X

آرشیف

یوه افغان سرتیري دناټو په پوځیانو وسله وال برید کړی

دناټو ځواکونو یوې خبري سرچیني ویلي چې یوه افغان سرتیر دموقع څخه په استفادي د دوی په ځواکونو دخپل توپک شپیلۍ ور اړولې چې مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.
په همدې اړه ناټو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پلازمینه کابل کې د یوه افغان سرتیر په ډزو د دوی دوو تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په کې یو لوړرتبه پوځي چارواکی هم دی.
ناټو د پیښې د دقیق ځای او څرنګوالي په تړاو نور مالومات نه دي ورکړي خو وایي چې یو سرتیری یې وژل شوی او بل ژور ټپي دی چې دامهال روغتون ته رسیدلی اوهلته تردرملنې لاندې دی.
دناټوخبري سرچینې ویلي چې هغه افغان سرتیری بیرته خپل افغان پوځي په متقابلو ډزو کې ویشتل چې هغه هم ساه ورکړې اوپه اړه یې پلټنې پیل شوې دی.
تر اوسه د دې برید پړه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.