آرشیف
د رښتوني سولې لپاره هر ډول قرباني ته چمتو یم
نظر محمد مطمئن
له ټولو ملګرو او دوستانو څخه بیا هم نړۍ نړۍ مننه! زما باور یې نور هم راته مضبوط کړ، او پر خپل ځان یې نور هم باوري کړم.
مشرانو، ملګرو، دوستانو او مینه والو! زموږهغه وروڼه چې اوږده مبارزه یې کړي، او بیا د ستونزو له امله ، د کړاونو او د مجبوریتونو له امله هغوی له علیاء ګټو تیريږي، انعطاف کوي.
نو زه هم دا توانایې لرم چې د خپل مسلمان ورور لپاره د راتلونکې پایداره سولې لپاره پوره انعطاف او حوصله ولرم. زه تاسي ته ډاډ درکوم چې زما حوصله به نوره هم لوړه شي.
خپله انرژې له مسلمان ورور سره په ټکر او دښمنې کې نه، بلکې د سولې او خپل ولس د خدمت لپاره کاروم.
تاسي دعاوي کوئ چې الله ج موږ له انحراف څخه وساتي. او د لوی الله ج د رضاء، د خپل هیواد او ولس د هوسايې لپاره زما، سترګې، زما خوله، زما قلم، زما لاسونه ، زما قدمونه او زما ذهن د لوی الله ج په مرسته وکارول شي.
هغوی چې له بهر څخه یې زما مشرانو دوستانو ته پېغام ورکړی، او زما هغه نږدې مشران وروڼه چې زما د لا حوصلې او زغم هیله لري، زما هغه ملګري چې زما پر زغم حساب کوي، ګردو ته ډاډ ورکوم، چې زغم لرم، زغم کوم، او سولې ته د رسیدو لاره د زغم لاره ده.
له قدرمن او محترم ماته د احترام وړ دروند شخصیت ښاغلي حکمتيار صاحب څخه هیله لرم چې کابل ته پر خپل راتګ سره د خپلمنځې جګړو، تضادونو، تربګنیو، دښمنیو په له منځه وړلو کې کارنده رول ولوبوي، خدای مه کړه د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې تړون د بلې جګړې پېلامه نه شي، موږ به د هیواد د یو عادي فرد په صفت د سولې په هره هڅه کې د ښاغلي حکمتیار او سوله خوښونکو مشرانو تر څنګ ولاړ یو.
نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور