آرشیف
کندز کې بله غمیزه !
دوکتور ص. سعیدي
د بې ګناه انسان وژنه مبرر نه لري!
الله (ج) دې د درواغن د پلار کور وران کړي!
که څوک وایي او ټینګار کوي چې دلته په کندز کې په مدرسه کې چې د افغان حکومت له خوا بمبارد شوه، مسلح کسان او د طالبانو مشران نه وه، نو درواغ وايي او ټول په دې خبر یو او پوهیږو چې سیمه د مخالفینو تر کنترول لاندې ده.
الله ج دې شهیدان وبښي. دلته د دولت مخالف مسلح په یقین وه او دوی سوء استفاده کوله دې کې شک نه شته او درواغ مه وایاست.
خبر داده چې د طالب د قومندان وجود او حتی د هیبتی ملا وجود د شاګردانو او خلکو، وړو او زړو مینځ کې ددې مبرر کیدای شي چې داسې قتل عام او بمبارد وشي؟ که څه هم د مسلحو مخالفینو مهم کسان په کې وي؟
جواب په ښکاره نه دی او دولت نباید دا کار کړای وای.
افغان حاکمیت ته به ملت ستر احترام ، حرمت او تعظيم کړای وای چې دوی همدا ویدیو او عکسونونه چې نن وزارت دفاع د عملیاتو روسته وښودل چې د دښمن حضورهلته د ملکي خلکو مېنځ کې ثابتوي، د پوځي عملیاتو پرته ښودلای وای او ویلي وای: مونږ دغه مستندات، دغه ویدیوګانې او دغه عکسونه لرل. مونږ عملیات ونه کړل چې بی ګناه کسان و نه وژل شي. او مونږ خپل بچي نه وژنو او زمونږ د سولې پيشنهادونه جدي او. یښتني دي!
دا به ستر عظمت او ستر کار وای نه داچې داسې عام خلک د دشمن په مېنځ کې تباه او برباد کړي. دا د افسوس او تأسف خبر ده او دا تخلف او نایت دی چې نورمال انسان ته مببر نه لري.
کله به پوه شئ او کله د الله ج نه هیره پيدا کړئ او کله به دولت داري زده کړئ؟
الهی رحم!
الله( ج ) دې شهیدان وبښي او زخمیانو ته عاجله شفا غواړو. کورنیو ته صبر جمیل او ه یو آواز وایو : مرګ پر پاکستان چې ورونه د ورنو سره جنګوي!
ژوندۍ دې وي سولوه او نیک تفاهم!
دوکتور صلاح الدین سعیدی
۳/۴/۲۰۱۸
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور