آرشیف
غور، لـــرغوني غوريان او دهغو وياړونه
پوهنوال رسول باوري
په پخوانيو تاريخي او جغرافيا يې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسي زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازي د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي بلکي ، د سيمي لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ دپيژندني پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډګرونو کي داسي لاس ته راوړني لري چي د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده .
غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلورديرش ولايتونو څخه يو دۍ ، چي د هيواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سر پل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ( ٢٨٧٧٩ ) کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمينه يې چغچران دۍ .
د غور ولايت نقشه
د غورپه ګاونډيو ولايتو نو کي د لرغونپوهانو له خوا د څيړنو په ترځ کي د پخوانيو زمانو زيات شمير اثار او لاسوندونه تر لاسه شويدي چي د يوشمير هغو لرغونتيا په زرګونو کاله پخوانيو زمانو ته رسيږي ، د بيلګي په توګه په فارياب کي د دشلې لرغونې سيمه ده چي لرغونتيا يې لږ تر لږه د څلورو زرو کالو څخه تر دريو زرو کالو پخوانيو زمانو ته رسيږي ؛ د باميانو لرغوني سيمه چي د بودايې پير زښت زيات لرغوني اثارلري ، او په روزګان ولايت کي د کوشاني او يفتلې پيرونو اړوند زيات شمير اثار يادولای شو . خوله بده مرغه په غورولايت کي د لرغونو زمانو په تړاو ځانګړي څيړني او سپړني نه دي تر سره شوي ، چې له امله يې تراوسه د لرغوني غور په لمن کي د پخوانيو ميشتو وګړو په اړه بشپړ ي څرګندو ني نشي کيدلای . خود هغو څيړنو څخه چي د ويدي او اوستاېې مدنيتونو په اړه تر سره شويدي ،د غور سيمي ، غرونه ، او د اوسيدونکو په تړاو يو شمير څرګندوني شته چي د افغانستان په اساطيری تاريخ کي ځانګړۍ دريځ لري .
هيرودوت پر خپل مهال د نورو تاريخي پيښو تر څنګ دا يادونه هم کړېده چي د هخامنشيانو په وړاندي د هغوۍ ځتيځ ګاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړيدي ، خو چي د خشيار شاه ( ٤٠٤ _ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه ) په دربار کي د يوناني طبيب کتي سيس ( Ktesies ) يادښتونه لولو په هغو کي د هخامنشيانو پر ضد په واروارد سوريانو پاڅونونه ياديږي . ( بوخاردبرينتس : ٥٣ پاڼه )
په سيستان کي د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي اود هغوۍ ترمنځ پرتې وې ، ورو ورو خپل کړې چي يونانيانو اندو ساتيا ( Indo_Seythia) ياد ساکانو د سيند هيواد نوم ور کړ او چيني سرچينو هغه د کيپين ( Kipin ) په نوم ياد کړېدۍ . موګا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢ تر ميلاد وړاندي کال کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال او ورپسې ازيليس په ٤٠ _ ٤٥ تر ميلاد وړاندي پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ ( پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه ) او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن دريځ درلود .
د کوشاني ستر واکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان، چي د ساکانو له سټې څخه وه نوموړي سيمي تر خپل واکمنۍ لاندي کړې ، او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره ګاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال د يفتليانو لپاره غوراو اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي يوه ستره او ډاډمنه اډه ( پايګاه ) وه د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خود ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته يوشمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا ( غزی ) ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه .
دتاريخي متونو پر بنسټ دسوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولوپخوانۍ څرګنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ . منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري ( ٣٨ هجري ) او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي او د امير پولاد تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شويدي . ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢ پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه ماهوی سوري ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) شنسب ابن خرنک ( ٣٦ هجري ) امير پولاد ( ١٣٠ هجري ) جهان پهلوان امير کروړ ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) امير ناصر ابن امير کروړ ( ١٦٠ هجري ) امير منجی بن نهاران ( ١٧٠ هجري ) امير سوری ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه )
د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي ، او د افغانستان په تاريخ کي د برم او وياړ با ب ګڼل کيږي . د غوري پا چاهانو په دې لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه قطب الدين محمد غر شاه ( ملک الجبال )( وفات ٥٤١ هجري= ١١٤٦ ميلادي ) بها الدين سام ( د واکمنۍ نېټه ٥٤١ هجري = ١١٤٦ ميلادي ) سلطان غيا ث الدين غوري ( ٥٥٨ _ ٥٩٩ ) سلطان بهالدين غوري ( ٦٠٧ هجري )سلطان علاوالدين غوري ( جهان سوز ) ( ٦٠٧ _ ٦١١ هجري ) او نور يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانګړي توګه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده .
د سلطان غياث الدين غوري انځور
په دې ليکنه کي د همدې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو چي د هيواد په تاريخي او هنري سرليکونو کي يې ارزښت ځانګړۍ دۍ .
د افغانستان د منځنيو پيړيو سياسي تاريخ د يوشمير نامتو خپلواکو اسلامي دولتونو د نوم سره تړلۍ دۍ ، چي له هغه شميره يوه هم د غوريانو کورنۍ ده ، چي د دې ليکني په لومړۍ برخه کي مو په لنډه توګه د يوشمير نامتو پاچاهانو نومونه را ياد کړ ل . د دې ليکني په دويمه برخه کي د نوموړي پېر څخه را پاته ودانۍ په لنډه توګه را پيژنو چي دغوريانود واکمنۍ پر مهال جوړي شويدي . دا ودانۍ ( جوماتونه ، قصرونه ،چوڼۍ ، برجونه او نور ) تر دوو سر ليکونو لاندي پيژندلای شو ؛ لومړۍ : هغه ودانۍ چي اوس يې پاتي شوني او اثار نه تر ستر ګو کيږي ، ولي په يو شمير تاريخي متونو کي يې پيژندنه او يادونه شوېده ؛ دوهم : هغه شمير ودانۍ چي په بشپړه توګه او يا په مړ ژوانده حالت کي لا تر اوسه هم پائېدلي دي .
لومړۍ هغه شمير ودانۍ چي يوازي په تاريخي متونو کي يې يادونه شويده ، خو اثار او پاتي شوني يې يانه تر ستر ګو کيږي او يا هم يوازي د يوې مصنوعي غونډۍ په څير ښکاري . د دې شمير ابداتو څخه تر ټولو زيات د غوري پاچاهانو پلازمينه فيروزکوه ښار دۍ چي په زياتو تاريخي متونو کي يې يادونه شوېده ، فيروز کوه د خپل مهال د ښارونو لکه اهنګران ، تولک ، زرني ، ګيزو او يو شمير نورو په انډول لوۍ ښار ګڼل شوېدۍ ، په دې ښار کي د پاچاهانو قصرونه ، پا خه او کلک مورچلونه ، او د دفاع لوړ ديوالونه جوړ شوي وه ، خو له بده مرغه لاتر اوسه د دې تاريخي ښار څرک نه دۍ څرګند شوۍ .په داسي حال کي چي د تاريخ فرشته ليکوال د دې ښار د جوړيدو په اړه زياتي ليکلني کړيدي او د دې ښار بنسټ ايښوونکۍ يې د غوريانو نامتو پاچا قطب الدين غرشاه ښودلۍ چي په عربي متونو کي د ملک الجبال په نوم يادشوېدۍ .
ارام باغ يو بل هغه ښار ګوټۍ يا تفريح ځای دۍ چي تاريخي متونو په واوروار ثبت کړيدۍ . ( ښايې دا ښار ګوټۍ د اوسني باغران سيمه وي چي د نوم تسهيل تصغير او کثرت له امله باغ ارام په باغران اوښتۍ وۍ . ) او د اهنګرانو کلا په نوم يوبل ښارګوټۍ هم په تاريخي متونو کي يادشويدۍ چي د استاد کهزاد په وينا د بيلا بيلو لويو برجونو په وسيله احاطه شوۍ و ، چي اوس يوازي د هغه برجونو څخه د خاورو وړې وړې غونډۍ پاته دي . او د فرانسوي لرغونپوه فيشر په ليکنو کي هم د دې مطلب يادونه شويده ، نوموړۍ ليکي چي : د اهنګرانو د کلا اړوند برجونه په يوه برابره ليکه جوړ شوي چي د چهل ګذری ، او ګذر پام ،د تاريخي غونډيو سره نښلي . د همدې برجونو له امله سلطان محمود غزنوي ونه شوه کړای چي د خپلو جنګياليو په زور داسيمه خپل کړي .
د غور ولايت په اړوندو سيمو کي د پخوانيو تاريخي کلا ګانو او د ودانيو کنډوالې په زياته پيمانه ليدل کيږي چي يو شمير يې د پخوانيو کليو او يوشمير يې د وړو وړو ښارونو پاتي شوني ګڼل کيدای شي . د ودانيو د کنډوالوتر څنګ د برجونو او څلو په ډول خاوريني پاته شوني هم ليدل کيږي چي يو شمير يې په څلور کنجه او يو شمير يې په دايروي ډول جوړ شويدي . د ودانيو په کارشويو موادو کي په زياته پيمانه د اومو خښتو او ځينو بر خو کي د ډبرو څخه هم کار اخستل شوېدۍ . د فيشر په باور که د دې وړو او يو او بل سره مښتي غونډيو او د هغو تر څنګ د کنډوالو څيړنه او پلټنه وشي ، په پوره باور ويلای شو چي د دا ډول پلټنو په صورت کي به هغه پټ رازونه را برسيره شي چي لا تراوسه موږ نه يو خبر .
دويم هغه شمير ودانۍ چي لا تر اوسه د پيژندلو وړ دۍ ؛ په دې لړۍ کي د غور ولايت په اوسني چاپيريال کي دننه او يوشمير يې د غور ولايت بهر په نورو ولاياتونو او حتې د افغانستان له اوسنۍ سياسي کرښو وتلي ودانۍ شته چي د غوري پاچاهانو دمهال وياړونه بلل شويدي . په دې برخه کي به د غوري مهال هغه يوشمير ودانۍ د بيلګو په توګه را وپيژنو چي سيمه ايز او نړيوال شهرت يې ګټلۍ دۍ .
١ _ د جام څلۍ ( مينار ):
د جام څلۍ چي د جام منار په نوم زيات پيژندل شوېدۍ ، په غور ولايت کي يې لږ تر لږه د اته سوه کاله را په ديخواد خپلي زمانې برم او دبدبه د ځان سره ساتلې ده . تاريخي متونو د جام څلي جوړونکۍ د غوري پاچاهانو کورنۍ اړوند سلطان غياث الدين غوري ښودلۍ دۍ . نوموړي پاچا دا مينار د ١١٦٣ ميلادي کال څخه تر ١٢٠٢ ميلادي کال پوري ودان کړۍ دۍ .
د جام څلۍ په داسي برخه کي ودان شوۍ چي د هغه ځای لوړوالۍ د سمندر د اوبيز مخه څخه ( داوبو سطح ) څه ناڅه ١٩٠٠ متره لوړوالۍ لري . پر دې څلي د لوړو غرونو داسي لړۍ را ګرځيدلې ده چي د يو شمير غرونو د لوړو څوکو لوړوالۍد سمندر د اوبيز مخه څخه ٢٣٠٠ متره ته رسيږي . د دې څلی يوه بله ځانګړتيا داده چي د هريرود سيند پرغاړه داسي جوړ شوۍ چي دووخواو ته يې د سنيد رواني اوبه بهيږي . دريمه ځانګړتيا يې داده چي دا څلۍ په خپله پوره ٦٧ متره لوړوالۍ لري .
د جام څلي بنسټ دايروی ايښودل شوۍ چي د هر يوه مدار تر پوره کيدو وروسته د دوهم مدار د بهرنۍ خوا پلنتيا لږ شوې او په دې ډول د څلي تر پورتنۍ کړۍ پوري په همدې ترتيب جوړشوېدۍ . د لاندنۍ برخي ( قاعده ) قطر يې نه (٩ ) متره او په لوړ سر کي يې د قطر اندازه د يونيم څخه تر دوه متره پوري رسيږي .د دې څلي په دننه کي د څلي لوړو پوړيو ته د رسيدو لپاره زيني جوړي شوېدي . پخې خښتي ، ګچ او اهک ( چونه ) په داسي ترکيب سره يوځای شوي چي د پياوړتيا حد يې د سمنتو درجې ته رسولۍ دۍ . د جام څلي پر بهرنۍ خوا په کوفي ليک ليکني د دي څلي دبدبه او برم لا نور زيات کړيدۍ .
لومړنۍ اروپايې څيړونکۍ چي د جام څلي په اړه يې د افغانستان د حکومت او ايزمو ايتالوي موسيسې د سپارښتني سره سم څيړني تر سره کړې هغه ايتالوي لرغونپوه اندره برونو نوميدۍ چي په ١٩٦١ ميلادي کال يې د دی منار څخه ليدنه وکړه او د هغه د بيا جوړيدو لپاره يې وړانديزونه ترتيب او يونسکو ته يې وړاندي کړل ، څرنګه چي هغه مهال د جام څلي ته رسيدل ستونزمن کار وو ، ځکه په هغه وخت کي د دې پروژې پلي کيدل وځنډيدل . په ١٩٦٣ ميلادي کال د جام څلي لپاره د رالويدلو او نړيدلو خطر زيات شو د همدی کال د جون په مياشت کي د جام دڅلي دبيا جوړوني په نيت يو شمير څيړني پيل شوې . په ١٩٧٤ميلادي کال د جام څلي ته د جوړوني موادو د رسيدو لاره څه ناڅه برابره او د څلي د بيا ودانولو يا د څلي لپاره د پايښت د توان پيداکيدو پروژه پلې شوه . د هم هغه پروژې له برکته تر اوسه هم له نيکه مرغه د جام څلۍ يا د جام منار پايښت وموند . په داسي حال کي چي په دي ورستيو کالونو کي د جام څلي ته زيات زيان اوښتۍ او ان دا چي يو شمير بهرنيو موسيسو د دي تاريخي وياړ د ژرلويدلو خبر دارۍ ورکړۍو . له نيکه مرغه د جام څلۍ د افغانستان د دولسمي ميلادي پيړۍ ښکلې مينار چي د اسلامي پير د ودانيو ځانګړې بيلګه ده ، د يونسکو له خوا په رسمي ډول د ٢٠٠٣ ميلادي کال د جولاي په مياشت کي د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت او ومنل شو.
د جام څلي دوه انځورونه
د غوري پاچاهانوڅخه پاته ودانۍ د اوسني غور ولايت له اداري کرښو څخه بهر د هيواد په بيلا بيلو سيمو کي شته اود دی مهال اړوند يو شمير ودانۍ بيا د هيواد له اوسنيو کرښو بهر په نورو ګاونډيو هيوادونو کي د لرغوني او تاريخي وياړ په توګه تر اوسه ساتل شويدي . د داسي ودانيويوه بيلګه د هند نامتو څلۍ قطب منار دۍ چي نړيوال شهرت لري . که د ليکني رالنډولو په نيت د غوري پير د نړيوالو ودانيو د پيژندني راتير شو، بيا هم نه شو کولای چي په هيواد کي دننه د غوري پاچاهانو په واکمنۍ کي جوړي شوي ودانۍ ، يو په يوه را وپيژنو .اړينه ده چي د بيلګو په توګه د هغو ودانيو لنډ جاج واخلو چي د هيواد په دننه کي د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلی دي . خو د اوسني غور ولايت په اوسنيواداري کرښو پوري تړلي نه دي . په دې برخه کي د هرات نامتو جومات او د بست کلاه ( ششک ) يادوو ، دا د غوري پاچاهانو د مهال هغه دوې بيلګي دي چي داوسني افغانستان لپاره د پيژندګلوي سمبولونو هم دي .
