آرشیف

2020-6-22

شاه ولی آرین

غــــزل

خـمار وم د نـشو چې یـي زمان وځـنـډیـده
کتـل راتـه دا ټـولـو چې جـانـان وخـنـدیــده
 
فـلک لـه چـیـغـو هـرلوري ګلۍ وه اورولي
بـیا جــوړه تماشه شوه چې اسمان وغوریده
 
جامونـو د ساقي مې د خمار تـنـده کړه ماتـه
محفـل پـه ژړا سر شـو چې ارمـان ونـړیـده
 
نـشې د خــوشـالۍ لـه پـاره نــه کـوم یـارانـو
د غـم لـه پاسه غم دی ټـول افـغــان وژړیـده
 
هرخوا ته درغلي ده د رندانو پـه محفل کې
رښتیا پر ځای چلــول دی دا مکان ولـړزیده
 
دې ځینو د اسلام پـه نـامه وکـړل وحشتونـه
د دوي د کړو له وجې پاک قــرآن وسوزیده
 
اغوس دنمارک ۲۰/۰۶/۲۰۲۰
 شاه ولی ارین