آرشیف

2019-10-18

دوکتور ص. سعیدي

د جمهوري ریاست د ټاکنو درأيو شمېر!

د رأيو شمېر د رزلت شیتو پر اساس او د تصفیې او تقلبي رأيو د معلوملو لار دبایمتریک او نورو منطقي لارو د قانون سره سم کول په کار دي. 

پایله د افغانستان د ١٣٩٨ كال د جمهوري ریاست د رأيو شمېرنه  چې ملت چاته رأيه ورکړې د هغو رزلت شیتو پر بنا باید ولاړه وي چې د ټاکنو په محلاتو کې رأې شمېرل شوي، د کاندیدانو د استازو لخوا رزلت شبتونه نشاني شوي او ټول اسناد مرکز ته انتقال شوي. ددې رأيو او رزلت شیتو د د اولي محاسبې سره سم کامیاب ټيم حد اقل خپله کاندیدانو ته مالوم دی. خبره دلته ده چې د تذکرو د ممکنو دوه واري کارونه او یو شمېر نور ممکن تخلفات او په دې بنیاد د اچول شوو رأيو  صحت اوسقم باید د نورو موجهو قانوني دلایلو تر څنګ د بایو متریک د سیستمو او ماشینو په واسطه  تصفیه او اعلان شي. تفاوتونه او د هغو دلایل باید له ملت سره شریک کړای شي. 

هغه محلاتو او ځایو کې چې د بایومتریک ماشینو سره لاسوهنه شوې، قضایا همدا نن د جنایی تحقق لپاره مقدماتی ارزونه او کار وشي. که دې برخه کې اثار او علایم د جرمي عمل وي داسې قضایا همدا نن څارنوالي ته د مشخص وخت د اجرااتو د تعین سره  عدلي او قضایی ارګانو ته ارجاع شي. 

 

په یقین ویلای شو چې د افغانستان مسایل د حل لارې لري خو که د سیاسي ارادې سره سره کارونه  متعهدو مسلکي افرادو ته وسپارل شي. 

 

زه د لازم احتیاط سره سره د ملت د بېدارۍ، د تېرو تجربو او فعالې میدیا په وجود کې د سیاسي ارادې وجود د عدالت د تأمین لپاره  کاملاً محسوسوم او خوشبینه  یم.

و من الله التوفیق

دوكتور صلاح الدين سعيدي

١٧/١٠/٢٠١٩