آرشیف

2015-2-10

نظر محمد مطمئن

داعش ولې په افغانستان کې؟ عبدالرووف خادم ولې ژر په نښه شو؟

د اسلامي دولت (داعش) شتون په افغانستان کې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د رسنیو سرټکی دی. د دې ډلې د شتون/نشتون په اړه هم د شناندو او کارپوهانو نظریې سره مختلفې دي، دا چې دا ډله شته که نه یا څومره ده، یا یې هم دلته د شتون امکان شته که نه او که یې واقعاً په دې سیمه کې وي، ګټې، زیانونه او پایلې به یې څه وي؟ طالبان به د داعش په تړاو څه دریځ لري؟ دا هغه پوښتنې دي چې تر اوسه ورته کره، راڼه او جوت ځوابونه نه دي ویل شوې. لا هم پېښې د تیارو په اړو دوړ کې پټې دي.
طالبان چې یو مهال یې په افغانستان کې واکمني او اوس له دیارلسو کلونو راهیسې  د بهرنیانو او افغان ادارې د یوې مخالفې وسله والې ډلې په توګه پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري که د اسلامي دولت (داعش) له طر فداره وسلوالو ډلو سره جګړه کوي، ډیر زیان کوي، که له هغوئ سره جګړه نه کوي، هم زیان لري، که يې تاییدوي، هم يې په زیان ده او که يې ردوي هم تاوان ورته کوي.
که ترمنځ يې د سولې استازې وګرځي، بیا هم په موقت ډول به ستونزه حل شي. که ترمنځ يې د سولې استازې نه وي، نو تصادم ته به يو وخت نه يو وخت خبره رسيږي.
د اسلامي دولت  (په افغانستان کې د داعش په نوم مشهور شوې ) د طرفدارانو ږغ لومړی د  پاکستان له وزیرستان څخه راپورته شو او له همدې پاکستانه د خراسان خبره هم د عبدالقاهر خراساني  او  مسلم دوست له لخوا راپورته شوه.
په افغانستان کې په لومړيو وختونو کې د داعش د ډلې د وسلوالو د پيداکیدو خبرو ته هم لمن ووهل شوه، تر دي چې د کابل پوهنتون تر دیوالونو د داعش شعارونه د پټو کړیو او لاسونو له خوا راورسیدله.
د کابل پوهنتون د محصلینو د لاریون پر مهال د حزب التحریر تور بیرغونه هم په داعش ډلې پسي وتړل شول.
په رسنیو کې د داعش اړوند مجهول راپورونه د مجهولو سرچینو په حواله ورکول کېدل، د شنونکو په اند دغه ډول راپورونه په هغه وخت کې پر طالبانو د فشار او د هغوئ د مورال د ضعیفولو له امله ورکول کېدل.
د غزني ولایت کې دغه ډول راپورونه ډیر وو او يو پکې د اجرستان ولسوالۍ اړوند د داعش مخ پټو وسلوالو راپور و چې بالاخره آیساف د بمباري تابیا ونیوله، بیا وروسته خبره روښانه شوه او د ایساف مشر جنرال کمپل د داکټوبر ۱۲مه ۲۰۱۴ وویل چې په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه کره معلومات شتون نه لري.
خبره تر دي ورسېدله چې افغان حکومت رسماً اعلان وکړ چې په افغانستان کې د «اسلامي دولت» وسلوال شتون لري.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د امنيتي تړون تر لاسلیک وروسته روسيې  د تیر ۲۰۱۴ کال د ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د داعش د ډلې د شتون له امله ویره لري.  يوه ورځ وروسته بیا افغان حکومت د داعش شتون په افغانستان کې رد کی. دا ډول امریکا هم په افغانستان کې د اعش ډلې اړوند محتاطانه څرګندونې کولي.
اوس چې د روسيې، چین او شمالي کوریا ترمنځ نوی ائتلاف رامنځته کیدونکی دی، د امریکا او روسيې ترمنځ د اوکراین پر مسئله ژور درز رامنځته شوې، امریکا او روسیه دواړه په افغانستان کې د «اسلامي دولت» د وسلوالو د شتون خبرونه خپروې، د افغان حکومت چارواکو هم په ځینو سېمو کې د داعش ډلې د پيداکیدو خبرونه ورکړل.
د ا ډول د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ میاشت کې د ناټو پخواني سرمنشي اندرفوګ راسموسن بیا وویل چې داعش د منځني ختیځ له پاره خطر خو په افغانستان کې يې شتون په ګټه دی.
د اسلامي دولت په خلاف د امريکا په مشرۍ د جوړ شوې ائتلاف مشر جنرال جان آلن بیا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ډیر ژر به په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په خلاف ځمکني عملیات پېل کړي.
داعش په سیمه کې؛ ایا خادم رښتیا هم د داعش غړی و؟
کله چې د اسلامي دولت له خوا څخه د خراسان له پاره والي او نائب اعلان شو، افغان حکومت په وروسته وخت کې له رسنیو وغوښتل چې د داعش اړوند خبرونه او تبلېغات ونه کړي.
لومړي  ابو یزید عبدالقاهر خراساني  او عبدالرحیم مسلم دوست  چې دواړه سلفي عقیده لري د اسلامي دولت له خلیفه ابوبکر البغدادي الحسیني القریشي سره بیعت اعلان کړ، مګر د اسلامي دولت له خوا کوم غبرګون او د دوی تاییدپه ښکاره ډول سره ونه شو، کله چې بیا د پاکستان د طالبانو ویاند شاهد الله شاهد هم له اسلامي دولت سره د بیعت اعلان وکړ او  بیا وروسته څو نفرو په ښکاره ډول له اسلامي دولت سره د بیعت کولو ویډیو خپره کړه، اسلامي دولت هم حافظ سعید خان د خراسان والي او ملاعبدالرؤف خادم يې د هغه نائب وټاکی.
که څه هم داعش ملا عبدالروف خادم  دخراسان ولایت دمرستیال په توګه اعلان کړ ، خو نوموړی شخصاُ د دغې مرستیالي د تائید په اړه هیڅ خبره له رسنیوسره نده کړي ، بلکې طالبانو ته د یوې نږدې سرچینې په حواله هغه وخت چې د داعش لخوا  دنوموړي په اړه دغه اعلان کیدی، هغه وخت نوموړی په فراه ولایت کې د هغه کلي د مسجد په سر چې دی له څو ملګرو سره ورکې میشت وه د طالبانو سپین بیرغ نصب کړی ؤ .
د داعش له اعلان  وروسته د طالبانو لخوا له ملاعبدالرؤف خادم  سره  د مفاهمتي خبرو له پاره د پلاوي ورلیږلو هڅه روانه وه چې  دغه مفاهمتي پلاوي به ورسره لیدلې وي کنه په دې اړه معلومات نشته .
ابو محمد العدناني اسلامي دولت ویاند په خراسان کې د خپلې ډلې ضرورت له «شرک» سره جګړه وګڼله، هغه ويلې چې د دغې سېمې خلکو انګریزانو، روسانو او دا دی اوس يې امریکایانو ته شکست ورکړ، طاغوتي او کفري لشکرې يې ماتې کړي دي، اوس د دي وخت دی چې د دغې سېمې خلک له «شرک سره د توحید له پاره» جګړه وکړي.
 
افغان جهاد او د «موحد» او «مشرک» مسئله
همدغه ډول اعلان بیا تشویشونه او ستونزې ډیروي، په دي معنی چې دوی به له هغه چا سره جګړه کوي چې مسلمانان دي ولي د دوی (سلفیانو) له نظره موحدین نه دي، همدغه ډول پېښې د جهاد پرمهال د هجرت په کيمپونو او په داخل د افغانستان کې د مجاهدینو په جبهو کې لیدل شوې، چې ځینو سلفي عرب مجاهدینو به افغان مجاهدین او مهاجرین مشرک ګڼل او ویل به يې چې موحدین شئ که نه ستاسي مرګ روا دی، ډیره مشهوره دغه ډول پېښه دهغه عرب مجاهدینو ده چې په کنړ کې خپه، ننګرها ته په پښو راغلل، ویل يې موټر کارول او په موټر کې سپرېدل نه خوښوو، خپل امیر يې ټاکلی و، په اسونو يا اوښانو يې سفر کاوه، د مجاهدینو مشرانو ته يې ویل چې باید د دوی له امیر سره بیعت وکړي، دغه ډله وروسته  چهار آسیاب کې  ښاغلي حکمتيار ته وروستل شوه، او هغه قانع کړل چې لومړی باید د امارت له پاره شرایط مساعد او بیا امارت اعلان او بیعت وشي. او تر ټولو مهمه داده چې د امارت له پاره ځمکې ته اړتیا ده چې تر خپل کنټرول لاندي سېمه ولرو. همهغه و چې هغه عرب بیا له ښاغلي حکمتيار سره پاتې شول، ویل کیږي چې د احمد شاه مسعود پر ضد يې جګړه کوله.
اسلامي دولت او د سیاسي لوبغاړو پلانونه
په عراق کې درې قوي لوري  د امریکا د یرغل په وخت او ورسته مطرح شول، کُردان، اهل تشیع او سنیان، هر ې ډلې خپلې سېمې درلودلي، عراق عملا په درېو لویو حوزو ووېشل شو، د کُردانو حوزه، د شيعه ګانو حوز ه او د سنيانو حوزه.
د امریکا پلان دا و چې که په خپله حوزه کې هره ډله جګړه کوي او يا خپلسرې د دوئ ورسره کار نشته، خو که د يوې حوزې خلک په بله حوزه تیری کوي، بیا به يې مخه نیسي.
د اسلامي دولت ډله چې په خپله سنې ميشته سېمه کې و امریکا ورسره هیڅ ستونزه نه لرله، کله چې يې شیعه سېمو ته د خپل واک د غزیدو پلان عملي کاو، د امریکا له سخت غبرګون سره مخ شول.
د امریکا لوړ پوړو چارواکو  او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وکولای شول چې کُردان او شیعه ګان په يوه ائتلاف کې شامل او د داعش په مقابل کې يې وجنګوي. چې په راتلونکې کې به د کُردانو قوي کیدل هم په سېمه کې بله ستونزه وي.
داچې اوس جان کیري او لویديځې رسنۍ وايې چې اسلامي دولت د دوی له خوا راپيداشوی، يا اسلامي دولت د ځینو کړیو له خوا په اسرائيلو پسي تړل کيږي، يواځي د اسلامي دولت د کمزورتیا له پاره دغه څرګندونې کوي، ډیری شنونکي په دي نظر دي چې اسلامي دولت يو خودجوشه اسلامي حرکت دی، چې د امریکا، اسرائېلو او عرب هیوادونو د دیکتاتور حکومتونو په ضد يې خپله جګړه پېل کړي.
د اسلامي دولت تېروتنه په دي کې وه چې له وخت مخکې يې د اسلامي خلافت اعلان او دعوه وکړه، چې دغه اعلان يې امریکا او لویدیځ ورخطا او دا ډول يې د اسلامي هیوادونو خپل ځان غوښتونکې واکمنان هم وګواښل، همدغه وجه ده چې د اسلامي دولت په وړاندي د سعودي عربستان په ګډون عرب هیوادونو، امریکا او لویديځ لاسونه سره يو او د اسلامي دولت په خلاف جګړه پر مخ بيايې.
د طالبانو د وخت يو لوړ پوړی مشر وايې چې کله طالبانو اسلامي امارت اعلان کړ، تر ګردو لومړی د سعودي عربستان  سفیر کندهار ته راغی، ویې ویل چې موږ توضیحات غواړو، د طالبانو دغه مشر وايې چې موږ ورته وویل چې د افغانستان اسلامي امارت، کله چې سفیر دافغانستان ټکی واوریدی، ویې ویل چې زما سوالونه حل شول.
هر اسلامي تحریک او اسلامي ډله د خلافت ارمان او خوب وينې خو شرایطو ته په کتلو سره يې اعلان نه کوي، او مناسب وخت ته ګوري، تر ټولو ښه بېلګه يې اخوان المسلمین او  حزب التحریر دی.
د اسلامي دولت مشرانو ته په کار وه چې د نړۍ د نورو مسلمانو حرکتونو له تجربو يې ګټه پورته کړي وای، او د خلافت په اعلان کې يې مناسب وخت ته انتظار کړی وای.
داچې په خراسان کې د اسلامي دولت له خوا د والي اعلان کيږي، دا هم په اوس وخت کې مناسبه نه بلکې د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځې جنګ ته لاره هوارول دي، کوم چې امریکا، لویدیځ او ځينې مغرض اسلامي هیوادونه همدغه څه غواړي.
ډیری شنونکې په دي نظر دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې (اسلامي دولت) په راپيداکيدو کې پاکستان، افغانستان او امريکا په ګډه کار کوي، او تر ټولو وړاندې پاکستان دی، د پاکستاني طالبانو هغه کسان چې د اسلامي دولت د بیعت اعلان يې کړي، هم ځينې شنونکې په دي نظر دي چې ممکن غیر مستقیم د پاکستان د استخباراتو لاس به په کې وي.
د ملاعبدالروف خادم په اړه ویل کيږې چې د هغه نائب ټاکل خپله د اسلامي دولت د مشرانو پريکړه وه، او داهم د ملاعبدالروف خادم هغه پېژندګلو له امله چې په ګوانتانامو زندان کې يې د عربو سره شوې وه.
اسلامي دولت په عراق او سوریه کې په ډیره لږ ځمکه واک لري او په عراق کې له سختو ستونزو سره مخ شوې، په دغسي يو حالت کې چې د ستونزو د کموالي په اړه فکر ؤشې، ولي باید ستونزې زیاتې شي، د افغانستان اړوند د خراسان ولایت اعلان به يوه بله ستونزه وي، هغه هم هغه خراسان چې د پاکستان هغه سېمې پکې شاملې دي چیرته چې د پاکستان حکومت له ستونزو سره مخ کې دی، او په ښکاره ډول د اسلامي دولت په خراسان کې لاهور او دپنجاب سېمه نه ده شامله.
«اسلامي دولت» او لومړیتوبونه
اسلامي دولت باید خپل لومړيتوبونو ته فکر وکړي، د دوی له پاره تر ټولو مهم عراق دی چې هلته پرمختګ وکړي، له هغه وروسته سوریه ده، لبنان،  اوس خو اردن  په ښکاره ورسره د جګړې اعلان کړی، او بيا په ترتیب سره که دوی غواړي چې اسلامي خلافت احیاء کړي نو سعودي عربستان، اسرائېل، ایران او مصر هیوادونه ډیر مهم دي.
زه باوري یم چې اسلامي دولت به له ډیرو لویو ستونزو سره مخ شي او هغه هم د دوی د ځوانو مشرانو احساساتي پریکړې دي، په عربې نړۍ او اسلامي نړۍ کې اسلامي دولت ډیر خواخوږي پيداکړي و او لا يې هم لري، خو که خپلو تیروتنو ته توجه ونه کړي، ملاتړ به يې کم شي.
سمه ده چې اسلامي دولت امکانات او پیسې لري، او د پيسو په زور به وکولای شي چې په پاکستان او افغانستان کې ځوانان ځانته ورمات کړي، ځکه په افغانستان کې د پیسو له پاره ځوانان اربکیان  او په پاکستان کې دهمدې پیسو له پاره قومي ملیشې جوړې او خپل وروڼه وژني، که دوی ته د اسلامي دولت مالي سرچینې راماتې شي، نو بیا هغه ځوان چې اربکیانو ته ځي هغه به دي ته برتري ورکړي چې د اسلامي دولت له جنګیالیو سره يوځای شي، او دا ډول طالبانو ته د نويو ځوانانو جلب او جذب به هم کم شي.
اسلامي دولت چې په عراق او سوریه کې د پام وړ جګړې  او پرمختګ وکړ، دهغوئ لاس ته د امریکايې درنو وسلو لویدل دی، هلته د دوی د پلویانو له خوا د اهل تشیع څخه د غچ اخستنې او هغوئ ته د کافر په سترګه کتل دي، اسلامی دولت په هیڅ ډول نه شي کولای چې هغه پرمختللی وسلې  او دغه روحیه چې اهل تشیع ته کافر وویل شي تر افغانستان پورې راورسوي، او که دلته هم دوی د حکومت کومه قرارګاه نیسي هغه ډول پرمختللي وسلې پکې نشته کوم چې په عراق کې د امریکاپوځ پريښودلي دي.
افغانان او «اسلامي دولت»
د افغانستان مسلمان ولس هیڅ بهرني قوت ته سر نه ټیټوي، يواځي صحابه مبارکان ؤ چې د افغانستان خلکو ورسره ډیره جګړه ونه کړه، او د اسلام مبارک دين يې قبول کړ. اوس چې دلته د اسلامی دولت له خوا د شرک په ضد د جنګ خبره کيږي، د سلفي او حنفي خبره به زور اخلي، او د افغانستان خلک چې حنفي مذهبه دي، او په جنوبي ولایتونو کې اکثریت مطلق همدوی دي، ګرانه به وي چې د داعش په نوم کومه وسلواله ډله دي دغه خلک پر ځان راټول کړلای شي.
کاش دوی د شهید عبدالله عزام وصیت اوریدلی وای، هغه به عرب مجاهدینو ته ویل چې کله د افغانانو سره د جهاد جبهو ته ځئ، تاسي د حنفي مذهب سره سم لمونځ او نور اسلامي اعمال سرته رسوئ، ځکه افغانان حنفي مذهبه دي او د سلفیانو اړوند ناسم معلومات او حساسیت موجود دی.
بله مهمه خبره داده چې اوس هم طالبان د اسلامي دولت په نسبت ډیره سېمه تر لاس لاندې لري،د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پلویان  لري، او د ځینو ولایتونو ډیره برخه له دوی سره ده، بل داچې طالبان د حکومت کولو تجربه لري، او درېم داچې د القاعده ډله لا هم د طالبانو له مشر ملامحمد عمر مجاهد سره په خپل بیعت پاتې دي، په داسي حال کې چې اسلامي دولت د القاعدې نه جلا شوې ډله ده، یعنی القاعده ډلې له ځان څخه جلا کړي.
طالب مشران هر وخت ډیر وروسته عمل کوي،  که د اسلامي دولت له مشرانو سره د دوی لیدنې کتنې دوامداره وای، او دا ډول يې خپلې تجربې ورسره شریکې کړي وای، بل داچې د طالبانو په لیکو کې له سلفي وروڼو سره يې رویه سمه وای ممکن دغه ستونزه به دومره ژر نه وای زیږيدلي.
د طالبانو په لیکو کې د نوروهیوادونو د جنګيالیو شتون هم په راتلونکې کې د طالبانو له پاره يو سرخوږی دی، هغوئ چې اوس مهال د طالبانو له خوا خپلسري ته نه پريښودل کيږي او قومانده د افغان طالبانو په لاس کې ده، د داعش په راپيداکیدو به هڅه وکړي چې له خپل ځان څخه محدودیتونه لیري کړي، دا ډول په غیر مستقیم ډول به امریکا او افغان حکومت هم ددغو ډلو مرسته د هیواد په شمال کې د دي له پاره وکړي چې د چین او روسيې له پاره يې د تهدید په توګه وکاروي، تر څو روسيه د اوکراین او ختيخې اروپا له مسئلي څخه ديخوا (منځنۍ آسیا) کې مصروفه وساتي.
د طالبانو او اسلامي دولت توپیر هم دا دی چې طالبان ځان د افغانستان په جغرافیه کې محدود ګڼې او اسلامي دولت بیا سرحد نه مني، نو ځکه به بهرني جنګیالي د اسلامي دولت د نوم په کارولو سره خپل محدودیتونه لیري کړي.
اسلامي دولت او سیمه ییزې لوبې
هند ته د ا مریکا ولسمشر اوباما راتګ هغه څه ده چې چین او پاکستان يې وارخطاء کړي، اوس به پاکستان او چین په ګټه هڅې کوي چې د هند د پياوړي کیدو مخه ونیسې. پاکستان به ډیره هڅه کوي چې د افغانستان امنیت ګډ وډ وي، تر څو له امریکا څخه امتیازات هر وخت واخستلای شي.
اوس هم که د اسلامي دولت مشران په سم ډول پوه شي چې نړيوال استخبارات دي چې دوی به په افغانستان کې د طالبانو په مقابل کې جنګوي ممکن  په افغانستان او پاکستان کې پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.
او طالبان به هم بالاخره مجبوره کيږي چې د داعش په نوم هرې وسلوالي ډلې مخه ډب کړي، ځکه د تیر جهاد پر مهال د جهادي ګوندونو د ډیروالي او د خپلسرو قومندانانو له امله ده چې دا دی تر نن ورځې موږ په خپل منځې جګړو کې بوخت يو. بهرنيان مو سېل کوي او موږ په خپلو منځونو کې سره وژنو. د بهرنیانو پیاده پوځ مو خپل افغانان دي او د افغان د وينې تویولو په بدل کې له امریکا څخه مادي او دولتي امتیازات اخلي.
افغان دولت او امریکا ښه پوهیږي چې د داعش په نوم وسلوال د دوی له پاره لوی سرخوږی نه شي جوړلای، بلکه کوشش به وکړي چې د دغې ډلې په نوم وسلوال د طالبانو په مقابل کې استعمال کړي، او تر ټولو لومړی به په سېمو کې د اربکیانو په نوم غیر مسؤل وسلوال د داعش په نوم له ډلو سره يوځای کړل شي، تر څو د طالبانو په مقابل کې د جنګ توان پيداکړي.
ملا عبدالرؤف خادم ولې دومره ژر په نښه شو؟
داچې ولي ملاعبدالرؤف خادم دومره په بیړه د امریکاد بې پېلوټه الوتکې له خوا په نښه او له منځه  یوړل شو، چې نن ورځ (۹ فیبروري ۲۰۱۵)  يې رسنیو د مرګ خبر ورکړ، څو لاملونه يې ګڼلای شو:
لومړی: ملاعبدالرؤف خادم د سيمه یېزو استخباراتو په خوښه کار نه کاؤ او نه هم د داعش له خوا د ده په ټاکنه کې د کومې ځانګړې استخباراتي ادارې رول ؤ، بلکه د عربو سره د ګوانتانامو زندان کې د خپل شناخت له امله د پاکستانې طالبانو او د افغان هغو کسانو چې لا دمخه يې د اسلامي دولت سره بیعت اعلان کړی ؤ دخوښې خلاف همدا خادم د خراسان د والی نائب وټاکل شو.
دوېم: ملاعبدالرؤف آخند د ګوانتانامو زندان کې د امریکا یانو له خوا سختې شکنجې او زجرونه ليدلې ؤ، امریکااو سيمه یېزو استخباراتي کړیو ته ګرانه وه چې هغه به د امریکا له مخالفت څخه لاس اخستلو ته چمتو کړي.
درېم: ملاعبدالرؤف آخند يو عقیدوي شخص او په جهاد يې باور درلود، هغه به د پاکستان، افغان حکومت او امریکا په خوښه او غوښتنه هیڅکله هم  له بهرنیانو او افغان حکومت سره له جګړې لاس نه وای اخستی.
څلورم: تر ټولو ډیره مهمه داوه چې ملاعبدالرؤف آخند د طالبانو سره د نظامې شورا په رهبري کې پاتې شوی کس ؤ او د طالبانو په نظامي لیکو کې يې ډیر ملګرې او انډيوالان درلودل، هغه به دي ته په هیڅ وجه نه وای چمتو شوای چې له طالبانو سره مخامخ جګړې او وژلو ته زړه ښه کړي. همدا ډول طالبانو ته نږدې سرچينې هم وايې چې ملاعبدالرؤف خادم له طالبانو سره وسلوال ټکر ته زړه نه ښه کاؤ.
پنځم: د ملاعبدالرؤف په له منځه وړلو سره به  امریکا او افغان حکومت وتوانيږي چې د خلکو دغه باور پر ځان پيداکړي چې دوی په افغانستان کې د داعش ډلې د پېداکیدو هڅه نه کوي.
شپږم:  دملاعبدالرؤف په له منځه وړلو سره اوس که د داعش کوم بل مشر په افغانستان کې راځي ، د ده له مرګ وروسته به ځوانان له دغې ډلې سره يوځای او په راتلونکې کې به طالبانو ته سرخوږي پيداکړي.
داهم يو سوال دی چې له ملاعبدالرؤف خادم څخه مخکې هم نورو خلکو په پاکستان او افغانستان کې  د اسلامي دولت سره د بیعت او فعالیت خبرونه ورکول شوې، خو ملاعبدالرؤف ډیر په بیړه د امریکا او افغان دولت له خوا په نښه شو.
ښه داده چې د اسلامي دولت مشران د افغانستان په اړه له احساساتي او ناسنجول شویو پريکړو څخه کار  وانه خلي، او دیته متوجه وي چې په افغانستان کې د دوی وسلوال شتون ته هڅول له طالبانو او افغان ولس سره د جنګ په موخه  کيږي.
په ټوله کې ویلای شو چې په افغانستان کې د داعش وسلوالې ډلې پيداکېدل د افغان حکومت، امریکا او پاکستان په ګټه ، د چین، ایران، روسيې  په زیان دی، او تر ټولو لوی زیان به يې طالبانو ته رسيږي.
د دي امکان شته چې  له همدې ویرې به چین، ایران او روسیه له طالبانو سره خپلو اړیکو کې نور پرمختګ هم وکړي او دغه اړيکې به لا قوي شي.
خو جنګ به زموږ له کوره ونه وځي، دلته به امریکا، چین، روسیه، ایران، پاکستان او هند خپلو اهدافو ته د رسيدو له پاره پر جګړه اصرار کوي، او د جګړې مرکزونه به د پاکستان سره  سرحدې سېمې دا ډول له چین سره نښتی  بدخشان  او دمنځنۍ اسیا سره نښتی  کندز  وي، تخار او ځينې نورې سېمې به دجګړې له پاره د مهماتو د رسولو له پاره ناامنه او بهرنیانو ته دوسلو رسولو لارې به وي.

نظر محمد مطمئن
لیکوال او شـــناند