آرشیف

2019-12-5

شاه ولی آرین

افغانستان وراني او د بېرته ابادولو حللاره

تیرو تاریخي پیښو او حوادثو په ډاګه کړې چې زموږ ګران هیواد افغانستان د پردیو یرغلګرو له لوری د مقدوني سکندر، مغولو، چنګیزیانو، انګریزانو، ایرانی قاجاریانو،تزاری روسیی، شوروی اتحاد، پاکستان او همدا اوس امریکا او ورسره انډیولانو یرغل د شومو موخو په خاطر سوزیدلی، وران شوی او د سترو غمیزو او جګړو میدان ګرزیدلی دی.
تاریخ ګواه دی چې د تیمورشاه ابدالی تر مړینی وروسته د ایران قاجاری حکومتونو او انګریزانو څومره د سیسی د سکه او ناسکه ورونو تر منځ وکارولی، تر څو د وخت نظامونه کمزوری کړی او دوی خپلو موخو ته ورسیږی.
انګریزانو د ۱۷۹۳ عیسوی کال وروسته کله چې تیمورشاه ومړ د شاه زمان په مقابل کې خپل ورور شاه محمود په داسی حال کې راجګ کړ چې د سیمې یو شمیر مخور او خانان یې د پیسو په مقابل کې لکه پاینده خان بارکزی، محمد عظیم خان الکوزی، اسلام خان پوپلزی، زمان خان پوپلزی، حکمت خان سرکاڼی، امیر ارسلان خان جوانشیر، جعفرخان جوانشیر، منشی محمد خان قزلباش، او نور راونیول او د شامحمود په ملاتړ یې د شاه زمان پر ضد استعمال کړل.شاه شجاع یې د شاه محمود پر ضد او شاه محمود یې د کامران پر ضد استعمال او را وپارول، همدا راز یې د کامران او وزیر یار محمد خان تر منځ د فتنی اور بل کړ.د تیمور شاه د زامنو تر منځ د انګریزانو او ایرانی زمامدارانو ګډو د سیسو د هغوی د نیکه او پلار ګټلی امپراتوری دړی وړی کړه تر څو چې دغه دوره د امیر دوست محمد خان په راتګ سره پای ته ورسیده.
امیر دوست محمد خان د مشهور وزیر فتح خان ورور او د سردار پاینده محمد خان زوی و چې په راتګ سره یې وشو کولای په کورنیو جګړو کې په خپلو حریفانو او ورونو چې د واک دعوی یې کولی بریالی شې او مرکزی حکومت جوړ کړی. سره له دی چې د انګریزانو د لاسوهنو له امله افغانی امپراتوری ړنګه او افغانستان یې د کورنیو جګړو په اور کې راګېر کړ، مګر د افغانانو سره د هغوی کینه دومره زیاته وه، چې بیا یې هم د امیر دوست محمد خان سلطنت نه شو تحمل کولای او ویره یې لرله که چیری د امیر دوست محمد خان حکومت نور هم پیاوړی شې نو خپله امپراطوری به بیرته تر لاسه کړی او انګریزانو ته به په هند کې خطر پیښ کړی.نو ځکه یې د هغه د وهلو لپاره بیا شیطانی استخباراتی هلی ځلی پیل کړی.
دا ځل انګریزانو بل تاکتیک نه کار واخیست. په دغه وخت کې مذهبی روحانیت چې د شاهی نظام په لاس کې په خلکو باندی د حکومت کولو لپاره ایدیالوژیکی وسله وه، حاکم رول یې درلود. دغه مذهبی روحانیت حکومت ته مشروعیت ورکاوه. دا ځکه چې حکمتونه د اسلام په نامه جوړیدل او د هغه نه اطاعت پر ملت باندی فرض و. د خلکو د دغه فکری عقایدو او اعتماد لپاره به د حاکم روحانیت یا ملا، مولوی،مولانا، پیر، شیخ حضرت او نورو له خوا شرائط برابریدل چې په حاکم نظام کې یې د قدرت ستنې جوړولی. هغوی د داخلی او خارجی جګړو او حاکم قدرت د تسلط لپاره روحی شرائط تیارول او عامه ذهنیت ته یې د پاچا یا امیر نه د اطاعت لپاره د حاکم نظام په ګټه کارکاوه.
انګریزانو د افغانی ټولنی دغه کلتوری حالت او د افغانانو په عامه ذهنیت باندی د ملا کنترول مطالعه کړ او په هغوی کې یې نفوذ پیدا کړ.
انګریزی جاسوسانو په دغه اسلامی روحانیت کې د نفوذ کولو له لاری شاه زمان ته سقوط ورکړ. او د هیواد په ورستنیو شاهی نظامونو کې یې خپلی شبکی د سرطان د مرض په شان وغزولی ناورینونه او غمیزی یې جوړی کړی. افغانان یې په وینو کې ولمبول او په ۱۹ پیړی کې یې افغانستان د کورنیو جګړو په اورکې و سوځاوه.
انګریزانو په دغه وخت کې د (بیل یې کړه ایل یې کړه) سیاست نه پوره ګټه پورته کړه. همدا انګریزانو او تزاری روسیی د محمد زئی کورنی د پادشاهانو په مقابل کې د هیڅ ډول دسیسو نه صرفه ونه کړه.شاه شجاع یې یوځل بیا د امیر دوست محمد خان پر ضد راجګ کړ،یعقوب خان یې د خپل ورونو په مقابل کې راپاڅاوه او د ګندمک ننګینه معاهده یې پری امضا کړه د ملا، پیر، حضرت په لباس او څیره یې خپله افغانان را وپارول او د مشروطییت جنبشونه یې پری وټکول او د افغانستان سیاسی استقلال چې د غازی امان الله خان تر قیادت او د هیواد د غازیانو او شهیدانو په وینوګټل شوی استقلال او ازادی یې د پلورل شوو افغانانو په لاس له منځه یووړ، غل سقاو او هیواد پلورونکی اجنټ ته یې د دین د خادم د لقب په ورکولو سره هیواد بیا د تورتم کندې ته ورټیل واهه.
د ثور د نظامی پاڅون وروسته ایا همدا د خلقیانو او پرچمیانو یو شمیر خرڅ شوی مشران د ببرک کارمل په مشری نه وو چې د شوروی اتحاد د یرغل لپاره یې زمینه برابره او د هغوی د قواوو د راتګ هرکلی یې وکړ؟. په زرګونو بیګناه انسانان یې ووژل، زندانونه یې پری ډک کړل، هیواد یې په کنډوالو بدل تر څو د دوی د حاکمیت لپاره شرائط برابر شې.ایا همدا احمد شاه مسعود چې اوس ورته ګویا ملی قهرمان او له شورویانو نه د افغانستان د ګټلو فاتح ویل کیږی د روسانو سره د خپلو شخصی ګټو د ساتلو لپاره وار، وار معاملی او د دوستۍ تړونوونه نه دی امضا کړی؟.
د امریکایانو پښه چا راکش کړه او چا ورته دا بهانه په لاس ورکړه تر څو افغانستان ته د ښې حکومتداری او د فساد د له منځه وړلو، د القاعدی د پوره ځپلو او د مخدره توکو د کرلو، کارولو، قاچاق د مخنیوی ترنامه لاندی زموږ په هیواد کې حضور پیدا کړی؟.
هغوی چې ځانونه له روسانو نه د هیواد د ژغورلو مدافعین او د برلین د دیوال د ړنګیدو قهرمانان بولی په دی اتلسو کلونو کې د امریکا د جیره خوروو په توګه پر دی ملت او خپل هیواد څه ونه کړل؟، د نظار شورا د احمدشاه مسعود وفادارو او نږدی یارانو یونس قانونی، عبد الله عبدالله او اعزازی مارشال فهیم د هیواد د ټول صلاحیت قباله د بن د کنفرانس وروسته د خپلو شخصی ګټو او حاکمیت د ساتلو په خاطر امریکایانو ته په لاس ورنه کړه؟.
هغه پلورل شوی تکنو کراتان چې د معلوم الحال جاسوس کرزی پر شاو خوا راټول شوی وو او دی، دا هیواد یې چور چپاول نه کړ؟.
له پورتنیو ټولو تاریخی پیښو نه می د یادولو موخه دا ده چې هیواد والو ته په ګوته کړم چې په دی کې شک نه شته چې بین المللی استعمار او ګاونډیو مغرضو هیوادونو زموږ د هیواد په ورانولو کې تل برخه اخیستی. خو سمه خبره دا ده چې  اصلی عناصر او عاملین یې په خپله افغانان وو او دي.
همدا اوس د ګوتو په شمیر یو څو په پردیو خرڅ شوی غلامان، وحشی سر تمبه ګان، د قدرت لیونیان،قومی سوداګران، د قاچاقواو مخدره توکومافیا، زورواکان، د ځمکو غاصبان، د ناقانونه ښار ګوټو مالکان، د کانونو او طبعی زیرموغله د یادولو وړ دی چې په مختلفو حیلو او بهانو یې د دموکراسی تر عنوان لاندې دا ملت او هیواد د سترو غمیزو ورانۍ او نابودی کندی ته ټیل وهلی دی، دوی هیڅکله په هیواد کې سوله امن او هوساینه نه غواړی د قوی او با ثباته حکومت د جوړیدو مخنیوی کوی.
افغانان باید په دی و پوهیـږی، تر څو چې دوی تعلیم و نه کړي، نوی نسل په مدرنه بڼه ونه روزي، ځانونه پوه نه کړي؛ د ژغورنې بله لار نه شته. کله یې چې دا کار وکړ، بیا نو د دغو هیواد دوښمنو او افغان دوښمنو له منګولو نه ځان په ښه توگه ژغورلای شي،د دوښمنو څیری او اعمال رسوا کولای شي. که یې دا کارونه ونه کړ،دوی به همداسی په بی وسۍ او ذلت کې ژوند کوی. دا د هر قوم، ملیت، تنظیم،ګروپ او حزب دنده ده چې خپل خاېن او هیواد پلورونکي په خپله ذلیل او رسوا کړی، هیواد والو او نړیوالو ته یې رسوا کړی هغه وخت کیدای شې چې هر افغان دا هیواد خپل هیواد وګڼی او د ملت جوړولو په لور ګام واخلی،  ملت جوړونه د هیواد د اوسنیو ستونزو د له منځه وړلو اساسی شرط دی.

په گران هیوادافغانستان کې دملت سازۍ په لور