آرشیف
د سولې موانع!
دوکتور ص. سعیدي
د سولې موانع سر زوري، جهالت، تماميت خواهى، د مقابل د هضم او نفيه کولو هڅې او د 21 سدې د منل شوو اصولو د اسلام د دين سره برابر اصول نه منل او د نا اهله انسانانو او افرادو پر امورو حتى انحصاري تسلط او د سولې د مذاکراتو لپاره غلطې پاليسۍ او بلاخره په جنګ او جګړه کې د پنجاب او نورو پردو د اهدافو او موخو دتأمين سلسله ده.
دا جنګ او جګړه ده چې په افغانستان او سيمه کې د مخدره موادو بازار ګرم او چليږي.
دا د جګړې او نا آراميو شتون دى چې امريکه پاکستاني جنرالانو ته جزيه ورکوي.
دا د جګړې جزيه ده چې پاکستان د افغان پر خاوره په خپله خوښه اغزن تار غزوي او دروازې جوړي او خپل سرحدات تحميلوي. لا تر اوسه 83% کار يې بشپړ دى، چې باقي کار بشپړ شي نو بيا به پاکستاني استابلشمنت بله لوبه پېل کړي. صادق او ساده طالب به د افغانستان د تأريخ تېره برخه کړي او امريکې ته به ووايي: دادى ماته دې زما سرحد مالوم کړ نو په سيمه او افغانستان کې امنيت ښه شو او پر طالب به دا تجارت بله بڼه غوره کړي.
دا د جنګ او جګړې زور دى چې يو شمېر جزيه ګير او جنايتکاره افراد افغانستان کې قدرت کې وه او دي.
دا دترور او دهشت ډار ده چې يو شمېر افغانان د امريکې د حضور ضرورت افغانستان کې توجيه کوي.
د سولې موانع د ملت له ارادې نه بهر دامريکى نه، د ټوپک، انفجار او انتحار په کولو او افغان وژنې، هدفي وژنې او ترور په کولو افغانستان کې سياسي قدرت ته د رسيدو لار د سولې موانع دي.
د سولې موانع د سياسى مذاکراتو پر ميز پر هغو مسايلو او موضوعوعاتو بحث کول تحميلول دي،کوم چې پر هغو بايد ملت تصميم و نيسي.
د سولې موانع د سياسي مذاکراتو او د سياسي مذاکرې پر ميز پر هغو ارزشونو توافق تحميلول دي،کوم چې د ټول ملت حق دى.
مونږ د سولې موانع پېژنو نو د مرګ او ترور تخصص حتمى نه ده د سولې متخصص هم وي. د الله ج نه وډار شئ، د ظلم، تجاوز، ورور وژنې حرامې لړۍ ته ناروا او غېر اسلامي توجيه او مبرر مه وړاندې کوئ!
مونږ پوهېږه چې ددې تراژېدۍ نه، د افغان وژنې نه د وتلو لارې څه زمونږ لاس او څه زمونږ له وس او توان نه بهر دي. خو مونږ ته په کار دي چې خپل تر توانه، خپل رسالت اداء او د تراژيدۍ د اوږدېدو مخه ونيسو او ددغه شوم حالت اثرات لږ کړو.
د يوه سياسي بندي د منلو نه دى. خو د امتياز ورکولو مخکې بايد ټول توافقات وشي. چې د 6400 زندانيانو غېر معمول خوشې کول مفاد ونه کړ، د نور بنديانو خوشې کول به هم له سره مرسته ونکړي او د جګړې ميدانبه لانور هم قوي کړي، چې کړاى هم دى.
د موجود فرصتونو مخکې له دې چې نور هم ناوقته شي،حد اعظمي د خېر استفاده وکړو.
و ما علينا الا البلاغ المبين
و ما توفيقنا الا بالله.
داکتر صلاح الدين سعيدى
12/12/2020
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور