آرشیف

2016-9-24

نظر محمد مطمئن

د رښتوني سولې لپاره هر ډول قرباني ته چمتو یم

له ټولو ملګرو او دوستانو څخه بیا هم نړۍ نړۍ مننه! زما باور یې نور هم راته مضبوط کړ، او پر خپل ځان یې نور هم باوري کړم.
مشرانو، ملګرو، دوستانو او مینه والو! زموږهغه وروڼه چې اوږده مبارزه یې کړي، او بیا د ستونزو له امله ، د کړاونو او د مجبوریتونو له امله هغوی له علیاء ګټو تیريږي، انعطاف کوي.
نو زه هم دا توانایې لرم چې د خپل مسلمان ورور لپاره د راتلونکې پایداره سولې لپاره پوره انعطاف او حوصله ولرم. زه تاسي ته ډاډ درکوم چې زما حوصله به نوره هم لوړه شي.
خپله انرژې له مسلمان ورور سره په ټکر او دښمنې کې نه، بلکې د سولې او خپل ولس د خدمت لپاره کاروم.
تاسي دعاوي کوئ چې الله ج موږ له انحراف څخه وساتي. او د لوی الله ج د رضاء، د خپل هیواد او ولس د هوسايې لپاره زما، سترګې، زما خوله، زما قلم، زما لاسونه ، زما قدمونه او زما ذهن د لوی الله ج په مرسته وکارول شي.
هغوی چې له بهر څخه یې زما مشرانو دوستانو ته پېغام ورکړی، او زما هغه نږدې مشران وروڼه چې زما د لا حوصلې او زغم هیله لري، زما هغه ملګري چې زما پر زغم حساب کوي، ګردو ته ډاډ ورکوم، چې زغم لرم، زغم کوم، او سولې ته د رسیدو لاره د زغم لاره ده.
له قدرمن او محترم ماته د احترام وړ دروند شخصیت ښاغلي حکمتيار صاحب څخه هیله لرم چې کابل ته پر خپل راتګ سره د خپلمنځې جګړو، تضادونو، تربګنیو، دښمنیو په له منځه وړلو کې کارنده رول ولوبوي، خدای مه کړه د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې تړون د بلې جګړې پېلامه نه شي، موږ به د هیواد د یو عادي فرد په صفت د سولې په هره هڅه کې د ښاغلي حکمتیار  او  سوله خوښونکو مشرانو تر څنګ ولاړ یو.

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند