آرشیف

2019-7-24

شاه ولی آرین

د افغانستان په باب د دونالد ټرامپ بی مسؤلیته څرګندوني.

(د امریکا استعماری ځواک د نړیدو په پوله )

د افغانستان تاریخی هیواد او قهرمان ملت د تاریخ په اوږدوکې بهرنی نیواک ګر او استعماری تاقتونه چې د هیواد د ستراتیژیک موقعیت د نه په نظر کې نیولو سره یې د نیواک او اشغال خوب او خیال تر سره کړی په پایله کې د افغان په هیواد مین ولس له لوری یې غاښ ماتونکي ځواب تر لاسه کړی دی.
دهیواد تیرتاریخ د دی ګواه دی چې د نړی د سترو امپراتوریو ځواک له اسکندرمقدونی، کروش نه نیولی ،مغولو اوچنګیز په دی غیرتی خاوره کې د خپل د دائمی شتون ارمان ګورته وړی ذلیل او ټیټ سرونه بیرته تری ستانه شوی دی.
انګریزانو د هند د نیولو وروسته وار وار له دسیسو او فتنو نه ډکو توطیو په نتیجه کې کوښښ وکړ چې افغانستان د خپل استعماری امپراتوری په قلمرو کې شامل کړی، مګرد باغیرته افغانانو،غازیانود تورو اوهمت په نتیجه کې د افغان انګلیس په دریو جګړو کې یې ونه شو کولای خپل دغه رزیلانه ارمان تر سره کړی د زړورو او با شهامته افغانانو د ملی یووالی اومقاومت په نتیجه کې انګریزان داسی تاریخی ماتی سره مخ شول چې د زرګونو پوځیانو نه یې یوازی یو برایډن ژوندی پریښول شو چې له افغانستانه ووزی هغه هم ددی له پاره چې انګریزانو ته د خپلو ماتو او افغان غازیانود جهاد او مقاومت افسانی او هنګامی هلته خپری کړی.
د افغانانو د شهامت او استقلال غوښتنو روحیه او هنګامی یوازی په افغانستان کې د دوی د ماتی په هکله محدودی پاتی نه شوی، بلکه ورو ورو یې د نړی نورمستعمره هیوادونه هم په خپل وار سره د انګریزی استعمار پر ضد راپاڅیدو اود خپلو
مشروع غوښتنو له پاره و هڅول .
زما په اند زموږ پرهیواد د نړی د استعماری زبرځواکود نیواک اوتیریو اساسی لاملونه اوموخی زموږ د هیواد سر شاری
طبعی منابع او جیوپولټیک موقعیت او په مرکزی اسیا کې د یوتجارتی څلورلاری نقش درلود دي،نو ځکه د انګریزانو له ماتی وروسته، تزاری روسی او بیا شورویانو وغوښتل چې په افغانستان کې پښی ټینګی کړی. کله چې د شوروی اتحاد سوسیال امپریالیزم زبر ځواک هم وغوښتل د دوستئ په پلمه د غه هیواد د خپلولاسپوڅو په مرسته ولکه کړی با شهامته افغان ولس د خپل هیواد د ازادی او ارضی تمامیت په لارکې داسی غاښ ماتونکی ځواب ورکړ چې هغه ستره امپراتورئ یې داسی دړی وړی کړچې تاریخ یې نه شې هیرولی.
تاریخ پوهان به دا ولیکي چې دلوی شوروي دولت په پنځلسو برخو ویشلو کې نه د امریکې عربواو پاکستان په ملاتړاسلامی  ګوندونه، او نه د ګرباچوف د نړیوالې سولې سیاست هومره اثر درلود، کوم چه د روسانو په لاس د هغه وخت د دولت د راپرځولو په خاطر، د افغان ولس له خوا دغچ اخیستلو ارمان وو. د افغانستان خلک چه د روسانو د « انترناسیونالستي مرستو» په نیت وپوهیدل، اسلامي  ګوندونو ته يې غیږه پرانیستله او د مقاومت اساسي پیټی يې په اوږو کیښود. دا چې د نړی تاریخ پو هانو، سیاست والو افغانستان ته د نړی د امپراطوریو د هذیری نوم ورکړی دا یوتاریخی حقیقت دی . مګر لیوني ټرمپ د امریکي جمهور رئیس یا له تاریخ نه خبرنه دی او یا د نړی په احمقانو کې لمړی مقام لری.
غواړم د ټرمپ  د لیونتوب او حماقت دوو بیلګو ته د هیواد والو پام را وګرزو:
څو ورځی د مخه ټرمپ په خپل ټویټر کې د سوسیال دموکرات ګوند هغه شمیر وکیلانو ته چې دده د غلطوپالیسیو په مقابل کې ولاړوو داسی لیکلی و:«تاسی چې دنوروهیوادو نه دلته راغلی یاست دا حق نه لری چې د امریکا په سرنوشت اومهمو مسائلو کې نظر ورکړی او که چیری خپل مخالفت ته دوام ورکړی نو له امریکا نه ووزی او خپلوهیوادو ته ولاړ شئ‎».
له دغو وکیلانونه یو شمیرزیات یې تور پوستی دی چې د ټرمپ دغه عمل د تورپوستو اوسپین پوستوترمنځ د تیرو دښمنیو د تازه کولو اورته بیا پکي وهل دی او دده دغه عمل د امریکا له دموکراسئ سره اړخ نه لګوی.
پرون چې ټرمپ د پاکستان هیواد د لمړی وزیر عمران خان سره په خبرو کې د افغانستان د جګړی په هکله بل لیونتوب وکړ او ویي ویل چې: «که وغواړم کولای شم چې د افغانستان جکړه په یوه هفته کې پای ته ورسوم خو هلته لس میلونه انسانان مری».
لمړی خو دا جاهل او لیوني نه پوهیږی چې همدا اوس په افغانستان کې تر ۳۵ میلونو زیات انسانان ژوند کوی.بله دا چې دناټو د نړی تر ۶۵نه زیاتو هیوادو د امریکا په شمول د ۴۰۰۰۰پوځیانو دنړی د عصری تخنیکی وسائلو په لرلو سره په دی تیرو اتلس کلونو کې چې یوازی د یوه دولتی مخالفی ډلی یا ګروپ سره مخ وو، وئی نه شو کولای کومه بریا تر لاسه کړی نو د افغانستان د ټول ولس په مقابل کې په څنګه دا جګړه په یوه هفته کې ختموی چې دا په خپله دده د لیونتوب یوه ښه بیګه کیدای شې.
زما په اند دلته  اړینه بولم چې څو ټکو ته د هیواد والو پام راو ګرزوم:
ـ کیدای شې چې ټرمپ لیوني عمران خان لیوني ته هسی باټی وهلی وی چې یو څه یې ودارکړی چې د امریکا په مقابل کې خپله لار سمه کړی.
ـ بله اصلی خبره خو دا هم ده چې دغه جګړه امریکا پیل کړی او ختمول به یې هم ورته ساده ښکاری،نوځکه دغه لیوني ټرمپ افغانان سم نه پیژني ،تیروتاریخی پیښواوافغان،بهرنیو جګړو وښوده چې هر بهرني تاقت چې زموږ په هیواد کې لاسپوڅي ځواکمن کړی او د خپلو ګټو په خاطریې د حاکمو دولتونواو مظلوم ملت په مقابل کې جنګولی په پای کې ازموینو ښودلی چې دغه جنګ او جګړه د دوی لاسپوڅو او محدودو اجنټانوهیڅکله نه ده تر سره کړی بلکه د افغان ولس له ملی احساساتو نه یې ګټه پورته کړی ، اما کله چې دغه د ملی او هیوادني احساساتو لرونکی انسانان ددوی له شومو موخو خبر شوی بیا جګړی د دوی له کنترول نه وتلی  په ملی مقاومت تبدیل شوی او د استعماری تاقتونو د ماتی، تیښتی ،ټوټی کیدو او نابودی سبب ګرزیدلي دي چې د انګریزانو، شورویانواو همدا اوس یې د امریکایانو د یرغل او جګړو پایلی روښانه او له شرمه ډګی بیلګی یادولی شو.
د یادولو وړ یې بولم چې ټرمپ یو مسلکی تجار دی د امریکا اقتصادی همدا اوس په ډیر بد وضعیت کې قرار لری تر ۱۳ بیلینودالرونه زیات د امریکا دولت له دوه امریکائی بانکونو نه پوروړی دی او له بله پلوه یې د چین له هیواده هم خورا ډیرپور تر لاسه کړی، نو ځکه دغو ستونزوهم د ټرمپ پرلیوتنوب اغیزی ور زیاتی کړی چې امریکا به په نږدی وختونو کې دده د دغو پالیسیو قیمت ورکوی.
زما په اند له دی چې موږ دلیوني ټرمپ په غیرمسؤلانه خبو خپل وخت تیرکړو اړینه ده چې دخپل هیواد د ملی ارزښتونه ،ارضی تمامیت، خپلواکۍ او واحد افغانستان د ساتلو په خاطر سره یو موټی شو، ملی یووالی تامین کړوو د خپلو شخصی، ګروپی او تنظیمی ګټو نه د هیواد لوړو ګټو ته اولویت ورکړو هغه وخت به په ریښتیا سره هم د لیوني ټرمپ او نور هیواد دښمنو ده بابیزی زموږ پر هیواد او خلکو بی غیزی وی او حق او عدالت به زموږ په لور وی.

د یو ستر، واحد، خپلواک او پرمختللی افغانستان په لور!

شاه ولی ارین دنمارک