آرشیف

2017-10-18

دوکتور ص. سعیدي

جناب حامد کرزي ته پرانیستی لیك!

د لوی او بښونکي الله ( ج ) په سپېڅلي نامه. 
ستاسې مطبوعاتي مرکه مې د لوې جرګې د راغوښتلو او جوړېدو په اړه په دقت او پوره پام واوریده. ‌‌‌‌‌‌ډېر څه درته د ویلو لرم خو لن‌‌‌‌‌‌ډه خبر: 

ناستې، ولاړې، جرګې، مشورې او فكرونه  سره شریکول او د خبرې منطق سره ویل کومه بده خبر نه ده چې نه ده بلکې ورته سخته اړتیا هم لرو. خو ددې ناستو شکل هم د بحث وړدی.. هېر نه کړئ چې د افغانستان ‌‌‌‌‌‌ډېر مصارف او دا د جرګې مصارف به  هم بهرنیان او امریکایان ورکوي. فکر کوم چې تاسې را سره موافق یاست چې د قهر ، غصې کترې او کنایې ویلو پرته په درایت او سړه سینه بحث په کار دی. 
سوال  داسې دی چې ددې جرګې مقام، حیثیت او صلاحیت ، دعوت کوونکی او اجندا به څه وي او څوک به یې پر کوم مشروعیت تعینوي او دا به ولې هغه او یا دغه کس تعینوي؟ 
دا به ولې زه تعینوم او ولې تاسې نه او دا ما او تاته دا صلاحیت چا راکړ؟ 
د ١٦ كلو موده كې داسې دولتي ساختارونه  ایجاد شول او شته چې باید  ریښتنی فعاله شي او محتوی ورکړل شي. 
او ریښتیا دا ستاسې په لاس جوړ شوای اساسی قانون منو که نه منو؟ 
که منو هلته د لوی جرګې تعریف او مقام او حالات راغلي. 

هغه منو که نه منو؟ 

که منو هغه ځانته شرایط لري. 

 

نو که بیا هم په خپله خبر ټينګار کوې او فکرونه شریکول د جرګې ترنامه لاندې غواړئ نو  ددې مصارف به څوک  ورکوي او دابه د دولت په ابتکار او  رهبري وي او که له هغه نه بهر؟ که چېرې بیا هم د هغې په را بلنې ټينګار لرۍ نو یوه تکمیلي طرحه مې تاسې ته  داده:

دا جرګې اول د هېواد په ٣٤ ولايتو او يا د افغانستان په اتو برخو او زونو کې جوړې  کړئ چې هلته او دا جرګو کې د جرګې  ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکو  او د هغو د رابللو مشخصات، اجندا  او د پریکړه لیک مسوده او بیا پریکړه  لیک د عمومي  لویې  جرګې لپاره او د یو کمیټې  تعین په هرو اتو زونو کې چې هغوی به د عنعنوی لوې جرګې لپاره افراد غوره او انتخاب کوي. دغه کميټه به ددې جرګې مالي مسایل هم جمع او تنظيموي. دا اته جرګې به د سراسري لوې جرګې لپاره پوره موادو او نسبي قوت او نسبي مشروعیت برابر  کړای وي او ددې په رڼا کې به هغه سراسري لویه جرګه راوغوښتل شي چې تاسې پرې تأکیدلرۍ. که دا جرګو وپتیله چې سراسري لویې جرګې ته اړتیا شته او یا نه شته او د ‌‌‌‌‌‌ډېرو مطرحو سوالو ته ځواب پېدا کړي ، هم به فیصله شي. همدا د اتو زونو هغه کمیټې چې د اته ګونو جرګو لخوا انتخاب شول د عمومي  ناستې ‌‌‌‌‌‌ډېر مقدماتي مسایل به روښانه کړي. 

خو بیا هم نه دغه اوسنۍ د ستاسو طرحه او نه هغه روستنۍ  زماد لویه جرګه به  د افغانستان د موجود اساسي قانون کوم مشروع مرجع وي او تصامیم به یې هم واجب الاجرا نه وي خو  یو  ملي تفاهم به وي چې کوم واجب الاجرایي  حیثیت به نه لري. هغه هم که کوم تفاهم ته ورسېدو. 

داچې دومره وخت او مالي مصرف به غیر قانوني مرجع باندې مصرف شي او تصامیم یې هم واجب الاجراء نه وي نو  بیا  دا دومره وخت او فرصت په دې باندې مصرفول درست وي؟

زه خو فکر کوم چه جناب حامد کرزي ته مالومه ده چه د تېرو ریاست جمهوري  ټاکنو په موخه کې نتایج هغه چا نه منل چې په ګټه یې نه وه. يو متل دی چې وایي: حق بګو خو به طرف من. 

دلته د جمهوري ریاست ټاکنې وشوې د خلکو رایې  درې ځلي جهانیانو  حساب کړي، خو نتایج چاونه منل او جناب نورستاني د خپل صلاحیت نه پورته او پرته د جان کیري انتخابات اعلان کړل. دا مو هم واوریدل چې اګر من نباشم << جوی خون جاري ميشه >>.  روسته مالومه شوه چې دوی ورته سلاح هم آماده کړې وه. د سور بریتو حضور که نه وای دلته به لس 

دفعې کودتا شوې وه. 

هغه. ستاسې انتخابات مو هم په یاد دي چې د غزني له ولایته چې ملي ترکیب یې کاملاً بل دی، د بهزاد په تقلب د یوولسو وکیلانو نه  یوولس تنه ټول د بهزاد له قومه دي او همدا اوس پارلمان کې ناست دي، د افغانستان معاش اخلي خو  افغاني هویت یې تذکرو کې نفیه کړ  او تاسې ورسره ومنل.  هو همدوی د افغانستان ملي هویت تذکرو کې نفیه کړ.. 

نو څه اوس تاریخ پاکول غواړو!؟ 

څه کول په کاردي؟ د پاسنۍ طرحې  پروسه طی کول که د لوې جرګې تدویر باندې ټينګار لرۍ. که نه د قانون پر حاکمیت د کادری عدالت، د راتلونکو انتخاباتو او یا مخکې له وخت انتخاباتو ته امادګي او تضمینات پېدا کول او ایجادول او د دې امکاناتو  د لرلو په صورت کې کار کول او د یو ملي، امنیتي ادارې، ملي پولیسو، ملي استخباراتو، ملي اردو لپاره کار کول په کار دي . داسې ادارې چې قانون، افغانستان او د افغان ولس وفادار امنیتی ارګانونه او قانون ته متعهدوي،  کار کول په کار دي. 

خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېرې خو اوس همدومره. 

و من الله التوفیق 

د. ص. سعیدی 

٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨

١٧/١٠/٢٠١٧