X

آرشیف

زړې پيشو ته نوي ترِکونه نه شې ښودلای!

 

بې کفایته افغان ديپلوماسۍ بیلګه د طلوع نیوز سره د انگلستان د سفیر ښاغلي جرمي  دومینک سره د هغه په روستۍ مصاحبه کې په ښکاره توګه لیدلای او اوریدلای شئ !

ښاغلی دومنیک چې تقریبا شل کاله د پاکستان د دومخي افغان دشمنه، افغانستان دشمنه، سولې دشمنه سیاست  شاهد او د حوادثو په محراق کې قرار لري په خپله دغه مصاحبه کې په دقیقه توګه د اوسني پاکستان د استابلشمنټ د افغان دشمنه خبیث سیاست سره پوره پوره اړخ لګوي او افغان دیپلوماسي ورته رڼې رڼې، بې کفایته نظاره کوي او د مشخص تنویري او تدبیر  متناسب کار جوګه خو لانه دی او داسې ثابتوي چې هریو خپلې چوکۍ ساتي. 

دوی چې د افغان وژنۍ د تراژيدۍ ، د هیلمند د سنګین د ولسوالۍ د تراژيدۍ او … مخنیوی نه شي کولای څنګه به  ملت دوی ومني او څنګه به دوی ځانته د ملت او سولې خادمان خطاب وکړای شي او څنګه به ملت دوی ته د ملت د خادمانو په سترګه وګوري  او  څنګه به دوی وبخشي؟ 

ښاغلی جرمی دومینک په افغانستان کې د انکلیس د شل کلو راهیسې فعال جهت ورکونکی دیپلومات چې د پاکستان د تېرو نارواو حد اقل هو حد اقل ناظر او فعال شاهد وه اوس به خپل سیاست تغیر کړي؟ آیا د انګلیس له نظره د انګلیس د افغانستان دغه متخصص !؟ به په دغه عمر کې خپل لید لوري ته چې د پاکستان له ګټو سره پوره پوره اړخ لګوي اوس  تجدید نظر وکړي او د افغانستان ملي ګټو او ارزښتونو  ته به هم پام ونیسي او که نه؟ 

داهغه سوالونه دي چې ځواب یې زمونږ په ګټه نه وینم. هغه مشهور نړیوال متل را یاد شي: زړې پيشو ته نوي ترِکونه نه شې ښودلای. زړه پيشو به هغه او هماغه کوي چې تر نن یې کولې. 

نو داسې شخص او دهغه سفیر پاتې کېدل افغانستان او پاکستان ته مناسب او عدم مناسبوالی، هغه سوال دې چې افغان سلیم منطق هغه ته یو او صریح ځواب لري. 

 هو يوه  خبر د انصاف خبر هم ده چې وويل شي چې ښاغلي جرمی دومینک د هغه پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان د غیر متمرکز نظام په هکله او د هغه تجویز افغانستان څه نظر لري؟ 

نو ده د یو پاخه ديپلومات په توګه د اروپا د سفیر نه په تفاوت دا ګستاخي ونکړه چې مونږ ته یې د سیاسي نظام د تعین تکلیف په ځان اخیستلای وي. ده دغه کار او انتخاب د افغان ولس حق او کار وباله. خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېرې خو په واضح او ښکاره توګه افغان ديپلوماسي د افغان ولس د منافعو، ګټو او مصالحو په ساتلو کې متناسب کار نه شي کولای، نه کوي او یا یې د کولو توان 

نه لري. 

 په صریح توګه دغه برخه کې کادري سیاست د تقسیم غنایمو او ۵۰+۵۰ پر بنیاد ولاړ دی. 

د ويلو ګڼم چې تخلف د كار نه كول چې باید  وشي او کول چې باید ونه شي، شمیرل کیږي. 

د انگلستان د سفیر په خبرو کې د افغانستان او پاکستان د سرحداتو د تنظيم  پرمسایل تأکید چې ددغه متخصص د افغانستان لع تاریخه عدم تخصص ثابتوي. او د افغانستان او پاکستان د خبرو پر ادامه تأکید کیږي او دواړه خواوې د مشترک کار په ښایسته لفافو او زرینو پوښونو کې خبرې او تأکیدات کیږي.  خو دا نه وایي چې خبرې شوي او حتی څلوړ جانبه تعهدات شوي او اوس عمل په کار دی او دا پاکستان دی چې عمل نه کوي. سفیر د افغانستان مطالبات او د افغانستان برحقه مطالباتو  باندې له سره هو له سره توجه او پام نه کوي او نه کیږي. کوم سرحد دخبرو او تنظيم خبرې او تأکیدات خو دا چې کوم سرحد او د 360 عبوري محلاتو د شتون په صورت کې د سرحد  ټینګښت د افغانستان او پاکستان په تړاو د امنیت مسالې سره څه تړاو لري خبرې نه کیږي. شوو تعهداتو باندې د پاکستان نه عمل، د خبرو نه د عمل ‌‌‌‌‌‌ډګر ته د پاکستان غولونه، د ښه او بد تروریست پاکستاني ویش، د تروریست ویش د پاکستان پر معیار او نه د نړېوالو معیارو پر بنیاد د انګلستان سفیر يا له سره خبرې نه كوي او یا متناسب تفصیل نه ورکوي. د انګلستان سفیر افغانستان د پاکستاني د مالونو د خرڅلاو  ښه بازارونه بولي او…. چې داسې لید لوري هماغه پاکستاني او د پاکستان د برترۍ سیاست ته کار کونه ده او افغان چارواکي کاڼه او وړانده دي. او …..
 

پای

دوکتور صلاح الدین سعیدی

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.