آرشیف

2017-12-22

شاه ولی آرین

د جدی ۶ نیټه په هیواد کې د ستری غمیزی پیل.

درنو په هیواد مینو افغانانو او سیاستوالو د احتراماتو په وړاندی کولو سره غواړم یو شمیر هغه حقایقو او پیښو ته اشاره وکړم چې زموږ پرهیواد او خلکو یې د جدی د شپږمی نیټی خائنانه یرغل او شا شجاعی ګوډاګې بد نام حاکمیت و تاپه او ګران هیواد یې د یوی ستری غمیزی سره لاس او ګریوان کړ.
شوروی اتحاد د ثور د انقلاب همزمان کله چې یې ولیدل د دوی اجنټان په انقلاب کې اغیزمن رول نه درلود او د خلقیانو له لوری ترسره شوی د همغی لومړی ورځو نه یې استخباراتی پټی دسیسی راپیل کړی.
روسانو د برتانوی استعمار د وخت استخباراتی لوبه بیا پیل کړه د استخباراتی پټو دسیسو او کانالونو له لاری یې د هیواد د سیمه ایزو لانجو موضوع ایران او پاکستان سره را پیل او په ګډه یې د افغانو د هیواد د تجزیې پلان چې شمالی خواته ۸ ولایتونه شوروی، هرات او نیمروز ایران، او د جنوب ، جنوب شرقی برخی پښتون میشته سیمی به د پاکستان تر اداری لاندی راوستل کیږی، اودری واړه خواوی به ددی پلان په تطبیق کې ډیر په احتیاط او مرموزه توګه ګامونه اخلی. نو ځکه  یې د۸ هزاره میشتواسلامی بنسټپالوتنظیمونورهبری ایران اود۷نوروتنظیمونورهبری پاکستان په غاړه واخیسته او شوروی     به د خلقی نوی دولت او ګوند د کمزوری کولو او پاشلو.دنده په غاړه اخلی.
ایران د شوروی سره د پټ طرحه شوی پلان په بنسټ په هرات او کابل کې د هزاره ورنو د مذهبی پاکو احساساتو نه د ناوړی ګټه اخیستو په خاطر اغتشاش او د ملی قیام په نامه حرکت پیل کړ تر څو ترکی او امین په دی توګه وګواښوی چې ګویا انقلاب خطر کې دی او د روسانو نه نظامی مرسته باید د یوه قرارداد د امضأ کولو په اساس وغوښتل شې چې روسی نظامی ځواکونه افغانستان ته راشې ، مګر حفیظالله امین چې په خپلو خلکو او اردو باور درلود د روسانو دغه غوښتنه یې رد کړه او اغتشاش یې د دواړو خواوو په یو څه مرګ ژوبلی سره سره غلی کړ خو روسانو او ایرانیانو ته یې وښوده چې افغان دولت او ولس کولی شې له ځانه په یوازی توګه دفاع وکړی.
څرنګه چې د شوروی سوسیال امپریالیست استعماری ګوند، دولت او استخباراتی کړیو ته جوته شوه چې خلقی نظام ورځ تربله مخ په ټینګیدو دی او د نورمحمد ترکی او حفیظالله امین د فولادی یووالی په موجودیت کې نه شې کولی دا نظام او ملی حاکمیت دخپلوګوډاګیانو په ګټه مات کړی، نود دی دواړو رهبرانو له پاره د «بیل یې کړه ایل یې کړه» د استعماری پالیسی او شعار تر عنوان يې د دوی تر منځ د هغو معلوم الحالو اجنټانو په واسطه نفاق او دبی باوری پروژه په کار واچوله چې د  دواړو مشرانو د وژلو نه یې اساسی موخی وی او هدف ته هم سره ورسیدل.
همدا ډول شوروی استخباراتو د خپلو جاسوسی شبکو او هیواد پلورونکو افغانی لاسپوڅو اجنټانو سره یو ځای د یو ګډ او رزیلانه پلان سره سم د خلقی حاکمیت او نظام پر ضد جوړی شوی دسیسی او توطئی یو پر بل پسی عملی کولی،چې ددی دسیسو عاملین او سلاکاران د شوروی اتحاد سفیر پوزانوف، د سفارت مستشار ولیری ستاراستین، د سفارت دریم سکرتر اوسادچې د سفارت بل استخباراتی مامور ایوانوف او بوګدانوف د« کې جې بې » خاص استازی او د ببرک کارمل د ډلی تښتیدلو سفیرانو، او په هیواد کې وکیل ، نبی عظیمی، سلطان علی کشمند، جنرال عبد القادر،حشمت کیهانی، داؤد رزمیار ظهور رزمجو، اسد الله سروری، ګلابزوی، دستګیرپنجشیری او داسی نور د یادولو وړ دي.
د دی له پاره چې له اصلی موضوع نه لری نه شو د بیلګی په توګه د هغه وخت د مخابراتو د وزیر سید محمد ګلابزوی یوه راپور ته چې په استخباراتی توګه یې ولیری ستاراستین ته د هغه په کور کې ورکوی دلته یې د«چګونه ما به بیماری وایروس A (هجوم به افغانستان) مبتلا شدیم» کتاب لیکونکو «ولادیمیر سنیګیریوف اووالیری سامونین »له قوله تاسو ته وړاندی کوم:
«ګلابزوی در خانه ستار استین روی میزی که در ان پلو، سلاته از جګر ماهی، میوه و سبزیجات افغانی چیده شده بودند و در وسط این هم بوتل پر از ودکا ایستاده بود، هر دو با نوشیدن پیک ، بعد از لحظه یې، در حالیکه چشمانش درخششی به خصوصی داشتند ،با هیجان و با سرعت شروع به سخن زدن کردند:«رفیق والیری انقلاب ثور در خطر است. در کشور ما کودتای در حال اجرا شدن است. رفیق ترکې مورد تهدید از بین رفتن فزیکی قرار دارد، این تو طیه را امریکا ئی ها توسط اجنټ نهایت مجرب وسابقه دارخود یعنی حفیظ الله امین  براه اندخته اند.او میخواهد کمکهای برادرانه اتحاد شوروی را بد نام سازد، به همسایګی نیک و دوستی و روابط سابقدار ما و شما صدمه برساند. روی این ملحوظ با درنظر داشت نه تنهامنا فع ما،بلکه منافع شما وهمه جنبش های بین المللی کمونیستی اتحاد شوروی مکلف است بدون اتلاف وقت فورآ قوای خود را وارد افغانستان بسازد، حد اقل یک یا دو فرقه کوماندو»
ګرانو هیوادوالوتاسو وګوری چې د ناسمو راپورونو په ورکولو سره غواړی د خپلو شومو موخو له پاره د خپلو بادارانو  د یرغل له پاره لاره هواروی، د داسی ناسمو راپورونو خورا ډیری بیلګی په پورتنی همدی کتاب کې شته چې د ګلابزوی او اسد الله سروری له لوری په افغانستان کې د کې جې بې استازو او د شوروی سفارت ته ورکړ شوی دي.
د دغو ناسمو راپورونو د وار وار ورکړی وروسته دلته د بیلګی په توګه د یوه تلګرام یادونه کوم چې د استخباراتی شبکی له لاری مسکو ته لیږدول کیږی د پورتنی کتاب پر بنیاد:
«تلګرام دومی که از کابل به مر کزشوروی عنوانی ګریوچکوف مواصلت کرد بتاریخ ۲۴ اګست تشویش رهبری شوروی را هرچه شدید ترساخت. در تلګرام مذکور اسمای انعده از اعضای کمیته مرکزی حزب دموکراتیک خلق، کادرهای حزبی افسران و مامورین عالی رتبه دولتی شامل بودند که در توطیه ضد ترکی قرار داشتند.همچنان در تلګرام از سخن ګلابزوی که امین با «سی آی ای » ارتباط  دارد و نیز هم ذکر شده بود که او میخواهد پایګاه نظامی امریکا را در سرحدات جنوبی شوروی بوجود بیاورد. همچنان رئیس کشف خارجی کې جې بې در ګزارش خویش ازسرکوبی پرچمی ها یاد اوری نموده بود.
در اخر ګزارش ګریوچکوف پیشنهادات آتی را به رهبری خود ارائیه میکرد:
در شرائط بحرانی فعلی دور از امکان نیست که دست اوردهای انقلاب از دست بروند و به منافع اتحاد شوروی و این نقطه مهم جهان صدمه سنګین وارد شود، بنآ در شرائط کنونی پیشنهادات ذیل میتواند در نظر ګرفته شود.
۱- راه ها و طرق دور ساختن امین از رهبری کشور جستجو ګردیده، مسؤلیت تمام تضییقات بی بنیاد، اشتباهات در مسایل سیاست داخلی بالای شخص او (امین) انداخته شود.
۲- ترکې معتقد ساخته شود که ضرورت ایجاد حکومت ایتلافی با نمایندګان جناح پرچم و نمایندګان اقلیت های قومی راباید تشکیل دهند.
۳- پرچمی ها و اشخاصی که غیر قانونی به زندان انداخته شده اند با ید رها ګردند.
۴- ملاقات غیررسمی با ببرک کارمل لیدر جناح پرچم که در مهاجرت در جمهوری سوسیالیستی چکوسلواکیا به سر میبرد  براه انداخته شود.
۵- در صورتیکه اوضاع بحرانی و به وخامت شدید بګراید، ریزرف های جدید دولتی و حزبی اماده شود.
اهل خبره محدودی که به این ګزارش اشنا شده بودند فورآ به جز اول این ګزارش که در ان از جستجوی شیوه ها و طرق بر کناری امین از قدرت ګفته میشد ،و افګندن تمام مسؤلیت ها بخاطر اوضاع فلاکتبار در افغانستان بدوش او (امین) توجه نمودند.ګریوچکوف که بیروکرات مجربی بود، به دین ترتیب با یک تیر دو پاخته را شکار میکرد. امین را که دیګر برای همه انها مبدل به یک زخم ناسور ګردیده بود از صحنه دور میساخت و همه ملامتی های بوجود امده را بدوش وی می انداخت و راه را برای کارمل باز می ساخت».
روسانو د خپلو هغو جاسوسانو په واسطه چې نورمحمد ترکی ته نږدی کسان وو، وشو کولای تر څو د هغه ذهنیت هم را واړوی ،کله چې نورمحمد ترکی د هاوانا د سفر نه د راګرځیدو په وخت  مسکو کې د کمونست ګوند د مشرانو او برژنیف سره ملاقات کوی دا مطلب د فشار او زور له لاری په ترکې منی چې حفیظ الله امین به له صحنی نه باسی او د کارمل ډلی سره به یوه جوړ جاری ته رسیږی، د شوروی استخبارتی دستګاه دلته دری موخی  درلودی.
۱- که چیری امین صاحب د صحنی نه لری شې د پرچم په مقابل کې ترکی د مبارزی او مقابلی توان نه لری نو ډیر ژر به د قدرت واکی د کارمل او د شوروی د خوښی یو ګوډاګی حکومت ته په لاس ورشې.
۲- که چیری د دی لوبی قربانی نورمحمد ترکی شی په هغه صورت کې به د ګوند په داخل کې د امین پر ضد روحیه را وپاریږی د خلقیانو نارازیان او پرچمیان به سره نورهم نږدی شې او د امین د وهلو امکانات به نور هم باوری شې چې همداسی هم وشول.
 ۳- که چیری دواړه یانی نورمحمد ترکی او حفیظ الله امین د دی توطیې یوځایې قربانیان شې نو دوی ته به لار سمه خلاصه شې او ببرک کارمل به د یو مستحق کس په توګه قدرت ته ورسوی.نوځکه روسانو د دی موخو د عملی کولو له پاره ترکې ته وویل چې امین به هیواد ته دتلو سره سم بی واکه کوی اما حفیظ الله امین ته یې د سفارت له لاری خبر ورکړ چې ترکې  دی له واکه ګوښه کوی. ددی ستراتیژی طراحانو «کې جې بې» له سروری سره یو ځای څومره خائنانه پلان په کار واچو چې امین صاحب به د هغه ګارد په واسطه چې د ترکې د استقبال له پاره دنده لری له منځه یوسی، او که دا کار ونه شې نو امین صاحب او یا د هغه پلویان به نورمحمد ترکې همدلته ووژنی. مګر حفیظ الله امین په خورا مهارت او ترکی ته د احترام او اعتماد په لرلو دغه توطیه شنډه کړه ، د ترکی طیاره د یولږ ځنډ نه په هوا کې راکښته شوه  او ټول مراسم په معمولی توګه ترسره شول.
په پورتنی کتاب کې د ترکی او امین تر منځ د شوروی د اجنټانو هریو اسد الله سروری، سید محمد ګلابزوی، د دندو د تعلیق په هکله داسی لیکل شوی دی:
«امین به ترکی ګفت : وقتی حرف از سروری بمیان امد، امین از تضییقات عمومی و بی رحمانه که اداره اکسا براه می انداخت یاد اوری کرد.او اداره اکسا را با«ژاندارم» رئیس جمهورداؤد تشبیه نمود،همچنان از اداره غیر انسانی استخباراتی زمان شاه  در ایران و حتا ازسی آی ای نام برد. او با رکیک ترین دشنام ها ازمیتود های کثیف که سروری در اکسا از ان  کارمیګرفت یاد اور شده و اصرار کرد که صرف برطرفی سروری میتواند تاپه شرم آوری راکه به روی این اداره خورده است دور بسازد. امین به عین شکل از دیګران ګلابزوی، مزدوریار و وطن جار نیز یاد اوردند».
د پورتنیو ټولو بیلګو په وړاندی کولو سره د ترکی صاحب او امین خبری د پورته څلورو کسانو د دندو د تعلیق په هکله د هاوانا دراتګ نه وروسته د شوروی د سفیر د دوه مخی سیاست او پالیسیو په نظر کې نیولو سره بی نتیجی شوی د روسانو د پلان د نه عملی کیدو له امله د برژنیف غوصه نوره هم را وپاریده او پوزانوف سفیر ته یې دنده وسپارله چې د ترکی او امین د ملاقات زمینه برابره کړی او په دی ملاقات کې لمړی امین او بیا ترکی دواړه یو ځای و وژنی، چې د دی ملاقات خونی ته د ورتګ په حالت کې د زینود ختلوپه وخت کې په حفیظ الله امین ډزی وشوی په دغو ډزوکې تړون شهید او امین صاحب چې ټپی شوی و له دغه توطیې ځان وژغوره .
د روسانو د دی توطی د ناکامې سره  سم نورمحمد ترکی د ګوندی او دولتی مقاماتو نه استعفا کوی او ګوند ددی تشی د ډکیدو په خاطر پلینوم جوړوی اود رایو په اتفاق حفیظ الله امین د ګوند او دولت د مشر په توګه ټاکې.
حفیظ الله امین لمړی کار چې کوی د«ابلوف»په نامه د شوروی سفارت یو فاسد اسخباراتی غړی له هیواده شړی کله چې سفیر پوزانوف په یوه ملاقات کې پر امین صاحب نیوکه کوی چې دپلوماتیک مقررات نه مراعاتوی ، امین صاحب چې په هغه له پخواهم قهر و نور یې هم غوصه زیاته شوه په څپیړه یې و واهه او شوروی چارواکو ته یې خبر ورکړ چې په۲۴ ساعتو کې یې وغواړی او په عوض یې بل څوک راولیږی.همدا ډول امین صاحب د مصئونیت، قانونیت او عدالت د شعار په ورکولو د قانون د حاکمیت د تطبیق له پاره د داسی یو دموکراتیک اساسی قانون د تدوین او جوړښت له پاره داسی یو کمیسون وګماره چې د ګوندی غړو او یو شمیر خورا ډیرو غیر ګوندی ملی اوعلمی شخصیتونو او قانون پوهانو نه تشکیل شوی و او د قانون جوړونی کار یې د ستوری په ماڼی کې پیل کړ. امین صاحب د هیواد د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره د روس په مقابل کې هیڅکله سرټیټ کړی نه دی او د یو مستقل ولس مشر په توګه یې د ملی ګټو ملاتړ کړی دی. امین صاحب ته په ورستیو کې دا بیخی جوته شوی وه چې روسان له ده سره مرسته نه کوی نوځکه یې وغوښتل چې ګاونډیو هیوادو ایران ، پاکستان او ځینو نورو لکه کیوبا، یوګوسلاویا سره اړیکی ټینګی تر څو د دوی د تجربو په نظر کې نیولو سره د شوروی د حکومت د مغرضا نه مرستو پرته هیواد جوړ کړی پاکستان سره دپلوماتیکی اړیکی پیل شوی خو هلته هم د دیورند د کرښی رسمیت نه منل د دی سبب شو چې دغه هلی ځلی د رکود سره مخ شې د حفیظ الله امین د دری میا شتو حکومت په دوره کې شوروی اتحاد پراخ استخباراتی عملیات او فعالیت په کار واچول تر څو نظام کمزوری کړی او دوی ته د خپلو قوواو د راتګ زمینه برابره کړی.
کله چې شوروی اتحاد او د هغوی دولتی او نظامی استخباراتو دا ومنله چې د حفیظ الله امین لری کول بی د نظامی یرغل نه ناشونی دی، روسانو لمړی خپل روزونکی لاسپوڅی اجنټان اسدالله سروری،ګلاب زوی ،او نور په صندقونو کې مسکو ته انتقال اوهلته یې د شا ه شجاعی اجنټ لاسپوڅی حکومت او د هیواد د ملی حاکمیت د خرڅلاو، یرغل او نیواک له پاره خپل خرڅ شوی غلامان سره یو ځای کړل او د تائید مهر یې پری ولګاوه.
 دغو کړیو داسی پلان جوړ کړ چې د۱۹۷۹د دسمبر په دوهمه نیمایې کې د نوو اسلحو او ټانګو د راوړلو په نامه چې یو شمیر افراد به هم د دی اسلحو د استعمال چاری افغان ځواک  ته ورزده کوی د شپی له خوا په وار وار پروازونو کې د بګرام او کابل هوایې ډګرونو کې ځای پرځای کړل چې په دی کې د کوماندو یو کنډک هم و چې د حفیظالله امین د وژلو دنده ورسپارل شوی وه.
 د دسمبر په۲۷ ورځ حفیظ الله امین د تاجبیک په قصر کې د اردو د سیاسی چارو کارکونکی او ګوندی رهبری غړی له خپلو میرمنو سره را بللی وو.او غوښتل یې چې یوه مهمه وینا وکړی د ډوډی خوړلو په جریان کې چې د هغه ځای د اشپز له خوا په سوپ کې د زهرو په اچولو ټول بی هوښه کړل او یواځی دستګیر پنجشیری چې تازه له شوروی نه راغلی و، او ویل کیږی چې ددی پلان نه خبر و سوپ یې و نه څښل روغ پاتی و او نور ټول بی خوده شول،  حفیظ الله امین چې هم بی هوښه شوی و د خپل ډاکتر په وسیله  یوڅه جوړ شو خو په دی وخت کې د روسی کوماندو د کنډک له خوا ټولی مخابراتی او ټیلیفونی اړیکی او وسایل فلج شوی وو، یوازی حفیظ الله امین او ځوی یې عبد الرحمن امین او د هغو نږدی ملګرو او ګارد د روسانو سره سخته جګړه تر سره کړه او یو شمیر زیات روسی اشغالګر یې ووژل تر څو دوی هم د هیواد د ازادی د لاری اتل شهیدان شول.
په دی ترتیب د جدی په۶ نیټه  د شوروی اتحاد سره پوځ زموږ په ګران هیواد بی شرمانه یرغل وکړ او د خرڅ شوی بل شاه شجاع ببرک کارمل اوډلی ټپلی د خوا له تاشکند نه د راډیوی بیانیې په خپرولو سره یې د امین صاحب د رژیم له منځه وړل او د خپل هیواد  د خرڅونی بریا اعلان کړه.
د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند ، دولت اوانقلابی شورا غړی یې یو شمیر اعدام او نوریې زندانونو ته واچول، د ګوند کادرونو او صفوفو چې رهبران یې له لاسه ورکړی وو، او دامین او امینیانو په نامه په سل ګونه او زر ګونه د صدارت او څرخی پله جیلونو ته ټیل وهل کیدل، څه یې باید کړی وای؟.
د ګوند یو شمیر مجربو کادرونو د ګوډاګی حکومت او کې جې بې د فشارونو، تعقیب او نیونو سره سره اړیکی ټینګی او د خبرو اترو وروسته دری اساسی لاری په ګوته  شوی چې د لا بحث او غور وروسته به تری کومه غوره و ګڼل شې .
۱- د نظامی برخی کادرونو ټینګار کاوه چې د شوروی یرغلګرو قواوو او ګوډاګی نظام پر ضد جګړی ، مقاومت کوواو غرونو ته پورته کیږو.
۲- یو شمیر کارونو او د ګوند غړو ټینګار کاوه، اوس چې پر هیواد یرغل شوی او ګوډاګی دولت شتون لری کیدای شې د دولت له مخالفینو سره خبری وشی او د هغوی سره په ګډه د یرغلګرو پر ضد مقاومت وشې.
۳- وروستی لار د ځان او کورنۍ د ژوند او پایښت له پاره په نظام کې پاتی کیدل د وخت او شرائتو په نظر کې نیولو سره سوله ایزه مبارزه، یرغلیزعمل غندل د قانونیت  او اصولیت د تحقق له پاره غږ پورته کول.
په دغه حساسو شیبو کې چې ګوند او رهبری وجود نه درلود ،غوره تصمیم نیول هم ساده کار نه و. د ګوند د سیاسی دفتر او مرکزی کمیټی یو شمیر غړو لکه غلام دستګیر پنجشیری،ا سدالله سروری ، ګلابزوی،  او داسی نورو چې د شوروی یرغل او ګوډاګې حکومت سره یې په ملی خیانت کې لاس درلود د ګوند کادرونه او صفوف د مختلفو دلایلو، تهدید اوسیمه ایزو اړیکو او داسی نوروچارو له لاری دی ته هڅول چې یرغل او ګوډاګي نظام ومنی او بله لار وجود نه لری.
ماته چې معلومه ده او په ذهن کې می پاتی دي اوهمدا ډول د ځینو پیښو عینی شاهد هم وم، په دغه وخت کې يو تراژیدی، د اختناق او وحشت نه ډک حالت پر هیواد او هیواد والو د وېر او سرو لښکرو تور او منحوس جال غوړولی وو، او تا به کتل او ویل چې هر څه پردی دی ،ریښتیا چې ډیر خپل هم پردی شوی وو.
 د امین د خوناشام بانډ په نامه ګویا هر پاک او هیواد پال خلقی له کوره، له دندی او د لاری د سره نیول کیده او د زندان تورو تمبو ته ټیل وهل کیدل.
اوس نو اتل اوغازی هغه څوک و چې امین او امینیانو ته ردو بد ووایې او استخباراتی کړیو ته یې ورو پیژنی. او دا توپیر ګران کارهم و خو د پلورل شوو اجنټانو لکه دستګیر پنجشیری، اسدالله سروری او سید محمد ګلابزوی تائید یا رد د هغوی په ژوند کې بدلون راوستئ شو.
د یو څو ګوتو په شمار امینیانو شعار زرګونو او لکونو ته ور واوښت، په کابل کې د صدارت کوټه قفلی زندانونه د څرخی پله زندان او د کابل توقیف خانه اونور د خاد مرموز او پټ زندانونه او همدا ډول په ولایتونو کې محبسونه د شوروی او د هغوی د ګوډاګیانو، مزدور نظام او کې ګې بې په امر د هیواد مینو او اصیلو خلقیانو نه ډک شول، ګوندی او دولتی دندی تری واخستل شوی او ژوند یې له سترو ګواښونو سره مخ شوو.
د هیواد یو شمیر هغه ولایتونه چې د دوی له انده امینیا ن په کې ډیر اوسیدل په اګاهانه ډول یې سقوط سره مخ کړل چې په زرګونو ګوندیانو په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او شهیدان شول چې  هلمند، تخار، کندوز او داسی نور ولایتونه یې ژوندی بیلګی یادولی شو.
غواړم دهغو ملی قهرمانانو یاد او نومونه واخلم چې د شوروی یرغلګرو او ګوډاګی حکومت له خوا په ظالمانه توګه زندۍ (اعدام) شول.
۱- عبد الله امین د شهید حفیظ الله امین ورور.
۲- اسد الله امین د کام رئیس.
۳- صاحب جان صحرائی د سرحدونو د چارو وزیر.
۴- انجینر ظریف د مخابراتو د چارو وزیر.
۵- انجینر صدیق عالمیار د پلان وزیر.
۶- جانداد د ګارد قوماندان.
۷- علیشاه د کورنیو چارو د وزارت د امنیی قوماندان.
۸- ودود د ملی دفاع  وزارت د مخابری رئیس.
۹- عارف عالمیار د ترانسپورت رئیس.
۱۰- اقبال د ګارد د امنیت امر.
۱۱- سید عبد الله د څرخی پله د جیل قوماندان.
۱۲- وزیر زیرک د کام کارکونکی.
۱۳ـ عمر وردک د کام کار کونکی.
دجدی د۶ نیټی د وېر او غمیزی د اتلو او ملی هیوادپالونکو شهیدانو روح د ښاد وی د غونډی د ګډونکونکو نه هیله کوم چې د دوی د قهرمانۍ د ستایلو په ویاړ یو دقیقه ولاړ او سکوت وکړی.
درنو هیواد والو، د اختصاصی انقلابی محکمی د یو کارکونکی چې د نوم د نه اخیستو ژمنه می ورسره کړی وه او د دی محکمی د رئیس  شادان په دفتر کې یې کار کاوه او زما نږدی ملګری و، داسی یې (ویل  کله چې د امین د بانډ د ګوندی او دولتی مشرانو، وزیرانو، والیانو او نورو دوسیی څیړل کیدی او دی هم د یو صلاحیت لرونکی ګروپ غړی و، لیدل یې چې دهر یوی دوسیی پرمخ په یوه ضمیمه پاڼه کې لیدل کیدل چې
« د ستګیری موصوف به اساس راپور دستګیر پنجشیری یا اسد الله سروری او یا سید محمد ګلابزوی او یا د کوم بل چا نوم به و»، خو مګر په ډیرو دوسیو کې همدا دری نومونه ډیر تر سترګو کیدل».
په دی ترتیب شوروی اتحاد د ټولو بین المللی نورمونو پرته زموږ پر هیواد یرغل وکړ د هیواد ملی او قانونی دولت او د افغانستان خلق دموکراتیک ګوند یې له منځه یوړوو.  د شوروی د یرغل ورورسته نور د خلق دموکراتیک ګوندموجودیت نه درلود خو د یرغل په مقابل کې په لمړی سر کې د افغانستان د خلق دموکرتیک ګوند نه د اوصولی جنبش په نامه  جوړ شوی حرکت د دغه یرغل د غندنی غږ تر هر چا د مخه را پورته کړ چې د شوروی استخباراتی دستګاه او د کارمل د بوډاګی حکومت د سخت غبرګون سره مخ شوو.همدا ډول با شهامته هیواد والو د دی یرغلګرو او لاسپوڅو په مقابل کې د یو سر تر سری ملی مقاومت په نتیجه کې دغه یرغلګر زبرځواک داسی په ګونډو او دړی وړی کړچې «
لا تر اوسه یې  ماغزه په کرار نه دی چا چې ما سره وهلی سر په څنګ دی».
په ډیره خواشنۍ سره باید و ویل شې چې د جهاد مافیایې ټیکه دارانو د افغانانو د دغه ملی مقاومت ، سرښندنو او سترو  لاسته راوړنو ارزښتونه تر پښو لاندی کړل او د شخصی ګټو او قدرت د لاسته راوړلو له پاره یې هیواد او ولس د یوی ستری غمیزی سره لاس او ګریوان کړل چې پایلی یې د یوبل امریکايې یرغل او تجاوز زمینه برابره کړه چې دادی افغان ولس همدا اوس ورسره لاس او ګریوان دی.

 د ۱۳۵۸ کال د جدی د میاشتی ۶ نیټه د یوی توری او کړغیړنی ورځ په توګه د هیواد په تاریخ کې ثبت او نه هیریدونکې ورځ ده او وی به.
غواړم د اتل شهید حفیظ الله امین د فکری خط څو لنډو او اساسی کرښو ته اشاره وکړم.
امین صاحب یو ملی، دموکرات،هیواد پال، سیاسی،علمی،فرهنګی او ټولنیز شخصیت و. دهیواد ،هیوادوالو،ملګرو دوستانو اوخپلی کورنۍ سره یې مینه درلوده او د یو ریښتینی افغان بشپړ صفتونه یې درلودل. څنګه چې هغه په ظاهرکې یو ښکلی سړی و په باطن کې هم هغومره پاک او سپیڅلی شخصیت و.
ملګری حفیظ الله امین د افغانستان عظمت او لوړتیا غوښتله او د ټولو افغانانو د عظمت او لوړتیا ارمانجن و. د ده یوازیني ارمان دا و چې افغانستان په ټوله سیمه او نړی کې یو آزاد، مستقل او سرلوړی هیواد وی او په دی لار کې یې، د افغانانو په استعداد بشپړ باور درلود. نو ځکه یې آند همدا و چې خپل هیواد به د شرق او غرب د اغیزو نه پرته په خپلواک ډول د پرمختګ پړاونو لور ته بیایې.
د سیاست په ډګر کې هغه یو ناپییلی،ملی دموکرات او هیواد پال سیاستوال و، په پردییو ایدیالوژیو باورمند نه و او همدا علت هم و چې د شورویانو او امریکایانو د دسیسو ښکار وګرزيد او ځان، کورنۍ او ملګری  یې د هیواد د سترو آرمانو قربانی کړل.
اتل شهید حفیظ الله امین دخپلو ملګرو سره خورا بید ریغه مینه درلوده، چې همدا مینه، اعتماد او باورمندی یې دده د بریاوو اصلی رمز و. هغه د هیواد د دښمنانو په پیژندنه کې خاص استعداد درلود او تل د دښمن سره په مبارزه کې ګټونکی و او پر هر چا چې یې شک کړی و وروستیو پیښو وښوده چې دی په حقه و . هغه په خپلو ملګرو ډیر حساب او باور درلود او د همدی حساب او باور نه یې  ځینو د ناوړه ګټو اخستو پر اساس د لستوڼی د مارانو په توګه دی د توطیو او دسیسو ښکار وګرزید.

پای
شا ولی ارین دنمارک