آرشیف

2014-10-19

نظر محمد مطمئن

هر افغان ماشوم سوله غواړي – اشرف غني

هر افغان ماشوم سوله غواړي، زه طالبانو ته وایم چې تاسي  نالوستي پاتې شوئ، مګر خپلو زامنو ته د لوست او زده کړي اجازه ورکړئ، دا خبري نن ورځ ولسمشر اشرف غني احمدزي د ښوونکي د ورځ  په مناست  د ښوونکو يوې لويې غونډې ته وکړي.
زما په آند چې دغه جملې باید داسي ترمیم شي، هر افغان ماشوم ريښتوني سوله غواړي، مګر زه يې يواځي په شعار کې غواړم، او د ريښتونې سولې له پاره ژمنتیا نشته، د سولې دروازې به بندې کړم.
لږ حوصله وکړئ، چې زه خبره پای ته ورسوم، بې حوصلې نه شئ.
کله چې روسان وپوهیدل چې نور يې شتون په افغانستان کې ناشونی دی، یرغلګرو روسي جنرالانو يې د پرله پسې ماتیو راپورونه ماسکو ته استول، د روسيې د هغه وخت چارواکو د افغانستان څخه د جګړې د خلاصون له پاره د درواغجنې سولې پروګرام تر لاس لاندي ونیوي، دسولې د درواغجن پروګرام د عملي کولو او خلکو د غولولو له پاره يې  خوله ور ډاکټر نجیب انتخاب ؤ. هغه  د خپل واک د لومړۍ ورځي څخه د سولې نغاره وډنګوله، خو شرط يې داؤ چې له مجاهدینو سره به داسي مشروطه سوله کوي چې واک به نیمايې د کمونسټانو او نيمايې د مجاهدینو وي، ټاکنې به کیږي ولس به رايه ورکوي، بیا که واک کمونسټانو او يا دمجاهدینو په برخه کيدی.
کله چې په ډاکټر نجیب د مجاهدینو جنګې فشار زیات شو، بیا يې خپل شرایط کم کړل، يواځي د کمونسټانو سره ائتلاف او دهغوئ  حقوقو ته درناوی  يې شعار ؤ. مګر هیڅکله مشروط سوله نه کيږي، چې بالاخره  همدغه مشروط او غولونکې دراوغجن شعار د ډاکټر نجیب سر وخوړ، د اریانا چوک باندي يې مړی ځوړند شو.
استاد برهان الدین رباني چې کله واک ته ورسید، هغه هیڅکله د سولې له خبرو ډډه نه ده کړي، داستاد ، احمدشاه مسعود او استاد سیاف په خوله همیش د سولې پاک شعار ؤ، ښاغلي حکمتیار، استاد عبدالعلي مزاري  او عبدالرشید دوستم ته يې د مشروط سولې لمن غوړولي وه. 
استاد رباني او احمدشاه مسعود داسي سوله غوښته چې واک به له دوی سره وي، د ولسمشر او دفاع وزارت چوکۍ يې چاته نه پريښودله.  دسولې بېلابېل استازې او ډلې د اسلامي حزب او اسلامي جمعيت ترمنځ په میاشتو میاشتو وګرځيدل، مګر سوله  مشروط  وه،  نتیجه يې هر ځل او هر وخت منفي وه.
د طالبانو سره په میدان ښار کې د احمدشاه مسعود لیدنه هم د مشروط سولې وړاندیز ؤ، طالبان دي له دولت سره يوځای شي، استاد رباني دي ددولت رئیس او مسعود دي وزیر دفاع وي، طالبانو ته به ځينې وزارتونه ورکړي، صدارت  عظمی هسې هم کله د ښاغلي حکمتيار او کله داستاد سیاف په برخه ؤ.
د استاد رباني  مشروط سولې  لومړی د احمدشاه مسعود او بیا وروسته د استاد سر وخوړ، دغه دواړه په هیواد، سېمه او نړۍ کې پېژندل شوې مشران د ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې خپل ژوند دلاسه ورکړ، يو يې د عربو او بل يې د افغانانو له خوا په مرګونې حمله کې له منځه ولاړل.
يرغلګر امريکايې پوځیان هم د سولې او امنیت د شعار ترنامه لاندي زموږ پاک هیواد ته راغلل، مګر دلته يې زموږ ماشومان، نجونې، پېغلې، میرمنې او نارینه  شهیدان کړل،زخمیان کړل او خلک  يې اړ کړل چې خپل کورونه پريږدي. هرځل يې پر افغان ولس د ولس دخوښې پرته دوئ ته وفادار واکمن کړل.
ښاغلي کرزي د سولې درواغجنه ډنډوره پوره دیارلس کلونه وږغوله، مګر په عمل  کې هیڅ هم نه ؤ. د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل وايې چې کرزي صاحب سوله دده په خوښه غوښته، داسي مثال ورکوي چې د کرزي سوله اطاق ته د دروازي په ځای د کړکین دلاري ننوتل ؤ. هغه زیاتوي چې د کرزي په وخت کې ښه ؤ، مقدماتي د سولې خبرې په خوله کیدلي، اوس  يې ویره ښکاره کړه چې هغه مقدماتي خبرې او د کړکین لاره هم د اشرف غني په حکومت کې بنده نه شي.
حضرت صاحب د بيا پخلاينې او تسلیمې ناري وکړي، ستونی يې څیري شو، پایله يې دا چې مرګوني حملې پري وشوي، استاد  رباني چې د سولې شورا مشر ؤ، غوښتنه يې داوه چې طالبان د کرزي صاحب حکومت ومني، وسله کيږدي، صلاح الدین رباني دخپل پلار لاره تعقیبوله، د سولې د شعار سره سره دولت پلوه لوړ پوړو کسانو وسلوالو طالبانو ته د مرګ او ځوړندولو تهدید هم کاؤ.
کرزی صاحب دسولې له درواغجن شعار سره يوځای له ارګ څخه پوره دیارلس کاله وروسته ووت، نه يې سوله غوښتله او نه يې سوله وکړه.
ډاکټرصاحب اشرف غني تر ټولو لومړی د سولې شعار ؤ، ډیری افغانانو د همدې شعار په ورکولو سره د سرونو په قربانی کولو رایه ورکړه، له دې سره يې د امنيتې تړون دلاسلیک وعده هم کړي وه، کله چې واک ته ورسیدی، تر ټولو لومړی يې د سولې دشعار خلاف شعار او د امنيتې تړون د  لاسلیک ژمنه پرځای کړه.
ډاکټر اشرف غني د مشروط سولې ږغ وکړ، طالبانو ته يې پېغام ورکړ چې څه مشکل لرئ، ماته ووایاست، او وسله کيږدئ، جنګ بس کړئ.
نن يې د سولې د نوبل جایزه  ګټونکې  د لویدیځ په لمن کې نڅیدونکې ملالي ته د سولې د فعالي او نوبل جایزې مبارکې وویله، موږ په تمه یو چې تاسي ولسمشر ته هم کله خپل افغان ولس د ريښتونې سولې جایزه درکړي او د سولې مبارکې درکړي.
په تیرو نږدې ۲۷ کلونوکې مشروط سولې نتیجه ورنه کړه، يواځي مشرانو پکې سرونه وخوړل، زه متیقین يم چې ستاسي له خوا د مشروط سولې پروګرام به هم بې نتیجې وي، زه خبر لرم چې ستاسي کاکا قیوم کوچي ته همدا اوس هم د سولې درواغجنو ډلو ځانونه رسولي، او په دي هم پوهیږم چې د سولې هغه کړکۍ هم د امنيتې تړون په لاسلیک سره تاسي وتړله،  ښه به وي چې په دي اړه تجدید نظر وکړئ.
داچې يوه ډله وسلوال نالوستي پاتې شول، پړه يې پر هغوئ مه وراچوئ، هغه  څوک ملامت کړه چې دغه خلک يې له خپل کور، کلي، مدرسې، مسجد او ښوونځې څخه  پسې واخستل، دوئ ته يې د ښوونې  او زده کړي حق ورنه کړ.
ماته انجنیر احمدشاه احمدزي په تیره اونۍ کې وویل چې په سعودي عربستان کې د پوهنتون استاد وم، ښه معاش مې درلود، روسانو په هیواد یرغل وکړ، داچې درس ورکول او زده کړه سنت ده، نو ما پریکړه وکړه چې جهاد فرض دی، باید جهاد وکړم، پېښور ته راغلم، له استاد رباني سره د اسلامي جمعیت د معاون په صفت مې دنده پېل کړه، چې بیا وروسته د اسلامي اتحاد معاون  وم.
ښاغلی ولسمشر اشرف غني، هغوئ چې تاسي يې نالوستي ګڼئ، هغوئ بیا دلیل وړاندي کوي،  تر درس ویلو او درس ورکولو نورو کارونو ته لومړیتوب ورکوي.
زما وروستۍ خبره داده چې ښوونه او روزنه  په ناامن وضعیت کې نه کيږي،اوس هم د ښوونې او روزنې معیار ډیر کښته دی، که افغان دولت  ژمن وی چې زموږ ماشومان او نجوني  لوستې شي نو تر هرڅه لومړی سولې او امنیت ته اړتيالیدل کيږي، متاسفانه چې سولې ته په ريښونې ډول ژمنتیا لاهم نه لیدل کيږي.

ليکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن