آرشیف
د جمهوري ریاست د ټاکنو درأيو شمېر!
دوکتور ص. سعیدي
د رأيو شمېر د رزلت شیتو پر اساس او د تصفیې او تقلبي رأيو د معلوملو لار دبایمتریک او نورو منطقي لارو د قانون سره سم کول په کار دي.
پایله د افغانستان د ١٣٩٨ كال د جمهوري ریاست د رأيو شمېرنه چې ملت چاته رأيه ورکړې د هغو رزلت شیتو پر بنا باید ولاړه وي چې د ټاکنو په محلاتو کې رأې شمېرل شوي، د کاندیدانو د استازو لخوا رزلت شبتونه نشاني شوي او ټول اسناد مرکز ته انتقال شوي. ددې رأيو او رزلت شیتو د د اولي محاسبې سره سم کامیاب ټيم حد اقل خپله کاندیدانو ته مالوم دی. خبره دلته ده چې د تذکرو د ممکنو دوه واري کارونه او یو شمېر نور ممکن تخلفات او په دې بنیاد د اچول شوو رأيو صحت اوسقم باید د نورو موجهو قانوني دلایلو تر څنګ د بایو متریک د سیستمو او ماشینو په واسطه تصفیه او اعلان شي. تفاوتونه او د هغو دلایل باید له ملت سره شریک کړای شي.
هغه محلاتو او ځایو کې چې د بایومتریک ماشینو سره لاسوهنه شوې، قضایا همدا نن د جنایی تحقق لپاره مقدماتی ارزونه او کار وشي. که دې برخه کې اثار او علایم د جرمي عمل وي داسې قضایا همدا نن څارنوالي ته د مشخص وخت د اجرااتو د تعین سره عدلي او قضایی ارګانو ته ارجاع شي.
په یقین ویلای شو چې د افغانستان مسایل د حل لارې لري خو که د سیاسي ارادې سره سره کارونه متعهدو مسلکي افرادو ته وسپارل شي.
زه د لازم احتیاط سره سره د ملت د بېدارۍ، د تېرو تجربو او فعالې میدیا په وجود کې د سیاسي ارادې وجود د عدالت د تأمین لپاره کاملاً محسوسوم او خوشبینه یم.
و من الله التوفیق
دوكتور صلاح الدين سعيدي
١٧/١٠/٢٠١٩
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور