افغاني مذاکراتو او د جګړې پای ته رسولو ته زمینه مساعده کړي.

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند