آرشیف

2016-6-3

نظر محمد مطمئن

د بيان ازادي او د نـــــه زغم نوې څپه

کله چې امریکایانو د طالبانو پر حکومت برید وکړ او کابل یې ونیو په هلمند کې وم. حامد کرزی د  ۶ میاشتنۍ لنډمهالې ادارې مشر اعلان شو. د هلمند د وخت والي وغوښتم، زما یې درناوی وکړ، خلکو ورته معرفي کړی وم. یوه میاشت بیا هم په اطلاعات او کلتور کې پاتې شوم.  زما وړاندیزونه یې ومنل او د راډیو نشرات زما په خوښه وو. دا چې پخواني کمونسټان پري راټول وو، ورڅخه ولاړم.
کندهار کې مې له کورنیو، بهرنیو او ملګرو ملتونو دفترونو سره کار کاوه، نظریات مې همدا وو، چې په لیکلي ډول او د ټلویزون پر شیشه يې له ولس سره شریکوم. په هیڅ دفتر کې راته ستونزه نه ده جوړه شوي، تر دي چې زما د نظریاتو درناوی کیدی او په ډیرو ختونو کې کورنیو او بهرنیو وګړو مې تحلیل او نظریاتو ته درناوی درلود، د ټولنې د فکر یوه برخه یې ګڼل او تر ډیره یې خبره راسره منله.
کندهار کې د کار کولو پرمهال مې څو ځله د پخواني ولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزی لیدلی وو. کله چې احمدولي کرزی د کندهار د ولایتي شورا مشر و، ما د ملګرو ملتونو د ساختماني پروژو د پلي کولو په دفتر کې دنده درلودله. هغه چې د جنوب ولایتونو پاچا ګڼل کیدی، او خلکو يې خبره په ځمکه نه غورځوله، تر ډیره ما اعتناء نه ورته کوله، او ملانقیب اخوند چې په دولت کې يې دنده نه درلوله، د هغه کوم سپارښت لیک چې به راته ورسیدی، هغه مې پرته له دي چې د شخص په اړه پوښتنه وکړم، د هغه سپارښت مې مانه.
همدا خبرې به احمدولي خان ته هم رسیدلي، او د کندهار ولایتي شورا ځیني غړي خو به زما دفتر ته راغلل، خو هغوی پوهیدل چې پر ما  د دوی راتګ اغیز نه لري.
احمدولي خان کرزي خپل کور ته ورغوښتم، د خبرو پرمهال مې ورسره په الفاظو کې زښتوالی راغی، د هغه وخت د انکشاف دهات رئیس پیرعلیزی هم ناست وو، هغه ډیر ورڅخه ویریدی، او په خپل ځای کې ښوریدی، درې ځله مې يوه خبره کټ مټ کرزي صاحب ته تکرار کړه:
کرزی صاحب! په ټول عمر پرته له الله ج،  له هیچا څخه نه یم ویریدلی.  درېم ځل  چې کرزي صاحب راته وویل چې ځوان يې لږ احتیاط کوه، د ا وخت نو ورڅخه رخصت کیږو او محافظین يې هم ولاړ وو، ما بیا هم همدا خبره ورته وکړه او د ده ولاړو ساتونکو هم زما خبرې واوريدي.
د انکشاف دهات رئیس ډیر خفه وو، او زه دهغه په ټینګار کرزي صاحب ته ورغلی وم. له همدې ورځي وروسته چې هر ځای به زه احمدولي کرزي ولیدم، که به وزیران او یا نور مشران ورسره وو، ماته به د روغبړ له پاره راګرځیدی. د هغه تر مرګ دوه میاشتي مخکې مې چې ټلیفون ورته وکړ، زموږ یو کلیوال په پلچرخې کې بندي وو، کرزی صاحب د مشرانو سره په مجلس کې ناست وو، هغوی ته يې وویل چې «د انجنیر خبره به خلاصه کړم بیا به نور مجلس کوو».
احمد ولي کرزي ماته زما د سختو خبرو اړوند اخطار رانه کړ، او نه يې زه تهدید کړم، بلکې یو ډول يې په وروسته وخت کې تشویق هم کړم چې حق خبره هرځای باید سړی وکړي.
کرزی او بیان ازادي
د پخواني ولسمشر کرزي په وخت کې مې د هغه اړوند سختي لیکني په بريښناپاڼو کې خپرې شوي، په انګریزي ژبه هم تر نړیوالو ورسېدې.
په ۲۰۱۳ ز. کال کې مې د (له ولسمشره تر ولسکشره؟!!!  هيواد وال په ويره کې دي ) تر سرلیک لاندي لیکنه خپره شوه. خو چا راته بد ونه ویل او نه هم تهدید شوم.
په پنجوايي کې چې امریکايي پوځي ماشومان، میرمني او افغانان ووژل د (کرزي ته د خپل زوی ميرويس جان ليک) تر سرلیک لاندي مې لیکنه خپره شوه. ډیر وخت د بريښنايي پاڼو پر لومړي مخ دغه لیکنه پرته وه.
ماته کوم دولتي چارواکي اخطار رانه کړ او نه هم کو چا تهدید کړم او یا یې دفتر ته وغوښتم.

د ناټو ۸۰ الوتکې څه شي ويجاړې کړې: ږلۍ که مرمۍ؟  زما بله لیکنه وه چې د کندهار هوايې ډګر کې د ژلۍ اړوند په پښتو او عربي خپره شوه. هیچا هم پرځان بده ونه لګوله.

اصلي طالبان او جعلي طالبان: کرزی اندېښنه لري که دسيسه؟ زما بله لیکنه وه. چې په بريښناپاڼو کې خپره شوه. او داسي په لسکوګونو نورې لیکني او مثالونه شته.

د استاد عبدرب الرسول سیاف، د حضرت صبغت الله مجددي، د طالبانو د وخت د ماليې وزیر معتصم اغاجان، د قطب الدین هلال، تورن اسماعیل خان اړوند لیکنې
د طالبانو د مشرانو، د افغان جهادي ګوندونو اړوند او بېلابېلې لیکني مې د پخواني ولسمشر کرزي په وخت کې خپرې شوي.
د ټلویزون په پرده مې ډیر ځله هغه وخت او لاهم په اوس وختونو کې د حامد کرزي پر تګلارو نیوکې کړي دي.
زما ښه یاد دي کله چې اسدالله خالد د ملي امنیت مشر وټاکل شو، ډیرو ویره درلودله چې د بیان ازادي او نورو برخو کې به محدودیتونه ولګول شي. ولي د معلوماتو پر بناء چې په هغه وخت کې د نظرونو او تحلیلونو څرګندولو له امله چاته ګواښ نه دی شوی.
د رحمت الله نبیل په اړه هم ویل کیږي چې د کرزي کړنلاره يې مخکې وړله، په دي برخه کې يې د نظر له خاوندوانو او لیکوالو سره احتیاط کاوو، یواځي د سمیع الله تړون مسئله وه چې رامنځته شوه.
د شهید روحاني قضیه او د شهید امید قضیه چې په هلمند او ارزګان کې پيښې شوي، د یوې پړه يې پر سیمه ییزه اداره او د بلې پړه پر ناټو ځواکونو اچول کیده.
د «تکنوکرات» واکمنۍ کې د بیان ازادي

کله چې ډاکټر اشرف غني واک ته ورسیدی، همدا ویره مې له لومړۍ ورځي وه چې دا خلک به د کرزي په پرتله هغه ازادي چې د بیان په نوم خلکو ته ورکول شي، دابه محدوده شي. د ده د حکومت په لومړیو ورځو کې مې  د بیان ازادي او د اشرف غني ځينې پلویان دا ډول  لیکوال؛ نظرونه او لیدونه  تر سرلیکو لاندي لیکنې خپرې شوې.

دا ډول بله لیکنه مې اشرف غني خو راغی، جنګ به وي که امن؟  او (د مجاهدینو «زغلوونکی» بیا راغی!

ښه جاسوس، بد جاسوس…د کلیمو بحران!  تر سرلیکو لاندي خپرې شوي.

د ګډ حکومت پرمهال دا وروستۍ لیکنه مې بیا (د اسلامي حزب او ګډ حکومت ناکام مذاکرات)  تر سرلیک لاندي خپره شوه.
یو ځل چې د ولسمشر غني لومړۍ ناسته له خبریالانو، لیکوالو  او رسنیو د مشرانو سره وه، زه هم ارګ ته وغوښتل شوم. ماته هغه وخت داخبره ډیره تعجب وه، چې د کرزي په ۱۳کلن حکومت کې زه چا هم ونه غوښتم چې چیرته په دولتي ناسته کې ګډون وکړم. سوالونه راسره پیدا وو. ورنغلم.
بیا څو هفتي د ارګ له ناستي څخه وروسته په کانټیننټل هوټل کې د لیکوالو او رسنیو د مشرانو سره ناسته وه، ماته يې ورځ دوه مخکې خبر راکړی وو، هلته مې شرکت وکړ.
په ګردي میزونو کې د خبرو او نظر ښکاره کولو پرمهال مې هر وخت ویلي چې جګړه د حل لاره نه ده، د رښتوني سولې له پاره باید موږ افغانان لاس په کار او د بین الافغاني تفاهم له پاره زمینه برابره کړو. پر حکومت مو ږغ کړی چې مخامخ د طالبانو د سیاسي کمیسون له استازو سره اړیکه ونیسي د دي پرځای چې پاکستان او یا کوم بل هیواد ته امتیازات ورکړل شي.
د روان زیژدېز کال د مۍ میاشتې پر ۲۵مه نیټه  چې ولسمشر غني د ولایتونو د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو ته خبري کولي هغوی ته يې وعده ورکوله چې د بیان ازادي ته احترام او که لیکوال او يا خبریال ته چیرته تهدید وي، موږ يې مرستي ته چمتو يو. په همهغه ورځ یو تن لیکوال او د سولې په برخه کې فعال نیول کیږي او زندان ته لويږي او  ما (لیکوال) ته هم ګواښ کیږي چې له خپلو نظریاتو څخه ډډه وکړم او د حکومت په ګټه نظریات د ټلویزون په پرده خلکو ته وړاندي کړم.
دا چې هلمند کې د ناامنیو له کبله ژوند کول راته ګران دي، هلته به مې يوه ډله د طالب او بله ډله د حکومت په تور تورنوي، ژوند به تریخ وي، په کندهار کې هم ستونزې دي چې هلته واوسم، کابل مې نسبتاً د ژوند تیرولو له پاره وړ ګڼلی دی.
کله چې سوله‌غوښتل نه زغمل کېږي!
یو قلم ، سپین کاغذ او یو کمپیوټر سره کابل کې ناست یم، په تیرو ۱۵ کلونو کې مې هیڅکله له هیواده بهر ته د وتلو زړه نه دي ښه کړي. له ۲۰۱۰ ز. کال څخه د سولې په برخه کې فعال پاتې شوی یم، په دی برخه کې مې له کورنیو او بهرنیو  د سولې اړوند څیړونکو سره نظرونه شریک کړي، د سولې اړوند په نړیوالو او کورنیو کانفرانسونو کې مې فعاله ونډه اخیستي ده. د سولې اړوند مې په لسګونو لیکني په پښتو، دري، عربي ، پولنډي او انګریزي ژبو کې خپري شوي دي.

افغانان او مجهول راتلونکی

افغان ها و آیندۀ مجهول

یادداشت هاي مهم پیرامون روند صلح

سياسة واحدة الحرب أو الصلح و«ضربة سياسية قوية» من «طالبان»

 

Key Reminders about Afghan Peace Process

HOW PEACE CAN BE ACHIEVED

 
ښه به دا وای چې یوې مسوولې مرجع په سم ډول سره راته مکتوبي او یا شفاهي ويلي وای چې نور د کورنیو ټلویزونونو په ګردي میزونو کې له ګډون څخه ډډه وکړم. دا ډول که دغه کار د اطلاعاتو کلتور وزارت له خوا شوی وای، ښه به وای.
پر دي هم بسنه ونه شوه چې په ټلویزونو کې د اخطار خبره ده، لیکني وشوي، د چارواکو له خوا وشوي، هڅه کیږي چې ذهنیت دي ته چمتو شي چې زموږ په ډول له یو قلم او کمپیوټر سره ناست خلک یا خو له هیواد څخه بهر وتلو ته مجبوره شي او یا په زندان باندي وویرول شي.
ارګ د رسنیو خولې تړي!
اسدالله غضنفر صاحب په ارګ کې ناست دي، کله چې په بي بي سي کې د دولت ناخوښه خبره او راپور خپریږي، هغه په ایمیل خپل کشر ورور، ایمل پسرلي ته وایي چې احتیاط، کله چې په ازادي راډیو کې کومه د دولت ناخوښه خبره خپریږي بیا خپل بل ورور، عصمت څاروان صاحب ته ټلیفون، او يوه پاڼه خو يې د حکومت خدمت ته ځانګړي کړي.
طلوع ټلویزون د تودې خبرې پروګرام په اونۍ کې درې واري خپریدو ته راټیت کړ، او وخت يې هم د شپې یولس بجې چې خلک بیده شي، تودو خبرو کې د ګډونوالو لسټ هم ورته مشخص شوی. زه خوشاله یم چې د بي بي سي راډیو او طلوع ټلویزون د تودو خبرو پروګرام کې زما پر نوم سور خط کش شوی. البته د طلوع ټلویزون په خبري ټولګو کې کله ناکله بلنه راکول کيږي. دا دی اوس د یو ټلویزون هم له دي مشکل څخه خلاص شو، نور دوی ته هم او ماته هم د نه ګډون بهانه جوړه ده.
که په خبرو کولو بندیز نتیجه ورکولای، د کمونسټانو وخت کې بي بي سي راډیو او دا ډول د درو نفرو یوځای کیناستلو او مجلس کولو باندي بندیز وو. که بندیز نتیجه ورکولای، عربي نړۍ او د منځنۍ اسیا هیوادونه به اوس ګل ګلزار وای. که زندان او وژنو نتیجه ورکولای نو تر اوسه به په هیواد کې د حفیظ الله امین او ببرک کارمل حکومتونه پاتې وای.
که جګړو نتیجه ورکولای نو اسلامي حزب او جمعیت +شورا نظار به خبره یوطرفه کړي وای. که زور کار ورکولای نو طالبان د هیواد پر ۹۵ سلنه خاوره واکمن وو. هغوی به قضيه يو طرفه کړې وای.
اصلاً که د افغانستان د کابو څلور لسيزو جګړې ريښو ته وکتل شي، تر ټولو عمده دليل يې همدا سياسي انحصار او د يو بل نه زغمل دي. د کمونيسټانو له کودتا را نيولې تر اوسنۍ دورې پورې، هر څوک چې واک ته رسېدلې، که تر هر نامه وي (خلق ډموکراټيک، اسلامي دولت، امارت اسلامي، اسلامي جمهوريت) هڅه يې کړې خپل مخالف لوری وټکوي، او له صحنې يې وباسي. همدا خو زموږ د کشالې اصلي دليل دی. هغه ليکوالان، اکاډميک کسان، څيړونکي او ډیری غربي چارواکي چې د افغانستان د جنګ اوسني پړاو ته منصفانه او هر اړخيز نظر لري، په دې باور رسېدلي چې د طالبانو له سقوط وروسته د هغوی د بيا را پيدا کېدو لوی عامل په لوی لاس د هغوی ټکول وو. يوه لسيزه مخکې که له سياسي انحصار او د طالب په نامه د ولس د ځپلو پاليسي نه وای، اوس به موږ له يوې تمام عيارې جګړې سره نه وو مخ. اوسنی ولسمشر داسي يو څوک دی چې تمه کيده دا مسايل تر پخوانيو ښه درک کړي.
په پيل کې غني څو ځله داسې اشارې هم ورکړې چې مثبت څرک ترې لګيده. څو ځلې يې په بهرنيو کنفرانسونو او کوردننه کې طالب ته د سياسي مخالف په توګه اشاره وکړه. په واشنګټن کې په خپلو خبرو کې یې وويل چې طالبان د خپل مخالفت لپاره ځينې مشروع دلايل لري. خو له بده مرغه وروستيو کې داسې ښکاري چې هغه سياسي درک چې د سوله ايز ډيالوګ او بحث لپاره يې بحث پرانيستلی شوای، اوس مخ په تتېدو دی. او دا خبره ټول هغه د سولې خواخوږي فعالين درک کوي چې مسايل له نږدې څاري. ګومان کوم څومره چې د بحث لپاره، او د يو بل نظر اورېدلو لپاره زغم زياتېږي هغومره د کشالې حل سوله ايز طرف ته نږدې کېږي. او څومره چې د اختناق او نه زغم روحيه پياوړې کېږي، هغومره موږ له يو سوله ايز حل څخه ليرې کېږو. که د مختلفو نظرونو خاوندان او سياسي اقشار چې هېواد او سولې ته مخلص وي، سره په ګډه کار وکړي، يو بل ته غوږ ونيسي او متقابل احترام ولري، نو اوس هم د سولې د راستنيدو لپاره ډيرې هيلې شته. خو د بيان او نظرڅرګندولو د شته دروازو بندول يوازې د هغو تېروتنو تکرار ته لاره هواروي چې تل يې موږ له يو جنګه په بل جنګ اړولي يو. چې زندان، وژنې، زور او جګړې نتیجه نه ورکوي، نو بیا ولي د یو  بل د نظر زغم نه شو درلودلای، ولي د یو واحد او پرمختللي افغانستان له پاره په ګډه کار نه شو کولای.
بې رسنۍ ډیموکراسي!
رسنۍ او د بیان ازادۍ په ډیموکراتیکو حکومتونو کې څلورمه ستن بلل کېږي. موږ خو بیا مسلمانان یو، دومره به هم نه ډیموکراتان کېږو چې پرېږدو هر څوک د ډیموکراسۍ په نامه هر څه وايي ومنل شي. د بیان د ازادۍ له ارزښت څخه باید ګټه پورته شي. دا هم بېخي بې انصافي ده چې حکومت یوازې پر ځان نقد نه شي تحمل کولی خو نور نه د ملي دود سترګو ته وکتل شول او نه هم د اسلامي شریعت!
د ډیموکراسۍ په نوم داسې خپرونې وینو چې یو ملتزم مسلمان یې له خپلې کورنۍ سره نه شي کتلی. دا هر څه موږ ته د ډیموکراسي په نامه راښودل کېږي.
جالبه دا ده چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې داسې وخت د بیان ازادي زندۍ کېږي چې موږ د «ټکنوکرات» په واکمنۍ کې ژوند کوو. ډاکټر صاحب غني د پوهنتون استاد و او مشهور په تکنوکرات دی. دا چې د تکنوکراتانو په حکومت کې د بیان له ازادۍ سره دومره ستوغ چلن کېږي، راتلونکي ته دې خدای خیر کوي! 

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند