آرشیف
پاکستاني تذكرې افغانانو ته!
دوکتور ص. سعیدي
یو حق دی او بل امتیاز.
حق اخیستل کیږي او امتیاز ورکول کیږي.
هر څوک د نړېوالو اصولو پر بنیاد د هر مقیم هېواد قانون سره سم، داوږد اقامت پر بنیاد په یو هېواد کې د هغه هېواد د تابعیت او د هغه پر بنیاد د شناخت کارت یا تذکرې او بیا د پاسپورت غوښتنه کولای شي.
تابعیت تر لاسه کول متياز او د هغه پر بنیاد تذکره او پاسپورت حق دی.
که مونږ دیورندلاین په رسمیت نه پېژنو او له آمو نه تر آاسينه، اټکه او مارګلې د تاریخي او حقوقي مستنداتو په بنياد یو بشپړ افغانستان بولو چې بولو، نو بیا ولې افغان دغه سیمو کې مهاجر بولي چې خپل هېواد کې دی. افغان دغه سیمه کې مهاجر نه وه او نه دی.
که نن پاکستان دغو خلکو ته او یا هرڅوک بل دغه خلکو مهاجر خطاب کوي، خطاء کوي.
که د پاکستان حکومت دوی ته ددوی د تقاضاء، غوښتنې او یا مجبوریت پر بنیاد شناخت کارت ورکوي نو اول باید د دوی د تابعیت مسئله حل شي!
كه نن پاکستاني حاکمیت دا کار کوي نو بیا ولې افغان حاکمیتونو دا کار پخوا ونکړ او یا حد اقل دغه خلکو ته د هغوی د غوښتنې پربنیاد افغاني شناخت کارت همدا اوس نه ورکوي؟
دا کار به د ویزې او سرحدي کنترول مسئله حل او د لر او بر يو افغان لپاره یو تاریخي قدم هم وي.
دا به د امنیتي مسایلو په برخه کې د ګیومتري او ګوتو د نشان او عکسونو د تثبیت مسئلې سره هم بنسټيزه مرسته وکړي.
د افغان حاکمیت حد اقل اوس چې د پاکستان حاکمیت دا کار آسانه کړ د آمو نه تر آباسینه مېشته خلکوته د هغوی د غوښتنې پر بنیاد د تابعیت او د تذکرې مسئله حل او تاریخي بنیادي، زړه وراو شجاعانه قدم واخلي.
دا کار به د ډېرو عادي لارو د سترو مسایل حل او د مختلفو مثبتو ابعادو مثبته پایله به هم ولري. په یقیني ډول دا کار امنیتي مثبت ابعاد هم لري او نړۍ کې د نږدو او ورته ملتونو چې د یو مدت لپاره سره بیل کړای شوي دي معمول او د حل انساني تجربه شوې لار ده.
پای
دوکتور صلاح الدین سعیدی
١٨/٠٩/٢٠١٨
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور