آرشیف

2021-7-25

جام غور

غور مېشته وردګ: وردګ زموږ ویاړ او ننګ دی- د دې نوم بدلول زموږ سره کرښه
په غور ولايت کې ميشت وردګ قوم د یوې لويې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د سیمه اییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې پر هغه ګونګ او د موقت تغییر اعلان چې د وردګ ولایت د نوم په تړاو يې کړی وو، نيوکه وکړه او دوی د “وردگ” نوم خپل ویاړ او ننګ و باله او د وردګ ولایت د نوم تغییر يې ناشونی او له قانون څخه ښکاره سرغړونه ګڼله.
غونډه د قرآن پاک د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل، ورپسې دینی عالم او مخور شخصیت ابوالفضل مولوی محمد نعیم نعمانی، د وردګ ولایت تاریخی مخینه او جغرافیایی موقعیت باندې مفصلې خبرې وکړې او د سیمه اییزو ارګانونو ادارې هغه اعلامیه يې د هېواد د ټولو نافذه قوانینو او تاریخي اسنادو او شواهدو خلاف عمل وباله.
ښاغلي نعماني د هېواد په هرګوټ کې پراته وردګ ولس باندې غږ وکړ تر څو د خپل پېژاند او حق څخه د هېواد د مدني قوانینو په رڼا کې د اعتراضیه غونډو، کنفرانسونو او سوله ییزو لاریونونو په ترسره کولو سره ملاتړ او دفاع وکړي.
کابو یوه اوونۍ وړاندې د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وردګ ولایت کې د رامنځته شوي تاوتریخوالي په اړه اعلامیه خپره کړه چې پکې د “وردگ ولایت” د نوم په تړاو د یوه ګونګ او مؤقت تغییر ذکر شوی وو.
یادې غونډې ته په سنا مجلس کې د وردګ ولایت استازي ښاغلي انجینر حسیب الله کلیمزي د ټلیفون له لارې اوږده وینا وکړه او د غور مېښته وردګ ولس دغه اقدام يې د دوی حقه حقونو ته د درناوي او ویاړ عمل وباله.
ښاغلي کلیمزي په خپلو خبرو کې ووېل چې وردګ ولایت له شاهي دورې را نېولې بیا تر نن پورې په همدې نامه یادیږي، د هېواد په ټولو نافذه قوانیو او اسنادو کې، دغه راز د سیمي (وردګ ولایت) په کچه په ټولو اسنادو کې که هغه حقوقی دي او که عرفی او حتي شرعي قوالې او بلاخره هر هغه لیکلي او چاپ شوي اثار ټول د “وردگ” په نوم پورې تړلي دي، او ددې نوم بدلون د دغه لوی او ویاړلي ولس سره کرښه ده.
ښاغلي سناتورد غور مېشته وردګ ولس د دغه اقدام ستاینه وکړه او ويې ويل: زموږ اعتراضیه غونډې او مطبوعاتي کنفرانسونه يواځې په کابل او وردګ ولایت پورې تړلي نه دي، دغه لړۍ به د هېواد په ۳۴ ولايتونو او ګڼ شمېر ولسواليو کې تر هغې ادامه لري څو چې د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره له خپل اعلاميې چې په حقیقت کې د ټولو ناقذه قوانينو خلاف عمل دی، معذرت ونه غواړي او له پلان شوي کار څخه ډډه ونکړي.
عبدالسلام صمیم، د غور مېشته وردګ ولسونو د لويې او ځايي شورا رییس، د وردګ نوم د ولسونو ویاړ او پېژاند په توګه یاد کړ او له مرکزي حکومت، په تېره بیا د سیمه اییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې يې وغوښتل تر څو خپره شوې اعلاميه د بلې اعلاميې په خپرولو سره رد کړي.
ښاغلی صمیم په د هېواد په کچه په وردګ ولس غږ وکړ تر څو له خپل هویت او نښان څخه چې هغه د یوه لوی ټبر ځواک او برم ښيې، په کله او مېړانه دفاع وکړي.
دغه راز نوموړي له مرکزي دولت او په ځانګړي توګه له ولسمشر وغوښتل تر څو تاریخي ارزښتونو ته په درناوي د “وردګ ولایت” تاریخي او منل شوي نامه ته د یوه ویاړلي او سرښندونکي ټبر په احترام درناوی وکړي او په میدان ښار کې رامنځته شوي کړکېچ ته د پای ټکی کیږدي.
مخور مشر او متقاعد ډګروال شاه ولی خان وويل چې په وردګ ولایت کې د وروستيو رامنځته شويو جنجالو حل لار په دغه ولایت کې د شته قومونو د يووالي، تفاهم او خپل منځي سلا او مشورو له لارې شونې ده.
نومړي وويل:” د میدان ولس زموږ وروڼه دي، د دوي توهین او بي عزتي د وردګ ولس توهین ګڼو، خو د هېواد نازکو او حساسو شرایط ته په کتو باید دوی دا حقیقت درک کړي چې د لسګونو کلونو تاریخي نوم ته تغییر ورکول نه یواځې چې ممکن نه دی، بلکې شته ستونزې لاهم زیاتولی شي.
ديني عالم الحاج مولوی شیر محمد د وردګ ولس روښانه تاریخ، مېړانې او سرښندنې وستایلې او د ولس دغه اقدام يې د ننګ او عزت چیغه او د دوي حق وباله.
د غونډې په یوه برخه کې ماستر محمد حنیف مایار او سمیع الله شیرزي د وردګ د ویاړلي او با عزته ټبر په ویاړ خپل حماسي شعرونه او ویناوې د غونډې ګډونوالو ته ور واورولې چې په خورا مینه او ولولو د ګډونوال له خوا بدرګه شول.
د غونډې په پای کې اووه ماده ییز پرېکړه لیک د ښاغلی حمیدالله ژواک له لوري د ګڼ شمېر ځايي رسنیو او د غونډې برخه والو ته ولوستل شو.
د غونډې پرېکړه لیک:
بسم الله الرحمن الرحیم
د وردگ ولایت د نامه په اړه په غور ولایت کې د وردګو ولسي شورا ګانو غړو او استازو او دغه راز علمای کرامو او د قوم مخورو او معززو مشرانو د خبري کنفراس او غونډې پریکړه لیک.
عزتمندو وطنوالو او د رسنیو درنو استازو!
دا درک کوو چې ګران هیواد مو په سختو شرایطو کې راګیر او ملت او دولت له لویو او بې مخينه ستونزو سره لاس او ګریوان دي، خو د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د تېرې اوونۍ د بې وخته او قانون خلاف اعلامیې مونږ دغه غبرګون ته اړ کړو.
تاسو به خبر یاست چې تېره اوونۍ د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپل صلاحیت له دایرې بهر د یو مهم او ستراتيژیک ولایت د نوم بدلولو په اړه ګونګ او د موقت تغییر اعلان وکړ.
د هېواد په کچه او په ځانګړي ډول غور مېشته وردک ولسونه، علمای کرام او مشران دغه بې وخته او قانون ضد اعلامیې دې ته اړ کړل څو یې په اړه خپل موقف او غبرګون د خبري کانفرانسونو له لارې د دولت مشرتابه او ملت ته په لاندې ټکو کې ورسوي.
لمړی: د یو هیواد اداري تشکیلات رامنځته کول او په ځانکړي ډول ولایتونه او د هغو لپاره د نومونو ټاکل یوه ذوقی او شخصي مسئله نه، بلکې دا د یو تقنیني سند په توګه قانوني مراحل لري چې د هېواد په اساسي قانون او اړوند نافذه قوانینو کې یې د صلاحیت مرجع او د عملي کېدو مراحل د قانون د احکامو په توګه درج دي.
د همدې حکمونو په رڼا کې د وردګ ولایت نوم په قانوني توګه طی مراحل شوی او د سیمه ییزې ادارې په نافذ قانون او له شاهي دورې تر نن پورې د ټولو نظامونو په نافذه قوانینو او دولتي اسنادو کې (وردګ ولایت) او مرکز یې (میدان ښار) ثبت او درج دي او د دولت همدغه ارګان چې تېره اوونۍ یې د میدان وردګ د ولایت د نامه په اړه قانون ضد اعلامیه خپره کړې، له دې وړاندې په مختلفو ادوارو کې خپلو اړوندو مراجعو ته د ولایت د نامه په تړاو د نافذ قانون پر تطبیق ټینګار کړیدی.
دوهم: د وردک ولسونو تل د ښه ګاونډيتوب ثبوت د میدان وردک ولایت په محدوده کې څه چې، په ملي سطحه ثابت کړی، د میدان ولسونه زموږ وروڼه دي او د دې ولایت د میشتو وګړو او د میدان د شریفو ولسونو توهین یا بې عزتي نه د ځان ویاړ ګڼو او نه یې د نورو له خوا زغملای شو؛ همدې اصل ته په پام نباید زموږ اوسنۍ غوښتنې د هغوی د توهین یا له هغوی سره د تضاد په معنی تعبیر شي.
دریم: په میدان ښار کې روان قانون ضد تشنج د یوې ځانکړې او محدودې کړۍ له لوري پیل شوی، هغه چې خپلې نامشروع ګټې یې په اختلاف او ګډوډۍ کې نغښتې دي او له بده مرغه د وردګ ولایت ټول اوسیدونکي یې په میاشتو میاشتو له عامه خدماتو محروم کړي، دولتي چارې یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې، د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ یې بنده کړې او د ولسونو تر منځ د تضاد، تصادم او تفرقې سبب ګرځیدلې چې د ټولو بدو عواقبو مسئولیت به د همدغې کړۍ پر غاړه وي.
څلورم: موږغور میشته وردک ولس د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د تېرې اوونۍ اعلامیه له قانون سره په ټکر کې ګڼو، د یادې ادارې له قانوني صلاحیتونو یې لوړه بولو، غندنه یې کوو او د قانون په رڼا کې ترینه د بیرته اصلاح او قانوني اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کوو، له دې پرته د داسې غیر قانوني اعلامیې د بدو عواقبو مسوول یې بولو او پر وړاندې یې دریږو.
پنځم: که د تضاد، تبعیض، تعصب او ګډوډیو رامنځ ته کولو موضوع مطرح نه وي نو د یو ولایت د لسګونو کلونو منل شوی قانوني او تاریخي نوم بدلولو ته هغه هم له غیر قانوني مجراوو او په اوسنیو سختو او حساسو شرایطو کې ضرورت څه دی؟ چې دا د پوښتنې ځای او تر شا یې د هېواد په دې حساسو او نازکو شرایطو کې د ولسونو د ویشلو او ټکر رامنځ ته کولو د توطیې شک کیږي.
شپږم: په دې وروستیو کې د دغو ناخوالو او تعصباتو د عاملینو او پیلوونکو له خوا د هېواد په دغه جګړه ییز حالت کې د کابل کندهار او کابل بامیان پر لویو لارو تلونکو مسافرو ته شدید مزاحمتونه رامنځ ته شوي، د وردګ ولایت د قومونو پر وړاندې یې د تبعیض، تعصب او مزاحمتونو لړۍ پراخه کړې او له بده مرغه د وردک ولسونو له اخلاقي کردار، نرمښت او ګذشت څخه په ناوړه استفادې سره یې په میدان ښار کې له وردګ دولتي کارمندانو او اوسیدونکو سره وردګ قوم ته د منسوبېدو په نامه په ډاکه توهینوونکی تبعیضي چلند پیل کړی او د هغوی له خوا د دولتي دندو د اجرا او ولس ته د خدماتو د وړاندې کولو مخه یې نیولې ده.
غوښتنه کوو چې زر تر زره دې دغه انساني او اخلاقي ضد کړنې د پای ته ورسوي، کنه وردګ ولسونه مجبور دي د خپل حیثیت او خدای ورکړي حق د دفاع لپاره غبرګون وښيي چې بدې پایلې به یې تر ډیره دواړو لورو ته په میراث پاتې او حکومت به هم د یادې قضیې په تړاو د بې پروایۍ پور پرې کوي.
اووم: په پای کې غور میشته وردګ ولسونه داسې انګېري چې د ولایت د نامه په اړه حکومت د تېرې اوونۍ اعلامیه قانون ماتوونکو، عامه نظم اخلالوونکو او د حکومتي ادارو او لویو لارو بندوونکو ته د ډالۍ په توګه او له مزاحمت څخه د خلاصون په پار خپره کړي ده؛ همدې ته په پام وردګ ولسونه پر حکومت غږ کوي چې که عامل دا وي نو له دې نه به مو په کراتو له لویو مزاحمتونو سره مخ کړو، هیله مو داده چې حکومت دې په لوی لاس ولسونه داسې کړنو ته نه اړ باسي.
په درنښت
غور مېشته وردک ولسونه
د یوه سوله ییز، سوکاله، یو موټی او پرمختللي افغانستان په هیله
د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري لمړۍ نېټه.