لومړۍ د هرات ستر جومات : د هرات نامتو تاريخي جومات د سلطان عيا ث الدين غوري د واکمنئ پر مهال ودان شويدۍ . دا جومات د هيواد د يوه نامتو ديني عالم امام فخرالدين رازي د ځانګړو هڅو د تنظيم او اغيزمنتيا لپاره جوړ شويدۍ . دا وينا د هغه څو جملو څخه بيله شکه څرګنديږي چي د همدې جومات په يوه برخه کي په عربي ژبه ليکل شوي دي چي : دا جومات د سلطان ارض الله حافظ بلاد الله معين خليفۀ الله غياث الدين معز اسلام وا لمسلمين له لوري ودان شويدئ . خو يوشمير مورخين په دې باور دي چي د دې جومات ودانۍ د غياث الدين په ژوند کي بشپړه نه شوه ، د هغه تر وفات وروسته د هغه زوۍ سلطان محمد بشپړه کړه .
دا جومات چي د هرات ښار پخوانۍ برخه کي د شپاړس جريبه مځکي پر مخ ودان شويدئ ٣٦٠ ګنبدې ، يوسل ديرش رواقه او ٤٤٤ پيل پايې لري . دا جومات د خپل څه زيات اته سوه کلن ژوند په اوږدو کي وران شوۍ هم دئ او د پراختيا او ودانولو چاري يې هم په بيلا بيلو زمانو کي تر سره شويدي . د تموچين د يلغار پر مهال وران شو، خو د سلطان حسين بايقرا د واکمنۍ پرمهال يې د پراختيا هڅي وشوې او د پخوانۍ ودانۍ ترڅنګ يې نوي ممبرونه او رواقونه ورته ودان کړل . د هرات په ستر جومات کي د تيموري پير وداني شوي برخي د دې جومات ښکلا او ارزښت لا زيات کړيدۍ ، د امير علی شير نوايی تر لارښوني لاندي د نامتو انجنير ( بنا ) خواجه ميرک په وسيله چي د ستر استاد کماالدين بهزاد استاد هم ګڼل کيږي ، د ودانۍ هڅي شويدي . دا جومات د شاه اسماعيل صفوي د واکمنۍ پر مهال ( ١٠٤٥ هجری قمری ) يو ځل بيا وران شو، خو په ١٢٥٣ هجري قمري کال د وزير يارمحمد خان دراني په سپارښت بيا ودان شو .او په دې تر تيب په يبلا بيلو وختونو کي وران شوۍ او بيا ودان شويدۍ ، د اعليحضرت عبدالرحمن خان دواکمنۍ پر مهال او بيايې د حبيب ا لله خان په وينا د بيا جوړوني او ترميم يوشمير کارونه تر سره شول . او په ١٣٤٠ څخه تر ١٣٤٣ هجري قمري کال د اسماعيل بنا په وسيله يې يو ځل بيا د ودانۍ چاري تر سره شوې . او تر هغه ورسته هم په بيلا بيلو مهالونو کي د اړينو ترميمونو او سمونو لپاره پر له پسې هڅي شويدي .
د هرات ستر جومات يو انځور
دوهم د بست کلا : د بست کلا چي د بست شيشک په نوم يې زيات شهرت موندلۍ دئ ، د غوري مهال د ودانيو يوه بله بيلګه ده . فرانسوي لرغونپوه فيشر په دې باور دۍ چي د بست کلا د غوري مهال ځانګړتيا وي لري ، خو د بست کلا تر بيا ترميم وړاندي عکسونه دا سي بريښي چي ګويا د هندي سبک تر اغيزي به لاندي به جوړ شوۍ وي . دا شيشک د ځانګړو مراسيمو لپاره کارول شويدۍ او د ښار هغه دروازه وه چي ښارته د تللو او راوتلولار وه يا په بله مانادا شيشک د ښار په مدخل کي واقع شويدئ .
روسۍ لرغونپوه پوګا چينکوا هم د بست ښار او داتاريخي شيشک د غوري مهال ودانۍ ګڼي او د هغې په باور دا د خپل مهال د ودانيو يوه ځانګړې بيلګه ده ، هغه نقشونه او ډيزاين چي د خښتو په وډلو او سمون کي کارول شويدۍ ، لا تر اوسه دهر ليدونکي د حيرانتيا سبب ګرځي . په منظمه توګه هندسي اشکال کارول شويدي ، او داسي بريښي چي ښايې د يوه لوۍ جومات خواته به دا شيشک ودان شوۍ وي . د شيشک ها خواد خاورينو غونډو په څير دنړيدلو ديوالونو يوه لړۍ شته چي د ښار په لوري به د هغه ديوالو نو ترمنځ د پخوانيو اوسيدونکو لاره وه . په دې ودانۍ کي د خښتو او تراشل شويو ډبرو څخه کار اخستل شويدئ . د اريک شرو ، په باور د بست د کلا د يوشمير څيړونکو له نظره د غزنوي پير ودانۍ ده خو دهغو نښانو او بيلګو پر بنسټ چي په پوره څرګند تيا ليدل کيږي دا ودانۍ د غوري پاچاهانو د مهال ودانۍ ګڼلای شو . د بست د کلااو د هرات د لوۍ جومات تر منځ ورته والۍ شته چي دا په خپل وار د غوري مهال د ودانيو د سپيناوي لاسوند ګڼل کيږي . د هغو انځورونو او نقاشيو څخه چي د هرات په جومات او د بست په شيشک کي ليدل کيږي په پوره يقين سره د دې دو ودانيو تر منځ د سبک او ډول ورته والۍ ليدل کيږي .
د هاروارد کرن او ويليم تروزدل د څيړنوپر بنسټ چي د بست څخه د نويو تر لاسه شويو ليکلنو او يو شمير نور توکو په اړه يې تر سره کړېدي داسي بريښي چي دا ليکني په کوفي ليک دي خو د مسعود او بهرامشاه د هغو کوفي ليکنو تر اغيزي لاند نه دي چي په غزني کي شته . د هغوۍ په نظر په زيات شمير کتيبو کي د ( ف ) حرف داسي ليکل شويدي چي د غوري مهال ليکنو استازيتوب کوي او داسي ليکني هم شته چي د ليکني تاريخ يې د سبکتګين د ليکنو د مهال سره ورته والۍ لري ، او يو شمير نورې بيا تر هغه مهال وړاندي زمانې په بر کي نيسي . چي ښايې تاريخ يې د نهمي پيړۍ څه تر دولسمي ميلادي پيړۍ پوري ومنل شي .
د بست کلايو انځور
ګران لوستونکي د دې ليکني په اړه د لاندي اخځونو څخه لا زيات مالومات تر لاسه کولای شي :
١ : علامه حبيبي . تاريخ افغانستان بعد از اسلام .١٣٥٧.
٢ : هار وارد … د بست څخه ځني تراشل شوي خښتي . د افغانستان لرغونپوهنه١٣٦٠ .
٣ : سالک ، شکيب . معماري دوران غوری . د افغانستانو لرغونپوهنه . ١٣٦٨ .
٤ : محمود، شاه محمود قطب منار . د افغانستان لرغونپوهنه . ١٣٦٤ .
٥ : باوري ، رسول . افغانستان در عهد باستان . ١٣٦٧ .
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور