آرشیف

2021-8-31

شاه ولی آرین

د خوږ ژبې شاعرې ملالۍ شبنم شعري وړانګې

 

ښاغلو، اغلو، دوستانو او غونډې ته راغلو میلمنو ته سلام!

 

خوښ یم او په خپل وار سره غواړم د دی پرتمینې غونډې د جوړونکو او په خاص ډول له اغلې ملالۍ شبنم نه مننه وکړم چې په غونډه کې یې راته د ګډون بلنه راکړې ده. مخکې تر دې چې د دې اغلې پر شعري ټولګه خبرې وکړم، خپله وینا په خپل یو لنډ شعر پیلوم:

 

څومره وه ښکلې

 

شین یې خال و په جبین څومره وه ښکلې

پـه ریـښتیـا وه ماجـبین څـومره وه ښکلې

 

پـــه حـیــا کـې وه روا نـــه لـکــه زرکــه

وه بـریـښنا د مـاسپښېـن څومره وه ښکلې

 

تـوروسترګو یې خنجر په زړه را خښ کړ

دا شـیـره وه د ګـبـیـن څـومـره وه ښکلـې

 

پـټ پــټـاني او خـنـدا کې یـې اسيـر کـړم

غـنـم رنـګـه نـازنـین څـومـره وه ښـکلـې

 

پـه یـو ځـل رانـه یــوه شیـبـه پـنـاه شــوه

وه د ګل په شان رنګین څـومره وه ښکلې

 

درنو دوستانو!

 

ټولو ته معلومه ده چې اغلې شبنم جان د خپلو فرهنګي هلو ځلو، د خپل هیواد او خلکو سره د پوره مینې  د هیواد د کلتور او فرهنګ د ساتلو او ترویج له پاره د مهاجرت په دیار کې د ځوان نسل او تنکیو ځوانانو، ماشومانو له پاره تل د زړه له تله پروګرانونه او برنامې جوړې کړي او د دنمارک په کچه د دوي ټولنه چې په وایله کې فعالیت کوي د یوې فعالې او اکتیفې ټولنې په جمله کې حسابیدلی شي.

 

درنو دوستانو په ژوندانه کې د هیواد د پیاوړو لیکوالانو، شاعرانو، فرهنګیانو ویاړنه، یادښت او د کتابونو مخ کاته هغه دود دی چې په دی ورستیو کلونو کې تر سترګو کیږی، هیله شته چې دغه دود د هیواد دننه او بهر کې لا پسې پیاوړی شي، تر څو زموږ هیواد وال خپل ملي، فرهنګي شخصیتونه ښه وپیژني د کړنو او استعدادونو نه یې ګټه واخیستل شي، تشویق او ترغیب شي او پر لارو یې پل کیښودل شي.

 

دا دی، د دې فرهنګي بهیر یوه با استعداده، تکړه او خوږ ژبې شاعره  قدرمنه ملالۍ شبنم چې په یقین سره یې د شعرونو ترنم، نوښت، خوږښت، هیلې او نا اومیدۍ، اه او فریاد، مینه او ښایست کړیکې او خوشالۍ د هر لوستونکي او مینه وال زړونه ور سره پیوند کیږي، دا نن ورسره د زړه خواله کوو او څه چې لرو هغه د دې په هکله وایو او له دې  نه یې هم اورو:

 

اغلې شبنم د شعري استعداد تر څنګ یو بل اړین او د یاد وړ ګام پورته کړی چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د دعوت او عدالت تر نامه لاندې یو فلم جوړ کړ چې له هیواده بهر د افغاني کورنیو ستونزو او ناخوالو انځور یې په ماهرانه توګه لیدونکو ته وړاندې کړی، مسیج او پیغام یې د هیواد په ټوله جغرافیا کې د هیوادوالو او شته قومونو تر منځ د یووالي او ملي وحدت رامنخته کیدل دي.

 

تر هغه ځایه چې زه ملالۍ شبنم پیژنم په خپل هیواد مینه، هیوادپاله او ټولنیز شخصیت لري، مهربانه، زړه سوانده او د داسې کرکتر خاونده ده چې ډېر ژر د خپلو همزولو ښځو، نجونو او هیوادوالو زړونه خپل کولای شي، همدا هنر او کمال یې دی، چې یوه پیاوړې او په یوه غږ او ارمان ټولنه لري او تل په خپلو چارو کې بریالۍ ده.

 

تر هغه ځایه چې ما د اغلې ملالۍ شبنم شعري ټولکه مطالعه کړه:

 

این مجمع برګزیده یې از سرودهای ملالۍ جان شبنم با کاروان اشک میلیونها هموطن ما ګره میخورد و با جان فشانی قلم به دست شهیر مان شبنم عزیر در سال ۲۰۲۰میلادی که در حدود بیشتر از صد قطعه اشعار است و در ۱۶۳ صفحه این مجموعه برګزیده شده است قابل مکس میباشد.

 

دور از حق نخواهد بود که این زحمات شایسته و وطننپرستانه ایشان برای من، شرکت کنندګان این محفل وسایر هموطنان قابل قدر بوده برای وي و همه ما قابل تمجید و مبارکباد میباشد.

 

دوستان ګرامی!

 

ملالی شبنم شخصیت علمي و مسلکی داشته از رشته ادبیات دری پوهنتون کابل فارغ و درهمین رشته تا سطح ماستری به پیش رفته است، دریغا، لیاقت و شایستګی که داشت اګر در دیار هجرت و دوری از کشورش پا نمی ګذاشت، ممکن داکترعلوم و یا بیشتر از ان هم به تحصیلاتـش ادامه میداد.

 

تا جائیکه اطلاع دارم دو سه مجمع شعری دیګر خانم شبنم هم اماده چاپ میباشد. اشعار سروده درین مجمع با کاروان اشک که بیشتر ان در فورم  غزل است با موجودیت مخمس، قطعه، مثنوی، دوبیتیها و رباعیات از جانب ملالی جان که بیشتر پیروی از شعرای ممتاز کلاسیک دوران، مولانای بزرګ، حافط، بیدل، سعدی ودیګر شاعران ممتاز میباشد، یقین کامل دارم که برای خواننده ګان دلچسپ خواهد بود.

 

مثلآ:

ای اتش سوزان من، دیگر گدازانم مکن ——- برشعله ام آبی بزن، بیهوده سوزانم مکن

یا

ای یار من، ای یارمن، ای هستی دوران من—- آتش بزن ای نازنین، درجان من، در جان من

 

خواهم که بهر عشق تو جانم فدا کنم —— یا در فراق روی تو من ناله ها کنم

 

بیشترین شعرهای این مجموعه از نظر مضمون و محتوا با درنظر داشت هنری تخلیق و نو اوریهای ملالۍ جان که عاشقانه، عاطفی بوده بازتاب احساسات، دردها، غمها، و ارزوهای است که از دید شاعر ضرورت فردی و جمعی جامه مان را بنا بر ظرورت زمان و جامعه است، منعکس میسازد.

 

د اغلې ملالۍ شبنم په دغې شعري ټولګه کې د معاصرو شاعرانو لار هم په نظر کې نیول شوې ده.

مثال:

رفتم ز دیده های تو ای یار بیوفا

گردیده ام ز لذت وصل تنت جدا

 

رفتم به خوبگاه عدم تا تو نشنوی

زین پس صدای شیون و افسانه مرا

 

اړینه ګڼم چې ووایم، تر هغه ځایه چې لیدل کېـږي په معاصر (اوسنۍ زمانې) شعري بهیر کې، ازاد شعر ځانګری ځای لري، خو دا چې اغلې شبنم له ازاد شعر نه لرې پاتې شوې، کېدای شي یو لامل یې هم د پخوانیو کلاسیکو شاعرانو د سبک او فورم  اغیز وي او یا یې ممکن په راتلونکو ټولګو کې تر سترګو کړو. مګر بیا هم هیله شته چې په راتلونکي کې د اغلې شبنم د پام وړ وګرزي.

 

د دې له پاره چې د نورو دوستاتو وخت مې نه وی نیولی همدوره به بسنه کوی. اغلې ملالۍ جانې ته د لا بریالیتوبونو او د نورو ورته شعری ټولګو د تخلیق هیله کوم.

 

په پای کې اغلې ملالۍ شبنم ته خپل یو ازاد شعر ډالۍ کوم:

 

د وحشتونو ښاماران دلته دي

 

دلته د ښکلو سیمه

تل به وږمې خپریدې

اوس لا باران نه اوري

پر ځای یې کاني د وحشت اوري.

دلته انصاف نشته دی

د وحشتونو ښاماران دلته دي

څومره یې ډېر وخوړل

څومره یې ډېر وداړل

څومره یې وینې توي کړې

څومره ارزانه شوه د وینو بیه

څوک یې تپوس نه کوي

دلته ولس بیده دي

دلته یووالي ورورولي نشته ده

ځکه هر څه پيښېږی

ستا ارزښتونه د لیلام په بیه

دومره ساده خرڅېږي

د احمدشاه او میرویس خان عظمت

دلته په ځمکه لوېږی

ولسه پاڅه د غفلت له خوبه

د دی وحشت پر ضد قیام وکړئ

د خپل هیواد د ازادی له پاره

ښه انسجام وکړئ