آرشیف

2019-7-11

نظر محمد مطمئن

د قطر د بین الافغاني غونډې په اړه د سولې د جریانونو د مشترکې جبهې ګډه اعلامیه

د قطر د بین الافغاني غونډې په اړه د سولې د جریانونو د مشترکې جبهې ګډه اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

د سولې د جریانونو مشترکه جبهه په دوحه کې د جون په ۷مه او ۸مه نېټه د بین الافغاني کنفرانس د پرېکړه‌لیک ملاتړ کوي او دا په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام او اغېزناک پرمختګ بولي.
د سولې د جریانونو مشترکه جبهه له ټولو لورو غوښتنه کوي، چې دغه ډول غونډو ته پراختیا او دوام ورکړل شي، ترڅو دا غونډې په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره لا ډېرې اغېزناکې شي.
د مسکو او بیا اوس په دوحه کې د بین الافغاني ناستو ګډې اعلامیې خورا مثبت پرمختګ دی؛ خو تراوسه په دغو اعلامیو کې پر عمومیاتو د توافق خبره شوې ده، مګر په اوسنۍ مرحله کې اړتیا ده چې پر اختلافي ټکو او موانعو هم بحثونه وشي او د له منځه وړلو هڅې یې وشي.
د سولې د جریانونو مشترکه جبهه د دوحې کنفرانس په اعلامیه کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو په اړه د توافق هرکلی کوي؛ خو په ورته وخت کې غوښتنه کوي چې د سولې په لاره کې د موانعو د لرې کېدو په پار امریکا او ناټو ځواکونه هر څومره ژر له افغانستانه د ځواکونو د بشپړ ایستلو نېټه روښانه کړي، ترڅو د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د ټولو لورو اندېښنې له منځه ولاړې شي.
د افغان قضیې پېچلتیا ته په کتلو سره جدي اړتیا ده چې د بین الافغاني خبرو اترو د مدیریت، جدیت او تسلسل لپاره د ټولو افغان لورو په توافق یو سکرتاریت جوړ شي، ترڅو د دغو غونډو چارې تنظیم کړي او اغېز یې لا پسې زیات شي.
دغه راز د دغو غونډو د لا ډېر موثریت لپاره د ټولو مطرحو او اغېزناکو لورو استازي دغو غونډو ته وغوښتل شي، ترڅو د هېواد د ټولو اقشارو استازیتوب وکړي او پر وړاندې یې د خنډونو جوړولو زمینې له منځه یوړل شي.
د باثباته او سوکاله افغانستان په هیله

سه‌شنبه، د چنګاښ ۱۸مه، ۱۳۹۸ لمریز – د جون ۹مه، ۲۰۱۹م